لوگر : روغتون کې ځانمرگي بريد 60 کسان شهیدان
[25.Jun.2011 - 22:59] د خالي (شنبی) په ورځ افغاني چارواکو وئيلي دي چی دلوگر په ولايت کې په يو روغتون کې ترسره شوي زورور ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 60 کسان وژل شوي او 120ؤ پورې نور ژوبل شوي دي.دغه ځانمرگى بريد په ازرو نومې اولسوالۍ کې رامينځته شوى دى.
داولسي روغتيا وزارت په يو بيان کې وئيلي دي چې ددغه پيښې په نتيجه کې دښځو، ماشومانو او ځوانانو په شمول 60 کسان وژل شوي او دروغتيائي غړو په شمول 120 ژوبل شوي دي.
بيان وائي چې دغه غيرانساني عمل غيرمثالي دى او پکې يو داسې ځايې په نخښه شوى چرته چې زخمونه رغيږي او مريضانو ته علاج ورکول کيږي.
له دې وړاندې دصوبائي گورنر وياند دين محمد درويش ددغه بريد په حقله وئيلي دي چې مونږ ته درارسيدو اطلاعاتو ترمخه يو ځانمرگي دروغتون دننه ځان الوځولى،دچاؤدنې په نتيجه کې 35 کسان وژل شوي او 45 نور ژوبل شوي دي.
دکورنيو چارو دوزارت مرستيال وياند نجيب نيکزاد وائي چې يو ځانمرگي پخپل موټر کې چاؤديدونکي مواد چولي خو په دغه حقله يې نور تفصيلات نۀدي ورکړي.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دځانمرگي بريد دپړې منلوڅخه انکار کړى او وائي چې هغوي هيڅ کله روغتونونه نۀ په نخښه کوي.
په عين حال کې دخالي په ورځ افغاني چارواکو وئيلي دي چې په شمال کې په يو بازار کې دبمي چاؤدنې له امله 10 کسان ول شوي او 24 نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي چې دغه چاؤدنه دجمعې په ورځ دکندوز ولايت په خان اباداولسوالۍ کې سحر مهال رامينځته شوېده.
په ابتدائي توگه مقامي چارواکو وئيلي وؤ چې دغه چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي دي.
خو دخالي په ورځ دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې چاؤدنه کې ديو پوليس عسکر په شمول 10 کسان وژل شوي او دپينځوؤ ښځو او يو پوليس عسکر په شمول 24 کسان ژوبل شوي دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې چاؤديدونکي مواد په يو بائيسکل دائس کريمو ديو دوکان سره نزدې نصب کړل شوي وؤ.
پوليسو ددغه چاؤدنې پلټنې پيل کړي او ځائي چارواکو يې پړه په طالبانو اچولې.
ځانمرگي ، بريدونو، بمي چاؤدنو او تشدد نورو پيښو کې عموماً حکومتي چارواکي ، افغاني او بهرني پوځونه په نخښه کولى شي خو داړي گړي په دغو پيښو کې اولسي وگړي هم وژل کيږي، دملگرو ملتونو ترمخه تير کال افغانستان کې 2,777 کسان وژل شوي دي.