ادبي او سياسي حجري غونډه وکړه
[07.Jul.2011 - 21:42]
جرمني : د روان کال د جولاي د میاشتي په ۷ نېټه ادبي او سياسي حجري په المان کې خپله نوبتي غونډه وکړه .
پدغه ترڅ کې د غونډي ګډونوالو د پښتو ژبي او کولتور د ساتنې ، پالنې او پرمختیا په اړوند نظرونه شریک کړل او ددغه ارزنده هلو ځلو د لا عملي کولو په لارو چارو ئې رڼا واچوله .
د ادبي او سیاسي حجري ملګرو وپتیله چې راتلونکي ناسته به د پښتنو د نومیالي او منلي قامی او ولسی مشر او د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلي محمد افضل خان « خان لالا » په وياړ به د روان کال د سپټمبر په میاشت کې غونډه جوړوي .
ادبي او سیاسي حجره چې د ټولو پښتنو ګډه حجره ده، چې په جرمني کې ئې د څه مودي راپدیخوا د خپلو خلکو چوپړ ته اوږه ورکړي، خپل پښتانه لیکوالان ، ادیبان او مشران ئې په خپل وخت سره پاللي ، ستايلي او خپلو هیوادوالو ته ورپيژندلي ،خپل اولس او ژبي ته ادبي او سیاسي حجري د نورو چوپړ او لا بریا وو په هیله .
په درناوي
صالح خان
دحجري ایمیل :