یو ټيوب د پښتوموسیقۍ کاروبارزیانمنوي
د پښتو موسيقۍ مارکيټ که يوې خوا ته په دې وروستيو کې غوړېدلای، يو شمېر نويو هلکانو او جينکو سندرې ويل پيل کړي دي، نو بلې خوا ته په پېښور کې د کيسټونو او آډيو سي ډيز دکانداران او سندرغاړي په راتلونکي کې د دغه کاروبار د يو مخ تړل کېدو احتمال اندېښمن کړي دي. دوئ وايي پښتو موسيقي اورېدونکي د کيسټ اخيستو پر ځای خپلې د خوښې سندرې يا خو په يو ايس بي کې اچوي او يا يې هم په اېنټرنيټ کې د يو ټيوب نه ډاؤنلوډ کوي.
په پېښور کې د کيسټونو او سي ډي ګانو د تر ټولو غټ دوکان اوډين ميوزک هاؤس مالک شاهد خان مشال راډيو ته وويل، چې په کاروبار يې يو ايس بي او اېنټرنيټ ډېره بده اغېزه کړې ده. نوموړي زياته کړه، دی مجبور شوی چې د خپل دوکان د يوې برخې نه کيسټونه لرې او پر ځای يې موبايل ټيليفونونه خرڅ ته کېږدي.
((زموږ کاروبار ته زيات نقصان ميموري کارډ او يو ايس بي رسولای دی. مخکې به خلکو په بسونو او موټرو کې کيسټې اورېدې، اوس هغوئ په يوه يو ايس بي کې د نهو لسو کيسټو سندرې واچوي. په پاکستان کې تاسو ته پته ده چې قانون هم نه شته. ټول ټال پينځه شپږ دوکانونه پاتې شول چې د کيسټونو هول سيل کاروبار کوي. پرچون والا هم لګيا دي ختمېږي.))
خو سندرغاړی بختيار خټک، چې په پېښور کې خپله آډيو سټوډيو هم لري، وويل، په تېر وړوکي اختر يې ځکه مارکيټ ته کيسټ ورکړو چې ويرېدو هسې نه ورځې وروسته يې بيا و نه شي کړای. نوموړی په عين وخت کې د ميوزک سنټرونو ملکان ګرموي چې وايي نويو تجربو کولو ته غاړه نه ږدي.
(( د پښتو کيسټ مارکيټ چې دې ځای ته راورسېد نو لاس په کې تر بل هر چا زيات خپله د دې کيسټ مافيا دی. اورېدونکو ته هيڅ نوی څيز نه ورکوي. بس يوه سندره چې هېټ شي نو ټول هم په هغه پسې ولګي. په اسلام کې هم هر هغه روزګار حرام دی چې د تاوان ويره په کې نه وي. زموږ دې دوکاندارانو ملګرو دومره بد خوند اخيستی چې د لسو روپو تاوان ته هم غاړه نه ږدي. هم دغه وجه ده چې خپل مارکېټ ترينه له لاسه د وتو په حالت کې دی.))
د پښتو يو بل ځوان سندرغاړی همايون خان بيا يوې بلې ستونزې ته اشاره کوي چې وايي، په پاکستان کې د کاپي رايټس قانون نه مراعاتېږي، چې له کبله يې کمپنيانې مجبور دي چې کيسټونه جوړول او خپرول ودروي.
(( د ترهګرۍ او تر ډېره د پايريسي او يو ټيوب له وجې کمپنيانو کيسټونه او سي ډيز جوړول بند کړي دي. ما يو کال مخکې د خپل البم د ریليز خبره د پېښور له يوه دوکاندار سره کړې وه، خو چې کله تيار شو او ورته مې يوړو نو و يې ويل چې د اخيستلو او بيا د خپرولو توان يې نه لرو، او نور مو نو د موبايل ټيليفونونو کاروبار پيل کړی دی. ))
همايون خان زياته کړه چې که حالات همدغسې پر مخ لاړ شي نو دی او ملګري سندرغاړي به يې د سندرو په جوړولو پيسو لګولو ته نور زړه ښه نه کړي.
(( د کيسټ خرڅ خو هسې هم ختم شوی دی او که يوه سي ډي چا يو ټيوب ته وخېژوله نو بل څوک يې بيا نه اخلي. حقيقت دا دی چې دې کمپنيانو ته دا کاروبار واره نه کوي. او موږ ته يې بيا تاوان دا دی چې په يوه سندره دېرش او څلوېښت زره روپۍ ولګوو او واپس مو لاسو ته څه هم را نه شي. نو پښتو موسيقي روانه خو پر ښه لور ده، نوې شوې ده، خو دا ده چې زموږ کلتوري او محلي موسيقي يو خوا ته پاتې شوه او بله دا چې د کيسټ خپرولو کمپنيانې راته کمزورې شوې. خلک دي چې په انټرنيټ وړيا موسيقي اوري. نو د پښتو موسيقۍ مارکيټ ډېر خراب شوی دی.))
د پښتو موسيقۍ مارکيټ د راتلونکي په اړه د کاروباريانو او هنرمندانو اندېښنو ته په کتنه کتونکي وايي چې که دواړه خواوي د کاپي رايټس قانون په کارولو سره سلا شي نو ښايي هم د کيسټ جوړونکيو کمپنيانو او هم د پښتنو سندرغاړو ګټې خوندي شي.
مشال راډيو