ازاد بلوچستان یوه هیله!
غواړم د هغه شخص په اړه څه ولیکم چا چې خپل ټول ژوند د خپل قوم په راویښولو کی تیر کړ . زندانونه یی وګالل، شکنجی یی پر ځان تیری کړي، وهل ډبول خو یی لا څه کوی چې ډول ډول لقبونه هم ورته د پښتون ولس دښمن ورکړل . چا ورته مشرک وای او چا ورته کافر، چا ورته ياغې وایی او چا ورته باغي، هغه پر ځان دا ټول ومنل. هغ دې ټولو ته سینه سپر کړه. څرنګه یی چې قد لوی وو هغسی یی زړه هم لوی وو. نه یی دې لقبونو (پروپاګندونو) زړه بد کړ او نه یی په شکنجو او د پنجاب په بدنامه زندانونو رای وهله. خو خپل کار ته یی ادامه ورکوله. کار یی داسې وو چې باید پر مخ یی بوتلی وای. د ژوند مقصد یی د ولس یوالی او راویښول ټاکلی وو. ویل به یی “یا به یو کیږو یا به ورکیږو ”. تل به یی افغان(پښتون) ولس ته ویل چې توره او غیرت صرف د قلم او کتاب په لاره کښی وکړی. نه د بی اتفاق او د یو بل سره د ورانی په لاره کی. د قوم د راویښولو او د نړی سره د سیال کولو لپاره یی په خپل مصرف مدرسی جوړی کړی. هغه مدرسی په کومو کی چې نه یواځی دینی زدکړی ورکول کیدی بلکی دنیاوی (ساینسی) زدکړی به هم ورکول کیدی. خو بیا هم به ورته د ولس دښمنانو کافر وایی او وویل به یی:
سـبک د مــــدرسی وایی لپاره د پــــــیسـی وایــــــــــی
جنت کی به یی ځای نه وی په دوزخ کی به غوټی وایی
د هغه د انقلاب سور رنګ ته یی د کافرو رنګ وایی، د هغه د ولس لپاره خواریو ته یی مکر وایی. د هغه د خدای(ج) لپاره خدمت ته یی د اسلام پر ضد کړنی ویلی. خو بابا خو باباوو او څوک چي د ولس بابا وی هغه ته بیا دا خبری هیڅ هم ندی .
بابا د چا پروانه لرله ، تل یی د پښتنو ټولو سیمو ته صفرونه کول، د خپل ولس سره یی لیده، نصیحت یی ټولو ته کاو او ویل به یی “ای زما ولسه دپردیو په جنګونو کښی ځان مه ښکیل کوی، د نړی سره ځان سیال کړی، تربګنی مه کوی، دخپل ورور سره د بدی نه څه نه جوړیږی د ناپوهی سره بدی وکړی، زما ترڅنګ ودریږی څو د تیارو څخه په ګډه ځان وباسو، خپله راتلونکی پخپله روښانه کړو.”
د بابا ټول ژوند خپل ولس ته په نصیحت کی تیر شو. یاغی بابا چې ددې فاری نړی څخه سترګی پټولی تر هغی ورسره د ولس غم وو، وصیت یی وکړ چې ما په بره پښتونخوا(جلال اباد) کی خاورو ته وسپاری. وجه یی دا نه وو چې ګینی د بابا په کوزه پښتونخوا کی دومره ځای نه وو چې هلته خاورو ته سپارل شوی وای، مګر بابا خویاغی وو او د مرګ نه پس هم یاغی پاتی شو د ډیورنډ د توری کرښی څخه.
په ژوندون ورته دښمن یاغی وایی او په مړینه خپله یاغی شو د خپل ولس د یو موټې کولو لپاره. لکه څرنګه چې به خوشحال خان خټک بابا ویل چې ما په یوه جګه غونډی خښ کړی ترڅو د مغلو د اسونو د خپو ګردونه زما په قبر نه ولیږی، همداسې فخری افغان بابا هم د تورمخو د تورو ګردونو څخه ځان لری کړ او په دې سره یی بل لوی پیغام خپل ولس او نړی ته دا ورکړ چې بابا نه په ژوندینه توره کرښه منلی وو او نه به یی په مړینه ومني.
څرنګه چې فخری افغان بابا یاغی وو هغسی یی اوس لمسیان هم یاغیان دی خو فرق صرف دا دې چی بابا د ولس د دښمنانو څخه یاغی وو او لمسیان یی د هغه څخه یاغیان دی.
بابا ارمانی د فانی نړی څخه لاړ او اوس چې به بره او کوزه دواړو پښتونخواګانو کی یی لمسیان(پښتانه) په واک کښی دی خو بیا هم د بابا ارمانونه او ارزوګانی همداسی ارمانونه پاتي دی. او د هغه فلسفه او جدوجهد اوس ماضی شو. د هغه یادونه صرف د سیاسی غونډو پروخت تازه کیږی او چې غونډی ختمی شی نو بیا یادونه هم ختم شی، دفخر افغان لارښونې او د ولس لپاره د خدمتونو خبری اوس صرف په سیاسي غوبل کی د واک لاسته راوړلو لپاره ستایل کیږی. خو صرف خبری پری کیږی نور پری څوک غوږ نه رپوی، عجیبه خو دا ده چی په کوزه پښتونخوا کښی کوم ګوندچی ددې لپاره مینځ ته راغلی وو چې د بابا په لارښونو به عمل کوی، پښتون ولس به یو موټی کوی، د پښتون بابا لمسیان به پکی د پښتون ولس خدمت کوی، مګر افسوس چې ددې ګوند غړو هغه څه ونه کړل کومی چې د بابالارښونی وی . هغوی پدی کی مصروفه شول چې څوک به کومه څوکی ترلاسه کوی، څومره به پیسي پیدا کوی او د اسلام آباداو پنجاب د نوی غلامی مډالونه به څرنګه حاصل کوی، ترڅو تل په قدرت کښی پاتی شي.
نن چې بلوڅان د ازادی خبری کوی او وایی چې زمونږ سره به یوځای زمونږ پښتانه وروڼه هم ازادی اخلی. او نن صبا خو دا خبری دې حد ته راورسیدی چې حتی دمتحده ایالاتو کانګرس هم پری غونډی شروع کړی.
بلوڅان خو وایی چې په نږدی راتلونکی کښی به په عربی متحده ایالاتو کی یوه لویه غونډه جوړوی د پښتنو سره د یوالی لپاره.
زما سره دا فکر شو چې غونډه خو به جوړه کړی خو پدی غونډه کی به دپښتنو لخوا څوک استازی وی؟
هغه څوک چې پښتنو استازی ګڼل هغه خو نن د پنجاب او ایران استازی دي. د ازادی خبری به پکی څوک کوی؟
او که چیری کوم داسې ځوان پیدا هم شي نو بیا به پر هغی خبرو عمل څوک کوي؟ پښتون قوم خو لاتر اوسه ویده دی. او دحضرت محمد(ص) نه بعد بل پیغمبر خو هم نه راځی چې راویښ یی کړی.
دپښتنو د ازادی خبری او د لوی افغانستان خبری خو اوس فلسفي او ماضي شوی. نه پری افغان مشران خبری کوی او نه هم د توری لیکی بلی خوا ته پښتانه سیاسي مشران اوس غږیږی. ځکه چي اوس هغوی په قدرت او دولت دواړو کی د پنجاب سره شریک دی. او څوک چې پنجاب خوښی هغه بیا د لوی افغانستان یا پښتونستان په اړه نه غږیږی .
اوس یوه غټه پوښتنه دا ده چي که چیری د بلوڅو سره د کوزی پښتونخوا څخه څوک خبرو ته حاظر نشي. ایا د افغانستان لخوا به افغان سیاسي مشران یا هم افغان دولت پدی غونډو کی برخه واخلی؟؟؟
افغان دولت د دولت وسلوال مخالفینو سره د مزاکراتو لپاره د پاکستان مرستی ته ضرورت لری. او که اسلام آباد خفه وی نو بیا به ددولت مخالفین څوک رضا کوی؟ او که چیری هغوی رضا نشی نو بیا به په افغانستان کښې حالت کړکیچن وی او په ټول افغانستان به سور اور بل وی .
اوس خو اسلام آباد د دولت مخالفین نور هم هڅوی ترڅو افغان دولت د بلوڅو سره لاس یو نکړی، ګنی تاریخ به یو ځل بیا تقرار شی او د بنګله دیش پشان به تری بلوڅ هم ازادی واخلی او دموقع څخه په ګټی اخستلو هندوستان هم بیا په اسانه کولی شی چي کشمیر خپل کړی. چې دا به د پاکستان د ختمیدو تاریخ هم وی. د کوم نه چې اوس اسلام آباد ښه خبر دی او خپله راتلونکی د لری نه وینی. او په همدی خاطر تل د افغان دولت مخالیفینو سره مرسته کوی هغه که په هر نوم مخالف وی . که طالب یا حزبی وی او یا هم که متحده جبهه او شمالی ټلواله وی . ټولو ته یی د مرستی لاسونه نیولی خو صرف چې افغان دولت په داخیلی کړکیچ کی ښکیل وساتی. او له بلی خوا نه هند ته هم یو داسې بی مصرفه ځواک (طالبان) د لری نه اړوی را اړوی او دا وای چې دا خلک د هیڅ یو دولت پروا نلری او خپلواکه دی . یعنی هروخت د هند پر ضد یی پاکستان استعمالولی شي. لکه په یو غشی چې دوو ښکاره وکړی. هم افغان دولت پری ځپی او هم هندوستان پری ویروی .
خو حالت تل یو شان نه وی، د تغیر مخه څوک نشی نیولی که چا نیولی شوی نو د عربی هیوادونو مشرانو به چی د بی اندازی پیسو، سرو زرو او تیلو خاوندان دی نیولی وای، خو هغوی هم پدی ونتوانیدل چي د یو ولس سره جګړه وکړی، او په همدی ډول پاکستان هم نشی کولی چي یو لوی ولس چي په لکونو وګړی دی قتل عام کړی .د بلی خوانه د بلوڅو مشران چی هوښیار اشخاص دی د پاکستان حالاتوته په کتلو سره د ازادی لپاره هلی ځلی شرو کړی، ځکه اوس د پاکستان دولت یو د نړی د کمزورو دولتونو څخه شمیرل کیږی، ولس یی نا ارامه دی، ترهګری چی دوی به پری نور هیوادونه ویرول اوس دوی ته هم سر خوږی جوړشوی، بریښنا په ۲۴ساعتو کی ۲ساعته وی، غاز یی هم په همدی ډول دی، پیسه یی(کلداری) ۹۰فیصده قیمت له لاسه ورکړی، نړیوال پانګوال پکی د پانګونی څخه ډډه کوی، اکثره داخلی سرمیدارانو خپلی سرمایایی تری بهرنیو هیوادونو ته انتقال کړی، د ګاونډیانو سره یی هم حالت ښه ندی، ورځنی ژوندی یی ډیر تریخ شوی، فوځ او پولیس یی هم د پخواڅخه ډیر ضعیف شوی، داخلی سیاستوال یی تل د دولت د پرزولو په هڅو کی دی، او دې هرڅه ته په کتلو سره داسی ښکاری چې د بلوچانو د ازادی په مخ کی کوم غټ خنډ ندی پروت صرف د نړیوالو مرستی ته ضرورت لری او که چیری پاک فوځ او استخباراتی اداری همدا دریز چی اوس یی لری په همدی ډول وساتی، او هره ورځ په همدی ډول بلوچ قومی مشران او ځوانان په قتل ورسوی نو لری نده چې نړیوال هم په دی معامله کی ځان دخیل کړی، ځکه چې نړیوال هیڅ کله هم د یو خاص قوم عام وژنه(Genocide) نه غواړی .
بلوڅان خو لږیا دی خپلی هڅی کوی د ازادی لپاره، خو پښتانه چې د نړی ترټولو قومونو پاکستان زیات ځپلی او لا ځپی یی، تر اوسه یی د پاکستان څخه د ازادی په موخه کوم غوزنګ ندی جوړ کړی او نه هم په نیږدی کی د داسې کومې هڅی او هیلی څرک لیدل کیږی، د بلوڅو څخه په سل چنده زیات پښتانه مشران د پاکستان د طالبانو په لاس وژل شوی چې ښه مثال یی په تیرو دریو کلونو کې صرف د وزیرستان په سیمه کی تر۸۰۰زیات د قومی سپین ږیرویا مشرانو وژل دی، چې د پاکستان دولت او استخبارتی اداری پکی په مستقیم ډول ښکیل دی، د دې ترڅنګ هره ورځ د افغانستان په پښتون میشتو سیمو کې د وسلاوالو په لاس په لسګونو پښتانه په قتل رسوی چې په یو ډول د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته یی دپښتنو پر ضد عام وژنه(Genocide) د ۵۰کالو څخه پیل کړی، خو بیا هم پښتانه مشران د پاکستان سره په واک کې شریک دی او په کوزه پښتونخوا کې یی یو مشرک حکومت جوړکړی . چی دا خپله یو سوال هم دی او یو جواب هم چې پښتانه مشران څومره د خپل ولس په فکر کې دی .
دې هر څه ته په کتو سره داسې نه معلومیږی چې پوښتانه مشران به اسلام آباد خفه کړی او د بلوڅو ترڅنګ به ودریږی . او د ټولو هغه ظلمونو او وژنو پوښتنه به د پاکستان څخه وکړی کوم چې دوی د تیرو۴یا ۵لسیزو په اوږدو کې ترسره کړی .
د پښتون ولس د ازادی په هیله
خیبریار