Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ارمانجن مبارز
«د شلمې پېړۍ افغان ملي مبارز خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي ته!»
ته پيدا شولې په داسې زمانه کې
چي وطن مو د انګرېز په چاړه پرې وو
ته را لوى شولې په داسې ګلستان کې
چي دوښمن مو هر پالېز په چاړه پرې وو
ولسونه مو وېشلي کوز او پاس وو
هر ارمان يې رېزمرېز په چاړه پرې وو
ته په داسې بېچاره وطن کې ځوان شوې
چي په ورځ به هم تيارې پکې خپرې وې
زورور ته هيچا بد ويلاى نه شو
د ژونديو انسانانو هديرې وې
بدمرغي په هر کاله کې مېلمنه وه
د ښوونې د پوهنې ډېوې مړې وېÂ
ته ويده نه وې را ووتې له کوره
خو تنها وې څوک پر څنګ درسره نه وو
نه دي مخته نه دي شاته وو خواخوږي
څوک د مرستې او د جنګ درسره نه وو
ټول تړلي په ځنځير د غلامۍ وو
پښتانه وو، خو پر ننګ درسره نه وو
ته په خپلې خوشالۍ خوشاله نه وې
چي دي اورېدل زګېروي د خپلې خاورې
اخترونه د ژوندون دي قرباني کړل
او غوښتله دي ښادي د خپلې خاورې
ته مين فقط پر خپلې مورکۍ نه وې
تا پالــله زويګلوي د خپلې خاورې
مبارز وې، خو توپک درسره نه وو
د قلم او د وينا د هنر مل شوې
د ويده وطن تر کلي- کلي لاړې
د ژوند چيغه شوې، د خوار، د نهر مل شوې
د چا ورور شوې، د چا زوى، د چا ملګرى
د دې ځاى د هر ځپلي بشر مل شوې
تا لا نه وو را ټول کړي ولسونه
د دوښمن زړه دي له ويرې په لړزان کړ
دوى خو غوښتل چي يې پيايي لکه پسونه
تا د تبليغ د خپلواکۍ پکې روان کړ
زولنې دي اخير ولوېدلې پښو ته
خو پر لار دي په تيارو کې خپل کاروان کړ
پرې بدنام شوې ستا جانان پښتونستان وو
نه يې موړ په مينه، نه يې په ديدن شوېÂ
نه هوسا شوې، نه بسيا، نه په خندا شوې
ستړى نه شوې خو د ډک زړه ارمانجن شوېÂ
ستا مرام وو چي دا «ورور پښتون» دي سيال شي
شوې شهيد خو مبارز د خپل وطن شوې.
٠٢ ديسمبر ٢٠١٣م کال Â کوټه Barakwal Myakhel
Â