(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

«داغلي زړونه» شعرې ټولګه چاپ شوه

[12.Jul.2011 - 21:31]

«داغلي زړونه» دهيواد دتکړه شاعر او ليکوال ښاغلي سميع الدين «افغاني »دريمه شعري ټولګه چې زموږ دهيوادوالودداغلي زړونو،هيلو اوارمانونويوه وړه شانې بيلګه ده نوې دچاپه راووته٠
 
پدغې شعري ټولګې   دهيواد    نامتو علمي  شخصیت  ښاغلي  څېړندوی حبيب الله« رفيع  »صیب  یوه ښکلې سریزه  لیکلې ده او همدارنګه  دوطن پيژندل شوې ليکوالې اوشاعرې ،اغلې «زرلښت حفيظ »چې زموږ د هيواد د ښځودنهضت يـــــوه با تور ه  او په هيواد مينه شاعر ه  اوليکواله   ده د «داغلي زړونه» تر سرليک ليکنه  کړې د ه٠
 
پدغې  شعري ټـولګې د هیوادشاعر او ليکوال  ښاغلي افضل« ټکور» صیب  هـــم  د   ( زه دوهم يم ) تر سرليک ليکنه  کړې اوپه اوسني عصر کـــې په کتابو نو د  د سریزو د ليکلو اود افغاني صیب د شاعر ی په اړه یې خپل نظر څرګند  کړی دی٠
دغه شعرې ټولګه په ښکلي د يزاين او ثقافت د اسد دانش دکتاب چاپولو دموسسې له خوا په ښکلي بڼه دچاپه راووته ٠
موږ« افغاني » صيب ته د هغه دنوي اثر دچاپ مبارکي وايو اوهغه ته د لوی خدای له درباره د ليا برياوو او اوږد عمر هيله کوو٠
په درنښت
د حق دلارې کلتوري ټولنه
اود افغان سـتراتیژیکوڅیړنو مشرتابه
 
دښاغلي سميع الدين« افغاني» په نوی شعري ټولګې دهيواد  د نامتو علمي  شخصیت  ښاغلي  څېړندوی «حبيب الله «رفيع  » صیب  سریزه:
 
دا عادت دی چې له درده زګيروي خېژي
ګڼه څه وو د رحمان له شاعرۍ
”رحمان بابا“
ښاغلی سميع الدين«افغاني»همداسې دردېدلی او ځورېدلی افغان دی چې د ده د نوې ځوانۍ په تاند پسرلي کې د ده هيواد د پـــــرديو د ګوليو د ږليو ښکار شو او د د ه آرام او د بشپړ امنيت په غېږه کې اوسېدلی ملت د نا آرامۍ او جګړو غېږې ته ولوېد او راز راز بدبختيو او بدمرغيو دې هيواد او دې ملت ته خولې خلاصې کړې.
د همدې تـــــودوجګړو پر وخت دی د لوړو زده کـــــړو لپاره لـــــه هېواده بهر لاړ، په دې هيله چې مسلکي زده کړې وکړي او بيا د هيواد د آرامۍ او د خپل اولس د هوسايۍ په لاره کې خدمت وکړي خو چې بېرته راستون شو جګړې نورې هم خونړۍ شوې او د هيواد نا آرامۍ نورې هم زياتې شوې وې.
«افغاني»دراک، حساس او دردمند افغان ؤ دې ټولو پېښو يې په زړه او ضمير، په وجدان او احساس ژور اغېز کاوه او د ده دردونه يې زياتول تر دې چـــــې د دې پېښو توپاني سيلاب دی هم ورسره واخيست او د مهاجرت په بې سره او بې لوري کاروان کې يې المان ته ورساوه.
د هيواد او د ده د ملي ژوند دا ټول دردونه ډېر درانه شول، د ده په حساس احساس يې فشار راوړ، له زغمه يې ووتل، زګيروي شول او دا زګيروي يې د شعر په بڼه له خولې راووتل او په دې ترتيب يې د دردمن او ويرمن شعر لړۍ راپيل شوه.
ښاغلي سميع الدين«افغاني»د خپل ژوند هـــــرې خوا ته متوجه شو او د هيواد د دردونو او غمونو په هره برخه يې رڼا واچوله او په شعر کې يې انځور کړې. ده د خپلې طبعې څپانده شعري چينه همداسې طبيعي وساتله او له دې چينې نه لاس ته راغلې شعري څاڅکي يې په همهغه بڼه د کاغذ مخ ته ورسول او خپل شعرونه يې بې ساخته باخته په بېلابېلو ټولګو کې تنظيم کړل او موږ ته يې راورسول.
د ده شعرونه د ده دردمنو هېوادوالو په مينه واوريدل او افغاني هنرمندانو د ساز له څپو سره مله کړل.
د«افغاني»صاحب په شعرونو کې له اجتماعي دردونو سره سره د مينې سويې نغمې هم شته او د سوي هيواد رنګين يادونه هم او له دې سره د ده په شاعرۍ کې د ادبي رنګينيو پر ځای د هدف بيانولو ته زياته توجه شوې او د خپل زړه رازونه يې د رمزونو له پوښ نه بهر په صراحت او څرګندو لفظونوبيان کړي دي. ښاغلی«افغاني»له هيواده ليرې خو دهيواد يادونو له هيوادسره نژدې ساتلی او د هغه ظالمانو په لټه دی چې زموږ پر وطن يې ماتم راوستی دی:
په وطن موجوړ ماتم دی
تورتمونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
***
ګران وطن راته سور اور شو
د دوزخ لمبې ترې خېژي
بل محشر ته حاجت نشته
قيامتونو کې مو شپې دي
دا د کوم ظالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دي
***
له دې سره زه  خپلې خبرې رانغاړم، افغاني صاحب ته د ژوند کاميابۍ او کامرانۍ غواړم !
په درنښت
څېړندوی حبيب الله«رفيع»
کابل، درېم پروان
۲۰/ ۲/ ۱۳۹۰
- افغاني
بېرته شاته