Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي
درانه خلک سپکېږي، چې په سپکو پسې ګرځي
زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایمه
چې څوک را زلمي کېږي په ټوپکو پسې ګرځي
د زرکو د کونترو ښکار د نورو مشغولا شوه
زما د غرونو باز په توت خورکو پسې ګرځي
سلا کوي، جرګه کوي غونډېږي تندرونه
څوک جاله جوړوي ځانله په ډکو پسې ګرځي
د هاغه غرڅنۍ غړۍ مې هماغسې په زړه ده
لا هاغسې مې فکر په کونجکو پسې ګرځي
د ښکلو په سینو کې بې غرضه زړونه ګوري
صابر بلا وهلی دی په ورکو پسې ګرځي
دا ونې، بوټي، واورې او ګلونه مې وطن دى
دا غرونه مې هډوکي دي دا خاوره مې بدن دى
بېشکه چې بې وسه يم خو نه داسې ورک نه يم
په موټي کې مې اوس هم خپله خاوره خپل وطن دى
ته څوک يې؟ څه دې نوم دى ؟ څه به ته څه به دې زور وي
ددې خاورې د زور خو؛ نه دهلي او نه لندن دى
داته څه يې دا ستا د ځانه څه طمع پيدا شوه
زمونږ خو هغه ځان دى چې په دې خاوره مين دى
که لاس دې ورله وروړو د زوره به يې خبر شې
ګرېوان د پښتون مه ګوره که هر څومره خيرن دى
خبر يې چې په دې وطن کې سر لرې سردار يې
دا سمه پښتونخواه ده دلته هر څوک قدر من دى
د مينې په وخت مينه وي د تورې په وخت توره
بس دا زما د قام د هرې نرې پېغلې فن دى
نور نه کښېني ورځي د مغل خېلو خبر اخلي
خوشحال راپاڅېدلى دى شلولى يې کفن دى
نه، نه زړه په غلطه يې په دې سړي تېروځې
نه داسړى زه پېژنمه دى خو دروغجن دى
چې هرڅه يمه، يم نه دروغژن نه منافق يم
چې کوم داغ مې په زړه دى هغه داغ مې په لمن دى
د ډېرو پسرلو په دعا جوړ نه شو صابره
هم هغسې خوږېږي هغه زخم دى زولن دى
ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر