(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بړبوکۍ ( ناول )

لیکوال: نصيراحمد احمدي _ کابل
په يوه تنګه دره کې درې خړ پوځي موټر روان ول، په دوی پسې سپېرې دوړې پورته کېدلې ، ځای ځای به ودرېدل، بېرته به د ماشين غږ پورته شو، پنډ او په دوړو لړلو ټايرونو به حرکت وکړ، پر لوړو ژورو به وختل او د سړک  غاړو ته پر سپېرو ډبرو به خړ پوټی پرېووت...
ناڅاپه د وړو ماشينګنو ډزو ازانګې خورې کړې، موټرې ودرېدلې، دروازې خلاصي شوې ، د يوه موټر ترمخ د  توغوندي ګولۍ ولګېده، دوړې پورته شوې، په  غره کې د الله اکبر چيغو زور ونيو او لاندي وېرېدلو تيرو کوکو دره په سر واخيسته...
عسکرو د غټو تيږو شا ته مورچې ونيولې، له ډبرو  سپين سوکي بادېدل او د درې پر سر، ډېر پورته يوه خړ ټپوس وزرونه غوړولي وو.
جګړه په  شدت روانه وه، له پورته پر سړک مرمۍ اورېدې ... له لاندي  مشينګڼو پورته خولې نيولې وې، له ميلونو څخه يې  اورونه بادېدل.
  ناڅاپه د هليکوپترو دروند غږ دره ولړزوله، د غره پر ډډه  پرله پسې راکټونه ولګېدل، لويې، وړې تيږې بيلې شوې، د تيرو چرو نرۍ شڼهارى واورېدل شو، عسکرو منډه کړه، د موټرو دروازې پسې  پوري شوې، ټايرونه تاو شول او په لنډ وخت کې خړه دره  له شور ماشوره تشه شوه..
تر ډېره چوپه چوپتيا وه، وروسته  يوه کارغه ناره کړه ، کاغ ...کاغ .. کاغ... بيا د وړو تيږو دښوېدو غږ پورته شو، لس دولس تنه يو په بل پسې ليکه روان وو، ټولو اوږدې ږيرې درلودې، پټکي يې تړلي وو او د ماشينګڼو خولې يې لاندې د سړک خواته اړولې وې.
دوی په کوزېدو کې احتياط کاوه، کله کله به يې په لويو تيږو پسې لاسونه نيول، هر يوه هڅه کوله چې د خپل  بدن توازن وساتي.
وروسته دوه تنه پورته ودرېدل،  نورو ځانونه لاندې سړک ته ورسول.  دوی وارخطا وو، شاوخوا يې کتل، يو ټيت شو، له خاورو يې توپانجه ورپورته کړه، بل يوه مشينګڼه وموندله،  درېيم هم يوې اوسپنيزې خولۍ ته لاس کړ.
دا وخت يوه چيغه کړه!
_وينه ، وينه شته؟
ټولو ورته وکتل، څېرې يې نهيلې وې.
سړي لاړې تو کړې:
_تو،  لعنت دي وي په دې سرکوزو، بچ شول.
د يوه بل شونډې وخوځېدې:
_دلته پاتې کيدل خطرناک ده، بايد لاړ شو.
يودم  ډزې شوې، ولاړو کسانو منډه کړه، تر تيږو پټ شول، د ماشينګڼو خولې يې پورته ونيولې، لوړ ولاړ ملګري يې يوې خوا ته ډزې کولې، وروسته يې چيغه کړه!
_کاپر دی، ويې ولئ!
ناره شوه!
_چيرته؟!
_لمر خاته ته،  د هغې تيرې پرښې ترشا.
د ماشينګڼو خولې د پرښې خواته تاوې شوې. په اوږده ولاړه تيږه  لسګونو مرمۍ ولګېدې. يو دم چوپه چوپتيا شوه. پورته ولاړ سړي ناره کړه!
_تر اوسه لا هلته دی!
له لاندي يوه چيغه پورته شوه!
_نو څه ته ګورې ! ويې وله ! مردار يې کړه!
سړي په لوړ غږ وويل:
_له دې ځايه نه ښکاري.
درې تنه له خاورو پورته شول، لمر خاته خوا ته يې منډه کړه، نورو په ولاړه پرې ښه ډزې وکړې.  مقابل لوري کوم غبرګون ونه ښود.
يو ځل بيا چوپه چوپتيا شوه، يوه راکټ ته مرمۍ ورواچوله،  بل پر اوږه لاس ورکېښود، ورو يې وويل:
_ملګري مه ژوبلوه، پرښې ته نږدې دي


داوخت د ولاړې ډبرې له يوه کونجه دوه  لاسونه را ووتل، وروسته يوه اوسپنيزه خولۍ لمر ته وبرېښېده، بيا اوږې،  ټټراو ځنګنونه ښکاره شول،  د پرښې تر څنګ يو عسکر ودرېد.
هغه په بيړه خپل لاسونه پورته ونيول، يو دم چيغه شوه، نږدې کسانو منډه کړه، يوه د کلاشينکوپ پر کنداغ وار پرې وکړ، د عسکر له خولې وينو داره وکړه، پړمخې ولوېد، بل يې پر ملا ګونډې کيښودې، لاسونه يې شاته ور واړول، دا وخت نورو کسانو هم منډه ورواخيسته، ديوه په لاس کې چاړه وه، نورو د مشينګڼو پر ماشو ګوتې ايښې وې، کله چې ډله ور ورسېده، پر پراته عسکر ور پرېوتل، د سوکانو او لغتو وار نه کيده، يو دروند سوک د عسکر ژامي ته سيخ شو، خولۍ يې له سره ورغړېده او پر خړو خاورو تورې څڼې پريوتې.
يوه چيغه کړه!
_نجلۍ ده.
*        *       *
نجلۍ سترګې رڼې کړې، تته رڼا وه، لږ وخوځيده، په اوږه کې يې نرى درد تير شو، بېرته پرېوته،  چت ته يې وکتل، تيرې ډبرې راوتلې وې، مغزی ( ورمېږ ) يې کوږ کړ، په يوه نمجنه سمڅه کې پرته وه.
د پښو دربی يې واورېد، باڼه يې سره وروستل، لنډه شېبه ووته، پر مخ يې سړي اوبه تويې شوې، سترګې يې رڼې کړې، دوه تنه يې سر ته ولاړ ول، يوه مشينګڼه ورته نيولې وه،  د  بل په لاس کې يو پلاستيکي خيرن سطل ښکارېده.
يوه چيغه کړه!
_پورته شه!
نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل.
بل وويل:
_زموږ په ژبه نه پوهيږي.
د ټوپکوال شونډې وخوځېدې:
_په زور يې ولاړه که!
سطل په لاس سړي وويل:
_نشم کولای، نجلۍ ده!
ټوپکوال د ټوپک په ميل ووهله!
نجلۍ کېناسته.
سړي اشاره ورته وکړه چې له سمڅي ووځي.
نجلۍ ولاړه شوه،  د ملا درد ځاې پر ځای کينوله، بيا يې پر پښو زور راووست، دوه درې ګامه يې واخيستل، سر يې وګرځيد،  په تيږه پوري يې لاس ونيو.
سطل په لاس سړي وويل:
_نه شي تلای.
ټوپکوال په ملنډو ور غبرګه کړه!
 _ اوس به يې لارې ته راولم.
يودم يې د مشينګڼې ګيټ کش کړ، چيغه يې کړه!
_ځې که دې غلبېل کم!
نجلۍ ولړزېده، په ړنګو ګامونو له سمڅې ووته
سترګي يې د لمر رڼا ته وبرېښيدې، شاوخوا يې وکتل، سپيره غر و، پنځه شپږ وسله وال  يو ځای  پر يوه  هواره  تيږه  ناست وو،  کله چې يې نجلۍ ته وکتل، سرونه يې وځړېدل، د نجلۍ ځان ته پام شو، دګرېوان پاسنۍ درې تڼۍ يې شلېدلې وې او تور لانده ويښته يې پر ټټر پراته وو، ورو يې  دګرېوان دواړه خواوې سره ور  وستې، پر اوږه  يې څه ولګېدل، يوه سپينه ټوټه يې پر سترګو پرېوته، اوږې ته يې لاس کړ، يو نرى څادر و،  شاته يې وکتل، تر څنګ يې يو په عمر پوخ سړی ولاړ و، له سپينې لونګۍ يې په نکريزو رنګ کړې سرې څڼې راوتلې وې، په کيڼ لاس کې يې مشينګڼه ښکارېدله.
نجلۍ په څادر کې ځان وپېچه، ولاړ سړي خپلو ملګرو ته اشاره و کړه،  په ډډ نارينه غږ يې وويل:
_څه واياست؟ د کوم وطن درته ښکاري!
دوه تنه له تيږې را ولاړ شول، ولاړ سړي ته نږدې ودرېدل، يوه يې وويل:
_ما وليده، پر مټ يې د امريکايانو ټاپه ده.
بل په خبره کې ورولويد:
_نه يې منم، امريکايان د بيزو ګانو غوندې سره دي، خو دا له رنګه موږوالو ته ورته ده.
د تيږې پر سر يوه ناست ځوان ناره کړه!
_په کاپرانو کې هر ذات پيدا کيږي، يوه ګولۍ يې وولئ او سپيو ته يې واچوئ!
يوه بل وويل:
_رښتيا وايي، تر څو به يې راسره ګرځوو
د سرو څڼو لرونکي  سړي وويل:
_موږ بايد خپل مشران خبر کړو، پرېکړه د هغوی په لاس ده، که يې وژله ، که يې له نورو بنديانو وروڼوسره تبادله کوله، ما اورېدلي چې کوپارو ته خپل کسان ډير ارزښت لري.
د يوه شونډې وخوځيدې:
_هر رنګه چې وي ، خو له دې ځايه يې ورکه کړئ، په مرکز کې  د دې ښځي موجوديت ښه نه دی..
د نګ سړی په خبره کې ورولوېد:
_ابادی ته يې نه شو وروستی، خطر لري.
يوه شېبه غلی شو، وروسته يې سر پورته کړ، ورو يې وويل::
_يوه چاره به يې وکم!
*    *    *                    
سپي وغپل...
يوه ځوان بړستن له سره لري کړه، غوږ يې ونيو، ورو يې وويل:
_چغه!
بېرته يې سر پټ کړ، د سپي غپېدا ډيره شوه، ځوان کېناست، سپي غپل...
يوې ښځې په خوبولي غږ وويل:
_څوک نا رې وهي؟
ماشوم وژړل...
ځوان سر ته ايښى شل ډزي  ته لاس ور وغځاوه، ولاړ شو، له خيمې ووت، د باندي سوړ باد چلېده...
شاوخوا يې وکتل، سپي مخامخ منډه واخيسته، ځوان د ټوپک ګيټ کش کړ، يوه چيغه کړه!
_خپل يو.
ځوان ور مخته شو، د سپوږمۍ په رڼا کې درې تنه ولاړ وو، سپي غپل...
ځوان په زوټه ( لوږ غږ ) وويل:
_څه غواړئ؟!
ډډ نارينه غږ يې واوريد:
_يو امانت راسره دی.
_د چا؟
_د پلار دې.
ځوان  ورو وويل:
_راځئ!
دريو تنو په ده پسې حرکت وکړ، سپی ترې راګرځېده، غپل يې...
ځوان خيمې ته ننوت، ورو يې وويل:
_څراغ بل کړئ!
اورلګيت ولګېد، په کېږدۍ کې تته رڼا شوه، درې وارخطا ښځې په خپلو ځايونو کې ناستې وې، دوه ځوانې وې، بله هم بوډۍ، ماشوم هماغسې ژړل.
د ځوان شونډې وخوځېدې:
_ميلمانه لرو.
ښځو په خپلو ببرو ويښتو څونۍ  ( ټکري ) ورکش کړي.
ځوان په زوټه ( زوره )  وويل!
_راځئ!
کېږدۍ ته درې تنه ور ننوتل.
بوډۍ په ويره وويل:
_عسکر!
ځوان په بيړه ميلمنو ته وکتل، دوو يې ټوپکونه تړلي وو، تر دريم يې يو سپين څادر تاو و، پښې يې په لويو خړو عسکري بوټونو کې پټې وې،  لاسونه يې شاته تړلي ښکارېدل.
يوه وسلوال وويل:
_په جګړه کې مو ونيوله.
په کېږدۍ کې ناستو ښځو په حيرانی ورته کتل...
بوډۍ وويل:
ښځه ده؟
هو!
_دلته مو ولې راوسته؟!
_زوی دې راوليږله.
ځوان ميلمنو ته د کېناستو اشاره وکړه.
 يوه يې وويل:
_ نه شو ماتل کېدای، امر دی!  بايد په شپه کې ځانونه مرکز ته ورسوو.
ځوان له وسلوالو سره د باندې ووت..
 سپي غپل...
ځوان وويل:
_دا بلا به  ترڅه وخته دلته يي؟
د يوه شونډې وخوځېدې:
_نپوهيږو! خو احتياط کوئ! څوک بايد کوم بوی يونه سي!
سړو حرکت وکړ...
 سپي منډه پسې واخيسته...
ځوان بېرته کېږدۍ ته ورننوت، ښځې تر نابللې ميلمنې راګرځېدلې وې، هغې ته يې په حيرانۍ کتل، ميلمنه وارخطا وه، د څراغ ژېړې رڼا ته يې غټې سترګې ځلېدلې،  پر لاندنۍ ډکه شونډه يې وچه وينه پرته وه.
بوډۍ يو سوړ اسويلی ويست، ځوان ته يې وکتل، ويې ويل:
_شېرګله! دا خو خبرې نه کوي!
ځوان موسک شو، شونډې يې وخوځيدې:
_زموږ په ژبه نه پوهيږي، پرنګۍ ده.
ښځو په يوه خوله وويل!
_څه؟!
ځوان وخندل، ټوپک يې د کېږدۍ ټاټ ته ودراوه، د باندې ووت، لنډه شېبه وروسته بېرته راغی، يوې نجلۍ په حيرانۍ وويل:
_لالا! د خرې پړی دې ولې راووړ؟!
ځوان د پړي يو سر د نابللې ميلمنې  تر تړلو لاسونو تاو کړ، کلکې غوټې يې ورواچولې، بل سر يې په کېږدۍ کې د ولاړ موټرسايکل په ټاير پورې وتاړه.
ښځو په حيرانی ورته کتل.
ځوان په خپله بستره کې ننوت، ټوپک يې له ځان سره پټ کړ، ورو يې وويل:
_شپه پخه ده، سبا به سره غږيږو.
ماشوم ژړل.....
*      *      *
د نجلۍ پر مخ يوه  توده ساولګېده، بيا يې په ښي غومبري تود لوندوالی احساس کړ، په بيړه يې سترګې رڼې کړې، تور وربوز يې وليد، يوه زوروره چيغه يې تر خولې راووته، سپي کوړنج وهل، نجلۍ ټکان وخوړ، پړی کش شو، موټرسايکل ړنګ شو، ځوان په منډه کېږدۍ ته ورننوت، يو اوږد ډانګ په ګوتو ورغی،  سپی  په کوړنجيدا  د باندي ووت..
بوډۍ غږ کړ!
_ څه خبره ده؟
ځوان وويل:
_سپي وډاره کړه!
بوډۍ کېږدۍ ته ور ننوته، په لاس کې يې له شيدو ډک جام ښکارېده، په ملنډو يې وويل:
_سپي دا وډاره کړه، که دې سپی وډار که!  ته ورته وګوره!  سمه دمه بيزو ده، د سپي بلا دې سل واره ورباندې وګرځي.
نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل...
شېرګل وويل:
_وړانګه چيرته ده، ورېندار هم نه شته؟
بوډۍ سوړ اسويلی ويست:
_اوبه نه وې، يوه ګړۍ مخکې دواړه چينې ته ولاړې.

 


له دې سره له کېږدۍ ووته.
شېرګل نجلۍ ته وکتل، هغې ژړل...دی هم د باندې ووت.
نجلۍ شاوخوا سترګې واړولې، کېږدۍ لويه وه، يوه څنګ ته څو خيرنې بړستنې پرتې وې، بل لورته  ناولي لوښي ايښي وو او مخامخ د يوه ماشوم نرۍ پښې تر لانده اوړني راوتلې وې.
وروسته ټوخي واخيسته، سپين لوګى يې تر سترګو تير شو، د کېږدۍ له يوې چولې يې د باندې وکتل، لمر نوی راختلی و، بوډۍ اور ته ور پوه کول...تر څنګ يې يوه توره کټوه ايښې وه،  لږ لرې څو خرو په وړو تيږو کې خولې وهلې، پښو ته يې لنډ پړي ور لوېدلي وو،  لوی ګامونه يې نه شوای اخيستلای.
بيا يې دوو کوچيو ته پام شو، ګړندی تګ يې کاوه، ګڼی ګردۍ لمنې يې خوځيدلې، شېبه وروسته يې کېږدۍ ته نږدې، له يوې شاتورې خرې له اوبو ډک ژی کښته کړ.
وروسته يوه سيرلي منډه واخيسته، تر نغري يې ټوپ کړل، بوډۍ تيږه پسې وويشته.
څو ګامه هاخوا، شېرګل د يوې اوښې ورانه ته جارو نيولې وه، وچ خوشايي يې ترې ليرې کول، دی هډور ځوان و، لمر سوځولې څيره يې درلوده او په زنه پورې يې تار تار مړه ويښته نښتي وو.
ناڅاپه ټاټ پورته شو، کېږدۍ ته ژيړه رڼا ور ولوېده، اوس نو شمال لور ته پرتې ټيټې غونډۍ ښکارېدلې، په لمنو کې يې ګڼې سپاندې ولاړې وې،  يواځيني زاړه توت ته نږدې يوه رمه پنډه وه.
وړانګه کېږدۍ ته ور ننوته، نابللې ميلمنې ته يې وکتل، ورمخته شوه،  د موټرسايکل له ټايره يې پړی خلاص کړ.
نارينه غږ يې واورېد:
_په دې پرنګيانو دومره زړه سوی مه کوه!
کوچۍ ور وکتل، په خواره خوله يې وويل:
_وبال لري.
شېرګل وخندل:
_موږ هم اوبو نه يو راوړي.
بېرته يې پړی په ټاير پورې وتاړه.
وړانګې څه ونه ويل.
نابللی ميلمنې په حيرانۍ ورته کتل...
بوډۍ کېږدۍ ته ورننوته، يوه توره چايجوشه يې پر زاړه ليمڅي کيښوده، د چايجوشې له څوښکې  تاو پورته کېده...
شېرګل وپوښتل:
_انا! ډوډۍ پخه ده؟
بوډۍ وويل:
_ سړه ډوډۍ ډېره وه.
شېرګل پر سپيره ليمڅي پلتۍ ووهله، خور يې دسترخوان هوار کړ، له شلېدلو پاستو سره لوی او واړه هډوکي پراته وو..
_بوډۍ د ځوان تر څنګ کېناسته، لمسۍ او نږور يې هم پلتۍ ووهلې.
نابللې ميلمنې په حيرانی ورته کتل...
د بوډۍ سپين ويښته له ټکري راوتلې وو، نږور يې هم خيرنه او ډنګره وه، خو نجلۍ په غوښه پټه ښکارېدله، په غنم رنګه زنه يې درې شنه خالونه وهل شوي وو، تورې ډبلې وروځې يې لرلې او تر خړې پاسنۍ شونډی يې واړه،  نري  تور ويښته راتاو وو.
وروسته يې په څلورو خيرنوګيلاسونو کې بوره واچوله، چايجوشه يې ور پورته کړه، ګيلاسونه د شيدو له خړو چايو ډک شول.
شېرګل په ډکه خوله وويل:
_ميلمنې ته مو ننګ ( ست ) ونه کړ
د بوډۍ شونډې وخوځېدې:
_خاورې دې وخوري.
شېرګل د پاستي يوه ټوټه ور ورغورزوله،  ډوډۍ د ميلمنې پښو ته نږدې ولوېده.
وړانګې وويل:
_وبال لري، رزق ده.
 ميلمنې په حيرانی ورته کتل..
شېبه وروسته  کېږدۍ ته نږدې يو موټرسايکل ودرېد
سپي وغپل...
 شېرګل ولاړ شو، څو ګامه ليري دوه تنه ولاړ وو، سپی ترې راګرځيده، شېرګل په سپي پسې تيږه وويشته، سپي منډه کړه، دی ورمخته شو.
ښځو ورته کتل...
شېرګل يوه شېبه له سړو سره ودرېد، بېرته کېږدۍ ته راغی، په کونج کې ايښی زوړ ګيلن يې ورپورته کړ.
بوډۍ وپوښتل:
_څوک دي؟
د شېرګل شونډې وخوځيدې:
_راځم.
د باندي ووت، څوګامه يې واخيستل، ګيلن يې د موټرسايکل پر ټانکۍ ورپورته کړ، يوه شېبه  له سړو سره ودرېد، وروسته موټرسايکل حرکت وکړ، شېرګل کېږدۍ ته راغی، ګيلاس يې ورپورته کړ، ويې ويل:
_بې خوبه وو.
بوډۍ وپوښتل:
_نو څه يې کول؟
 _نيمه شپه سړک ته تللی ول، ويل يې چې ځمکه کلکه وه، د ماين ښخولو ډېر وخت ونيو.
خور يې په خبره کې ورولوېده:
_چيرته؟
شېرګل ګوله تيره کړه، ويې ويل:
_د پاخه سړک پر غاړه،زړې ژرندې ته نږدې.
وروسته يې ميلمنې ته مخ ورواړاوه ، په خوند يې وويل:
_دوه ساعته باد ستا دوطندارانو کتار تېريږي، درز به يې واورې!
ميلمنې په حيرانی ورته کتل..
_ښه شېبه ووته، په دسترخوان کې يواځې هډوکي پاتې شول.
بيا کېږدۍ تشه شوه.
ځوان په رمه پسې روان و، بوډۍ نغري ته نږدې په ولاړ ځګ کې مستې اچولې، دوو نورو کوچيو ناولې جامې پر يوه شاتوره خره بار کړې وې او چينې ته يې د تګ تياری نيوه.

غرمه وه، په کېږدۍ کې تود باد چلېده، ماشوم لغتې وهلې، پښې يې ککړې وې، بوډۍ د چکې د جوړولو په تمه په يوه ژېړه تيکه يې کڅوړه کې شړومبې اچولې.
لاس تړلې نجلۍ په کېږدۍ کې ناسته وه، سر يې درد کاوه،  پښو ته نږدې يې وچه ډوډۍ پرته وه،  وروسته يې يوه لوی غونډل ته پام شو، غونډل ګړندی روان و، بيا د ماشوم په بوغبند کې ور ننوت.
د نجلۍ سترګې رډې راوختې،  په بيړه ولاړه شوه، پړی کش شو، بېرته کېناسته، تړلي لاسونه يې ټاير ته ور وغځول، هڅه يې وکړه چې پړی خلاص کړې، پاتې راغله، پرېوته، په خيرن پړي يې غاښونه ټينګ کړل، جټکه يې ورکړه، يودم يې ويښته د شا خواته کش شول، بوډۍ چيغه کړه!
_چيرته تښتې!
پر مخ يې يوکلک شی ولګېد، سر يې وګرځېد، بوډۍ ته يې وکتل، په لاس کې يې توره چايجوشه نيولې وه.
نجلۍ ماشوم ته اشاره وکړه، شونډې يې سره سريښ شوې:
_ام م م م م م م م م م م ....
بوډۍ ناره کړه!
 _بلا بلا، څه رمباړي وهې؟!!
نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ماشوم ته کتل، هغه پښې وهلې...
بوډۍ مخ واړاوه، نجلۍ پسې وکتل، د موټرسايکل ټانکۍ ته يې تړلي سوکان ونيول، بوډۍ ګام واخيست. نجلۍ چيغه کړه!
_غونډل، د ماشوم بسترې ته غونډل ورننوت.
بوډۍ منډه واخيسته، ماشوم يې پورته کړ، پر سينه يې لوی غونډل روان و.
غونډل يې په لاس وواهه، ماشوم چيغه کړه، غونډل پر ليمڅي ولوېد. بوډۍ اوکلۍ  پرې کېښوده.
لاس تړلې نجلۍ سترګې سره وروستې، سړه ساه يې واخيسته، ورپسې يې يو سوړ اسويلی ويست.
بوډۍ په بيړه د ماشوم کميس لري کړ، د هغه لوڅ ځان ته  يې وکتل، په زوټه يې وويل:
_يا پيره دستګيره ! رارسيږه!
داوخت زنګولې وشرنګېدې، ډډ کوچيانی غږ پورته شو:
_ارررې،   اررری....
بوډۍ ماشوم ورواخيست،  په منډه له کېږدۍ ووته.
نجلۍ پسې وکتل، د رمې په سر کې يو ښکرور سيرلی روان و.
بوډۍ چيغه کړه!
_شېرګله، وه شېرګله!
ځوان ناره کړه!
 _څه خبره ده؟!
بوډۍ ورمخته شوه، په لوړ غږ يې وويل:
_د بنګل په بوغبند کې غونډل و.
ماشوم ژړل...
ځوان په بيړه ماشوم ور واخيست، ورته ځير شو، يوې او بلې خواته يې سره واړاوه، په خندا يې وويل:
_انا! زړه مه خوره، د نيش وهلو ځای نه ښکاري، روغ رمټ دی!
له دې سره يې ماشوم ښکل کړ، بوډۍ ته يې ونيو،  په رمې پسې روان شو.
بوډۍ په يوه لويه ډبره کېناسته،ماشوم ژړل...
لاس تړلې نجلۍ وچې سترګې ورته نيولې وې...
ښه شېبه ووته، بوډۍ همالته ناسته وه، ځوان ديوه پسه وړۍ سکوللې...وروسته وړانګه او د هغې ورېنداره ښکاره شول، دوی په يوې خرې پسې روانې وې، د خرې پر شا له پرتو جامو څاڅکي څاڅکي اوبه څڅېدلې...
بوډۍ مخې ته ورغله، لنډه شېبه سره ودرېدل، لاس تړلې ښځې ور کتل... د بوډۍ نږور خپل زوی ور واخيست، په سينه پورې يې ونيو،وروسته يې د هغه له مخه څو پرله پسې مچې واخيستې.
بيا درې واړه د کېږدۍ خواته روانې شوې، وړانګې له غوړې کاسې يوه توره چاړه ور واخيسته، لاس تړلې نجلۍ ته ورنږدې شوه، د نجلۍ سترګې رډې راختلې وې، وړانګې پړي ته چاړه ونيوله او د هغې لاسونه يې خلاص کړل.
داوخت ځوان کېږدۍ ته ورننوت، په ښي لستوني پسې يې سپينې وړۍ نښتې وې، په غولي پراته شليدلي پړي ته يې وکتل.
 بوډۍ وويل
_ها! دا دی!
ځوان سترګې ورواړولې، په ليمڅي پورې يو تور غونډل چختاړی و، يواځې يوه ببره پښه يې خوځېدله...
ځوان وويل:
_په پرنګيانو کې هم ښه خلک پيداکيږي.
کوچيانو وخندل.
ځوان د لرګي له زاړه صندوقه يو څټک ور واخيست.
وړانګې وويل
_څه يې کوې؟
د ځوان شونډې وخوځيدې:
_د يوه پسه ګړنجونی خراب دې.
ګام يې واخيست، خو يودم ودريد، بوډۍ ته يې وکتل، په حيرانی يې وويل:
_انا! تا څه ويل؟
بوډۍ وخندل، شونډې يې وخوځيدې:
_څه وخت؟
_ تا ويل چې دې پرنګی خبره کړې، د دې خو...
د بوډۍ سترګې رډې راوختې، په خبره کې يې ورولويده:
_هو رښتيا! دې خو زموږ ژبه وويله!
ځوان نابللې ميلمنې ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې
_ته په پښتو وغږيدې؟!
نجلۍ په ريږدېدلي غږ  وويل:
_هو.
د کوچيانو خولې وازې  شوې...
نجلۍ وويل:
_نوم مې ماريا ده.  په امريکا کې پيداشوې يم
بوډۍ په خبره کې ورولوېده:
_نو له کوپارو سره دې څه کول؟
د ماريا سر وځړېد، ورور يې وويل:
_زه په اصل کې افغانه يم، خو د امريکا تذکره لرم، هلته مې د عسکرۍ درس ويلی، له يوه کاله راهيسي افغانستان ته راغلې يم.
بوډۍ په بيړه وپوښتل:
_بوسلمانه ( مسلمانه ) يې؟
ماريا د(( هو )) په نښه سر وخوځاوه.
_نو بيا دې څه مخ تور دی چې له کوپارو سره ولاړه يې؟
د ماريا سر وځړيد.

وړانګې وويل:
_هر  رنګه چې وې،  زما وراره يې بچ کړ، د زړه رحم لري.
ځوان وويل:
_خورې! جامې يې وربدلې کړه! دا عسکري کالي يې ښه نه دي، خطر لري.
بيا يې ماريا ته وکتل،  په خندا يې وويل:
_ د ترښتې پکر ونه کړې، سپی ډير خړولی ( خوړونکی ) دی.
ځوان ګام واخيست، بېرته ودرېد،  ښځو ته يې مخ ورواړاوه، ورو يې وويل:
_هغه ماين يې ويست،  نپوهيږم چې له کومه وپوهېدل، ما رمه پيايله، د غونډۍ له سره مې ورته کتل، خو کتار تر زړې ژرندې يو څه ليرې ودرېد،  دوه تنه له يوه موټره کوز شول او  ماين ته نيغ ودرېد
*    *    *
ځوان سلام وګرځاوه، څادر يې ټول کړ، ولاړ شو، سترګې يې رډې راوختې.
ماريا د کېږدۍ څنګ ته ولاړه وه، ګڼ کوچيانی کميس يې په تن و، د کميس په لمنې پورې يې سپينو روپيو ټال خوړ، لستوڼو ته يې ګونګړوګان ور لوېدلي وواو ټتر يې له  شنو مريو ډک و.
ځوان نږدې ورغی، نجلۍ ته يې په لومړي ځل په ځير وکتل،  ښه ورته ښکاره شوه، هسکه غاړه يې درلوده،  ټټر يې راوتلی و او په ډکو سرو شونډو يې يوه خوږه موسکا پرته وه.
ځوان جټکه وخوړه!
_ څنګه مې جوړه کړه، څوک به دا ووايي چې کوچۍ نه ده؟ هه!
ځوان خپلې خور ته وکتل، تر څنګ يې ولاړه وه، ويې خندل:
_بلا يې بلا!
وروسته کېناست، د سپي په غټ سر يې لاس تېر کړ، ماريا ته يې وکتل، په خندا يې وويل:
_خو دومره ازادي مه ورکوه!
د وړانګې تندی تريو شو:
_لالا! وبال لري، چيرې به لاړه شي، يوې خواته دښته ده، بل لور ته غونډۍ.
د ځوان شونډې وخوځېدې:
_احتياط يې هم ويلی!
مخ يې واړاوه ، درمې خواته روان شو.
وروسته يې يو لوی پسه له ځمکې پورته کړ، پرې يې ايست او د پسه دوړيو په سکوللو بوخت شو.
ښه شېبه ووته، بيا يو سيوری ورباندي ورغی، پورته يې وکتل، ماريا وه، بېرته يې سر وځړېد.
نجلۍ وويل:
_مننه!
د ځوان شونډې وخوځېدې:
_څه؟
_مانا، کور ودان.
_د څه له پاره؟
_زه دې دوهم ځل ونه تړلم.
ځوان وخندل، ورو يې وويل:
_په دې شرط چې منونکې  و اوسې!
ماريا په خبره کې ورولوېده:
_قول دى!
ځوان وويل:
_ځه! سمه ده!  باور به وکم، خو!
غلی شو،  پسه يې په بل مخ واړاوه.
نجلۍ وويل:
_خبرې کولی شم؟
ځوان وخندل:
_اوس دې هم خوله نه ده ګنډلې
نجلۍ يوه شېبه غلې وه، بيا يې يودم وويل:
_ورور دې چيرته دی؟

 


ځوان نيغ ورته وکتل، بېرته يې سر وځړېد، پسه ناره کړه، يو موټى سپينې وړۍ په وينو سرې شوې، ځوان ځمکې ته لاس کړ، خاوره يې ورواخيسته،  د پسه په ټپ يې واچوله.

 


  ورو يې وويل:

 


_ماين ته يې ځمکه کېندله، پام يې نه و، په خپل ماين والووت..

 


نجلۍ وويل:

 


_ما وبخښه

 


ځوان غلی و، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

 


_هغه ته مو تير کال ښځه راوړه، زوی يې پس مرګي پيدا شو.

 


نجلۍ وويل:

 


_پلار دې؟

 


_پلار مې کوماندان ( قوماندان ) دی، ډير وخت په غره کې وي، کور ته کم راځي.

 


سپی وغرېد، ځوان ورته وکتل، څو ګامه لرې ولاړ و.

 


ورو  يې وويل:

 


_چغه!

 


سپي لنډه لکۍ وخوځوله .  ځای پرځای  پريووت.

 


ماريا لرې وکتل، دوه تورې کېږدۍ ښکارېدلې، ويې ويل:

 


_هاغه هم کوچيان دي؟

 


ځوان سر پورته کړ، دښتې ته يې وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

 


_هو ! هلته يې مېنه ده.

 


_مېنه؟

 


ځوان وويل:

 


_ موږ ژمی ګرمسير ته ځو، اوړی دلته اړوو، د کوچيانو مېنې مالومې دي، داسي لکه د جايي  ( ځايي ) وو چې کور کلی مالوم وي، څوک دا حق نه لري چې د بل يوه په مېنه کې واړوي.

 


ځوان غلی شو، په بياتي پورې نښتې وړۍ يې لرې کړې، ورو يې وويل:

 


څړ ځايونه مو هم سره ويشلى دي، هر قوم خپل څړځای لري،  بل ځای رمې نه شي پيولی.

 


ځوان غلی شو.

 


نجلۍ وويل:

 


_لاړم!

 


ځوان وړۍ سکوللې...

 


نجلۍ يوه شېبه ودرېده، ځوان ور ونه کتل، وروسته روانه شوه.

 


سپي سر پورته کړ، نجلۍ ته يې وکتل،  بېرته يې د مخکنيو غزېدلو پښو په منځ کې وربوزکېښود.

 


ماريا يوه جونګي ته وروګرځېده، جونګي هسکه غاړه نيولې وه، ژامه يې خوځېدله، شخوند يې واهه...

 


يوه شېبه له جونګي سره ودرېده، بيا يې وړانګې ته پام شو، پياز يې وړول، ورغله،  د هغې تر څنګ کېناسته. ورو يې وويل:

 


_په اشپزي کې څنګه يې؟

 


_څه؟!

 


_ديګ کولای شي؟

 


وړانګې وخندل، لندې  غټې سترګې يې ور واړولې، ورو يې وويل:

 


_په ښوروا کې تکړه يم.

 


ماريا کاسې ته وکتل، د پيازو په غوڅو شويو ځايونو باندي د چاړې تورې خيرې ښکارېدلې.

 


داوخت يو غږ شو، دوې ټيټې هليکوپترې راغلې، ځوان منډه کړه، ماريا يې ترمټ ونيوله، دواړه کېږدۍ ته ننوتل. دروند غږ کېږدۍ ولړزوله.

 


ماشوم وچونګېد!

 


ځوان سوړ اسويلی ويست.

 


د ماريا سترګې رډي راختلې وې.

 


بوډۍ، د هغې نږور او وړانګه کېږدۍ ته ورننوتې، دوی وارخطا وې.

 


ځوان ماريا ته مخ ورواړاوه، ورو يې وويل:

 


_ته به مو په بلا وخورې!

 


ماريا په حيرانی ورته کتل.

 


وړانګې په خواره خوله وويل:

 


_طيارې وې، تيرې شوې.

 


ځوان چيغه کړه!

 


_پلار مې ولې خپله کورنۍ په بلا خوري؟ بل ځای نه و؟

 


يوه شېبه غلی شو، بيا يې ورو وويل:

 


_بايد احوال ورکړم، دا نجلۍ دلته  نه شي پاتې کېدی!

 


ماريا په منډه له کېږدۍ ووته، لاړه،  لرې په يوه لويه ډبره کېناسته. دښتې ته يې وکتل، لويه دښته وه، پای يې نه مالومېده، تر يوه ځايه خړې سپاندې ولاړې وې، وروسته سپېرې شګې ښکارېدلې، بېرته يې سر وځړېد، تر يوې وړې تيږې د څرمښکۍ خړه لکۍ راوتلې وه، څنګ ته يې تور ميږيان ليکه، روان وو.

 


يودم يې پر اوږه لاس ولګېد، ورميږ يې کوږ کړ، څنګ ته يې وړانګه کېناسته. تر ډېره غلې وې، وروسته ماريا په ژړغوني غږ وويل:

 


_هغوی به مې ووژني.

 


وړانګې د نجلۍ پر ورانه لاس کېښود، شونډې يې وخوځېدې:

 


_غم مه کوه! زه خو يم.

 


ماريا د هغې پر اوږه سر ولګاوه، يو دم يې وژړل...

 


وړانګې د نجلۍ  په تورو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، ورو يې وويل:

 


_زړه دې غټ ونيسه!

 


ماريا ژړل...

 


*     *     *

 


وړانګې په حيرانی وويل:

 


_ولې دې لاس ونيو؟!

 


د ماريا شونډې وخوځېدې:

 


_وږې نه يم.

 


_خو تا هيڅ هم نه دي خوړلي، سهارنۍ ډوډۍ مې ماسپښين له غولي راپورته کړه.

 


ځوان په ډکه خوله وويل:

 


_څه يې کوې! زړه ته به يې نه کيږي.

 


ماريا ولاړه شوه، دوه درې ګامه ليرې کېناسته. دباندې يې وکتل، اسمان له سپينو ستورو ډک و. بېرته يې په کېږدۍ کې ناستو کسانو ته سترګې ورواړولې، تر دسترخوان څلور تنه را تاو ول، ځوان له لندې ډوډۍ ګوله جوړوله، بوډۍ د ښي لاس ګوتې په خوند څټلې، دوو نورو کوچيو هم ډوډۍ خوړه...وروسته د غوښې د ويشلو وار ورسېد، ځوان په يوه پاستي څلور برخې کېښودې، وړانګې په بيړه وويل:

 


_ماريا دي هېره شوه؟

 


د ځوان شونډې وخوځېدې:

 


_مړه ده!

 


بوډۍ وويل:

 


_ماته سپينه غوښه راکه!

 


ځوان د ښځو تر مخ په پرتو پاستو يوه يوه برخه کېښوده، وړانګې پاستي ته لاس کړ، ولاړه شوه، د ماريا ترڅنګ کېناسته، ورو يې وويل:

 


_غوښه درواخله!

 


ماريا په مړاوي غږ ځواب ورکړ:

 


_مړه يم.

 


ځوان هغې ته وکتل، د مخ پر يوه خوا يې د لمپې رڼا لګېدله، بېرته يې سر وځړېد، ورو يې وويل:

 


_دومره يې مه نازوه!

 


ښه شېبه ووته، کاسې پورته شوې، دسترخوان ټول شو، وړانګې هډوکي او اتامونه ( ماته ډوډۍ ) د باندي ويستل، د غوړو په يوه سکڼل شوي زاړه ټيم کې يې واچول، ورو يې وويل:

 


_تو، تو ، تو

 


سپي منډه ور واخيسته.

 


کوچۍ بېرته کېږدۍ ته ننوته، ځوان ولاړ شو، موټرسايکل يې وښوراوه، په ټانکۍ کې تيل وچړپيدل.

 


بوډۍ وويل:

 


_چيرته ځې؟

 


ځواب يې ورکړ:

 


_مرکز ته.

 


غلی شو، ماريا ته يې وکتل، ويې ويل:

 


_پلار ته وايم چې دا بلا له دې ځايه ورکه کړي!

 


وړانګه په خبره کې ورولوېده:

 


_نه! دا ځای ورته ښه ده،  په کومه بلا يې ونه خورې!

 


ځوان ورو وويل:

 


_په موږ يې څه! که يي وژني که يې بل ځای بيايي، خو دلته نه شي پاتې کېدای.

 


د وړانګې سر وځړيد:

 


_وبال لري!

 


د بوډۍ ګونځې شونډې وخوځېدې:

 


_شېرګله زويه! خور دې  بده خبره نه کوي، تور سرې ده.

 


وړانګې  په بيړه د خبرو وار ورنه ونيو، په خواست يې وويل:

 


_خدايکه يې د طيارو پلار رانه وپيژني! ته ورته وګوره! سمه دمه کوچۍ ده.

 


ځوان يوه شېبه ودرېد، موټرسايکل يې پرېښود، له کېږدۍ ووت.

 


وړانګې ماريا ته وکتل، د هغې په سترګو کې اوښکې ولاړې وې...

 


 ورو يې وويل:

 


_له وروره مې خوا مه بدوه! په زړه کې څه نه لري، بس!  لږ کاوړي ( غوسه ناک ) دی.

 


يوه شېبه غلې وه، بيا يې د نجلۍ لاس ونيو، ويې ويل:

 


_راځه چې دباندې ووځو! ښه باد لګيږي، پام به مو غلط شي.

 


ماريا ولاړه شوه، دواړه له کېږدۍ ووتې، څو ګامه ليرې په يوه لويه ډبره کېناستې،  نرم باد چلېده،چوپه چوپتيا وه، يواځي کله کله به په غاښونو د هډوکو د ماتېدو کړسا پورته شوه او ډېر لرې به يوه شغال ناره کړه.

 


دواړه تر ډېره غلې وې، بيا ماريا سوړ اسويلی ويست ، په مړاوي غږ يې وويل:

 


_مور مې ډيره ياديږي!

 


وړانګې په غاړه کې لاس ورواچاوه، يوه شېبه غلې وه، بيا يې سوړ اسويلی ويست، په خوابدي غږ يې وويل:

 


_ته بختوره يې، مور  لرې، خو زه...

 


غلې شوه، ماريا ور وکتل، پر تندي يې د ستورو تته رڼا پرته وه، وړانګې خبره پسې وغزوله:

 


_...خو زه مور نه لرم، هغه دوه کاله مخکي غونډل وچېچله، انا مې رنګارنګ بوټي ورته وټکول، ښه نه شوه،  دوهم سهار ته مړه پرته وه.

 


وړانګه غلې شوه، يو دم يې په غږ کې بدلون راغی، په خندا يې وويل:

 


_اوس دا دغم خبرې پريږده! زړه مه خوره، خدای مهربانه دی.

 


په لنډه فاصله کې کوکه شوه، ماريا جټکه وخوړه، سپي وغپل، منډه يې واخيسته، تر يوه ځايه لکه سيوری داسي ښکارېده، وروسته په  تياره کې ورک شو.

 


ماريا وويل:

 


_دا غږ د څه و؟

 


وړانګې وخندل:

 


_د شغال، دلته شغالان ډېر دي، د ورځې په غونډيو کې د  ډبرو سيورو ته پراته وي، ماښام تياره، هوارې ته راځي ، تر سپيده چاوده بوی کاږي. تېر څوړموني ( پسرلي ) يوه شغال...

 


ماريا په خبره کې ورولوېده، ويې ويل:

 


_ورور دې څنګه  سړی دی؟

 


وړانګه يوه شېبه غلې وه، وروسته يې وخندل:

 


_ډېره ورنه ډاريږې؟

 


ځواب يې وانه ورېد.

 


وړانګې وويل:

 


_زړه مه خوره! بد سړی نه دی، څو کاله له کوره ورک و، په مدرسه کې يې سبق وايه، بيا په کور کېناست، په چا کار نه لري، خپله رمه پيايي، تير کال يې يوڅه وخت ټوپک ګرځاوه، څو ځله سړک ته لاړ، يو وار پر مټ ولګېد، نه منع کېده، خو کله چې مې مشر ورور پر ماين وخوت، پلار مې ټوپک ورنه يووړ، ويل يې چې په کور کې يواځې تور سرې دي، ده هم څه ونه ويل او د پلار خبره يې ومنله.

 


وړانګه غلې شوه، يودم يې وپوښتل:

 


_خوب درځي؟

 


د ماريا شونډې وخوځېدې:

 


_هاغه ستوری وينې؟

 


_کوم؟

 


_لمر لوېدو ته! تر نورو يو څه غټ دی.

 


وړانګې وخندل:

 


_هو! موږ يې د ماښام ستوری بولو.

 


ماريا وويل:

 


_تر اوسه مې دومره روڼ ستوری نه و لېدلی،  ښکلی دی، دلته ستوري څومره  راڼه  دي!

 


وړانګه په خبره کې ورولوېده:

 


_موږ کله کله د شپې له خوا مزل کوو، غرونه، دښتې او دريابونه مخې ته راځي، خو لاره نه غلطوو، لالا مې د ستورو په حساب ښه پوهيږي، لار د ستورو له مخې مالوموي. ځو؟

 


دواړه ولاړې شوې، کېږدۍ ته ور ننوتې، ځوان د راډيو ستن تاووله... بوډۍ ته له چايو ډک ګيلاس ايښی و، نږور يې د ماشوم ککړې پښې پاکولې...

 


نجوني يوې خواته کېناستې، چا ور ونه کتل، ماريا ګيلاس ته لاس وروغزاوه، تر نيمايي يې له تورو چايو ډک کړ، ولاړه شوه، ګيلاس يې د باندې تش کړ، بېرته په خپل ځای کېناسته، چايجوشه يې ورپورته کړه.

 


ځوان راډيو يوې خواته  کيښوده، ولاړ شو، توشکه، بړستنه او بالښت يې ورواخيستل، بوډۍ وويل:

 


_څه کوې؟

 


د ځوان شونډې وخوځيدې:

 


_خوب راغی.

 


بوډۍ په حيرانۍ وويل:

 


_کېږدۍ خو لويه ده، يوه څنګ ته پريوزه!

 


ځوان ماريا ته وکتل، بېرته يې مخ واړاوه، پرته له دې چې څه ووايي، د باندي ووت.

 


ښځې تر يو څه وخته ناستې وې، وروسته وړانګه ولاړه شوه، توشکې يې هوارې کړې، ماريا ته ېي وکتل، ورو يې وويل:

 


_راځه!

 


ماريا له ټکري سره پرېوته، بړستن يې پر سر ورکش کړه، د وړيو سوړ بوی يې په سپږمو ننوت، بېرته يې مخ لوڅ کړ، پورته کېږدۍ ته يې وکتل، د يوه زاړه غلبيل تر څنګ د غوښو څو بڅري راځړېدل.

 


وروسته وړانګې لمپې ته ور پوه کړل، تپه تياره شوه.

 


 چرچرک نارې وهلې....

 


*   *   *

 


اسمان برګ و، دوه نجوني په يوه پراخه دره کې رواني وې، تر مخ يې يوې خړي خرې په ډبرو کې چټک ګامونه اخيستل، د خرې پر شا د اوبو تش ژی پروت و. دوی ښه شېبه مزل وکړ، بيا د يوې چينې پر غاړه ودرېدې، اوبه له يوې تيږې راوتلې...د نري لښتي دواړو غاړو ته شنه واښه ولاړ وو.

 


وړانګې د خرې له شا ژی کښته کړ، ماريا ته يې مخ ور واړاوه، هغه څو ګامه ليرې ولاړه وه، ورو ورو غږيدله...

 


وړانګې په خندا وويل:

 


_ولي له ځان سره ګډه يې؟!

 


د ماريا شونډې ورپېدې:

 


_څه؟!

 


_ما وليدې، خپل ګريوان ته دې خوله نېولې وه،تا خبرې کولې.

 


ماريايوه شېبه غلې وه، بيا يې يو دم وخندل:

 


_ما دعا ويله.

 


وړانګه له خندا شنه شوه:

 


 _خدای که دې په يوه خبره  پوه شوې يم!

 


_انګريزي وه.

 


وړانګې هماغسي په خندا وويل:

 


_په انګريزي د عا ويل کيږي!

 


ماريا غلې وه.

 


_وړانګې وويل:

 


_ موږ په اوبو پسې څومره لرې راځو! هه!

 


ماريا سړه ساه واخيسته،  د لښتي پر ژۍ کېناسته، تر رڼواوبو لاندې زيږه شګه پرته وه، د شګې پر سر د ګوتې په اندازه کوچنيو خړو ماهيانو لکۍ وهلې...

 


وروسته يې اوبو ته لاس ور وغزاوه، سړې وې، يوه لپه يې مخ ته ور واچوله، له سپينې لنډې زنې يې راڼه څاڅکې و څڅېدل...

 


 اوږدې ګوتې يې په تورو ويښتو کې تيرې کړې، بله لپه يې مخ ته ور واچوله، نرۍ وروځې يې لندې وې.

 


بيا يې وړانګې ته وکتل، ژي ته يې په لپه اوبه ور اچولې...

 


ماريا وويل:

 


_وېرېږم!

 


وړانګې وخندل:

 


_ولې؟

 


_که دې ورور خبر شو، نو بيا؟

 


_نه خبريږي!

 


ماريا يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:

 


_اوس به يې رمه راوستې وي، ناوخته شو!

 


د وړانګې شونډې وخوځېدې:

 


_دا دی! ژی ډکېدو ته نږدې دی!

 


ماريا مخامخ وکتل، غونډۍ ټيټې وې، ځای ځای سپاندې او هسک اغزي باد ښورول...لرې پر يوه غټه ډبره دوه سارايي کوترې ناستې وې. په ټوله دره کې چوپه چوپتيا وه، يواځې يوې کوترې غومبرې وهلې، ځای پرځای راګرځېده...

 


ماريا کيڼ لور ته وکتل، دا غونډۍ هم تر ډېره  هغې بلې ته ورته وه، يواځې کوترې نه وې.

 


ښي لور ته يې مخ واړاوه، رنګ يې والوت، په بيړه يې وويل:

 


_وړانګې!

 


وړانګې وخندل، پرته له دې چې سر پورته کړي، شونډې يې وخوځېدې:

 


_دا دی، ډک شو!

 


ماريا چيغه کړه!

 


_ورور دې!

 


وړانګې په بيړه سر پورته کړ، شېرګل منډې ور وهلې...ولاړه شوه، د ماريا مخې ته ودرېده، په رېږدېدلي غږ يې وويل:

 


_زړه دې غټ ونيسه! تاته څه نه وايي!

 


لنډه شېبه ووته، شېرګل ور ورسېد، ساه يې لنډه لنډه کېده، سترګې يې رډې راختلې وې، لاس يې پورته کړ، چيغه يې تر خولې راووته!

 


_تاته چا ويل چې دا پليته دلته راوله!

 


کوترې والوتې.

 


يو کړس شو، وړانګه کيڼ لورته ړنګه شوه، شېرګل دوهم ځل لاس پورته کړ، ماريا پر نجلۍ ورپريوته، چيغه ېې کړه!

 


_مه!

 


شېرګل لاس ونيو، په زوره يې وويل:

 


_هاخوا شه! که نه نو!

 


ماريا په بيړه ولاړه شوه، يوګام يې واخيست، د سړي تر مخ ودرېده، چيغه يې کړه!:

 


_که نه نو څه؟ ها!  په ښځو لاس پورته کوې! بې غيرته!

 


يوه شېبه دواړو يوبل ته وکتل، د ځوان سترګې سرې وې،  د نجلۍ په سترګو کې اوښکې رغړېدلې. ..

 


شېرګل په زوره وويل!

 


_خوله دې وتړه!

 


د ماريا شونډې وخوځېدې:

 


_ ته هم ځانته نارينه وايې!

 


وروسته يې وړانګه تر مټ ونيوله، د هغې لاندنی شونډه ويني وه، په سترګو کې يې وېره ښکارېدله...

 


ماريا سړي ته وکتل،  ورو يې وويل:

 


_شونډې ته يې  وګوره!   ډېر زورور يې، داسې نه ده؟!

 


د شېرګل  سر وځړيد.

 


ماريا چيغه کړه!

 


_تا وليدل !  زه نه يم تښتېدلې!

 


شېرګل غلی و.

 


ماريا د وړانګې لاس ونيو، ورو يې وويل:

 


_راځه!

 


وړانګې په اوبو کې پراته ژي ته وکتل، ماريا تر لاس کش کړه، دواړه روانې شوې.

 


خره د غونډۍ نيمايي ته رسېدلي وه، په سپاندو او اغزيو کې يې خوله وهله...کوچی ځړيدلی سر ولاړ و.

 


*       *       *

 


بوډۍ د کېږدۍ سيوري ته ناسته وه، وړۍ يې ريسلې، وروسته يې سر پورته کړ، نجوني ولاړې وې.

 


 بوډۍ په بيړه وويل:

 


_شېرګل ته خشکه ( غوسه ) ورغلې وه، مخې ته مه ورځئ!

 


وړانګې د خپلې انا غېږې ته ځان ور واچاوه، يودم يې وژړل...بوډۍ ورته وکتل، د لاندنۍ شونډې پر سر يې ډومبک وينه پرته وه.

 


ورو يې وويل:

 


_  ځار ! بلا دې راباندي وګرځه!

 


د وړانګې ژړا زور ونيو...

 


ماريا يوه شېبه ولاړه وه، بيا کېږدۍ ته ور ننوته.

 


کوچۍ خپل زوی کراراوه، ماريا يې ترڅنګ کېناسته، ماشوم ته يې وکتل، تک ژېړ و، نرۍ پښې يې درلودې،  د ملا هډوکي يې راوتلي ښکاريدل.

 


ماريا وويل:

 


_څه شی ورکوې؟

 


د ښځې شونډي وخوځېدې:

 


_د وزې شيدې.

_ولې خپلې؟

_کمې دي، مړولی يې نه شم.

ماريا يوه شېبه غلې وه، بيا يې وپوښتل:

_د څلورو مياشتو دی؟

 


کوچۍ وويل:                          

 


_دا يې اومه مياشت ده.

 


_په کور کې وريجي لری؟

 


کوچۍ ورته وکتل، ورو يې وويل:

 


_خدايزده! موږ وريجي ډيرې نه پخوو.

 


ماريا وويل:

 


_که ماشوم له څلورو مياشتو وروسته شوله، په شيدو کې لنده ډوډۍ او داسي نور پاسته خواړه وخوري، ګټه ورته لري.

 


کوچۍ هماغسې په حيرانی ورته کتل.

 


ماريا پر اوږه لاس ورکېښود، ورو يې وويل:

 


_ يوځل يې وازمايه!

 


 ولاړه شوه، د باندي يې وکتل، بوډۍ د پخوا غوندي څرخی تاواوه... وړانګه ليرې د مېږو او پسونو په مينځ کې د توت سيوري ته ناسته وه. 

 


ماريا ورغله، وړانګې ته يې وکتل، اوږده باڼه يې سره سريښ وو، تر څنګ يې کېناسته، تر ډېره دواړه غلې وې، وروسته د وړانګې  ژړغوني غږ چوپتيا ماته کړه، ورو يې وويل:

 


_ورور مې کاوړي سړی ده، خو تر اوسه يې په ما لاس نه و پورته کړی، دا يې ړومبۍ څپيړه وه.

 


د ماريا شونډې وخوځېدې:

 


_ زما له لاسه!

 


وړانګې وويل:

 


_ته نه يې ملامته!

 


ماريا مېږو او پسونو ته سترګې ورواړولې، ټول پراته وو، ځمکه له وچو او لندو پچو ډکه وه، ځای ځای له ونې رالوېدلي توتان  ښکارېدل، د څو لويو شنو مچانو بنګی خوت...

 


وروسته يې مخامخ وکتل، ورو يې وويل:

 


_راغی!

 


وړانګې سر پورته کړ، شېرګل په خرې  پسې روان و، شېبه وروسته د کېږدۍ تر څنګ ودرېد، بوډۍ ور پورته شوه، لاسونه يې خوځېدل، خو غږ يې نه راته.

 


يوه شېبه سره ودرېدل، بيا شېرګل کېږدۍ ته ننوت، بېرته راووت، نېغ د توت خواته ور روان شو.

 


شېبه وروسته د خپلې خور تر څنګ کېناست، سر يې وځړېد، له خاورو يې يو خلکی ورپورته کړ، پر ځمکه يې څو کرښې وېستې، ورو يې وويل:

 


_له ما خپه يې؟

 


وړانګه غلې وه.

 


شېرګل سر پورته کړ، وړانګې ته يې وکتل، د هغې غټې سترګې لندې وې.  ورو يې د نجلۍ سر په خپل ټټر پورې ولګاوه، نجلۍ ژړل...

 


شېرګل وويل:

 


_بيا به داسي نه کيږي.

 


د نجلی ژړا زور ونيو.

 


شېرګل وويل:

 


_زړه مې مه راخوره!

 


نجلۍ هماغسي ژړل، ښه شېبه يې اوښکې تويي کړې، وروسته ورو ورو کراره شوه.

 


ماريا دواړو ته کتل.

 


شېرګل وويل:

 


_ورشه! مخ ته دې يو دوه لپې اوبه ورواچوه!

 


وړانګه ولاړه شوه. شېرګل پسې کتل... نجلۍ کېږدۍ ته نږدې ايښي ګړي ته ور وګرځېده.

 


شېرګل په ځړېدلي سر وويل:

 


_تاته ام پړ يم.

 


ماريا غلې وه.

 


د شېرګل شونډې وخوځېدې:

 


_ته خو پوهېږې! ستا وطنداران ډېر کلک زړونه لري، په چا صرفه نه کوي.

 


ماريا غلې وه.

 


شېرګل وويل:

 


_زه مې په خور وېرېدم.

 


ماريا په خبره کې ور ولوېده:

 


_ما خو نه وژله!

 


د شېرګل سر وځړيد، ورو يې وويل:

 


_تېرکال د توتانو په وخت کې يوه طياره راغله، هغه وخت چينې ته نږدې يوه کېږدۍ ولاړه وه، نه پوښتنه، نه بازخواست، لوی بم يې پرې واچاوه، د پسونو او انسانانو غوښې مو نه شوی سره بېلولی.

 


ځوان غلی شو، نجلۍ ورته وکتل، څېره يې نيولې وه.

 


 ځوان وويل:

 


_دا اندېښنه به ترهغو راسره وي، تر څو چې ته دلته يې!

 


ماريا وويل:

 


_ژمنه کوم، کورنۍ به دې له خطره لرې وي.

 


شېرګل ورته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

 


_له کومه داسي ډاډه يې؟

 


نجلۍ وارخطا شوه، يوه شېبه غلې وه، يودم يې وخندل:

 


_نه پوهيږم! زړه مې همداسې راته وايي.

 


ځوان وخندل.

 


ماريا وويل:

 


_ته دومره بد هم نه يې، په خندا کې ښکلی ښکارې.

 


 د دواړو سترګې سره وجنګېدې، د شېرګل سر وځړېد.

 


 ماريا ولاړه شوه، ورو يې وويل:

 


_په ما باور وکه!  نه تښتم.

 


شېرګل پر خاورو ليکې ايستلې...شېبه وروسته يې سر پورته کړ، ماريا روانه وه، ده تر هغو پسې کتل چې نجلۍ کېږدۍ ته ننوته.

 


*      *       *

 


د سهار خړه وه، وړانګې ورو وويل:

 


_انا!

 


بوډۍ کوم حرکت ونه کړ.

 


د وړانګې شونډې وخوځېدې:

 


_پورته شه!  ناوخته ده.

 


بوډۍ په بړستن کې پټه وه.

 


وړانګی ورو بړستن لرې کړه، د بوډۍ له خولې سپين ځګونه روان وو...وړانګې چيغه کړه!

 


_انا!

 


ماريا جټکه وخوړه، سترګې يې رڼې کړې، کېناسته، بوډۍ ته يې وکتل، سترګې يې سپينې راختلې وې.

 


شېرګل او د هغه ورېندار په بيړه کېږدۍ ته ور ننوتل، ټول تر بوډۍ راتاو شول، وړانګی ژړل، نور وارخطا وو.

 


ماريا ور مخته شوه، د بوډۍ پر ګونځې ګونځې غاړه يې ګوتې کېښودې، ورو يې وويل:

 


_ژوندۍ ده.

 


يوه شېبه غلې وه، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

 


_لږ ځای راکړئ!

 


کوچيان يوې خواته شول.

 


ماريا وويل:

 


_تر دې مخکې يې څه تکليف درلود؟

 


وړانګې په ژړغوني غږ ځواب ورکړ!

 


_جکه جوړه وه!

 


شېرګل وويل:

 


_يوځل يې پر زړه درد راغلی و، بس!

 


ماريا د بوډۍ د ښي لاس زيږې ګوتې و موښلې، ورو يې وويل:

 


_ما ته د زړه حمله ښکاري.

 


کوچيانو په حيرانۍ ورته کتل...

 


ماريا وويل:

 


_د پښو تلې يې ور ومښئ!

 


کوچۍ د بوډۍ پښو ته ور وښويدې.

 


ماريا څو ځله د بوډۍ پر سينې زور وکړ، کوچيانو په حيرانۍ ورته کتل...

 


بوډۍ وټوخل.

 


ماريا وويل:

 


_د پښو مښلو ته دوام وړکړئ!

 


بوډۍ ورو سترګې وغړولې، وړانګې په ژړا کې وخندل.

 


 ماريا هغې ته وکتل، ورو يې وويل:

 


_لږ د بورې شربت ورته جوړ کړه!

 


وړانګه ولاړه شوه، شېبه وروسته يې د بوډۍ په خوله کې خوږې اوبه وڅڅولې، ورو يې وويل:

 


_انا! څنګه يې؟

 


بوډۍ په حيرانۍ ورته کتل، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

 


_څه خبره ده؟

 


شېرګل وخندل:

 


_هيڅ! طبيعت دې يوڅه خټه و.

 


بوډۍ په ګيلاس کې پاتې شربت پر سر واړول، شېبه وروسته کېناسته ورو يې وويل:

 


_سر مې درد کوي!

 


وړانګه په خبره کې ورولوېده:

 


_ښه کيږې.

 


ماريا له کېږدۍ ووته،  لمرخاته خواته اسمان ژېړ و، نری باد چلېده...

 


نجلۍ پر يوه تيږه کېناسته، تيږه سړه وه، سپی ورغی، لکی يې ووهله،  پښو ته يې پرېوت.

 


ماريا د هغه پر غټ  سر لاس تېر کړ، د سپي لکۍ له ځمکې نرۍ دوړه پورته کړه...

 


ښه شېبه ووته، لمر راوخوت، د غونډيو يوه خوا ژيړبخونه ښکاريدله، بل لوري يې سيوری و.

 


بيا يې د شېرګل غږ واورېد:

 


_ته خو سمه دمه ډاکټره يې!

 


ماريا وخندل.

 


شېرګل مخامخ په شګو کې ورته کېناست، نجلۍ ته يې وکتل، د لمر وړانګې يې پر سپين مخ لګېدلې، ښکلې ورته ښکاره شوه.

 


نجلۍ ناڅاپه وويل:

 


_حاجي خداينور پيژنې؟

 


شېرګل په حيرانۍ ورته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

 


_څنګه دې دا پوښتنه وکړه؟

 


ماريا وخندل:

 


_هسې، د هغه د زړورتيا کيسې مې اورېدلې وې، تيرکال يې په رڼا ورځ يو امريکايي ټانک وويشت.

 


شېرګل يوه شېبه غلی و، وروسته يې په خوند وويل:

 


_حاجي خداينور لوی زړه لري، ما دوه درې ځلې  ليدلی دی، د راکټ په ويشتلو کې يې نوم وړی.

 


_اوس چيرته دی؟

 


شېرګل وخندل:

 


_خدای خبر.

 


ماريا يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:

 


_پوهېږې چې د امريکا حکومت د هغه پر سر پنځه ميليونه ډالره انعام ټاکلی! مړ يا ژوندی.

 


شېرګل وخندل:

 


_هو! خو د هغه نيول دومره اسانه خبره نه ده.

 


_ته له کومه پوهېږې؟

 


_حاجي خداينور هوښيار سړی دی، نن دلته سبا بل ځای، ځای بدلوي، تېره مياشت مرکز ته راغلی و، بيا چا نه دی ليدلی.

 


ځوان غلی شو، ماريا غونډيو ته کتل، شېرګل هغې ته وچې سترګې نېولې وې...وروسته يې يو غږ واورېد:

 


_چای نه سوروئ؟!

 


 دواړو د کېږدۍ خواته وکتل، وړانګه وه، ولاړ شول، کېږدۍ ته ورننوتل، پر غوړ دسترخوان  د شيدو له چايه ډکې پيالې پرتې وې، ځای ځای وچه ډوډۍ ايښې وه، ماريا د بوډۍ ترڅنګ کېناسته، د هغې پر اوږه يې لاس کېښود، ورو يې وويل:

 


_اوس څنګه يې؟

 


د بوډۍ شونډې وخوځېدې:

 


_ښه يم.

 


وړانګې په خندا وويل:

 


_ډاکتره خو به نه يې؟

 


ماريا وخندل:

 


_نه، خو په ځينو لومړنيو مرستو پوهيږم.

 


بوډۍ په خبره کې ورولويده:

 


_څه؟!

 


_مانا دا چې له سوځېدلي، بېسده او په اوبو کې له ډوب شوي انسان سره کومک کولی شم.

 


شېرګل ولاړ شو.

 


وړانګې دسترخوان ته وکتل، د ورور پياله  يې تر نيمايي ډکه وه، له پاستي هم کومه ګوله نه وه پورته شوې، ورو يې وويل:

 


_څه کوې؟

 


د شېرګل شونډې وخوځېدې:

 


_رمه سارا ته بيايم.

 


وړانګې وويل:

 


_يو وار خو دې چای سور که!

 


شېرګل په خبره کې ورولوېد:

 


_زړه ته مې نه کيږي.

 


له دې سره له کېږدۍ ووت.

 


بوډۍ وويل:

 


_نورکله خو په دريو پاستو نه مړېده، نن څنګه داسې ژر ولاړ سو؟!

 


د وړانګې شونډې وخوځيدې:

 


_خدايزده!

 


لنډه شېبه وروسته  شېرګل بېرته کېږدۍ ته ور ننوت، ښځو په حيرانۍ ورته وکتل، کوچۍى وارخطا و، نېغ زړو بړستنو ته ورغی، شل ډزی ټوپک يې ور واخيست، وړانګې په بيړه وويل:

 


_څه خبره ده؟

 


شېرګل په لړزانده غږ وويل:

 


__عسکر دي!

 


د ټولو رنګونه والوتل، وړانګه د خپل ورور مخې ته ودرېده. په وارخطايۍ يې وويل:

 


_د خدای له پاره، موږ ته وګوره؟

 


شېرګل چيغه کړه!

 


_ مخه مې پرېږده.

 


بوډۍ په بيړه وويل:

 


_خور دې ښه وايي.

 


شېرګل په خشکه وويل!

 


دوی به مو تر تېغ تېر کړي. 

 


ماريا د کېږدۍ له چولې دښتې ته وکتل، په دريو رينجرو موټرو پسې سپيرې دوړې پورته کيدلې...

 


وړانګې چيغه کړه!

 


_تر اوسه خو لا نه ده مالومه چې دوی چېرته ځې؟

 


شېرګل ماريا ته وکتل ، ورو يې وويل:

 


_دوی په دې نجلۍ پسې راغلي، له هغه پرته هم نه بچ کيږو، ښه دا ده چې په دوی هم ميندې بورې کم.

 


د ماريا شونډې وخوځېدې:

 


_ته هوښيار سړی يې، کورنۍ دې مه ژوبلوه!

 


شېرګل وويل:

 


_خو...

 


ماريا په خبره کې ور ولوېده:

 


_ په ما پسې نه دي راغلي.

 


سپي وغپل...

 


شېرګل د توپک ګېټ کش کړ.

 


ماريا وويل:

 


_په  ما باور وکه،  زه ستا د کورنۍ بربادي نه غواړم.

 


موټر دوه درې شله ګامه لرې ودريدل، سپی ترې راګرځيده...

 


ماريا د شېرګل  له لاسه ټوپک ونيو، بېرته يې  تر بسترو  لاندې کړ.

 


يو غږ واوريدل شو!

 


_را ووځه!

 


 وړانګې ژړل، ورېندار يې هم سونګيدله، بوډۍ وارخطا وه.

 


شېرګل ماريا ته وکتل، په مړاوي غږ يې وويل:

 


_تا غواړي.

 


ماريا په خپل تندي ټکری ورکش کړ، له کېږدۍ ووته، شل پنځه ويشت وسله وال ولاړ وو، ځينو يې عسکري دريشۍ اغوستې وې، نور يې په شخصي جامو کې ول، برګ رومالونه يې تر سرونو تاو وو، په دوړو لړلي ښکارېدل.

 


ماريا په لوړ غږ وويل:

 


_څه غواړئ؟!

 


يوه  ناره کړه!

 


_سړی راوباسه!

 


_له  هغه سره مو څه  کار دی؟

 


_ ولي يې زموږ په ليدو منډه واخيسته؟!

 


ماريا يوه شېبه غلې وه، وروسته يې ورو وويل:

 


_شېرګله، راووځه!

 


_کوچی له کېږدۍ ور ووت:

 


دوه وسله وال  د دوی خواته ور روان شول، ماريا کېږدۍ ته ننوته.  شېبه وروسته عسکر د شېرګل تر څنګ ودريدل، يوه يې کېږدۍ ته سر ور دننه کړ، شاوخوا يې وکتل، يواځې ښځې وې، بېرته يې شېرګل ته مخ ور واړاوه، ورو يې وويل:

 


_ته دلته اوسې؟

 


شېرګل په وارخطايي ځواب ورکړ:

 


_هو!

 


_ولي دې زموږ په ليدو منډه واخيسته؟

 


د کوچي ژبه بنده شوه:

 


_ما،  ما

 


هماغه  عسکر په غوسه وويل:

 


_بيا داسې بې عقلي ونه کړې! پوه شوې!

 


شېرګل غلی و.

 


عسکر روان شول، شېبه وروسته موټرو حرکت وکړ، سپي تر يوه ځايه منډه پسې واخيسته، کله چې دوړې کيناستې، ځای پرځای ولاړ و، په موټرو پسې يې غپل...

 


شېرګل کېږدۍ ته ور ننوت، کوچيانوخدای ته شکرونه ايستل...

 


 شېرګل ماريا ته وکتل، ورو يې وويل:

 


_تا کولای شوای چې له هغوی سره لاړه شې.

 


مار يا غلې وه،  کوچيانو په حيرانۍ ورته کتل...

 


وړانګې وويل:

 


_لا لا رښتيا وايي! ولې دلته پاتې شوې؟!

 


ماريا يوه شېبه غلې وه، وروسته يې وويل:

 


_ما نه غوښتل چې تاسو ته کوم تاوان در ورسوم، که ما ځان ور پيژندلای وای، نو...

 


بوډۍ ورمخته شوه، ماريا يې پرتندي ښکل کړه، وړانګې ژړل...

 


ماريا د باندې ووته، پر يوه لويه ډبره کېناسته، دښتې ته يې وکتل، موټر ډېر ليرې لمر خاته خواته روان وو، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، له ځانه يې ورټ ( کرکه )  وشو، شنه اسمان ته يې وکتل،  ورو يې وويل:

 


_خدايه! ما وبخښه!

 


*               *              *

 


شېرګل د يوې ګڼې بيدې سيوري ته ناست و، پر ځمکه يې ليکې ايستلې،  تر مخ يې د غنمو شنه وږيباد يولاس ښورول...رمه څو ګامه ليرې څرېدله.

 


وروسته يې د يوه سيرلي نری غږ واورېد، سر يې پورته کړ، د سيرلي لکۍ  له شنو غنموراوتلې وه، شېرګل ولاړ شو، په سيرلي پسې يې څو تيږې وويشتې، سيرلي د رمې خواته منډه کړه.

 


يو غږ يې واورېد:
_ياره کوچيه مرداره مو کړه!
شېرګل کيڼ لورته وکتل، يو ځوان  ور روان و، سپينه خولۍ يې پر سر وه، په لاس کې يې بيلچه ښکارېدله.
شېرګل په ډډ کوچياني غږ وويل:
_ولې؟ څه مو کړي چې داسې په کاوړ کې يې!
ځوان د شېرګل تر څنګ ودرېد، ورو يې وويل:
_اجب خلک ياست! د جايي وو( ځايي خلکو)  سلامت فصلونه مو  وخوړل، بيا وايې ...

 


شېرګل په خبره کې ورولوېد:

 


_چا؟

 


_تېره شپه کوچيانو زما د تره رشقې ته رمه ور پريښې وه، سهار ته  ډکی نه و پاتې.

 


شېرګل په بيړه وويل:

 


_زار  دې شي، ما خو خدايکه تر اوسه مرداره پرې خوړلې وي.

 


ځوان يودم وخندل:

 


_تاته نه وايم، ته ښه سړی يې، زما درباندې پام و، سيرلی دې له غنمو وشاړه.

 


شېرګل روان  شو، ځوان هم په هغه پسې ګامونه واخيستل، دواړه د ونې سيوري ته کېناستل. يوه شېبه غلي وو، وروسته شېرګل مخامخ وکتل، ورو يې وويل:

 


_دا غنم ستاسې دي؟

 


ځوان ختيځ لورته لاس ونيو، شونډې يې وخوځېدې:

 


_هاغه هسکه تيږه وينې!

 


_کومه؟

 


_ هاغه چې ټپوس پرې ناست دی.

 


_هو!

 


_تر هغه ځايه موږ کرلي، ورهاخوا د هغې ټيټې غونډۍ تر لمنې پورې  مو بيا د ترونو فصلونه دي. هماغه تيږه ټک ( پوله ) ده.

 


شېرګل څه ونه ويل، ځوان يوه شېبه غلی و، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

 


_اې کوچيه! خپه راته ښکارې.

 


شېرګل غلی و.

 


ځوان وويل:

 


_پوروړی يې؟

 


شېرګل هغه ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:

 


_نه!

 


ناروغه يې؟

 


_نه!

 


 کوم تاوان دې کړی؟

 


_نه!

 


مالونه دې ناجوړه دي؟

 


_نه

 


د ځوان تندی تريو شو:

 


_نو بيا څه ټکه درباندي پرېوتې ده چې داسې خپه يې؟!

 


شېرګل غلی و.

 


ځوان يو دم وخندل:

 


_مين يې؟

 


شېرګل هغه ته وکتل، بېرته يې سر ځوړند شو.

 


ځوان وويل:

 


_خوب دې څنګه ده؟

 


_دا دوه شپې مې سترګې نه دي سره وروستي.

 


_اشتها؟

 


_څه؟

 


_ډوډۍ ډيره خورې که کمه؟

 


_خدايکه مې له پرونه راهيسې ګوله هم راپورته کړې وي.

 


ځوان يوه شېبه غلی و، وروسته يې وويل:

 


_د خلکو خبرې بدې درباندې لګيږي؟

 


_هو!

 


له څه وخته راهيسي؟

 


_دا دوه ورځې کيږي.

 


ځوان وخندل:

 


_مين يې نو تور وي که سپين؟!

 


شېرګل هغه ته وکتل.

 


ځوان وويل:

 


_ته مين شوی يې.

 


شېرګل په حيرانی ورته کتل...

 


ځوان وويل:

 


_سپينه راته وکه!

 


د شېرګل شونډې وخوځېدې:

 


_څه؟

 


_څوک دې خوښيږي؟

شېرګل کوم ځواب ورنه کړ.

 


ځوان وويل:

 


_ کوچۍ ده؟

 


_نه

 


ځوان د هغه وليو ته يو سوک ورکړ، په خندا يې وويل:

 


_نو کومې جايي زړه درنه وړی؟

 


_نه

 


ځوان په حيرانۍ وويل:

 


_نه کوچۍ ده ، نه هم کليواله، نو څوک ده؟

 


د شېرګل زړه ولړزيد

 


ځوان وويل

 


_نه راته وايي

 


_نه

 


ځوان وخندل
_سمه ده، مه راته وايه! خو زه هم مين يم، دا ټول په ما تېرېږي، نه خوب لرم او نه هم اشتيا، هيچ شي خوند نه راکوي، بس نو! مينه همداسې وي..
شېرګل يوه شېبه غلی و، وروسته يې وويل:
_رښتيا وايې؟
د ځوان شونډې وخوځېدې:
_اى کوچيه! خدای خبر ته به پوه شې که څنګه؟! خو زه به د مينې په باره کې څو خبرې درته وکم، بيا ته په خپله فکر وکه چې مين يې که نه؟
ما په يو چا زړه بايللی، کله کله بې اختياره ژړا راځې، اوښکې تويول راته ښه دي، د سکون او ارامۍ احساس کوم، کله چې شپه شي، لکه هغې چې له ما سره پر يوه بالښت سر ايښی وي، د ورځې يې په ياد ټپې بولم، زړه مې راته وايي چې هرځای راسره وای، هغه څه مې ورته ويلي وای چې نورو ته يې نه شم ويلای، له خپلو کاميابيو مې خبره کړې وای او د هغې په ليدو مې په زړه کې پراته دردونه هير کړي وای.
ځوان غلی شو، کوچي ته يې وکتل، بېرته يې شونډي و:خوځيد
_په خبرو مې وپوهېدې
شېرګل په حيرانی ورته کتل..
ځوان وويل:
_ګوره! که دې د هغې په ليدو د زړه دربېدا ډيريږي، نو مين يې!
که غواړې چې خپل پټ رازونه يواځې له هغې سره شريک کړې، نو مين يې!
که يې په نه ليدو د خواشينۍ احساس درته پيدا شو، نو مين يې
که دې له زړه،  نه وته، نو مين يې!
اوس پوه شوې؟!
کوچی غلی و.
ځوان وخندل:
_نه غواړې چې هغې ته دروغ ووايې، داسي نه ده؟
کوچي په حيرانی ورته کتل...
ځوان وويل:
_ساده به درته ووايم! غره ته وګوره! کاڼو ته وګوره، بوټو ته سترګې ور واړوه، که دې په هرڅه کې هغه وليده،نو مين يې، مين ته ټوله دنيا، يواځي خپله مينه ښکاري.
ځوان غلی شو، ناڅاپه يې وخندل، د شېرګل وليو ته يې يو دروند سوک ورکړ، په خندا يې وويل:
_پوه شوې که نه؟!
شېرګل غلی و.
 د ځوان شونډې وخوځېدې؟
_نوته په کوم يوه کې راځې
شېرګل وويل
_ خدايزده!
ځوان ولاړ شو، په زوټه يې وويل:
_اى کوچيه! فکر وکه! که زما غوندې احساس کوې، نو پوه شه چې مين يې، هو رښتيا! له رمې سره دې پام کوه، للمو ته ورګډه نه شي، زه درنه لاړم
ځوان حرکت وکړ، شېرګل پسې وکتل، ځوړند سر روان و، ښه شېبه ووته، لمر د ونې سر ته راغی، د غنمو د سنو وږو پر سر يوې سرپوټکې ( يو ډول مرغه دی ) په هوا کې خپل وزرونه خوځول، ځای پرځای ولاړه وه، هغې نارې وهلې....
*     *     *
شېرګل تر زاړه توت لاندې رمه پنډه کړه، کېږدۍ ته يې وکتل، خور يې ولاړه وه، ورغی، وړانګې وويل:
_نور کله خو به وختي راتلې!
شېرګل غلی و.
وړانګې وويل:
_زه به ډوډۍ درته راوړم.
د شېرګل شونډې وخوځېدې
_زړه ته مې نه کيږي.
وړانګې په حيرانی وويل:
_سهار دې هم ګوله درپورته نه کړه، اوس د ماسپښين سيوری ړنګ دی.
شېرګل يوه شېبه ودرېد، وروسته کېږدۍ ته ورننوت.
بوډۍ پرته وه، نږور يې ماشوم ته شوله ورکوله، ماريا يې هم ترڅنګ ناسته وه..
شېرګل خيرن بالښت ته ډډه ولګوله، ماريا ته يې وکتل، د زړه دربا يې ډېره شوه، د کليوال ځوان خبره يې په زړه کې راوګرځېده (( که دې د هغې په ليدو د زړه دربا ډرريږي، نو مين يې. )) سر يې وځړيد، يو ژېړ ميږتون د زاړه ليمڅي په وړيو کې نښتی و، ناڅاپه پر مېږتون غوړ دسترخوان هوار شو. شېرګل پورته وکتل، خور يې پر دسترخوان څو پاستي او يوه ډکه کاسه مستې کېښودې.
شېرګل له پاستي يوه ټوټه ور بېله کړه، مستو ته يې وروړه، کله چې يې ګوله خولې ته پورته کوله، ماريا ته يې پام شو، هغې ماشوم ته کتل، وروسته د دواړو سترګې سره وجنګېدې، شېرګل لاندې وکتل، کاسه يې ورپورته کړه، له مستو يې غوړپ وکړ، کاسه يې بېرته پر دسترخوان کېښوده.
ولاړ شو، خور يې پسې غږ کړ:
_ډوډۍ دې ونه خوړه!
شېرګل له کېږدۍ ووت، لاړ، د توت سيوري ته کېناست.، دښتې ته يې وکتل، غونډۍ يې تر سترګو تېرې کړې، خوند يې ورنه کړ، هرڅه يې پر زړه ولاړ وو.
ښه شېبه ووته، چرتونو په مخه کړ، په ذهن کې يې يواځې د ماريا څيره ولاړه وه،. يو دم يې وخندل، خپل ورانه ته يې سوک ورکړ، له ځان سره يې وويل:
_خوار سړی، خړ يې سپی، خپله رمه دې  پيايه!
بېرته يې  د ماريا سرې شونډې او سپين غاښونه سترګو ته ودرېدل، تندی يې تريو شو، سترګې يې ډکې ډکې کېدې، د کليوال ځوان خبره ور په زړه شوه (( که د  له زړه،  نه وته، نو مين يې.))
يو دم يې غبرګ لاسونه غوږونو ته وروړل، شونډې يې وخوځېدې:
_توبه خدايه، توبه!
رمې ته يې وکتل، څلور ورځې مخکې ژوند ور په زړه شو، نه يې غم پيژانده او نه يې هم په چا پوري زړه تړلی و، ټوله دنيا يې يواځې  په  خپله کورنۍ کې ليده، د وريو حساب يې ټينګ نيولی و، منی به شل يو نيم شل مېږې وپلورم، پيسې يې تر خولې تېرې دي، تر څوړموني  د کور ښه چلاو پرې کيدی سي،  خدای مهربانه دی، مېږي به وري پيدا کړي، هو رښتيا! سږ کال بارانونه ډېر دي، ژمی به ګرمسير ته ځو، واښه به ډېر وي، مېږې او پسونه به غوښه ونيسي، د خپل زړه پيسې راته جوړولی سي.
يوې ميږې رمباړه کړه، شېرګل ورته وکتل، ورو يې وويل:
_ته څه غم لرې؟!
يودم يې وخندل:
_لېونی شوم که څنګه؟!
ولاړ شو، د توت يوې ټيټي څانګي ته يې لاس کړ، څو تور توت يې خولې ته واچول، خوند يې ور نه کړ، بېرته کېناست، دښتې ته يې وکتل، تر يوه ځايه خړه وه، وروسته د يوې اوږدې تراډې ولاړو اوبو غوندې ځلېدله...
هوا دپه وه، ډېر ليرې غرونه خوځيدل....
بېرته يې سر وځړېد، پر خړه پايڅه يې تور لوی مېږتون  روان و، مېږتون يې د ښي لاس په ګوتو کې ونيو، سترګو ته يې ورنيږدې کړ، مېږتون پښې وهلې...يوه شېبه يې ورته وکتل، شونډې يې وخوځيدې:
_کاشکې مېږتون وای.
خندا ورغله، مېږتون يې پرخاورو پريښود، مېږتون  منډه کړه،  د يوه پراته پسه د ټټر په سپينو وړيو کې ننوت.
شېرګل يوه شېبه د ونې سيوري ته کېناست، وروسته يې سترګې درنې شوې، خوب ورغی، پټکی يې په څادر کې ونغاړه، تر سر يې کېښود، دوه درې ځله يې د يوې ميږې ټوخی واورېد، بيا يې باڼه سره ورغلل.
*   *   *
لمر په لوېدو و، د کېږدۍ تر څنګ يو په دوړو لړلی سراچه موټر ودرېد، شېرګل د باندې ووت، په سپي پسې يې لوټه وويشته، دوو وسلوالو ته يې غېږ ورکړه، هغوی اوږدې ږيرې درلودې،  په دوړو سپېره ښکارېدل.
درې سره کېږدۍ ته ننوتل، بوډۍ په يوه کونج کې ناسته وه، په اوکلۍ ( هاون ) کې يې باديان ټکول...
وسله والو خپلې ټوپکې زړو بړستنو ته ودرولې، شاوخوا يې وکتل، بوډۍ يواځې وه، تر څنګ يې ماشوم لغتې وهلې...
شېرګل په زوته ( لوړ غږ ) وويل:
_چای!
يوه وويل:
_ادې! څنګه يې؟
بوډۍ سوړ اسويلی ويست:
_ښه يم! ژوند ده، تيريږي.
شېرګل وخندل:
_انا! ته اوس هم د زليخا ځواني غواړې!
نارينه وو وخندل...
بوډۍ اوکلی ټنګوله...
يوه ميلمه شېرګل ته وکتل، په خندا يې وويل:
_پرنګۍ چيرته ده؟
بوډۍ وويل:
_ پرنګۍ يې ولې بولې! سمه دمه بوسلمانه  ده!
مېلمنو وخندل...
شېرګل وويل:
_ودې نه لېده؟
_چيرته؟
-د باندي، له تورسرو سره.
مېلمنو يوه بل ته وکتل، يوه يې وويل:
_ترنغري خو يواځې درې کوچۍ راګرځېدلې وې.
شېرګل وخندل:
_يوه يې پرنګۍ ده.
د مېلمنو خولې وازې شوې، يوه يې وويل:
_ډېره ازادي مو ورکړې!
بوډۍ په خبره کې ورولوېده:
_ګلالۍ ده، چاته يې بد نه رسيږي.
مېلمنو وخندل...بوډۍاوکلۍ ټنګوله...
شېرګل وويل:
_  په مرکز کې څه کيسې دي؟
يوه ميلمه وويل:
_کراره بده ورځ، بيګاه طيارې راغلې، دوه درې دورې يې وخوړې، خو بمبارد يې ونه کړ.
د بوډۍ شونډې وخوځيدې:
_شکر
شېرګل وويل:
_پلار مې څنګه و؟
بوډۍ بله پوښتنه وکړه:
_څه وخت راځي؟
يوه ميلمه ځواب ورکړ:
_غږ يې نه دی کړی.
د بوډۍ تندی تريو شو:
_داسي هم نه وايي چې کور ده، اور ده، څوک جوړ دي، څوک ناجوړ، شل، يونيم شل ورځې يې ووتې، يو وار رانه غی.
يوه ميلمه وخندل:
_رابه شي، زړه مه خوره!
بوډۍ سوړ اسويلی ويست، شونډې يې وخوځيدې:
_اولاد دښمن دی.
داوخت وړانګه کېږدۍ ته ورننوته،د مېلمنو تر مخ يې يوه تور ه چايجوشه او دوه ګيلاسونه کېښودل، شېرګل  ته يې وکتل، ورو يې وويل:
_لمبات ( بوره ) خلاص شويدي.
يوه ميلمه وخندل:
_لمبات پريږده، پرنګۍ ته ووايه چې تياره شي.
د اوکلۍ ټنګاه غلې شوه.
د وړانګې رنګ والوت، شېرګل په حيرانی وويل:
_ولي؟!
د مېلمه خندا زور ونيو!
_بيايو يې! نور به يې له شره خلاص شئ.
شېرګل په بيړه وويل:
_چيرته؟
_اوس خو يې مرکز ته بيايو!!
بوډۍ د خبرو وار ونيو:
_وژنئ يې!
_خدای خبر!
شېرګل په خبره کې ورولوېد:
_پلار مې غوښتې؟
_هو!
وړانګې خپل ورور ته وکتل، د هغه سر وځړېد، نجلۍ چيغه کړه!
_نه!
يودم يې منډه واخيسته،  له کېږدۍ ووته!
بوډۍ وويل:
_زه به مې زوی ته ووايم!
مېلمنو په حيرانی ورته وکتل.
د بوډۍ شونډې وخوځېدې:
_تاسي يې نه شی بېولای!
شېرګل وويل:
_انا!  تاته خو مې پلار مالوم دی، هغه...
بوډۍ په خبره کې ورولېده:
_هغه زما خبره مني.
يوه ميلمه وويل:
 _حاجي خداينور غوښتې ده.
د شېرګل غوني زيږه شول.
بوډۍ غلې وه.
شېرګل  په زوټه وويل:
_ورته ووايه چې تياره شي!
د وړانګې د ژړا غږ پورته شو...
يوه مېلمه دوه ګيلاسه ډک کړل.
چوپه چوپتيا شوه، يوه هم څه نه ويل، کله کله به د وړانګې د ژړا غږ اورېدل کېده....ښه شېبه ووته، وروسته ماريا کېږدۍ ته ور ننوته، په کونج کې ايښې تاو شوې عسکري دريشي يې ورواخيسته، بېرته د باندې ووته.
بوډۍ پسې غږ کړ:
_ته به چيرې نه ځې!
د وړانګې ژړا زور ونيو...
شېرګل په زوټه وويل:
_دريشې دې نه اغوندي، خطر لري.
يوه مېلمه د تاييد په علامه سر وخوځاوه.
شېرګل خپلې انا ته وکتل، په نا اميدۍ يې وويل:
_موږ څه نه شو کولای.
ماريا ور غږ کړ!
_راځئ!
بوډۍ په بيړه له کېږدۍ ووته.
مېلمانه ولاړ شول.
لمر لويدلی و، لوېديځ ته پرتې تار تار وريځې سرې وې، لرې غزيدلي غرونه تور ښکاريدل.
وړانګې ژړل، بوډۍ او د هغې نږور هم خوابدې وې، خو ماريا   زړورې خبرې کولې، په څېره کې يې ويره نه وه پرته.
شېرګل غلی ولاړ و، سپي غپل، يوه سيرلي ټوپونه وهل...وسله وال  په موټر کې ناست ول.
ماريا اغوستي کوچياني کميس ته اشاره وکړه، ورو يې وويل:
_ستا کميس مې راسره يوووړ.
وړانګې کوکه کړه!
ماريا د ماشوم مورته مخ ورواړاوه، شونډې يې وخوځېدې:
_بنګل  ته وګوره! ښه شوی دی، نرم  خوراک ورکوه!
کوچۍ خپلو سترګو ته ټکری ونيو.
بوډۍ غلې ولاړه وه،اوږدې لرګينې تسبيح يې اړولې...
ماريا حرکت وکړ، د شېرګل د زړه دربا ډېره شوه.
 وړانګه د خپل ورور مخې ته ودرېده، سترګې يې سرې وې، په خواره خوله يې وويل:
_لالا!
شېرګل غلی و..
ماريا د شا په سيټ کې کېناسته، د موټر د ماشين غږ پورته شو، د شېرګل پښې ولړزېدې، په سترګو يې تياره راغله، يودم يې منډه کړه،  د موټر تر مخ ودرېد.
مخکينی دواړه دروازې خلاصې شوې. سپی تر موټر راګرځېده، غپل يې...وسله وال کښته شول، دوی په حيرانۍ شېرګل ته کتل...
شېرګل ورمخته شو، شاتنۍ دروازه يې خلاصه کړه، ورو يې وويل:
_کښته شه!
ماريا په موټر کې ناسته وه.

يوه وسله وال وويل:
_ته دا سي نه شې کولای.
شېرګل چيغه کړه!
_کښته شه!
وسله وال د ټوپک ګېټ کش کړ.
شېرګل برګ برګ ورته وکتل، د ټوپک ميل کښته شو.
وسله وال وويل:
_دا به دې  په خير نه وي.
بوډۍ په خبره کې ورولوېده:
_خدايکه مو رانه بوتله.
وسله وال شېرګل ته وکتل، په کاوړ يې وويل:
_دا حاجي خداينور غوښتې.
د ماريا شونډې وخوځېدې:
_زه ورسره ځم.
وړانګې په غريو کې وويل:
_ليونۍ يې!
شېرګل چيغه کړه!
_هغوی به دې ووژني!
ماريا وويل:
_خو زه تاسو ته جنجال نه شم جوړولای.
شېرګل لاس ور وغزاوه، تر مټ يې ونيوله او له موټره يې کښته کړه!
يوه وسله وال وويل:
_ښه دې ونه کړل!
شېرګل مخ واړاوه، لاړ او تر توت لاندې کېناست. موټر يوه شېبه ولاړ و، وروسته يې حرکت وکړ، ښځې کېږدۍ ته ننوتې، د ماشوم د ژړا نرۍ غږ اورېدل کېده.
وړانګې دسترخوان هوار کړ، له مستو ډکه کاسه يې کېښوده، ورو يې وويل:
_راځئ!
يوه هم حرکت ونه کړ، بوډۍ پرته وه، شېرګل بلې لمپې ته وچي سترګې نيولې وې، ورېندار يې ماشوم مړاوه، ماريا هم يوه کونج ته ناسته وه.
وړانګې څه ونه ويل، د ماريا ترڅنګ غلې کېناسته، بوډۍ ته يې وکتل، د کېږدۍ پر تاټ يې د جړو ويښتو او تيرې پزې اوږد سيوری ښکارېده
ټول غلي ول، يوه هم څه نه ويل، کله کله به ماشوم د وريجو په ګولې پسې چيغه کړه!
ماريا ورو ولاړه شوه، له کېږدۍ ووته، د باندي سوړ باد چلېده، سپوږمۍ نوې راختلې وه، نرۍ ښکارېده، خو بيا يې هم پر دښته خړه رڼا پرته وه.
ماريا پر يوه هواره تيږه کېناسته، سپی ورغی، لکۍ يې وخوځوله، پښو ته يې پريووت.
ښه شېبه ووته، سپي سر پورته کړ، وغرېد، منډه يې کړه، ماريا پسې وکتل، څو ګامه ليرې يې يو سيوری وليد، حرکت يې درلود، د سپي غپا يودم غلې شوه، ماريا په ځير ځير ورته وکتل، سپی او سړی دواړه ور روان ول.
ماريا په بيړه کېږدۍ ته ننوته، يوه هم ورته ونه کتل، ټول غلي ول، پر دسترخوان له مستو ډکه کاسه ايښې وه.
ماريا وويل:
_د باندي يو سړی دی.
شېرګل په بيړه کېناست، ټوپک ته يې لاس ور وغزاوه، بوډۍ خپلې پښې ورټولي کړې.
ټوخی واورېدل شو...
وړانګې وويل:
_ابا!
کېږدۍ ته يو په ونه دنګ سړی ور ننوت.
شېرګل ولاړ شو، وړانګه او د هغې ورېندار ه هم ودرېدې، بوډۍ کېناسته، ماريا په حيرانی ورته کتل...
دې دا  لمر سوځولې څيره او له سپينې لونګۍ په نکريزو رنګ شوې راوتلې سرې څڼې په غره کې ليدلې وې.
سړي ماريا ته وکتل، پرته له دې چې مخ ورنه واړوي په ملنډو يې وويل
_دا خو مو سمه دمه په کور راګډه کړې ده
د وړانګې پښو پړک واخيست..
 سړي خپل زوی  ته سترګې ورواړولې، يوه شېبه غلی و، وروسته يې يودم چيغه کړه!
_څنګه دې دومره زړه وکړ؟
د شېرګل سر وځړېد.
بوډۍ په مړاوي غږ وويل:
_هلک ته  خشکه مه کوه!
سړي چيغه کړه!
_ده حاجي خداينور ته ځواب ورکړی دی!
ماريا په بيړه ورته وکتل
وړانګې ژر له غولي وروڼی ورپورته کړ، سپخيدلی زوړ بالښت يې کېښود، خپل پلار ته يې وکتل، هغه ولاړ و.
بوډۍ په سړه سينه وويل:
_کېنه! سا سمه که! هرڅه به خدای سم کړي.
سړي بالښت ته ډډه ووهله. تندی يې ګونځي و، له سپين پټکي يې په دوړو سپيرې سرې څڼې راوتلې وې، څېره يې د لاټين ژيړې رڼا ته نيولې ښکارېدله...
وړانګه ورمخته شوه، له  تورو چايو ډک ګيلاس يې سړي ته نږدې کېښود.
چوپه چوپتيا وه، يوه هم څه نه ويل، ټول خواشيني  وو، شېبه وروسته سړي سر پورته کړ، شېرګل ته يې وکتل ، ورو يې وويل
_د تورې  غونډۍ تر شا يوه زړه کلاه ده، څوک نه پکي اوسي، خو ديوالونه يې روغ دي، حاجي خداينور او نور ملګري به يې سبا سهار اته بجې هلته درته ماتله وي، نه وخته او نه هم ناوخته، پوره اته بجې، پرنګی وروله او ور ويې سپاره!
وړانګې وويل:
_نه
سړي رډ رډ ورته وکتل، وړانګه په بيړه له کېږدۍ ووته
بوډۍ ماريا ته اشاره وکړه!:
_دا به هيچيري هم نه ځي!
ماريل په بيړه وويل:
_نه! زه ځم
شېرګل چيغه کړه
_چپ!
سړي په حيرانی ورته وکتل، د شېرګل سر ځوړند شو.
سړي په خشکه وويل:
_نه پوهيږم! دې پرنګۍ په دومره لنډ وخت کې  څه کوډې درباندي کړې دي!
د شېرګل شونډې وخوځېدې
_هغوی به يې ووژني
سړي په خشکه وويل
_بلا مو ورپسې، مرداره دې کړي! ولې مو دومره زړه پسې تړلی؟ هه؟
د باندي د وړانګې د ژړا غږ پورته شو
ماريا په منډه له کېږدۍ ووته
سړي شېرګل ته مخ ور واړاوه، په خشکه يې وويل:
_بله نه کيږي! وخته به حرکت کوی،  پوره اته بجې بايد زړې کلا ته ور ورسيږی! نه وخته نه هم ناوخته! پوه شوې
شېرګل غلی و.
چوپه چوپتيا شوه، کله کله به  د وړانګې د سونګېدا غږ پورته شو، ماريا به ډاډېينه ورکوله، ډېر پورته د يوې بنګنې طيارې نرى غږ اورېدل کيده...
*          *          *
ماريا مخ واړاوه، د سهار په خړه کې يې شا ته وکتل، د غونډۍ په لمنه کې يوه توره کېږدۍ ولاړه وه، درې تورسرو پسې کتل، بيرته يې ورميږ کوږ کړ، مخ په ځوړند روانه شوه، يو ځل يې بيا شا ته وکتل، له هسکو تيږو راوتلې شنې سپاندې، ګونګلان ( يو ډول غرنی بوټی دی ) او تېره اغزي يې تر سترګو شول، کېږدۍ تر غونډۍ  پټه شوې وه، هيچ هم نه ښکاريدل.
ماريا يوه سړه سا واخيسته، شېرګل ته يې وکتل، څو ګامه ليرې ځوړند سر روان و...خړ پړ ښکارېده، ټوپک يې تړلی و، ګړندي ګامونه يې اخيستل...
ماريا  پښو ته زور ورکړ، څو ګامه يې واخيستل، يودم يې چيغه کړه!
_وای!
شېرګل په بيړه ور وکتل، د نجلۍ پښو ته نږدې يوې سوی منډه واخيسته، شېرګل ټوپک پسې ونيو، سوی تر يوې لويې ډېرې ټوپ کړ،  په سپاندو او بوټو کې يې منډه کړه،  تر غونډۍ واووښت.
ماريا يودم وخندل:
شېرګل په حيرانۍ ورته وکتل...
ماريا غلې شوه.
شېرګل ټوپک غاړې ته واچاوه ، ورو يې وويل:
_اجبه نجلۍ مې وليده! مرګ ته روانه يې، بيا هم خاندې!
ماريا څه ونه ويل، شېرګل خپل تګ ته دوام ورکړ.. نجلۍ په هغه پسې ګړندۍ روانه وه...
نری باد چليده، پاس يوه غوټه توره وريځ ولاړه وه، نور اسمان شين و.
ښه شېبه ووته، دوئ يوه غونډۍ تر شا پرېښوده، د دوهمې په نيمايي کې د بوټوانو ( هغوی چې په غره کې بوټي وهي ) له خوا په جوړه شوې نرۍ لاره کې مخ پورته روان ول. .. پاو وروسته د غونډۍ سر ته وختل، شېرګل په يوه  اواره ډبره کېناست، ماريا ور ورسيده، شېرګل وويل
_سا به سمه کو!
نجلۍ دوه، درې ګامه واخيستل، سړي ته مخامخ په يوه بله ډبره کېناسته. شاوخوا يې وکتل، هسکې او ټيټې غونډۍ وې، ژوندۍ ساری نه ښکارېده.
 ماريا وويل
_څو بجې دي؟
شېرګل ګړۍ ته وکتل، شونډې يې وخوځېدې:
_پاو کم شپږ!
د ماريا پرمخ  د اوبو څاڅکی ولګيد، پورته يې وکتل، پر سر يې توره پنډه وريځ ولاړه وه. دوهم څاڅکی يې سترګې ته برابر شو، ځمکې ته يې وکتل، د مار سپين پوستکې پروت و.
د شېرګل غږ يې واورېد:
_ډېر وخت نه لرو.
له دې سره ولاړ شو.
ماريا وويل
_څومره لاره پاتې ده؟
د شېرګل شونډې وخوځيدې:
 _ايله اتو بجو ته ورسيږو.
ماريا په سړي پسې روانه شوه. پاو نور ووت، دوئ د يوې ټيټې غونډی په لمنه کې ګامونه اخيستل... د باران څاڅکي ډېر شوي وو، په نری باد کې د لندې خاورې بوی تاوېده او ډېر لري يوې زرکې نارې وهلې. کړکه کړکه کړکه....
دوئ  ښه شېبه مزل وکړ، تر يوې بلې غونډۍ واوښتل، ماريا وويل
_څو بجې دي
شېرګل په مړاوي غږ ځواب ورکړ
_شپږ نيمې!
د ماريا شونډې وخوځېدې:
_دمه نه کوو؟
کوم ځواب يې وانه ورېد، سړی هماغسې پورته خوت..
دوه درې دقيقې يې نور هم مزل وکړ، شېرګل يو ناڅاپه ودرېد، پرته له دې چې ماريا ته وګوري، ورو يې وويل:
_څه نه اورې!
ماريا غوږ ونيو، د يوې بنګنې  ( بې پيلوټه ) الوتکې نرى غږ اورېدل کېده، ورو يې وويل:
_نه!
د شېرګل شونډې وخوځېدې:
_طياره نه ده؟
ماريا وويل:
_نه پوهېږم!
سړی روان شو، ماريا هم ګام واخيست،  شېبه وروسته د غونډۍ سر ته وختل.
شېرګل وويل:
_دمه کولی شې، خو لنډ وخت.
ماريا په يوه لويه ډبره کېناسته، ورو يې وويل:
_څومره لاره پاتې ده؟
سړي ورته وکتل، د نجلۍ له خړ ټکري راوتلی تور پيکی لوند و، پر سپين تندي يې څو تاره لانده ويښته سريښ ول او پر زنه پورې يې د باران يو روڼ څاڅکی ځړېده.
شېرګل ځمکې ته وکتل، ويې ويل:
_دومره وخت نه لرو، بايد اتو بجو ته ځانونه ورسوو، يا الله!
له دې سره ولاړ شو، پښه يې وښوېده،  پر کيڼ اړخ پرېووت، خو بېرته ژر ودرېد.
ماريا په بيړه وويل:
_ژوبل خو نه شوې؟
شېرګل تشي ته لاس ونيو، خو څه يې ونه ويل.
لاندې تر بلې غونډۍ څه کم يو پاو لاره هواره وه،  بوټي کم ول، ځای ځای به يوې مږې منډه واخيسته، د غار تر څنګ په پر دوو پښو ودرېده، شاوخوا به يې وکتل، غار ته به ننوته.
دوئ په هوارۍ کې پټه خوله روان ول، يوځای د ماريا د ګڼ کوچياني کميس لمن په يوه تېره اغزي کې بنده شوه،  لاس يې ور وغځاوه، په ګوته کې يې نری درد احساس کړ، روانه شوه، ګوتې ته يې وکتل، ډومبک وينه ترې راوتلې وه.
لمر راختلی و، د وريځو يوه څنډه ژېړه ښکارېده، ختيځ لورته شنه زرغونه ولاړه وه، ښه شېبه ووته، د ماريا ګامونه ورو شوي وو، خو شېرګل ګړندی تګ کاوه، لوړې ژورې يې نه لېدې، نېغ روان و، د دواړو تر منځ دوه، درې شله متره واټن پروت و.
کوچي شا ته وکتل، سر يې وخوځاوه، يوه هواره ډبره يې د ناستې له پاره خوښه کړه، کېناست، نجلۍ ور ورسېده، سړی ولاړ شو.
ماريا وويل:
_ستړې يم!
شېرګل بېرته کېناست، ماريا ته يې وکتل، ټکری يې په غاړه کې پروت و، نري باد يې تور ويښته يوې، بلې خواته اړول.
شېرګل ګړۍ ته وکتل، ماريا په بيړه وويل:
_څو بجې دي؟
شېرګل يوه شېبه غلی و، وروسته يې سړه سا واخيسته:
_درې پاوه وخت لرو!
ماريا په خواره خوله وويل:
_دمه کولی شم؟
کوچي د هو په نښه سر وخوځاوه.
ماريا وويل:
_مننه!
د شېرګل سر وځړېد. ماريا مخامخ وکتل، باران درېدلی و، د لمر وړانګې پر لندو غونډيو لګېدلې...هرڅه پرېوللي ښکارېدل، پر سپاندو او اغزيو پورې رڼو څاڅکو ټال خوړ...
شېرګل په مړاوي غږ وويل:
_ياالله!
ماريا ولاړه شوه. دواړو حرکت وکړ، شېبه وروسته د غونډۍ سر ته وختل، د غونډۍ سر تر ډېره هوار و، تګ دومره زور نه غوښت، دوئ  په اسانی سره ګامونه اخيستل...په لنډ وخت کې يې ډېره لاره ووهله، خووروسته يې يوه هسکه مخې ته ودرېدله، دا غونډۍ تر تېرو غونډيو لوړه وه، تېرې ډبرې يې درلودې، تکې تورې، رنګ يې د سکرو غوندي و.
ماريا په بيړه وپوښتل:
_څومره لاره لا پاتې ده، ډېر وخت...
شېرګل په خبره کې ورولوېد:
_دا وروستۍ غونډۍ ده، شا ته هواري لري، کلاهمالته ده، د غونډۍ له سره يې ليدی شې.
د ماريا سر وځړېد، مخ پورته روانه شوه، يوه شېبه يې مزل وکړ، خو کله چې يې شاته وکتل، داځل شېرګل پاتې و.
نجلۍ ماتله شوه، کوچی ور ورسېد، د ماريا تر څنګ تېر شو، خو ګامونه يې بېسېکه ول، د پخوا غوندې يې پياوړی تګ نه کاوه.
ماريا په سړي پسې روانه شوه، دواړه غلي ول، يواځې د وړو ډبرو د ښوردو او لاندر رغړيدو غږ اورېدل کېده...
د غونډۍ نيمايي ته رسيدلي وو چې شېرګل يو دم ودرېد، نجلۍ ورته وکتل، حيرانه شوه، د سړي سترګې له اوښکو ډکې وې.
ماريا په بيړه وويل:
_څه خبره ده؟!
د شېرګل سر وځړېد، کېناست.
ماريا وخندل:
_کوچيان په تګ کې غښتلي وي، خو...
شېرګل په خبره کې ور ولوېد:
_ستړی نه يم
_نو بيا څه خبره ده؟
شېرګل غلی و.
ښه شېبه ووته، يوه هم څه نه ويل، خو وروسته د شېرګل شونډې وخوځېدې:
_ته تلی شې!
ماريا په حيرانۍ وويل:
_چېرته؟
_نه پوهيږم! هرچېرته چې دې زړه وي، خو له دې ځايه لاړه شه!
نجلۍ د هغه تر څنګ کېناسته، سړي ته يې وکتل، له سترګو يې اوښکې روانې وې.
ماريا په حيرانۍ وويل:
_ته ژاړې؟
شېرګل مخ ورنه واړاوه.
ماريا وويل:
_څه خبره ده؟
شېرګل يوه شېبه غلی و، وروسته يې پر پزه لستوڼی تېر کړ، په مړاوي غږ يې وويل:
_تا به ووژني.
نجلۍ د هغه تر څنګ کېناسته، شونډې يې وخوځېدې:
_ته ولې خواشينی ېې؟
_د کوچي بدن پړک واخيست.
نجلۍ وويل:
_ته ښه سړی يې، زما له پاره دې خپله کورنۍ خطر ته ورکړه، زه ...
شېرګل چيغه کړه!
_په خبره پوه شه! دوئ به دې مړه کړي!
ماريا غلې وه، وروسته يې وويل:
_خدای ته به يې پريږدو، راځه!
له دې سره ولاړه شوه، دوه درې ګامه يې واخيستل، شېرګل چيغه کړه!
_ته ليونۍ يې!
ماريا ورته وکتل، سړی ځای پرځای ناست و،  ورغله، د کوچي تر څنګ ودرېده، ورو يې وويل:
_زه تا او ستا کورنۍ ته غم نه شم پرېښودلای.
شېرګل يو سوړ اسويلی ويست، شونډې يې وخوځيدې:
 _ځم، وطن پرېږدم، خو ته له دې ځايه لاړه شه!
ماريا يوه شېبه غلی وه، وروسته يې په حيرانۍ وويل:
_ولې؟  ته زما له پاره ولې دومره لويه قرباني ورکوې؟ هه !
د شېرګل سر ځوړند و.
ماريا وويل:
_ته خو پوهېږې!  زه هيڅ نه لرم، تاته پيسې نه شم درکولاى!
شېرګل رډ رډ ورته وکتل، يودم يې چيغه کړه!
_پيسې په بلا وهم!
_نو بيا ولې ځان خطر ته ورکوې؟ هه!
د شېرګل سر وځړېد.
ماريا وويل:
_راته ووايه!
شېرګل غلی و.
ماريا خپله خبره تکرار کړه:
_راته ووايه!
شېرګل چيغه کړه!
_ته مې خوښيږې!
د نجلۍ رنګ والوت.
شېرګل منډه کړه، په يوه سا څو متره پورته وخوت، ځنګنونه يې پر وړو تيږو ولګېدل، سر يې ځوړند شو.
ماريا تر ډېره لاندې ولاړه وه، زړه يې سستي کوله، سترګي يې له اوښکو ډکې وې، ښه شېبه ووته، وروسته يې  ټوپک ور پورته کړ،  روانه شوه، د سړي تر څنګ ودرېده، هغه ژړل...
ماريا کېناسته، شېرګل ته يې وکتل، سر يې ځوړند و، د ماشوم غوندې يې سلګۍ وهلې...
  شېرګل په غريو کې وويل:
_زه څه خبر وم، ماته خو يوه کليوال ځوان را پام کړل، ويل يې چې ته مين يې،  هغه رښتيا ويل، ټولې خبرې يې سمې وختې، زه خپه يم، ډېر خپه، له تا پرته به څه کوم؟!  هه!  ته ووايه!  زه...
ويې ژړل او خبرې يې پرې شوې.
د نجلۍ سترګې ډکې ډکې کيدې...
ښه شېبه ووته، شېرګل سونګېده، نجلۍ غلې وه...وروسته ماريا د کوچي پر اوږه لاس کېښود، ورو يې وويل:
_راځه! ناوخته شو!
شېرګل په پښو ودرېد، سر يې ځړېدلی و، مخ پورته روان شو.
ماريا ټوپک اوږې ته کړ، په سړي پسې روانه شوه، شېبه وروسته د غونډۍ سرته وخته، شېرګل ځوړند سر ناست و.
نجلۍ مخامخ وکتل، تر ډېره هواره دښته وه، وروسته شنې کروندې ښکارېدلې، ورپسې خړ کورونه پراته ول.
ماريا غړۍ اوږده کړه، غټو ډبرو د غونډۍ لمنه پټه کړې وه، زړه کلا نه ښکارېده.
نجلۍ د کوچي تر څنګ کېناسته، هغه ورو ورو سلګۍ وهلې...نجلۍ په مړاوي غږ وويل:
_زه ستا په درد پوهېږم، ستا مېړانه دې هم نه شم هېرولی، خو...
نجلۍ غلې شوه.
شېرګل په غريو کې وويل:
_ما نه غوښتل، خو بس نو! زړه دی، پام مې نه و، نه پوهيږم ولې! خو ته مې ښه ايسې!
ماريا په خبره کې ورولوېده:
_خو...
غلې شوه.
شېرګل پر خپله پزه لستوڼی تېر کړ، ورو يې وويل:
_اوس هم وخت لرې، له دې ځايه لاړه شه! زه به لاره در وښيم، لنډه لار، بس!  يو ، يونيم ساعت مزل غواړي، هلته عسکري پوسته ده.
نجلۍ د سړي تر لاس تړلې ګړۍ ته وکتل، لس کمې اته وې، ورو يې وويل:
_اوس ناوخته دى، هر څه پای ته ورسېدل.
شېرګل سر پورته کړ، سترګې يې سرې وې، بيرته يې لاندي وکتل، ورو يې وويل:
_هيڅ هم پای ته نه دي رسيدلي، هغوی لاندې په کلا کې دي، خدای خبر!  يا به اوس را رسيږي، راځه! بېرته له غونډۍ کښته شو، څوک مو ويني! هه!
ماريا ولاړه شوه، ورو يې وويل:
_نه!
شېرګل په حيرانۍ ورته وکتل، نجلۍ ټوپک غاړي ته اچولی و، دښتې ته يې وچې سترګې نيولې وې.
شېرګل په بيړه وويل:
_که په تا څه وشول، نو زه
ماريا د خبرو وار ورنه ونيو:
_په ما هيڅ هم نه کيږي!
دا يي وويل،  روانه شوه.
شېرګل منډه کړه، نجلۍ ته مخامخ ودرېد، د هغې اوږو ته يې ټکان ورکړ، په لوړ غږ يې وويل:
_ته ليونۍ يې!
د ماريا په ټنډه کې ګونځې پيدا شوې:
کوچي په حيرانۍ ورته کتل...
نجلۍ د سړي لاس ونيو، ګړۍ ته يې وکتل، پنځه کمې اته وې،  لاس يې پريښود، روانه شوه...
شېرګل پسې کتل...
ماريا ګړندي ګامونه واخيستل، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، سا يې لنډه لنډه کېده... شېبه وروسته لاندې يو خړ دېوال ښکاره شو، ور مخته شوه، د غونډۍ له سره يې يوه زړه کلاه سترګو ته ودرېده.
هسک سره بخون ديوالونه تر يوه يوه نيم جريب ځمکې راتاو ول، په منځ کې يې زړې کوټې ښکارېدلې، دوو يې بامونه لرل، نوري يې ړنګې وې.
ماريا ځای پر ځای کېناسته، شېرګل ور ورسېد، د خواست په ژبه يې وويل:
_داسې مه کوه!
ناڅاپه د ديګ بخار د شپيلۍ غوندي نری شڼهاری واورېدل شو، دواړو په بيړه پورته وکتل، په يوه توره ګړندۍ اوږدې اوسپني پسې سپين لوګی روان و، لوګی ټيت شو، ځمکه ولړزېده، تر کلا سرې لمبې راتاوې شوې...سر يې تورو  لوخړو ونيو...
د کوچي رنګ والوت، پر ځمکه اوږد وغځېد.
دروند غږ يې په غوږو ننوت، يوه جيټ  الوتکه پر کلا ور ټيټه شوه، درب شو، لويې وړې ډبرې ورغړيدې، توره لوخړه  پورته شوه...کلا نه ښکارېده
له لوګي يو څوک راووت، سرې لمبې ترې تاوې وې، چيغې يې وهلې...څو ګامه يې واخيستل، ولوېد،  سره لمبه ترې راوګرځېده...
دروند غږ يې واورېد، شمال شو، په بيړه يې شا ته وکتل، يواځې څو ګامه ليرې اوږده څرخونه تاوېدل، تر غونډۍ سلامت چورلکه(هليکوپتره) راپورته شوه،  سر ته يې ودرېده، په پرانيستې دروازه کې يې يو عسکر ناست و، مشينګنه يې کوچي ته نيولې وه...
دوهمه چورلکه راپورته شوه، دا ټول د سترګو په رپ کې پېښ شول.
شېرګل ماريا ته وکتل، نجلۍ  ډاډه ناسته وه، له ځايه نه وه خوځېدلې،  خوشاله ښکارېدله.
د کوچي زړه اور واخيست، پر سترګو يې تياره راغله، ولاړ شو، نجلۍ يې د وليو په مينځ کې  په لغته ووهله، پړمخې پرېوته، ټوپک يې له ورنو وښوېد.
شېرګل ټوپک ته لاس ور وغځاوه، ټک شو، کوچی شا پرتخته ولوېد، د ماريا له خولې ځګونه باد شول، چيغه يې کړه، په انګليسي يې څه وويل، پر کوچي ورپرېوته.
سړي تر څڼو ونيوله، په ښی اوږه کی يې نری درد تير شو، لاس يې له حرکته ولوېد، کيڼ لاس يې پر ځمکه وتپاوه، تيږه په ګوتو ورغله،  ماريا يې لاس ټينګ ونيو، چيغه يې کړه!
_هغوئ به دي ووژني!
عسکر ور ورسېدل، د شېرګل لاسونه يې شاته ور واړول، عسکرو چيغې وهلې، څه يې ويل، خو کوچی يې په ژبه نه پوهېده.
شېبه وروسته يې د سړي  لاسونه ور وتړل، يوه چورلکه څو ګامه ليري ناسته وه، څرخونه يې تاوېدل، بلې د کلا پر سر دورې وهلې...وروسته له ناستې چورلکې څو تنو ټوپ کړل، ټول له رنګه سره ول، ژېړ ويښته يې درلودل، جګ او هډور ښکارېدل.
يو دنګ سړی تر مخ و، د هغه په ټټر پورې سپينو او ژيړو روپيو ټال خوړ، نجلۍ ته يې کلکه غېږ ورکړه، د هغې لاس يې ټينګ ونيو، خوله يې له خندا، نه سره ټولېده، په انګريزي يې څه وويل، بيا له څو نورو عسکرو سره لاندې د کلاپه لور کښته شو.
د غونډۍ پر سر درې عسکر پاتې شول، يو يې چورلکې ته نږدې ولاړ و، دوو نورو د مشينګنو خولې کوچي ته ور اړولې وې...
د شېرګل له خولې ځګونه باديدل، پوچ پاش يې ويل، ښۍ اوږه يې په وينو سره وه.
ماريا يوه عسکر ته څه وويل، هغه منډه کړه، کله چې بېرته راغی، په لاس کې يې يو تور بکس ښکارېده.
عسکر ټپي ته مخامخ کېناست، بکس يې خلاص کړ، له رنګارنګ دواوو، پلسترونو او سپينې پختې ( پنبې )  ډک و. وروسته يې پر يوه ټوټه سلامت بوتل تش کړ، ټوټه يې د کوچي اوږې ته ورنږدې کړه، کوچی شا ته شو، ماريا وويل
_پرېږده چې زخم دي پانسمان کړي، مرمۍ وتلې ده، جوړېږي!
شېرګل تو کړل، د نجلۍ له سپينې زنې لاړې وڅڅيدې.
کوچي چيغه کړه!
_تا ماته دوکه راکړه!
ماريا خپل لستوڼی پر زنه تېر کړ، کلا ته يې وکتل، تور لوګی ترې پورته کېده، ورو يې وويل:
_ما يواځې خپله دنده تر سره کړه، حاجي خداينور د امريکې ګټو ته ستر ګواښ و،  ده زموږ پر ضد جنګيالي روزل، د جنګ پلانونه يې جوړول، تېرکال يې څلور امريکايان ووژل،  نن زموږ وار و، غچ مو واخيست.
نجلۍ غلې شوه.
شېرګل په حيرانۍ ورته کتل...
ماريا عسکر ته اشاره وکړه، عسکر د شېرګل د ټپ په پاکولو بوخت شو، کوچي کوم غبرګون ونه ښود، ماريا وويل:
زه پوځي نه يم، تر اوسه مې ماشې ته ګوته نه ده ور وړې، زه د امريکې استخباراتو ته کار کوم، تېر کال افغانستان ته راغلم، پوره لس مياشتې مې بېلابېل تمرينونه وليدل، نيمه هېره شوې ژبه مې له سره زده کړه، له خلکو سره وغږېدم، په دود، دستور مې ځان پوه کړ، مختلف کتابونه مې ولوستل.
نجلۍ وټوخل، بېرته يې شونډې وخوځېدې:
يوه ورځ مې چادري پر سر کړه، له نظامي اډې ووتم، يواځې وم، سړک ته وختم، يوه کرايي موټر ته مې لاس ورکړ، د نږدې ولسوالۍ کلينيک ته ورغلم، کليوالې  ښځې وې، خبرې مې ورسره وکړې، سمه دمه پښتنه وم، کليواله پښتنه، يوې هم کوم شک وانه خيست، يواځې  يوې پيغلې زما د راڼه پوستکي او پستو ويښتو راز راڅخه وپوښت، نور هيڅ خبره نه وه.
ماريا غلې شوه، کوچي په حيرانۍ ورته کتل... نجلۍ وويل:
ماته يواځي يو ماموريت راکړل شو، د حاجي خداينور پيداکول، د هغه په موندلو پسې امريکې ډېرې هڅې کړې وې، انعامونه يې ټاکلي ول، جاسوسان يې پسې اچولي وو، خو کومه ګټه يې نه کوله، حاجي خداينور مرموز سړی و، درک يې نه لګېده.
دوئ دا ماموريت ماته راوسپاره، پوهېدم چې  له خطره ډک دی، مرګ ورسره تړلی دی، خو بله چاره مې نه ليده، امر و، بايد پر ځاې شوی وای.
ماريا يوه شېبه غلې شوه، بېرته په خبرو راغله:
بخت ياري راسره وکړه، لس ورځې مخکې زموږ استخباراتي سرچينو ته خبر راغی چې حاجي خداينور په همدې سيمه کې ليدل شوی دی، دا زموږ له پاره ښه چانس و، بېړنۍ غونډه داېره شوه، پر پلان مو کار پيل کړ، نقشه مو مخې ته واچوله، د حاجي خداينور د پيداکېدو احتمالي ځايونه مو په نښه کړل، هره خوا مو وسنجوله، کار د کاغذ له مخې سم جوړ شو، له پلان سره سم، زه بايد د مخالفو وسلوالو مينځ ته ورغلې وای، خو داکار تر ټولو  ستونزمن و، پوره دوه ساعته مو خبرې وکړې، بله چاره نه وه، ما بايد اسارت ته ځان ورکړی وای.
درې ورځې وروسته يې د جوړ شوي پلان له مخې په يوه پوځي موټر کې کينولم، دريو موټرو حرکت وکړ، په هغه لار لاړو چې له خطره ډکه وه، زموږ پلان سم وخوت، د درې په مينځ کې ډزې راباندي وشوې، موټر ودرېدل، له عسکرو سره کښته شوم، تر يوې لوړې پرښې مې ځان پټ کړ، مرمۍ مې پر سر تېرېدې، مرګ مې په سترګو ليد، خو پلان له نقشې سره سم پرمخ لاړ، عسکر د چورلکو په مرسته وتښتېدل او زه اسيره شوم.
لومړی مې وهل وخوړل، بيا يې غره ته بوتلم او وروسته يې تاسو ته دروسپارلم.
ماريا غلې شوه، د خپل کوچياني کميس ګريوان ته يې لاس کړ، بېرته يې راويست، په ګوتو کې يې د قلم د سر غوندې نرۍ اوسپنه ښکارېده، څوکې يې غمی درلود، کله کله به خپه سره رڼا ترې راووته...
نجلۍ ورو وويل:
ما په کيږدۍ کې څو ورځې تېرې کړې، خو له مرکز سره مې تماس درلود، د دې دستګاه په برکت يې زما ټولې خبرې اورېدلې، له هرڅه خبرېدل، زړې ژرندې ته نږدې ماينونه هغوئ ويستل، زه هم ډاډه وم، د خطر په وخت کې رارسيدل، بخت ياري راسره وکړه، هرڅه سم پرمخ لاړل، کيږدۍ له مصنوعي سپوږمۍ څخه کنټرولېده، کله کله به بې پيلوټه الوتکې هم دورې وهلې، هرڅه تر کنټرول لاندې ول.
نجلۍ غلې شوه، کوچي هيڅ نه ويل، سترګې يې سرې وې، په ټنډه کې يې ګونځې ليدل کېدی، څېره يې نېولې وه.
ماريا ولاړه شوه، له  کلا څخه هماغسي لوګي پورته کيدل، سرتيري په کنډوالو کې ګرځېدل...
نجلۍ کوچي ته وکتل، پر اوږه يې سپينه ټوټه تړل شوې وه.
ماريا ورو وويل:
ته له زړه صاف سړی يې، خو خور دې ډېره خوږه ده، هغه...
کوچي چيغه کړه!
خو تا غلط کړو!
ماريا يوه ترخه موسکا وکړه، شونډې يې وخوځيدې:
ته څه فکر کوې؟! که طيارې نه وای راغلې، دوی به ژوندی پريېښې وای، ته په خپله پوهېږې، په جګړه کې هر لوری خپلو ګټو ته ګوري، که يې ونه وژنې، نو وژني دي، ما يواځې  خپل ماموريت تر سره کړ، په خپل قول ودرېدم، تاسو ته مې هيڅ تاوان  در ونه رساوه، د اوږې ټپ دې هم له خپله لاسه، که تا ټوپک ته لاس نه وای ور غځولی، هغوئ نه ويشتې، ما ورته ويلي وو چې تاته کوم تاوان  در ونه رسوي.
تېز شمال شو، نجلۍ پورته وکتل، پر سر يې چورلکه ولاړه وه، شېبه وروسته د  هغې بلې چورلکې تر څنګ کېناسته، څرخونه يې تاوېدل... سپاندې او غرني بوټې يوې خواته ړنګ پراته ول...له چورلکې څخه څو سرتېر وټوپ کړل، دوئ خوشاله ښکارېدل، خبرې يې کولې، خندل يې...ماريا ټولو ته لاس ور اوږد کړ، يوه له ونې دنګ شين سترګې ځوان د نجلۍ ګڼ کوچياني کميس ته اشاره وکړه، څه يې وويل، ټولو وخندل.
يوه بل له ځمکي شل ډزی ټوپک ورپورته کړ، د چورلکې خواته ګړندی روان شو، شېرګل پسې کتل، په سترګو کې يې کرکه پرته وه...
شېبه وروسته نور سرتيري  هم پورته ور وختل، د يوه په لاس کې توره پلاستيکي کڅوړه وه، ډکه ښکارېدله، دوو نورو سوځيدلې مشينګنې خپلو ملګرو ته ورښودلې....
يو سرتيرى ور دمخه شو، کوچی يې د مشينګڼې پر ميل وواهه، دالوتکې خواته يې اشاره وکړه، ماريا په بيړه ور نږدې شوه،سرتيري ته يې څه وويل، هغه يوې خواته غلی ودرېد.
پنځه دقيقې نورې هم تېرې شوې، وروسته ټول د چورلکو خواته روان شول، ماريا او دوه نور سرتيري کوچي ته نږدې ولاړ وو.
ماريا ورو وويل:
پاته شوه د مينې خبره، ته ښه سړی يې، خو...
شېرګل لاړې تو کړې، چيغه يې کړه!
دروغ وو، ټول دروغ وو، ته مې د سپۍ غوندي بده ايسې!
ماريا وخندل، ورو يې وويل:
هر رنګه چې دې زړه وي، خو ما کوژده کړې، واده ته مې دوې مياشتې پاتې دي.
د شېرګل سترګې له اوښکو ډکې وې...
ماريا يوه سرتيري ته اشاره وکړه، هغه ټيټ شو، د کوچي لاسونه يې خلاص کړل. شېرګل په بيړه يوې ډبرې ته لاس ور وغځاوه، ولاړ شو، پرله پسې ډزې  شوې، د کوچي پښو ته يوه ليکه مړه دوړه پورته شوه، بل سرتيري د کنداغ وار پرې وکړ، کوچی پر کيڼ اړخ پرېوت.
ماريا ورته وکتل، د کوچي خوله وينې وه.
نجلۍ د چورلکو خواته روانه شوه، دوو نورو سرتېرو هم حرکت وکړ، مشينګڼې يې د کوچي خواته نيولې وې...
نجلۍ دروازې ته نږدې پر څوکۍ کېناسته، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، کوچي ته يې کتل...
چورلکې ټکان وخوړ، له ځمکې پورته شوه، کوچی پر پښو ودرېد، په چورلکې پسې يې منډه کړه، چيغې يې وهلې، تيږې يې ويشتلې، څه يې ويل، خو غږ يې نه اوريدل کيده، سرتېرو خندل...
چورلکه پورته وخته، ډېره پورته، خو نجلۍ له کوچي څخه سترګې نه اړولې، هغه ولاړ و، شاوخوا غو نډۍ ترې راګرځېدلې وې، له کلا تور لوګي پورته کيدل....
چورلکې څنګ بدل کړ، ليرې يوې بوړبوکۍ دورې خوړلې، نېغه د شنو فصلونو خواته ور روانه وه.
پای
١٣٨٨ لمريز کال ، د سرطان شپږمه

- بېرته شاته