پښتو،پښتون،پښتون ولي
محمد نعيم كاكړ
څوك چي د بل درناوي او عزت كوي په غبرګون كښې به د داسي چا بيرته درناوي او عزت كيږي هم د ډول كه موږ د بل د ژبى دود كلتور تاريخ او خاوري عزت وكړو نو به ارومرو ځموږ د ژبى دود كلتور او تاريخ درناوي كيږي دا يوه ټاكل شوى لار او نړۍ وال اصول دي خو ددي سره دا تړلي ده چي ځه پخپله د ژبى و خپل دود دستور او كلتور څومره درناوي كوم چي ځه خپله د دهغه ارزښتونو اوتاريخ درناوي نه كوم نو به د بل دهغه د څه وكړم او بل به په دي غبرګون كښې ځما د ارزښتونو څه درناوي وكړي نو ځكه ځموږ مذهب او دين سپيڅلى اسلام دا لارښودنه كوي چي د بل مذهب او دين ته بدمه وايه داسى نه چي ستا سوچه او سپيڅلى اسلام ته ددي په غبرګون كښې بد وويل شې څومره سپيڅلى اوكره خبره او اصول دي نو ددي دپاره موږ پښتنو افغانانو ته په كاردي چي د بل چا ارزښتونه چى په هغه كښې هر څه راځي بدونه وايو او ددي د څنګه لومړي د خپلو وياړوو لكه مذهب دين ژبه دود دستور ژوند تاريخ درناوي وكړو بيا د نورو څخه دا هيله ولرو چي دوي به ځموږ د وياړو نو درناوي كوي خو دا يوه خپره د يادوني وړده چي پښتون افغان د بل چا د وياړونو او ارزښتونو سپكاوي نه كوي نه يې پخوا كړي ونه يې اوس كوي كه آكادكا داسي شوي وي خو څه نه شې ويل كيدي يا چا د پښتانه د وياړونو سره بد كړي وي هغه په غبرګون كښې داسې عمل كړي وي نو احتمال يې شته خو په حيث د يوه بشپړه قام پښتون د چا د ژبى د چاد دود كلتور د چا د ناستى پاستى او تاريخ سپكاوى نه كړي دي نه يې كوي ځكه چى يو انګريز.
خو په د نړۍ او سيمه كښې بيا داسي قومونه او ملكونه هم شته چي هغه غواړى چي د نورو ژبى د نورو دود په لنډه د قومونو وياړونه د منځ څخه يوشې يا داسي سره ورګډوډ كړي چي د دوي خپله پيژندنه په كښې وركه شې خو دا يو غير قدرتى غير فطرتى عمل دى چى برى نه شې وړى ځكه هر هغه څه چې هغه فطرتى او قدرتى ارزښت ونه لري هغه يوه نه يوه ورځ د مينځ څخه ځي ځكه چى دا ټول كائنات د يوه اصول او تګ لاري او فطرت داړتيا سره دوام كوي چي تراوسه هيچا ته دا څرګنده نه ده چي د څه وخته څخه دهغه بهير روان دي داخبره تردي پوري ځه كوم چي فطرتى او قدرتى ارزښتونه به دوام كوى خو غير قطرتى او قدرتى به د منځ څخه ارومرو وركيږي خو په زوره او د هلو ځلو د لاري قدرتى څه د منځ څخه وړل آسانه كار نه دي د چا كه دا اټكل او خيال وي چي د چا ژبه د چا دود كلتور او وياړونه بۀ په زور د منځ څخه وړل كيږي ځما په اټكل دا ډېر ګران او نه كيدونكى عمل دى هو دا كيدى شې چى د څه وخت يا اوږد وخت دپاره خنډونه ورته واچول شې د بيلګى په ډول د مغلو څخه نيولي بيا تراوسه دا هڅه شوي او كيږي چي پښتو د پښتنو دود كلتور تاريخ او ويادونه سره ورګډوډ كړي يا يې د منځ څخه يو وړل شې خو په دي كښې نه مغل بريالي شو نه تور او سور انګريز بريالى شول نه ګاونډى هو د پښتو او د پښتنو د وياړونو د مخ نوي يې ډېري هڅي وكړي دوي خو تردي ځايه بريالى شول چي په ښوونځي كښې په دفتر كښې او په نورو ځايو كښې د پښتو په مخ ټول ورونه او دروازي وتړي او تړلي يې دي خو بيا هم دوي په بشپړه په دي كار كښې بريالي شوي نه دي هو دا شوي دي چي دوي د اوبو و مخ ته ورخ اچولى دى د اوبو كوړم يې درولي دي خو د هميش دپاره د اوبو وارو دوي د پښتو مخ نوي نه دي كړي نه ورځ كه موږ و پښتو ژبه ته وګورو چي نه په افغانستان كښې د نورو ژبووارو چي د ډېر كيو ژبه هم ده.
دومره ارزښت نه وركول كيږي كه څه هم تر پاكستان پوري ښه ده خو په پاكستان كښې د نورو قامى ژبو لكه پنجابى ژبه بلوڅى ژبه بروهى ژبه سرائيكى ژبه يا نوري په بشپړه د منځ څخه د وړولو غير فطرى اوغير قدرتى عمل روان دي خو دهغه څوك چي په دا هيله دا كار كوي دوي به بريالي نه شې خو دا څرګنده شوي ده چى د دهغه ټولو تاريخى ژبو و مخ ته دوى خنډونه اچولى دى او د دهغه ژبو پرمختيا دومره نه د شوي لكه څوني چي په كاروه چ شوي وي خو بيرته هم په پاكستان كښې پښتنو په خپلو موټو پښتو و لوړ ځائى ته را رسولى ده چي تراوسه هم ډيرى خواري يې په مخ كښې دي ولى چى په لومړى سر كښې پښتو د ښوونځى ژبه نه وي شوي پښتو په سوچه ډول د رسنېو او ميډيا ژبه نه وي جوړه شوي او بيا ورو ورو د ماركيټ او بازار ژبه نه وي ګرځيدلي د نړۍ د نورو ژبو وارو پرمختيا نه شې كولى دا رښتيا خبره ده چي ددي خوا پښتنو ليكوالانو شاعرانو رڼ اندو او پخپله ژبه مئينانو پښتو ودي ځائى ته را رسولى ده خو تر هغه وخته چي پښتو په لومړى سر كښې د ښوونځي اوزده كړو ژبه نه وي شوي بيا د سوچه پښتو د رسنېو او ميډيا برخه نه وي جوړه شوي پښتو يا بله ژبه مخ په وړاندي نه شي تللي او پښتو د تعليم ژبه او د ميډيا ژبه جوړول د سياست مدارانو ډنډه جوړيږي خو د بده مرغه ځموږ سياست مداران په دي ۶۵كاله كښې بريالي نه شول چي دهغه د بشر غوښتنه او نړۍ واله غوښتنه خپل پښتون ولس ته راوړي ددي سره سره چي د دوى ترخولي د پښتون پښتون د توري په چپه بل څه نه راوځي خو يوه خبره دلته سپنول غواړم چي د كرښى و پورته خوا يا افغانستان او د پاكستان تر منځ ډېر توپير دي په كاردي چي دوي پښتو د ښوونځى تعليم ژبه او د دفتر ژبه وګرځوي او برابر حق ورته راوړي ځكه چيد دوي په اساسى قانون كښې دا حق وركول شوي دي قانوني حق راوړل او غوښتل د هر وګړى حق دى.
دلته دا پوښتنه كيدي شي چي د دومره ناخوالو او د پيړيو پيړيو د خواري د وړولو سره سره پښتو څنګه هڅكه غاړه ولاړه ده په پرتله د نورو ژبو نو ددي جواب به څه ګران نه وي ځكه چي پښتو پخپله و خپلو اولادونو ته يوه كچه ايښي ده يا يې ورته مقرر كړي ده چي په ټاكل شوي چوكاټ كښې چا ژوند تېر كړي هغه پښتون دي او دهغه څخه نه خپله ژبه خواريدي ې نه خپل ټاټوبى خو څوك چي د دهغه چوكاټ څخه وواتي دهغه څخه بيا دا هيله او اميد نه دي په كار لنډ خبره ده چي پښتو د ژوند يوه بشپړه لاره ده چي موږ پښتونولى ورته ويلى شو او پښتونولى دهغه ورځى څخه را روانه ده چي پښتو راغلي ده نو ځكه چي څوك د پښتونولى څخه وواتي هغه بي پښتون نه پاته كيږي ددي سره سره چي هغه به په پښتو خبري كوي ځكه چي پښتو د ژوند بشپړه لاره ده چي په بله ما دا پښتو اسلام پښتو بشرئيت دي بيا پخپله پښتو و خپلو بچوړو ته كچى ايښي دي چي څوك پښتون دهغه كچى برابرو خالى هغه ننګيالي پښتون دي كه تش په نامه پښتون دي لكه لوئى خوشحال خان بابا چي وائي دا شعر ستر شاعر د پښتانه د مشر په اړه ويلي دى.
خانى كار دهر چانه دي دهغه دي
چي صرفه ئې نه په سروي نه په زر
سخاوت او شجاعت سره زيبادي
بهادر به خالى نه وى له سخا
چى ګڼل خوړل بخښل كاخان هغه
چى لري توره د توري خان هغه
رښتيا خبره داده چي پښتنو ته خپلو مشرانو باتورانو داسي پياوړي او لرغونى تاريخ ورپري ايښى دى او داسي شاعرى او ليك ورته وركړي دي چي يو پښتون كه و غواړم هم ځان نه شې ځينى استلى كه د څه تمى اسانتيا او ښه ژوند دپاره پښتو ته شا كړى خو بيرته مجبوره شى چى په پښتو پښتونولى باندى دا هر څه ايله كړى نو ځكه چى وائى چى ځي ځي آيا څوله بۀ راځى..(نوربيا