(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دقاموسونوبنسټګر احمد ولي اڅکزي په ویاړ

پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ

خبره خوله دې ځایه پیل شوه چې دسپتمبرمیاشتې په اته ویشتمه نیټه ۲۰۱۲زکال زماددواړوزامنو هریو نظیرمحمدسلطانزی اووحیدسلطانزی غبرګ وادونه په خوشحالۍ،پتمنی سره دفرهنګپال حاجي صاحب فضل الرحمن اوشیرعلي خان په سپینه ماڼی کې Event Palastتیرشول اوبیرته خپل کورته راغلو. ددوستانو،خپلوانواوملګروله خوادواده په مناسبت راکړل شوې تحفي دومره ډیرې وې چې دکوټې یوکونج خوورباندې ډګ شو. ټولوته کورودانۍ وایم اومننه کوم . بل سبامودتحفوپه خلاصولو پیل وکړ . په دې ترځ کې مې یوه ناڅاپه په یوه پنډکتاب سترګې ولګیدې . کتاب مې سمدلاسه راواخیست . دکورنۍ غړوراباندې غږکړ:

هو،پلاره :کتابونه خوته ډومباری لرې اودادی اوس خویوبل هم ورباندې زیات شو!. راځی چې نورې تحفي راخلاصي کړو!.خومادهغوی خبروته خپل غوږکوڼ واچولو.دکتاب مخ ته ځیرشوم .ګورم چې دکتاب پرمخ باندې لاندې عنوان لیکل شوې دی:

احمدولي اڅکزی : پښتوـــــ الماني قاموس

په سترګومې هیڅ باورنه کیده . داځکه چې دیوې خوازه پخپله په همدې لټه کې وم چې دهغوخپلوانولپاره لکه دزامنوناوي چې جرمني ته همدااوس راغلې دي اوپه جرمني ژبه نه پوهیږي کټ مټ همدغه قاموس ترلاسه کړم اوبلخواددې کتاب لیکوال مې څه موده دمخه دعبدالباري جهاني په ملاقات کې وپيژاند . دلته خوخبرې د احمد ولي اڅکزي په هکله روانې دي . دملاقات په ترځ کې راته ثبوت شوه چې دغه تنکی ځوان ډیرصادق،مینه ناک،منونکی، متواضع ،ادبناک اوخواري کښ کرکټرلري . الله تعالی داسې نېک صفتونه ورپه برخه کړي دي چې دمشرانو احترام کوي،حتی ځان ورڅخه قربان کوي اوپه کشرانوباندې مهرباني کوي . برسیره پردې هغه دپښتوژبېیوبې ساری خدمتګاراوتکړه فرهنګي شخصیت دی . داځکه چې پخپله احمد ولي اڅکزی نه یوازي داچې دساینس په څانګه کې يې لوړتحصیلات بشپړکړيدي بلکې هغه د قاموسونه ټکی کام يا (www.qamosona.com) د پروژېبنسټگر، نوښتګر،د يو شمېر سيندونو ليکونکی، د راډيو يو اماتور ژورنالسټ او څېړونکی هم دی . همدااوس يې د قاموسونو ټکی کام انټرنټي پاڼې پنځوس پښتو قاموسونه آنلاين کړي دي  

زماپه انداحمد ولي اڅکزي د پښتوژبې دعلمي کولواوپرمختګ په لاره کې دهیوادیوبې ساری ځلانده ستوری دی .

هغه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، الماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبري کولی شي . دئ تر يوې کچې په هسپانوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي.

دنوموړي قاموس ځانګړني خوپه دې کې لیدل کیږي چې دصحیح پوهاوي په موخه ډیرلغتونه په ولسې متلونو،دحکمت اوعبرت په خبرو،کلیوالی سندرو،لنډیو،شعرونو،متلونو اواسلام پوهنه کې نغښتي دي . په داسې حال کې چېدنورولیکوالانو قاموسونه لغت په لغت دجرمني څخه پښتوژبې ته اویابرعکس ژباړل شوي دي پرته له دې چې مفصل تشریح شوي وي . دبیلګې په توګه د(رقیب) Gegner لغت داسې بیان شوې ده .

درقیب له بده خویه به څه وایم لاچې یارورسه مل شي هاله ګوره

رحمن بابادخپلویارانوڅخه سرټکوي اووايي :

درقیب علاج اسان دی بلاداده زه رحمان دخپله یاره ناویسایم

اوس مې ځای په دې جهان کې پاتې نه شوخو زېدلی تر چهل او تر پنجاه ي

(رحمن بابا)

دبیلګې په توګه د(سنډا) Büffelلغت په یوه کلیوالي لنډی کې نغښتی دی .

پاس په سینه درته پرته وم ته داوتومردان سنډايې خوب دې وړینه

داسلام پوهنې په رڼاکې د(سنت) لغت Übrlieferungen aus Lebensweisen von Prophet Mohammedپه لاندې ډول تشریح شوی دی . دقران شریف لوستل سنت دي خوعملي کول يي فرض دي .

نه دې فرض دخدای اداکړه نه سنت دپیغمبر

(رحمن بابا)

دنوموړي قاموس دویمه ځانګړنه خوداده چې دجرمني – پښتوقاموسونه خو ډیرلیکل شوي دي خوبرعکس دپښتو- المانې ژبې قاموس لاتراوسه څرک نه لرلواوله دې کبله ور ته خوراډیره اړتیالیدل کیده . داځکه چې دپښتوژبې لغتونه (ویی یونه ) خوهرپښتون زده دي خوستونځه داده چې په آلمانې ژبه دهمدې لغت په مانا نه پوهیږي . همدغه ستونځه ماپخپله هغه مهال پرځان تیره کړه کله چې په ۱۹۶۲زکال کې دافغانستان څخه دیوه تحصیلي برس له لاري المان ته دلوړوزدکړوپه موخه راغلم . په هغه وخت کې زه مجبورشوم چې دپاړسي – الماني ژبې قاموس په ډیرلوړقیمت واخلم . دځان سره به مې تل دافکرکولوچې داڅه چل دی چې دپښتوژبې قاموس نه پيداکیږي په داسې حال کې چې په دري (پاړسي ) ژبه بې شماره قاموسونه شتون لري . دهمغه وخت ژورخفګان شپې اوورځې به مې هیڅ کله هم هیرې نه شي .

ترکومه ځایه چې زماپه یاددي د جرمني – پښتوژبې لومړی قاموس دارواښادډاکټردرویزه اڅکزي له خواپه ۱۹۹۰زکال په شاوخواکې لیکل شوی دی .

په دې برخه کې دډاکټراکرم ملکزی له خواپه 2009 زکال کې لیکل شوی جرمني - پښتوقاموس هم دیادولووړدی چې دجرمني ژبې ځینې لغتونه يي په داسې جملوکې ترتیب کړي دي چې هره ورځ ورڅخه کاراخیستل کیږي .

که موږ دپښتوژبې لرغوني تاریخ ته پام وکړو نو څرګندیږي چې په پښتوژبه کې مسلکي ،شعري اویادنسرپه برخه کې کتابونه دنوروژبوپه پرتله یاداچې هیڅ شتون نه لري اویاخوډیرلږدي . دبیلګې په توګه دغه مطلب درحمن بابادلاندې شعرڅخه په جوته مالومیږي .

ماچې خال دستادوریځوترمنځ ولید نه بل هسې شان امام شته نه مهراب

یوکتاب هم په سړبن کې چاوه نه کړ بې رحمانه چې یې وکړداکتاب

(رحمن بابا)

لنډیز:

موږ ولې ډېری وخت مړه کسان ستايو او ژوندي هغه چې رښتيني او ارزښتناکه کارونه يې کړي دي پام نه ورته کوو؟ ‏

دايوه پوښتنه ده چې ښايي موږ ټول يې په ذهن کې ولرو او کله نا کله خپلې شاوخوا ته هم وگورو چې زموږ ژوندي ‏قهرمانان په کې څوک دي او د مېړانې او قهرمانۍ معيار لکه څنگه چې موږ ټول باور لرو يوازې د جگړوگټل نه بلکې په ‏نورو برخو کې هم ښايي داسې کسان وي چې رښتينې او د وطن او ولس لپاره يې خدمتونه کړي وي او ملي ارزښتونه يې ‏خوندي ساتلي وي.

دهیوادپه کچه زمالپاره یوه داسې نه هیریدونکي ژوندۍ څېره احمد ولي اڅکزي دی .

دمځکې پر مخ ټول ولسونه دخپلو وتلوهيوادوالوپه برياو وياړي،هغوي نازوي اوتاريخ پوهان هغوی دتاريخ پاڼوته رسوي ‏ترڅودهيواد راتلونکي نسلونه دخپل هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگی برياواودهغوی له قهرمانانونه پوره ‏خبرتياترلاسه کړي . ‏!

دعلمی ،فرهنگي اوادبی شخصيتونونازول همدارنګه د تاريخي وياړونو اوتاريخي ارزښتونوساتل یوه کړنلاره ده چې په تیره بیاپه پښتنوکې يې څرک نه لیدل کیږي . په دې اړوندغواړم چې دپښتنوپه هکله دخپل زړه بړس وباسم اوداسې وایم چې په ژوندیوکې موښه سړی نه شته اوپه مړوکې موبدسړی نه شته .

په پایله کې زه دکابل پوهنتون دهستې فزیک پخوانی استاداوهمدارنګه دطب اوساینس په څانګه کې دکتابونو یونامشهورلیکوال په صفت احمد ولي اڅکزي ته صحتمنده،خوشحاله ،نیکمرغه اوږد ژوند او دپښتو ژبی ،فرهنګي ،مسلکی اثارو په لیکلوکې د لا زیاتو پنځونو ،نوښتونوبریالیتوبونو په هیله یم .

دسرلوړی احمد ولي اڅکزي علمي خدمتونو او زیارایستلو نمانځنه او درناوی یونیک عمل ګڼم .

(په ګوتودبرکت اوسلامتي دې وي پر تا)

په ډیره مینه

نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ

دجرمني هیواد

نیټه : داکټوبرمیاشت درې یم ‏2012‏/10‏/3

اخذلیک :

۱- دلراوبرپه ویبپاڼه کې دغوره مضمونونو څخه ګټّه پورته شوې ده 

۲- اڅکزی : پښتوـ الماني قاموس.۲۰۰۹

- بېرته شاته