Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
هغه موږ چې په ظلمونو كې پناه شوو
يوه كنده چې تازه ده كيندل شوې
او تر څنګ يې لاس تر شا كسان ولاړ دي
د چا سترګې په شملو د چا په بل څه
بس تړلي دي او هك حيران ولاړ دي
څوك د لارې لاروي څوك جنګيالي دي
خو اوس ټول د ملامت په شان ولاړ دي
بس يو څو ګامه د مرګ په شانې لرې
وسلوال دي، څو غوښن ځوانان ولاړ دي
***
دادي اوس يې ورخطا كړل لاس تړلي
او له پاسه يې په سرو ګولیو ولي
تورې خاورې اضافه له كندې پاتې
او له مړيو شوې روانې دندې پاتې
***
خو لا اوس هم د يو تن وجود ژوندى دى
وچې شونډې يې په دې خبر خوځيږي:
اخ زخمونو ته مې خاورې راګډيږي
اوف دا خوله مې نور ه خاورو نه ډكيږي
اخ د څنګ ملګریه نور خداى پاماني كړه
اوف وړې وړې سلګۍ تر غوږه كيږي
اخ دردونو يوه شيبه را نه هېر نه كړل
هر بچى مې دواړوسترګو ته دريږي
اخ ژوندون نامرده نيمه لار كې پرېښوم
اوف د مرګ لاس مې تر ستوني را رسيږي
***
اوس نو مرګ راته په يو قدم ولاړ دى
اوس زما د كور په وره كې غم ولاړ دى
اوس نو زه او سا يو ځاى نه شو تلاى كور ته
بېکسي به اوس پكى شي د غم اور ته
***
ما د ((زاڼې)) وروستۍ هيله پوره نه كړه :
ماته ژاولې به راوړې خو چې راتلې ته
(( پيكۍ)) ! مانه هر يو كار نيمګړى پاتې
رسوې به يې تر سر په حوصلې ته
پام (( خوشحال)) د معيوبيت احساس ونه كړي
پورې باسي بې له هرې يوې ويالې ته
د ((نازو)) نازونه پس له دې په تا دي
او يوازې به كړې ټولې فيصلې ته
***
((پيكۍ)) يوه خبره ده راځنې پاتې
ها كڼه مور مې ويده راځنې پاتې
پس پيري يې نوره لاړه په خواري شوه
دخولې حق به وركوې كه ناچاري شوه
***
اوس مې تن د ګور چينجيو دى خوړلى
تش هډونو نه مې دنورو تر منځ ګېر دى
(( پيكۍ جانې)) ته مې هره ورځ ياديږې
كه هر څو له هغه وخت كلونه تير دي
كله، كله مې اولاد خوبو كې ويني
نور نو كړه او وړه زما ورځنې هېر دي
په كڼه مور هديره ده جوړه شوې
او شاوخوا ترينه قبرونه را چاپير دي
لا اوس هم ظلم د واك د ثبوت نښه
لا خو اوس هم مظلومان تر نورو ډېر دي
***
هغه موږ چې په ظلمونو كې پناه شوو
اوس د جيل په تهدابونو كې پيدا شوو
او هډونو مو هر يو تفسير بايللى
اوس مو سترګو د قاتل تصوير بايللى