د سرو زرو ګجرې
نوټ : زما دا ليک د ډاکټر زبېر حسرت له خوا ترتيب شوي کتاب قلندر مومند ژوند ، شخصيت او ادبي خدمت کښې چاپ شوے دے چې د هغې ځنې ضروري او اساسي پرخې د چاپ نه پاتې شوې دي چې اوس يې د پاڅون په توسط د درنو لوستونکو په خدمت کښې دوباره چاپ کول غواړم...
د اردو ژبې د يو نقاد سيد وقار عظيم يوه عجيبه رايه مې د اردو افسانې پحقله چرته د نظره تېره شوې ده هغه ليکي چې کله په افسانه کښې د ربط او ترتيب ضرورت پاتې نۀ شي نو د پلاټ ضرورت او اهميت هم ختم شي ځکه په نوې افسانه کښې د پلاټ وجود ورو ورو ختمېدې زما دا شک نه بلکې پوره يقين دے او په دعوې سره دا خبره کؤم چې ښاغلے نقاد نۀ يواځې دا چې د پلاټ د صحيح ماهيت نه خبر نۀ دے بلکې په افسانه کښې د پلاټ په ضرورت او اهميت يې هم په صحي معنو کښې سر نۀ دے خلاص شو ے کۀ زۀ دا ووايم چې په افسانه کښې د پلاټ د خاتمې سره د افسانې وجود هم ختمېږي نو شايد يو عام غوندې خبره وي د خاص خبره خو دا ده چې د افسانې نه قطع نظر د پلاټ د خاتمې سره د ټول تخليقي ادب وجود هم د خطرې سره مخ کېږي ګني نو څوک دې يو شعر وليکي يا د هغې نه د کمکي هيئت حامل يوه ټپه يا ماهيه دې وليکي داسې چې په هغې کښې د پلاټ د التزام خيال نۀ وي ساتلے شوے او په هغې کښې دې ماته هاغه تخليقي کېف او مسرت ثابت کړي کوم چې دهر تخليقي ليک خاصيت او ضرورت دے يو زۀ به دا څۀ تامل نه بغېرومنم چې افسانه د پلاټ نه بغېر هم ليکل کېدے شي
کۀ چرې يو افسانه نګار يا هر يو قيصه ليکونکے د کردار نه بغېر قيصه سازولے شي داسې کردار چې ماورائي مخلوق نۀ وي بلکې د مجسم مادي او انساني خدوخال خاوند وي کۀ يو کردار ته څوک د مادي او زمکني ماحول برعکس په ما ورائي عالم کښې حرکت ورکولے شي او د هغې هسې تصوير هم سازولے شي کۀ څوک په يو مخصوص زمکني ماحول کښې د مکان او زمان يعنې د وخت او ځاے ځائيګي نه پرته د کردار زغل او عمل ټاکلے شي او کۀ څوک د کردار د زغل او عمل نه بغېر د معين انساني جذباتو اظهار کؤلے شي نو ښه په شوق سره دې افسانه وليکي خو بيا دې د خپل تخليقي ذوق او تنقيدي بصيرت نه هم پوښتنه وکړي چې ايا دا افسانه ده يو افسانه نګار چې د افسانې په چوکاټ کښې د لوستونکي سترګې په کوم ماحول کښې پرانيزي د دې ماحول مرکب اجزا هم دغسې دي کوم چې بره په ګوته کړے شول او د دغو اجزاؤ د متناسب ربط او ترکيب نه چې په افسانه کښې کوم ماحول راپېدا کېږي پلاټ د هغې د هم دغه ماحول دوئم او مشخص نوم دے په دې پلاټ چې څومره موزون او په متناسب ډول د يو پر ربط وحدت شکل خپل کړے وي په هم هلته مناسبت کوټلے او غونډ مونډ پلاټ بللے کېږي او د افسانې وحدت تاثر هم د پلاټ د دغه وحدت مرهون منت وي
د دې دومره اوږد تمهيد ضرورت د څۀ دپاره راپېښ شو خپل دغې مدعا ته به زۀ لږ په تاخير سره راګرځم خو اوس يوه بله خبره د يو بل تمهيد په توګه را راخلم . د محترم قلندر مومند د افسانو مجموعه "ګجرې" په کال نولس سوه اتۀ پنځوس کښې (وړومبے اېډيشن ) چاپ شوې ده د دې افسانو د ليک دورانيه کۀ ورسره په قياسي ډول اتۀ کاله يو ځاے کړو نو مونږ وئيلي شو چې دا افسانې د اوس نه اتۀ پنځوس کاله وړاندې زمونږ د افسانوي تاريخ برخه ده په دې دومره موده کښې د کم و زيات نه قطع نظر د پښتو افسانې د ليک او تخليق عمل روان پاتې شوے دے چا په مستقل ډول د افسانې ليک ته ځان سپارلے دے چا د نورو ادبي مشاغلو سره سره په ضمني او جزوي ډول افسانه کښې د خپلو تجربو اظهار کړے دے بهر حال افسانه ليکلې شوې ضرور ده خو په دې مېنځ کښې د يو سوال انګازه چې په ځينو خلقو کښې خال خال اورېدل کېږي نۀ چا په سنجيدګۍ سره بحث مباحثې ته راښکلې ده او نۀ چا بې باکۀ نقاد په بې باکۍ سره په هغې خپله تنقيدي محاکمه صادره کړې ده سوال دا دے چې محترم قلندر مومند اتۀ پنځوس کاله وړاندې په خپلو افسانو کښې مونږ سره کوم تخليقي معيار متعارف کړ ے دے، کوم معياري حدونه يې مقرر کړې دي او د هنري ځانګړتيا کومه کرښه يې راښکلې ده ، زمونږ اوسنۍ افسانه په خپل فني سفر کښې د هاغو حدونو نه تېره شوې ده په دغه متعين کرښه يې پښه ور اړولې ده کۀ نه لا تر اوسه د هاغه کرښې دننه په ګرد و پېش کښې ده .؟
کېدې شي چې د دې سوال په جواب کښې يو څوک د رائې خاوند خپله ادعا وړاندې کړي چې د ګجرې نه پس پښتو افسانه د مختلفو هنري ازمائنو نه په کاميابۍ سره را تېره شوې ده د علامت پڼې يې موندلي دي د نفسياتو پڼې يې په پښو کړې دي او د تجريد په هڅه کښې يې د ځان نه ډېرې بڼې وېستې هم دي ځکه پښتو افسانه په ځاے ولاړه نۀ ده او دا ادعا به ورسره مونږ هم تسليم کړو چې پښتو افسانه په حقيقت کښې د ځنډ او انجماد سره مخ نۀ ده خو د پښتو افسانې کومو تجربې بدلونونو ته چې ګوته ونيولې شوه دا بدلونونه په افسانه کښې د موضوع د تنوع او اسلوبي رنګا رنګۍ سره تعلق لري حال دا چې دلته مسئله د اساس ده د التباس نۀ ده . د يوې افسانې يا هرې فنپارې د لوست په مهال چې مونږ د کوم تخليقي سرور سره اشنا کېږو د يوې فنپارې د قدر و قيمت او مقبوليت فېصله د دغه سرور اساس سره زمونږ ذوق کوي نو کۀ مونږ ووايو چې د اوسنو افسانو په تله د قلندر صېب د افسانو جمالياتي لطف اوس هم د دې جوګه دے چې زمونږ اوسنو افسانو ته د ذوق په حواله پتون وټپوي نو د هغې مطلب به دا وي چې د قلندر صېب په افسانو کښې او بنسټيز ټکے داسې شته چې هغه قلندر صېب ته نۀ يواځې د هغۀ د همځولو په منځ کښې بلکې د نورو افسانه نويسو په مقابل کښې هم د انفراديت اعزاز ورکوي دا ټکے د انفراديت دغه نقطه د قلندر صېب په افسانو کښې هاغه شفافه او کوټلې پلاټونه دي چې هغوي پکښې د بشپړه تخليقي ذمه دارۍ مظاهره کړې ده اخر په ځاے د دې چې د چجکو او پرنالو په رنګولو يې خپل ځان ستړے کړے دے خپل د صلاحيت يې د افسانوي عمارت بنياد مضبوطولو او د ډيزائن نه رغښت ته وقف کړے دے هم دغه هاغه وصف د ے چې مونږ يې د قلندر صېب د نورو همځولو په افسانو کښې لټوو نو په خپل تناسب کښې چرته کم او چرته زيات محسوسېږي بلکې کۀ دا ووايو نو بېځايه به نۀ وي چې مير مهدي شاه باچا کۀ د خپلو پلاټونو په سادګۍ کښې او محترم همېش خليل کۀ د خپلې ژبې په شاعرانه رنګ امېزې کښې د انتها بريدنو ته رسېدلي نۀ وې نو قوي امکان وۀ چې دواړه ښاغلي مشران به ډېر په لنډ کي غورځنګ د قلندر صېب د سيالۍ محاذ ته رسيدلي وې خو زۀ ډېر په تاسف او دواړو مشرانو نه په معذرت سره دا خبره د يو مثال په ذريعه جوړول غواړم چې د يو مصور په کېنوس يا خاکه کښې د رنګونو د متناسب استعمال او ضرورت دا مفهوم لري چې د هغې په ذريعه د تصوير د (کردار) د خد و خال سره سره د خاکې د چار چاپېره ماحول او مخفي زاويې هم زمونږ سترګو ته په متناسب ډول رانزدې کړي د متناسب نه مراد دا چې نۀ دومره تت او لرې چې لوستونکے ورپسې دوربين او خوردبين راوړي او نۀ دومره روڼ او ځلاند چې لوستونکے ترې په بصارت کښې برېښ محسوس کړي
د قلندر صېب په افسانه کښې زۀ دې التزام ته هم د قدر په سترګه ګورم چې هغوي په خپلو افسانو کښې د ژبې او لفظونو استعمال په هغه پېمانه کړے دے څومره چې د هرې افسانې د پلاټ او تخليقي موډ تقاضا ده په بې ځايه رنګونو بې جوازه علامتونو او بې جوثې تجريدونو يې پلاټ پس منظر ته نۀ دے ديکلے زۀ وايم چې زمونږ د اوسنو افسانه ليکونکو په افسانو کښې د قابل قدر تجديد او تجربو باوجود چې کومه خفيفه بدمرغي ته د ېوې نيمګړتيا په شکل محسوسيږي نو هغې نه مونږ کۀ څۀ هم دا نوم نۀ شو ورکولے چې ګنې پښتو افسانه د پلاټ نه بې برخې شوې ده ځکه چې د پلاټ نه بغېر د يوې افسانې د ليکلو تصور نۀ شي پېدا کېدے البته دا ده چې په اجزاؤ د زور راوړلو په سوب بنياد يعنې پلاټ پس منظر ته لاړ شي او د افسانې عمارت په هوا کښې ولاړ محسوسيږي زمونږ نوي افسانه نويس کۀ په خپل ځان کښې د دې وړې غوندې خامۍ د ازالې جوګه شول او د سيد وقار عظيم پشان د ځينو تنقيد نګارانو اقوالو ته يې په پټو سترګو د کتلو نه ځان وژغورلو او خپلې جديد تجربې يې د يو ضبط او معقول پلاټ سره هم اهنګه کړې نو زۀ په اعتماد سره دا وئيلے شم چې زمونږ نوې افسانه به نۀ صرف د ګجرې د افسانو سره د معيار حدونه راسر کړي بلکې په لږ وخت کښې به د نورو ژبو د افسانو سره د سيالۍ او همسرۍ ډاډ هم حاصل کړي ځکه چې زمونږ په نوو ليکونکو کښې د تخليقي قوت کمې نشته کۀ څۀ وي نو هغه د تنقيدي بصيرت کمے دے