Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د اوښکو ګیله/جګې او ټیټې
جګې او ټیټې
ژوند کې جګی ټيټې په هرچاراځيّ
یو کور کې خوښي بل کې ژړا راځې
هيڅوک له مرګي نه خلاصیدای نشي
مرګ ګورۍ په خان اوپه ګدا راځي
هر عمل له ځان عکس العمل لري
ښه او بد دې مخکې خامخا راځي
زړه که د کعبې غوندې صفا کړله
بیابه د هرچا درته دعا راځې
ښه انسان هغه چې ځان اصلاح کړی زر
ژوند کې هر انسان ځینې خطا راځي
ای حفیظ ملیاره خاکساري ښه ده
څنګ ته به د هرڅوک په خندا راځي
د اوښکو ګیله
زه په روغتون کې ومه
د عملیات شپه مې وه
دا هر بچی مې راته
زما دا هر خوا خوږی
لکه د سترګو دا تور
په دواړو سترګو کې مې
را تاویدل تاویدل
بل خوا
ټاټوبی مورني وطن مې
پدی هجران کې راته
زما په ذهن کې ټوپونه وهل
دخټو وران کلی مې
ها د خاپوړو ځای مي
نیغ راته مخکی ولاړ
د ارمانو دنیاکې
خوب مې له ستر ګونه هوا کړیوه
شپه تر سهاره ویښ وم
بس په سو چو کې ډوب وم
اوښکو ګریوان ته په ګیله ویلې
ځان ترینه هیر دی خو....
خواخوږي او بچیان یادوي
ځان ترینه هیر دی ...
د خاپوړو ځای لغمان یادوی
ځان ترینه هیر دی ...
د خپل خوږ افغانستان یادوي
Abdul Hafiz Malyar