Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د عربي، اردو او انګرېزي ژبو بريالي مترجم
دا څو کرښې مې د عربي، اردو او انګرېزي ژبو بريالي مترجم، ګران ملګري عبدالحليم همت، لره ډالۍ کوم. ها بله ورځ مې د همت صاحب داسې يو پښتو کړی نظم د ده د فيسبوک پر دړه ولوست چې شرقي مينې او ميېنانو باندې په کې نقد شوی. له دې سره ما ته د خوشال بابا رحمة الله عليه يو غزل راياد شو چې همدغه مضمون يې په کې په ډېر ښکلي او ښاغلي انداز بيان کړی. مګر بابا چې کله غوښتي د شرقی ميېنانو پام په بله واړوي، نو ځان يې ورته په خواږه خوب اچولی. دوی د چا عاشقانه تجربه نه ده نقد کړې. فقط د غزل په آخره کې يې د شرقي او غربي مينې تعبير د خوب او د ويښې په مشغله کړی او دغه دواړه وړه مشغله يې اخرالامر باد پيمايي بللې
ده. نورالجبیب نثار Nurul Habib Nisar
بابا فرمايي:
ما خوب لېده په خدایږو چې زه، ته سره پخلا يو،
خوږې خوږې خبرې، د زړه حال وبله وايو.
ما څخه کتاب دی، په کې واړه غزلونه،
تا څخه مينا ده، د ګلزار په تماشا يو.
لاس تر لاس نيولي سسره ګرځو، کښېنو، پاڅو،
خپله خوشحالي، هوا، هوس کړو په خندا يو.
پياله کړې راته ډکه زه يې ستا له لاسه واخلم،
د شونډو بوسه راکړې بيا په نوره تقاضا يو.
مطرب راته له ورايه په تارونو ليندۍ ايښې،
په بم، په ځير جارووځي، مونږ يې محوه په نوا يو.
ته کل واړه خوبۍ لرې، زه واړه کامرانۍ،
ښادۍ ته مخامخ، غم و اندوه ته شا په شا يو.
ناګاهه له دې خوبه د سحر په وخت راويښ شوم،
نه ته وې، نه دې وصل، زه، دا کار سره جدا يو.
څو پايم په دنيا کې د چا کار راسره نشته،
يو زه يم، يو دې غم دی، سره دواړه خوا په خوا يو.
خوشحال يوازې نه دی، څو په ملک کې عاشقان دي،
په خوب، په بيدارۍ کې سره واړه باد پيما يو.
د ارمان څلي ته ژاړم
ــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــ
وهم وهم زنده گی ده
د ګمان څلي ته ژاړم
زه دژوند په وروستۍ غاړه
دارمان څلي ته ژاړم
په زندۍ زندۍ فضاکې
دحسرت اوښکې تویومه
دوخت توره درنه شپه کې
دامید ډیوې بلومه
ځکه ساه لا راپکې ده
زړه مې ښکته پورته کیږی
لامې پوهه راسره ده
لامې لاس او پښې خوځیږي
ولولې که مې مړژواندې
خو احساس مې لاژوندی دی
لا مې غږ دضمیر اورم
لا وجدان مې ګړندی دی
دخپل تن په تودو وینو
تنکۍ هیلې لویوومه
خپل مات شوي زخمي زړه ته
داتسل تل ورکوومه
توره شپه به لمن ټوله
راښکاره به سپین سباشي
دشیرین ایمان له زوره
به مومن ځوان راپیداشي
له دې ښاره تاو ښاماربه
په تیره توره حلال کړي
رابهربه يې له ګیدې
غصب شوی ښکلی لال کړي
دښارمارترهه به ختمه
هره لور به شي ازاده
هریوځوان به خوښي کاندي
هره خوابه شي اباده
دهلال توغ به شي پورته
مارپلوی به صلیب شي
خپلواکي به يې په برخه
اوبسیا به هر غریب شي
دخپل واک نعره به پورته
دبادارسر به په دارشي
دحریت ډیوه به بله
او روښانه به ټول ښارشي
په زندۍ زندۍ فضاکې
دحسرت اوښکې تویومه
دوخت توره درنه شپه کې
دامید ډیوې بلومه
وهم وهم زنده گی ده
د ګمان څلي ته ژاړم
زه دژوند په وروستۍ غاړه
دارمان څلي ته ژاړم
د2006 کال یوپخوانی نظم
(( مرګ د ژوند انتها نه ده ))
-------------------
نه ، ته هر څه شي کولاي
ته خالات شي بدلولاي
داچي وروسته په شا ګوري
دا له مرګ يي ډاريدلي
مرګ نه مه ډاريږه مړه
مرګ څوک نه خوري بلا نه ده
مرګ د بل جهان درشل دي
مرګ د ژوند انتها نه ده
مرګ به هر ځاي ته ور درومي
که دوهۍ ده او که تخت وي
مرګ نه مه ډاريږه مړه
مرګ معلوم دي پخپل وخت وي
مرګ د نوي ژوند اغاز کي
په زړه پوري مرکه ده
مرګ د نوي سفر وړاندي
يوه نرۍ د خوب جټکه ده
مرګ د زړي منځ کي ژوند دي
مرګ د مني خاموشي ده
بيداري دي ختمي بوله
مرګ وړه شان بيهوشي ده
مرګ ته وخانده چي ډار شي
په خندا يي سترګي ښکل کړه
نيغ په خلاصه غيږه ورشه
هک خيران ځان ته اجل کړه
مرګ د خوب مشري ورور دي
د اوږدي مودي ارام دي
ګور که تنګ دي خلک وايي
خو د مړي پري ناکام دي
چي هر څه يي دي دلته پاتي
مرګ د هغه ژوند اغاز دي
دا چي څه دي ستا په برخه
دا تر اوسه لا پټ راز دي
اوس خو پوه شوي چي مرګ څه دي؟
اوس دي څنګه اراده ده؟
مرګ د دوه ژوندو تر منځه
يوه نرۍ غوندي پرده ده
دانګلستان د نامتو شاعر ویلیام شکسپیر د مشهور شعر ( Seven Stages ) منظومه ژباړه
هغو یارانو ته ډالۍ کووم چې ځان ورته تل دژوند په یوه پرده کې ښکاري ، دشکسپیرپه وینا ژوند اوه پردې دی او هره پرده یې جلا کړنې لري ، هیله ده خوښ موشي .
دانړۍ یوستر دریـــځ دی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دانړۍ یوستر دریـــځ دی
څوپردې پرې رنګینه دي
واړه خلک يې لوبغاړي
خوا که نر که ښځینه دي
هروګړی په خپل ژوند کې
بس له اوه پردو تيريږي
مکرر ورتګ یې نشته
داخلیږي ، خارجیږي
نولومړی دتي ماشوم چې
وي کابو په زورپه غیږ کې
پښی اولاس وهي په زوره
د دايي یا مور په غیږکې
تردې پسته بیا په مینه
دښوونځي بکسه پر غاړه
ځلند مخ دلمر په شانتې
په دو- ځي بکسه پرغاړه
خو بیا لږه موده وروسته
سست په لور دښوونځي ځي
ته به وا په ډډ د ونی
قاش پرسر واړه چینجي ځي
تردې وروسته نوعاشق شي
له خولې باسي تل اهونه
ته به وا دخښتو داش دی
چې يې اورکړي توردودونه
دخپل یارپه خواږه یاد کې
په سندرو باندې سروي
دمحبوب په مینه مست وي
له خپل ځانه ناخبروي
دجانان په دوه لیموکې
خپله ټوله دونیا ګوري
ټول ژوندون یې ترینه ځاروي
وي ولاړ دیارپه لوري
بیابې ډاره ساتنمن وي
خپلې لوړې اوژمنه ساتي
کرامت پرې خپل ډیرګران وی
خپل بچي ،میرمنه ساتي
دحسد ترسرحدتیرپرې
خپل عزت اوناموس ګران وي
په جګړه کې تیزناڅاپه
دببرزمري په شان وي
ان دتوپ خولې ته نوځي
دشهرت دومره لیوال وي
لیونتوب یې ترحد تیروي
لیوني يې ډیر افعال وي
بیا دعدل لوی استازی
لویه ږیره تیزې سترګې
ځوړند غور وتلې خيټه
شټه بریتې درګې درګې
تجربې اومثالونه
دخبرومنځ کې نقل
کارله هوشه مدام اخلي
فیصلې کاتل په عقل
دی په دې حالت کې بوخت وي
چې شپږمه پرده راشي
کړوپه ملا ،امسا په لاس کې
داپرې کومه پرده راشي
تل تړلې چشمې څټ ته
څه په سترګو څه په پوزه
تن ، اوبه ځوړندې غوښې
خپ اواز وتی له سوزه
دځوانۍ ټول یادګارونه
ښه سمبال ترڅنګه ساتي
توف دانۍ ، نسوار، لوټه او
لوی دستمال ترڅنګه ساتي
عجیبه يې حرکات وي
عجیبه يې ټول کارونه
تل دووړماشوم په رنګه
کړي کینه ، زیل کړاوونه
داپرده په دې ځای ختمه
اخري پرده شروع شي
بس دسوال او دمنت او
دزاري پرده شروع شي
ټوخه ، ټوخه لاس په شونډو
اوسینه یې تل شغیږي
ته به وا په اورکټوه
دپخلي په وخت خوټکیږي
چې غږیږي ته به وايي
چې خبرې نه شپیلي کړي
په تیرژوند پسې خفه وي
تل ژړیږي اسویلي کړي
نودژوند ناشناتاریخ یې
په دې ځای کې نقطه مومي
بیا ماشوم شي پالې پالې
ورته وازداجل کومي
غاښ ، نظر، خوند اوبویونه
ټول حواس ترې کډه واخلي
یک تنهاشي په ژوندون کې
عام اوخاص ترې کډه واخلي
ویلیام شکسپیر (William Shakespeare ) د۱۵۶۴ ز کال داګست په ۲۳ مه دانګلستان په سټرټفورډ-اپن- اون نومې سیمه کې زیږیدلی دی نو موړی نامتو شاعر او د ډرامو او کیسو پیاوړی لیکوال دی ، هملټ ، رومیو ، جولیټ یی ترټولو مشهوری ډرامې او ( Seven Stages) ) یې ترټولو مشهور نظم دی ، دشکسپیر دژوند ډيرې برخې نه دی رابرسیره شوی ، خو فن او هنریې بیا دومره مشهور دی ، چې تراوسه يې هم نوم دانګلیسی ادب دښو شاعرانو او لیکوالانو په سرکې راځي ، ویل کیږي چې شکسپیر په ۱۶۱۶ زکال کې دخپلې زوکړې په ورځ یانې د اګست په ۲۳ مه مړشوی دی ، خو محققین بیا وایی چې نوموړی د ۱۶۲۳ کال داګست په ۲۵ مه وفات شوی دی .
یو بې مطلع غزل :
دژوند له لوبي داسې ستړی یمه
لکه له منډو ستړی ستړی ماشوم
داسې مې غیږه درنیسه لکه
دمورپه غیږه کې خوب وړی ماشوم
د انتقام لمبې يې سترګو کې دي
چې ورته پروت دی مخ کې مړی ماشوم
په غمڅپلې مور به څه تیریږی
دخړ سیلاب اوبو راوړی ماشوم
همته ښارکې بار په شا وړوکي
راته رایادکړو ژرنده ګړی ماشوم
دمشهور عربی شاعر نزار قبانی د یو شعر ژباړه
څه ځواب به ورکوومه :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څه ځواب به ورکوومه
که تپوس وکړي له مانه
چی مي بدي شی که داچي
راته ګران له خپله ځانه
که دعوه وکړم ددې چې
پس له دی می نه خوښیږي
څنګ له هغه نفرت وکړم؟
چې لیمو کې مې اوسیږی
بس هغه زما تقدیر دی
څوک له قدره تښتیدلی ؟
چې بدل کړي خپله لاره
داسې نهرچالیدلی ؟
پری مینه یم خو داچې
څنګه ، څومره راته ګران دی
هرخطایی ګڼم سمه
هغه دومره راته ګران دی
مینه برخه د وجود ده
په دې ځمکه لویه ارته
راپیدا به یی کړو خپله
که پیدا مونه کړه چرته
که پوښتنه وکړي داچې ؟
راته ګران دی اوکه نه دی ؟
نو زرځله ورته وایم
چې مې ځان دی ، چې مې زړه دی
له لږ زیاتی او کمي سره دیو هندي شعر پښتو ژباړه
خوږ احساس
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوکه ، سوکه
ذره ذره
يوه رڼا شي
په زړه خپره
هغه رڼا چې
زړه پرې روښان وي
په هر يو زړه کې
امید ارمان وي
يوه تمنا يې
بس ټول جهان وي
تل يې پرلوري
قدم روان وي
زړه مې قرارشو
مست شو تازه شو
ورک شوی خوب مې
راغی پوره شو
دا کوم يو درد دی
داکوم احساس دی
له جنون تیرچې
پکې اخلاص دی
تپوس می وکړو
له خپل زړګي نه :
همدا الفت دی
همدا ده مینه
د شاعر مشرق علامه اقبال د یو درې بیتونو ژباړه چې دمیرمن د ارزښت او کرامت په اړه يې فرمایلي دي :
دنړۍ تصویر ښایسته دی
دمیرمن له رنګ او رازه
د ژوند ټولې تلوسې دي
له همدغه شرنګ اوسازه
موتې خاورې د وجود يې
دي بهتره ثریانه
په عزت اوپه حرمت کې
دي برتره ثریانه
هرعزت ددی په تن کې
هرشرف ددی له ذاته
داسیپۍ دملغلرو
هرقیمت ددی له ذاته
منم نه دا نه شي لیکلی
افلاطون په څير خبری
خومنم چی زیږوی شي
تل همداسې ملغلرې
سترګې دې ډېوې ډېوې
ځلنده روښانه دي
شونډې دې لمبې لمبې
سوځنده بې شانه دی
اوښکې دې شبنم شبنم
تل په ګل ننګوپرتې
زلفې دی وریښم وریښم
ښکلې په اوږو پرتې
ستاپه سر منګی منګی
ځی کږه وږه جینۍ
تانه شم لوګی لوګی
ته څومره خوږه جینۍ
ستا وجود ښکلاښکلا
نه لري ثاني دلته
تانه شم فدا فدا
عمر دی فانی دلته
دافانی جهان جهان
شته دی انتها پکې
ګوره ژوند روان روان
نشته دی بقا پکې
یا راکړه ځواب ، ځواب
یا وکړه اقرارجینۍ
ژوند می ټول خراب خراب
ستا په انتظار جینۍ
نه لرې همت همت
ماته چې اقرار وکړې
رابه شی قیامت قیامت
ته که چورانکاروکړې