Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
زمامعصوم زړګی
د خپل په داتنګ قفس کې
مدام بندي ښکاریږي
لکه زخمي او بې وځره مرغۍ
دخپل د وینو ډڼډ کې
جګیږي ولویږي بیرته
په شټیدلو ستړی
د ارمانو دنیایی
د امیدو دنیایی
لکه دژمي ماښام
ټوله تک توره ښکاری
رڼایی نشته پکښې
د روغید و په امید
د ازادۍ په امید
د روښنایی په امید
تل شوګیرې تیروم
تر څوچې لمر راخیژي
نه چې شهید شي راته
عبدالحفیظ ملیار