(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

نظمونه او غزلې

Sahoo Barlas
لکه د ژمي په ماښام چې تورې لړې راشي
لا يو مزدور له کارخانې نه کور ته ستړی راشي
لا یو دهقان د خان پټي نه تر جونګړې راشي
لا يو سوالګری له مالداره وريزې خړې راشي
لا یو مظلوم له ظالمانو نه درګړی راشي
لا بې ګناه قېدي زندان ته لکه مړی راشي

زما زړګيه! بس د خوږ وطن قيصه داسې ده

د اورېدو نه ده قسم دی چې ترخه داسې ده

ستر مبارز، انقلابي لارښود ملي اتل ارواښاد ''شير علي باچا''


زيبا دين دوست – کندهار
زړه مي په والله جــــــــــــانانه درد کوي
مه ځه بې له تا جـــــــــــانانه درد کوي
کومه ورځ چي ونه ژاړم ستا په غــــــم
ســـــــرې سترګي زما جانانه درد کوي
اوس چي مي زخمونه څړيکي ونيسي
هر زخم جدا جــــــــــــــــانانه درد کوي
ستا د نامه ذکر مي ډېر کـــــــــړى دئ
ژبه مي بيا بيا جـــــــــــــانانه درد کوي
دا زيـــــــــــــــبا غزل دي نظر سوې ده
شونډو کي چي ستا جانانه درد کــوي



قدرت الله لېوال - کندهار
تر هغــــــو پوري به دا سره ونه وزي
نېزه زموږ چي يې تر زړه ونـــــه وزي
د دغه وني پاڼــــــــــــــــي نه رژيږي
د دغه وني چــــــــي ريښه ونه وزي
په ښېـــــــراګانو باندي سر يې مدام
يوه دوعــــــا به دي تر خوله ونه وزي
د ښار کوڅو کي ښکلي نه ښکلوي
چي يې له سترګــو نه اوبه ونه وزي
په دې خاطر سنـــــــــدري ورو اورمه
چي ګاونډيان مو له لمانځـه ونه وزي
د هر لېوال د مــــــــــــــيني قدر کوم
دغه لېـــــــوال به مي د زړه ونه وزي


غزل:محمدحامد"اکبري"
خیال ته چی هغه راشي
زره ته می دمه راشي
ناسته په نغري ومه
یارپه نیمه شپه راشي
ماسره یی مینه ده
کورته په بانه راشي
هروخت رقیب گورمه
ستاسی په کوچه راشي
وه(اکبري)ژر راشه
هسی نه روژه راشي

هغه د راز خبری ټول عمر په زړه کی ساتم
اوتصویرونه دی دتیګو لاندی غره کی ساتم

چاته هیڅ نه وایم چی ماهم محبت کړی دی
ټولی کیسی می دیادونو کتابچه کی ســاتم

سپوږمۍ ته نه وایمه ستورو ته هم نه وایمه
لکه رباپ دی پټه ځانته په نغمه کی ســــاتم 

اوس دهرچانه لری لری ځانته ځانتــه ګرځم
یواځی ته او ستا یادونه حافظه کی ســــــاتم

سیلابه ټول می په یادی یادکړی ستاشعرونه
سیلابه ګرانه هرغزل دی په سینه کی ساتم

 


محمد عيسى قايم – کندهار
د ديدن خواست د اسمان او که له ستورو وکــم
د خپلي ميني اظـــــــهار خپل او که له نورو وکم
زه يو ساده پاده سړى يم مينــــــــه څه ته وايي
د دې پوښتنه د رنځــــــــــــور او که له روغو وکم
يو چا مي زړه په پور اخيستى خپل زړه نه راکوي
بيا به زه څنګه اعتـــــــــــــبار په دې بد پورو وکم
جنازه زما د ارمانو باسي دا ښکلـــــــــــي خلګو
ياري د سپين، د غنم رنګ او که د تــــــــورو وکم
قايـــــــمه يار نور هېروم غم يې ډېر زور کړى دئ
باقي ژوندون به نور پر دښت د غرو پر لـــورو وکم

Formularbeginn


نوی دی دا غزل هم:

له خپله ځانه مې د تېښتې تجربه ونکړه
چرې مې هم له خپل ارمانه سره شپه ونکړه

نن دې د سترګو په خمار باندې ونه وژلم

تا په لومړي ځل د خپل فن مظاهره ونکړه

په سفر تلم، ځان مې واژه، تاته مې ژوند راوړلو
زړه مې غوښتل، مور مې ژړل، پلار اجازه ونکړه

ستا د ښکلا تعظيم په خپل ځای، خو په دې خوشال يم
چې خدای مې نه وې او ما هم درته سجده ونکړه

ښايي چې نن يې چا سندرې وې وژلي ورته
نن يې له ځانه سره ورو ورور زمزمه ونکړه

تا که زما په هېرولو باندې وس تمام کړو
ما هم دا ستا په يادولو هيڅ صرفه ونکړه

هر چا د ځان مړی راوړی هديرې پورې و
واړه ژوندي وو، مونږ د هيچا جنازه ونکړه

دا بې رُخي وه او که زړه يې شو نری حيرانه
چې کله تله، نو راسره يې مخه ښه ونکړه

ډاکټر محمدحنيف حيران.

 

 


ملګرتیا د ژوند دبحر نوره څه وه
هریو موج يې دساحل غوندې خوړلم

ډ‌اکتر حسن


زه،ته،لمر،شپه اوسمندر

ګراني 
زه چي ستا په مینه کي 
د سمندر په څېر لامحدود او څپاند سوم 
نو اوس هره ورځ 
د واړو فاصلو باوجوده 
ستا د څېرې ځلاند لمر ، د زړه د پاسه 
په سا کي اخلم 
او چي کله ستا ښایستې توري سترګي 
او شب صفتي اوږدې زلفي 
را په زړه سي
نو بیا مي پر زړه باندي 
د ښایستې شپې خونک ساعتونه 
ستا د خوشبوی او ذایقې سره راکښته سي 
په دې اساطیري ماحول کي 
بیا د زړه سره ، زه شاعر 
دسمندر په څېر
تا په تسلسل سره په خوب ووینم
او کرار کرار په پټه خوله د خوب له حاله 
په خپل څيري ګرېوانه کي 
د باران په څېر سر په ژړا سم

(پروفېسررازمحمدراز)

تېروتنه

ګراني .... ما په ماځیګر کي 
په نمجنو سترګو سمندر ته وویل 
چي خدای د ما سره یوه لار هم نه وړي 
هغه راته وویل 
چي ته اکثره د یوه خواست ګرپه څېر 
خپل ځان ورپېژنې 
خواست مه ورځني کوه ، مینه ورسره وکړه 
پخپله به دي هر طلب د هغه ښکلي خدای 
پر زړه باندي ديوه ښکلي حکم په 
حيث ومنل سي

(پروفېسررازمحمدراز)

 

لټون 
د ژوندون په قافلی دی کړمه ګډه
قافله چی سر اوبر یی سره ورک دی
په یو ورکه لار په ورک شی پسی تله دی
د خپل نفس مهار په ځان پسې راکاږو
بس تر تا پوری مو بیرته ګرځیده دی
هیڅ یو ډاډ مې په دی ځای کې پیدا نه کړ
د کاروان خلک مو یو او بل ته غله دی
ډير په پټو سترګو وکړه مزلونه
ډیر په پټو سترګو بیرته په واته دی
خو منزل د قافلی مو پیدا نه کړ
چې تر تا او که تر ځانه رسیده دی؟

(مرسل احمدزۍ جبیبي)

 

هغه ماښام راته بیا بیا یادیږي

هغه ماښام راته بیا بیا یادیږي
هغه ماښام چې مو لومړی ځل 
د دیدن تنده په شعرو ماته کړه 
تابه دشعر په ژبه ماته وفا یاده کړه
په تکراری ډول بیا بیا یاده کړه 
تا ویل سیرت تر صورت پورته ګڼم
د راز او نیاز ماښام وو 
تاچې دشعر په ژبه ماته هرڅه 
په لږ نیولی آواز 
تر نرګسی سترګو اظهار کولو 
د مینې ژمنه دې په ټينګه کړله 
نو ګرانې څه وشو هرڅه بدل شو 
ستا اظهار شوې ژمنې
هغه دمینې اظهار څه پرې وشو
زه یې تاثیر ګرانې همدا ګڼمه 
له مانه لرې دې چې شپې تیرې کړې 
تاپه سفر ګرانې مودې تیرې کړې 
زما لیدلو ته دې وخت نه درلود 
نو زما مینه دې هم و وژله 
زما په مینه دې غدۍ خښې کړې 
له خپل زړګی ځینی دې وشړله 
نوځکه اوس درته هیڅ نه یادیږم 
هغه ماښام راته بیا بیا یادیږي 
چې زه او ته پکې لومړۍ پلا 
سره یوازې ناست وو
موږ د زړګیو درد ټپه ټپه کړ
موږه نړۍ له شعر نه جوړه کړله 
مونږه ټپه د یکه زار و ویله 
مونږه ماښام ټول سندریز غوندې کړ 
مونږه تیاره په رڼا واړوله 
ماته هغه ماښام بیابیا یادیږي 
زما زړګی پسې نری خوږیږي 
ښکاري اخته په لاعلاج مرض شو 
اوس پکې ګیر پدې ناښاد مرض شو 
ټوله شپه تاغواړي بل هیڅ نه غواړي 
ډیرې مودې شوې ها ماښام نه راځي 
زما زړګی ته اوس آرام نه راځي 
هغه ماښام راته بیا بیا یادیږي 
اوس راته ژوند کې یو معما ښکاریږي 
له مانه لرې دې خپل حال و وایه 
د زندګي دې سر او تال و وایه 
ماته مې مینه لیونۍ راکړه
ژوندون کې بله زندګۍ راکړه 
نایاب
د لړم -۱۹-۱۳۹۲

 

کاشکی!

خدای بنده پیدادی،دانسان په څیر
چاژوندته اړکړی،دحیوان په څیر؟

کاشکی په انسان،دانسان مینه وای

یوانسان وای بل ته،دجانان په څیر

کاشکی دانسان سره نفرت نه وای
مینه دانسان وای،دایمان په څیر

ھیڅ خودخواھي نه وای دانسان سره
ھرچا،بل بللئ سم دځان په څیر

کاشکی انسانیت،په ھرانسان کی وای
نه وای ھیڅ انسان ھم دشیطان په څیر

دومره دژوند،لوی توپیرھرګزنه وای
نه وای انساني ژوند،دارمان په څیر

ھرچاته،ژوندون قیامه ښکلئ وای
نه وای داجھان،دسترزندان په څیر

الحاج الھام الدین قیام
العین/عربی امارات
۲۵/۰۱/۲۰۱۳

 

محب آرمله 

مخ ته راغلــــــــــــې شومه دم محب آرمله
رانه لرې د کــــــــــــــــــــــــــړو رم محب آرمله 

له جنته سېوا ښه ســــــــــــــــــــتا ديدنونه 
جـــــــــــــــــــــــــــدايي د جهنم محب آرمله 

ته مې روح ته مـــې دوعا يې ته مې ژوند يي
ته زما د ستر ګــــــــــــــــــــــو نم محب آرمله 

دا څو وخته مې له غــــــــم سره ياري وه 
را نه وا د خستــــــــــــــــــو غم محب آرمله 

زما خيال ستــــا مصــــــــــور دی راسره يي 
ته مــــــــې کاږه په قــــــــــــلم محب آرمله 

ژوند او حســــــن مـــــــې تر شنو ونو تېريږي
ورتــــــــــــــه ووايــــــــــه زم زم محب آرمله 

ستـــــا لپاره انتــظار کـــــــــــــــړمه ناهيلی 
له مــــا نه کيږي نــــــــور زغم محب آرمله 

د درد سيند کــــــې څپې څارم له ساحله 
را روانـــــــــــــــــــې دم په دم محب آرمله 

ځان مې هېر دی لکه زه چې کوم بل څوک وم
ستا په نــــــــــــوم زمـــــا صنم محب آرمله 

په تسبو د يـــو کم ســـــــل وار يادوي اوس
ته په مينه څــــــومــــــــره کم محب آرمله 

ودګ ـــ ميدان ښار ـــ د راډيو دفتر

 

Jafar Almas
لکه لاله ګل دبیدیاغیږه کې پریوتمه
خدایه داڅوك دی دادچاغیږه کې پریوتمه
چې ژوندپنارانکړه ستړی شومه بیرته راغلم
لکه ماشوم دی مورې بیاغیږه کې پریوتمه
ستادښایست په پسرلې کې زمابرخه نه وه
زه لیونی وم هسې ستاغیږه کې پریوتمه. ج الماس

 

lhammuddin Qiam
خدایه!
خدایه بندګان دی له ژوند ستړي دي
نورله ژوند بیزاره، ټول وګړي دي

دوی دژوندکولو،ھیڅ توان نه لري
دلته غلو،له خلکوھرڅه وړي دي
ا۰قیام
غــــــــــــزل 
ثرايا حميدي افغان
دا زړه مي ستا دعـــشق په اور سوزيږي کله کله
چي اوښکي مي له سترګـو څه څڅيږي کله کله
دا زه چي د وصال په شپه هــم ژاړم په سلګو يم
له ډېري خوښۍ هم غـــــــــــمونه زېږي کله کله

دا نه چي د اظهار په وخت تنهـــــــا زه وارخطا يم
پوهيږم چي وجــــــــــود ستا هم لړزيږي کله کله
منم چي په زړه کلک دى خو په تا باندي مين دى
رقيب دي هم په مــــــــــــينه کي ژړيږي کله کله
نو پوه سوم ثـرايا چي به مي هيلي پوره نه سي
ګلاب ګلاب ځواني چي مي رژيږي کــــــــــله کله
Jafar Almas
چې ماشومه وه وړه وه ډېره ښه وه
همیشه به راسره وه ډېره ښه وه
ستایادونه راسره وه ستړی نه شوم
دژوندلاره که اوږده وه ډېره ښه وه ج الماس

محمد زلمی کاکړ
دسپېڅلي عشق تنور کي حرارت را 
دخوبانو سره مهر ومحبت را 

دحیا د زولنو څخه مي خلاص کړه 
دسرو شونډو ښکلولو جرهت را 

حاجي ظاهرجان څرک (کندهار مجله ۱۳۵۳)

شپه دې رڼه کړه
زما رڼا ته
هغه رڼا وه لمبه
زما د ویلي وجود 
زه بلېدمه درته
چې دې یوه شپه رڼا
کړم د خپل ژوند په بیه
زما فطرت همداسې
یو سرښندونکی مخلوق
خدای پیدا کړی خپله
بېله اسرې مې اوښکې
بهيږي ستا محفل کې
ستا تر یوې موسکا به
زه ځارومه ژوندون
که څه هم تا راسره 
لکه پتڼ ځان سوځولی نه دی.

Ezatullah Shamszai
که قیمت دا ستا د حسن په جهان وای
ما به خامخا خرڅ کړی درته ځان وای

که زه هم د جهانګیر په شان بادشاه وای
ما به تانه لوګی کړی هندوستان وای

او که:

زه رحمان که جهانګیر غوندې بادشاه وای

ما به تاته لوګی کړی هندوستان وای
Hafizullah Maroof
اختره هغه خوند دې نه دی پاتې
چې به په پټه د چا نوم ما په نکریزو کښلو
سبا همزولو به په زوره زما لاسونه کتل
ما به له شرمه دې دروغو بهانې کولې

خو چې سبا به هغه راغی ما به لاس ورښودل
هغه به ښکل کړل، زه له شرمه به ترې وتښتیدم
مخ لوپټه کې به مې پټ کړ، بیا مې نه ور کتل
هغه په زوره به زما د لیدو هڅه کړله
خو زه په منډه به ترې وتښتیدم
هغه به لاړو مرور به شولو
ما به یې زنې ته لاسونه ور وړل
خو ده به ناز کولو
ورځه به تیره شوه په ناز او نیاز
همدا مو ژوند، همدا هستي، همدې به خوند کولو
خو هغه لاړو مرور شو ظالم
اوس نه لاسونه سره کوم او نه یې نوم پرې لیکم 
نه اوس هغه زما لیدو ته بهانې لټوي
نو زه به څنګه درته ووایم چې 
اختره ښکلی یې! خوښیږم درته!
اختره هاغه خوند دې نه دی پاتې 
او درته زه هم خوشحالیږمه نه
Abdullah Hood
یو درې بیته نوي دي

تا چې دې ګل ګل ځواني وبایلله، لاړم ګرانې
مامې ورستۍ مخه ښه واخستله، لاړم ګرانې
د خدای په وږو د انسان انسانیت مهم دی 
تا یې له لاسو نوړۍ وه تروړله، لاړم ګرانې

تا دې د زړه خبره زړه پورې نیولې پرېښوه

ما هم د زړه خبره وساتله، لاړم ګرانې

 

ايېنې هم ستا ښايست باندې مينې وې که څۀ؟
دا چې هرې يوې به ستا څېره تر شا ساتلې وه

اختیار صیب
Matiullah Abid
نبی جان په نوم
نازونه ادګانې دې منم خو کله کله
دا کله کله خیر دی خو عادت مه جوړوه
Asmatullah Zaheer
خيال مي ستاپه خيال كي ورك سو ستادخيال سره عادت يم 
ستا!ارمان يم ،ستاجانان يم،ستادميني حقيقت يم 

دلمرڅيري سره راسي دشاعرزړې كړكۍ ته 
ستا!ديادمرغه ته وايم بې مكينه عمارت يم 

ماشوم نه يم چي دي يادكړم دتسپو په تشوكاڼو

ستا!دذكرمصله ده ستادخيال په عبادت يم
 

دسيندونو دهيواديم سيندته تږى شاعرګورم 
تشي لپي ډكوه دي زه خوشبودمحبت يم 

(عصمت الله زهیر)

Hanif Hairan

چې په نيمه شپه له خوبه شي بيداره
وي مې سرته غلې ناسته تر سهاره
داسې ښکاري چې مې مړ په خوب کې ويني
داسې ښکاري چې اوږده د ژوند لاره
تندرونو کې دې ژوند راته راکړی
الماسي فطرت منم پروردګاره
ستړی مه شې د ښکلا د کلي خانه
څه دې راوړه د دې کلي له بازاره
ګوندې ته هم قهرمان د خپل وطن شې
د لاجوردو ، زمرودو خريداره
خامخا به په ترهګرو کې يادېږې
چې پر ټنډه ګرځوې کلمه داره
زه مې وتی زړه په څه باندې راټول کړم
ته چې جوخته غاړه رانه کړې نثاره.
نورالحبيب نثار صاحب

 

Ataullah Khan Hairan

دا دیوه هندي شاعر نظم دی ژباړه

هغه چې ما به ورته ځان ویل ایمان ویل
هغه چې مابه ورته ژوند ویل جانان ویل
هغه له زړه نه له هرچانه چې راتېرو زړه ته
هغه چې ما ورته پري د پرستان ویل
هغه چې زه ورباندې ډېر ډېر نازیدم ملګرو
هغه چې زه ورباندې ډېر ډېر در دیدم ملګرو
هغه چې نه به وه نو زه هم ځان ته نه ښکاریدم
هغه چې زه ورته په پښو کې لوغړیدم ملګرو
هغه چې ما دژوند رڼا د ژوند ښکلا ګڼله
هغه چې ماستوری سپوږمۍ سباسباګڼله
هغه چې ما د ښکلا میره شهنشا ګڼله 
هغه چې ما له جنت حورو نه سیوا ګڼله
هغه چې هره شپه شوګیر شوګیر شوګیر ورپسې
هغه چې نه به وه نو ډېربه وم دلګیر ورپسې
هغه چې ما دروح غذا د زړه سکون بلله 
هغه چې زړه به مې و هروخت هواګیر ورپسې
هغه چې ما ورته له مینې نه بګوان خطاب کړ
هغه چې ولې مې په مینه بدګمانه شوله 
دهجر سره توره یې زما په زړه کې یخه کړه
ځکه خو چیغه مې نن پور ته تراسمانه شوله
ما دخپل زړه په خاطر زړه له لاسه ځکه ورکړ
زړونه خو ډېر دي داسې زړونه نشته 
منم چې ته به یې خوشاله بس خوشاله اوسه 
ته په ماڅه کړې تاته ډېر له مانه ښه شته
اوس خو یوازې ځان ته ناست یمه مصرې لیکمه
ستاپه تصویر باندې دخپل عشق کیسې لیکمه
زه خو دې نه یادوم ته راته یاديږې مدام
ځکه چې شپه شې نو نظمونه درپسې لیکمه
له تانه پرته منم ژوند دزهرو ګوټ دی اشنا
د سقراط په څېر مجبور یمه نو څه وکړمه
یوه ګړۍ به به دعاکې رانه هېره نه شې
هغه نیکۍ او احسانونه به دې هیر نه کړمه
 


Syed Shah Saud
غزل
____
زه به تلم او تا به نور ایسارولم
ژونده ولې دې په زور ایسارولم

تر لمبو دې د اوبو دنیا وړه وه

سمندره زه به اور ایسارولم

شین اسمان ته د رڼا په پاکه ليکه
رسیدم خو یو انځور ایسارولم

د چا غږ کې به مې وړانګې اوریدلې
تر ماښامه هم دې شور ایسارولم

وی حیا دې راته ګزانه وه سعوده
چې درتلمه تا به کور ایسارولم
_____________________________
سید شاه سعود
Jalal Amarkhil
غزل

نظر مې لاړ د پښو له ګوتو نه مې ساه وخته
ستا د راتګ وعده جوړ دا ځلې رښتیا وخته 

اوس به دې زور د اخلاص ګورم د قبول مالکه

یوه دعا وه چې له زړه مې په ژړا وخته 

د عشق پر ځمکه چې سر کیږدي غرونه هم اوبه شي
هغه په هر څه وفاداره بې وفا وخته 

ستا د ښایست په معیار شعر یې لا لیکلی نه دی
لیونۍ شوې ده چې ستورو ته دنیا وخته 

ته به مې وژنې که نه ما به مې خپل شرم وژني
زما قاتله دا ده سترګه د سبا وخته 

یوه ګیله وه خاموشۍ مې کړله زخم په زړه
یوه نغمه وه او هغه هم بې نوا وخته 

د غملړلې زندګۍ ګیله له ما مه کوه 
جلاله ستا د خپل نصیب کرښه خطا وخته

*****************

سپين

يه دحجرو دطالب سپين کتابه
دتورو غرو پر څوکې سپينه لمره
دسپينو ستورو شپول کې سپينې سپوږمۍ
يه دسپېدو پر ټنډه سپين ګهيځه
پروت پر ورېښمينې پاڼې سپينه څاڅکيه
دپسرلو دکلي سپين نرګسه
يه دښکلا دښاريې سپينې ليلا
داننګو په ولو کې سپېنې خندا
دپرېښتو په زړو کې سپېنې مينې
دتک شين سيند څپو کې سپينه کبه 
دبخت پر تړې ناستې سپينې مرغۍ 
دلته په توره مځکه
دتورې مځکې پدې تور شان پاچا 
لږ خو خپل سپين ورباندې وڅڅوئ
چې زمونږ دښکلې مځکې تورشان پاچا
لږ څه دسپينو قدر وپيژني 

1378/12/8 عارفه عمرلور بشیر


Jafar Almas

چې ماشومه وه وړه وه ډېره ښه وه
همیشه به راسره وه ډېره ښه وه
ستایادونه راسره وه ستړی نه شوم
دژوندلاره که اوږده وه ډېره ښه وه ج الماس

Formularbeginn

 

Liwal Afghan
نن در سره خپل دغه غزل شریکوم،
غزل

ستا یا د ولو مې په زړه با ندې ا ثر کړی دی
دې زمانه کې ما همدغه یو ضرر کړی دی

زه لیونی شم ما له لاس او ګریوان نیسي ځکه

ما خو په خلکو کې د ستا د یا د خبر کړی دی

شمارم په لاس، یو، دوه او درې، څلور پنځه لمنځونه
ما پکې ستا د نا مې ذ کر لر او بر کړی دی 

وهم قدم لاس په دیوال کږدم تیندکونه خورمه
یم نا قراره هره شپه مې مات و زر کړی دی

لکه بې روحه او بې ساه غوندې لښکر د اوښکو 
تل مې په تا پسې دې اوښکو دا لښکر کړی دی

نه شي بې تا، نه شی د ستا بې ما د ژوند کیسې خو
دې خلکو ولې په زړه جوړو بد نظر کړی دی؟

د زړه خوړل، د وینو څښل دی سپینول یی تاته
لیواله ! تا خو اوس په بند ځان برابر کړی دی
------------------
لیوال افغان

 

Nazir Ahmad Nazir
درمانګرې، جادوګرې ستا خبرې
رغوي خلک له لرې ستا خبرې

دي په نورو رنګا رنګه عذابونه
په ما بندې مرورې ستا خبرې

اوس منم چې څه روانه شاعري ده

له الهام، ملهام منکرې ستا خبرې

سترګه ورې، باڼه ورې، زه بې زغرې
څه به رد کړم زورورې ستا خبرې

دریابونه کتابونه پکې شته دي
اې وړې له عقله سترې ستا خبرې
***************************
 
دبستان کي دایشیا چې زه استاد ووم
تا لوستله هغه وخت کې سیپاره

مخ دې تورشه اوس زما دسر دعوه کړٍې
ته او خدای نو په همدغه قواره

شهید محمد موسی شفیق
Mustafa Aryan
غزل 
څومره اغيار،اغيار وطن دی پکې يار شته که نه
څوک مې دزړه دګلابونو خريدارشته که نه
ورپسې ګرځم که څوک وينه واخلي مينه راکړي
دې محله کې وايه بل کوم داسې ښار شته که نه
مونږ په جرګو، جرګواغيــارته خپل ځيګر ورکوو

ټول ليوني يو که يو کس مونږکې هوښيار شته که نه
سم پرې عادت يو،دلته کيږي تل د دار خبرې
خدايه جنت کې زمونږ لپاره چيرته دار شته که نه
په آسمانو کې پريښتې هم طوافونه کوي
چې دادځمکې په شيخانو هم اعتبارشته که نه
ستاد لمبه،لمبه جمال پر محور وڅرخيدم
تر ايرو لاندې دې هماغسې انګار شته که نه
اوس يم منزل ته رسيدلی تاته څنګه ښکارم
وايه د هسکو ډنګو غرونو په سرلارشته که نه
آرينه نـن خودې پرشوڼډو خاموشي خوره ده 
څړيکې ،دردونه ،اوهماغسې پرهارشته که نه
بصيرالحق عادل
غزل 

چې د اغزو خواته روان وي ګلاب
چاته د ښمن چاته جانان وي ګلاب

د زړه پَردې چې کله وخوځیږي

بس مړاوی مړاوی اویزان وي ګلاب

خلک خزان کې هم ګلونه کري
زموږ پسرلي کې هم خزان وي ګلاب

پېغلې اوربل ته ګلابونه غواړي
ستا تور اوربل ته په ارمان وي ګلاب

نن یې وېیل چې زما عادل نه وي نو
پکار مې نه دی که جهان وي ګلاب


زه ساده پښتـــون تصویر د امن او د سولی یم
تاته می چا هسی کوم غلط تصویر درکړی دی

Bashir Mayar
لاخو غوټۍ ده غوړیدلې نه ده
لاخو، خوشبو ترې الوتلې نه ده
خیر دی که سیوری مې په کاڼو ولي
وړه په مینه پوهیدلې نه ده
دا چې موسکۍ، موسکۍ وي هره شیبه
د چا له غمه ژړیدلې نه ده
بشیراحمد مایار

خوب مي تښتيدلۍ دى حيران يمه چي څه وکړم 
نه راځي خوبونه بي جانانه نيمه شـــــــــپه سوله
بشیراحمد مایار
نور شي د سبا، تيارې د شپې را ځنې يوسي
خوږ شي لكه قند ترخې شيبې را ځنې يوسي
كله په موسم د قهرجنو په يخنی واوړم
تود شي لكه لمر سړې وږمې را ځنې يوسي
دا يې عبادت دې، د شپې ورځې مشغولا زما
سترگې شفق رنگ كړي او سجدې را ځنې يوسي
تول يې د گرانښت له هرې تلې ځنې ووځي
وينه شي د رگ، د زړه پَردې را ځنې يوسي
ژوند شي، بي حضوره يې يوه شيبه زغم نه شته دی
ساه شي د نفس كښلو لمحې راځنې يوسي
سهيلا حسرت نظيمي
( شعر )
عشقان د ناصحانو وینا نه کا
مست هاتي د مهوتانو پروا نه کا

واړه جور ددې دور مې قبول دی
که خدای ما له خپله یاره جدا نه کا

چې د ګلو پرېشاني شوه ورڅر ګنده
غونچې سر په زانو کېښود خندا نه کا

و سېلاب ته د ډنډو کي څه ایستاد دی
زړه چې ژاړي سترګې څرنګ ژړا نه کا

دنیا کل په احمقانو ده ودنانه
دانا ځکه وابستګي د دنیا نه کا

خودپرست تر بُت پرست په هغه خوا دی
سالک ځکه کار په خپله رضا نه کا

چې یې زړه وي په هوا پورې تړلی
د حُباب عمارت ځکه بقا نه کا

( رحمان بابا )
Mamoon Ur Rasheed
سوړ اسویلې

د وران وطـــــــن د ابادې سنــــــدرې سنـــګــــه اُویم
په غمــــجـن زړه د خوشحالې سنــدرې سنګه اُویم
کــــــال اوســــــر، روژه وي د غــــــربــــت د لاســــه
پښتـــــونــــه ستـــه د روروالې سنـدرې سنګه اُویم

د قام بچي مې د اختــر په ورځ هم وګی ناست وي
وطــــنــه ســـــتــــا د آزادې سنـــدرې سنـــګــه اُویم
په ما ډیر ګران یې اې ناراضه د خپل ځان په شانتې
زا په نېستې کـــې د مستـــې سندرې سنګه اُویم
Hashim Sadaqat
شمع بلیږې پتنګ مړ ورته په خوا کې پروت دی 
ظاهر يې ګورم خو د باطن د غوغا نشته خبر
کله بیا خوب کې ډیر رنګین رنګین باغونه ګورم 
خو چې راویښ شم نشته ټنګ نه د رباب څه خبر
هاشم

شعر

متن ؛ دیموکراسي څه نه خری د وکړی ؟!

د دیموکراسۍ په نوم خرس کړی هر چا وطنه

ډیر په بی رحمی ظلم یی کړئ چور تالا وطنه

راغلو کفارو رنګا رنګ دامونه دي غوړولي

د افغانانو د غلامۍ لپاره یی ګډه کړی دی غوغا وطنه

زخمي زخمي یی کړی له هر فرهار د ځار شو

سور ور درباندی بلیږي سوزیږی له هر خوا وطنه

له هر خوشحالۍ خوښۍ نه یی وستلی یی تل مدام

جنګونه وي سوزولی د ده باروتو هره ښکلا وطنه

لر او بر په وطن کې غم درد ویر ماتم خپور ده څه

خیالي ځوانان مري نن هر افغان دی په ژړا وطنه

هیڅ داسی څوک نه شته چی د افغان د مرګ د حیلت

پوښتنه وکړي ولی داسی کیږي زمونږ لیلا وطنه

څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک چی په یوه جرګه به

راټولیدل کاشکی افغانان په یوه جرګه شي راټول بیا وطنه

ویناوال او لیکوال

ذبیح لله شریفي


بېرته شاته