Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دپروفیسر اسیر منګل
موندلی مو مجاز کښې حقيقت دی څو څو واره
مونږ کړی پۀ دنيا کښې محبت دی څو څو واره
د هر وخت کربلا د خپل حسينرض پۀ وينو سرۀ ده
پاللی مونږه دغه روايت دی څو څو واره
محفل نه ئې راغلي يو ډک زړۀ او وږي سترګې
ليدلی مو دا خپل سپېره قسمت دی څو څو واره
خرڅ کړي ئې د خاورې سره يو پۀ سوداګرو
ورکړی مونږ هغه ته قيادت دی څو څو واره
مونږ بيا هم ورروان يو د ديدن پۀ لويه طمع
که کړی عبادت مو د يو بُت دی څو څو واره
خلک وائي پۀ ديدن دې ګنهګار بخښلی کېږي
پټ کړی مونږ نه تا دغه جنت دی څو څو واره
منګله! تۀ اسير ښه ئې پۀ تا اعتماد نشته
تا کړی مصلحت نه بغاوت دی څو څو واره
*****
وه زما او ستا خبره ګنګوسه شوه د ټول کلي
اوس به څۀ له چا پټېږو چې کيسه شوه د ټول کلي
نه لمر څيره ووهله نه سپوږمۍ مخ راښکاره کړو
په قسمت کښې چې يو ځلې توره شپه شوه د ټول کلي
پاتې راغلمه زۀ هله چې پوئې نه شومه پۀ مينه
کرکه کښېناسته هر زړۀ کښې وظيفه شوه د ټول کلي
چرته مات بنګړي پراته دي چرته سوې شپېلۍ ښکاري
د ګودر رنګينه غاړه هديره شوه د ټول کلي
د رڼا پۀ تور اسير شو منګل دار ته تيارې بيائي
دا صلاح د يو کس نه ده فيصله شوه د ټول کلي
*****
پوئې به نه شي کار مې وکتلو ځان ته
په پښتو مې خط ليکلی دی جانان ته
خپل پردی مې د نزدې نه وليدلو
زۀ چې لاړمه ډېر لرې بيابان ته
عشقه ما هم ننداره د خاص و عام کړه
ګوري هر سړی د ګل څيرې ګرېوان ته
زما ورکه ژبه شته چې پۀ خپل کور کړي
انتظار کومه زۀ يو داسې ځوان ته
ما به مينه د ګل رنګو نه وی کړی
ما ليدلی کۀ پۀ مينه کښې تاوان ته
قام مې نه دی زۀ بې خونده يم منګله!
ما يو لور پۀ ګوته نه کړلو افغان ته
*****
په خپل ځان دی يوسفزی دی کۀ خټک دی
د خوشال قبر ته ناست يم زړۀ مې ډک دی
زۀ به توره سپينه چا باندې کؤمه
چې ملا هم نن وهلی تربوزک دی
د ګل مخيو نزاکت هم نرم نه کړو
دا سړی خدايه! چې څومره پۀ زړۀ کلک دی
چې رڼا ويني لاسونه ږدي پۀ سترګو
مشر کړی مو د کلي ښاپېرک دی
توره شپه تورې تيارې دي او بل زۀ يم
ما خوړلی بيا پۀ سپينه ورځ تيندک دی
نن پښتو مونږ ټولو پرېښې ده منګله
هر سړی له کلي خېټې پسې ورک دی
*****
ما نه خپل رنګ اخلي زما ټوله نشه کوزوي
وخت چې ستا سر نه د مُکېشو لوپټه کوزوي
دا تصور ستا د رخسار وي سپينه ورځ ووينم
ګنې قسمت ما همېشه پۀ توره شپه کوزوي
نور هېڅ کوی نه شي خو قدر د سپرلي به کم کړي
چې ستا اوربل نه څوک د سرو ګلو غونچه کوزوي
دا څنګه ننګ دی د بڼې نه هم سپک ښکاري مونږ ته
څوک چې اوږو نه مو درنه درنه وسله کوزوي
وي ئې دا وېره چرته بيا زۀ لېونی نه شمه
هغه پۀ دې خيال زما مخې نه شيشه کوزوي
عجيبه وخت دی د سړي پېژندګلو نه کېږي
وي ئې سحر کومه څېره د شپې هغه کوزوي
منګله! ته راځې کۀ نه بېرته زۀ نه ستنېږم
ما به يو ورځ له دې کنډؤه خلک مړه کوزوي
*****
شمشاد دوړو کښې پټ شي لوئی خيبر نه معلومېږي
بارود چې لوګی وکړي لر و بر نه معلوېږي
خاونده! ما خو داسې ښېرې نه وې کړې چاته
رقيب کلي کښې نه ښکاري دلبر نه معلومېږي
نه بريد مې د کاله شته نه مې کلي کښې څوک مشر
زۀ لاړ شم خدايه چرته زما در نه معلومېږي
يا زړونه ماتؤل دي يا سرونه ماتول دي
زما پۀ کلي قام کښې بل هنر نه معلومېږي
درمان چې د رنځ نه کېږي اخر هغه ناسور شي
طبيب ته څۀ پۀ ګوته کړم پرهر نه معلومېږي
منګله! زۀ اسير چې وم د چا اوس هغه نشته
ګودر دی اوبو وړی مازيګر نه معلومېږي
*****
مخې ته ناست راته جانان و خو ما نه ليدلو
وګوره لاس کښې مې جهان و خو ما نه ليدلو
ستا د ديدن تنده وه ستا اوښکو ته پام و د چا
که پۀ شېبو شېبو باران و خو ما نه ليدلو
اوس ئې ارمان کوم پۀ بېرته ارمان کله راځي
راغلی ګوتو ته ارمان و خو ما نه ليدلو
تۀ چې نزدې مې کړې خپلوان رانه ټول لرې لاړل
ستا يارانه کښې ټول تاوان و خو ما نه ليدلو
زما پرهر به ناسور نه وی کۀ منلی مې وې
يو مسيحا سره درمان و خو ما نه ليدلو
منګله! زۀ به نازېدم د خپل نيکه پۀ توره
غلی پۀ وخت کښې يو طوفان و خو ما نه ليدلو
*****
رڼا سره مې مينه ده تورتم نه وتی نه شم
چې ښکلي خوښوم د زلفو خم نه وتی نه شم
دا ژوند دی ابتدا ئې ښځه نر کړي د ژړا نه
زۀ شين کۀ له خندا شمه د غم نه وتی نه شم
ته زړونه سوځوه چې ستا فطرت له اوره جوړ دی
زۀ خاورې نه پيدا يمه خپل چم نه وتی نه شم
سپرلي کښې توبه نه کېږي دا تۀ پۀ کومه سر ئې
د ګل سره به مرم د ګل موسم نه وتی نه شم
منګله! زۀ د خدائی او د بُت فرق باندې پوهېږم
اسير د ښکلاګانو يم صنم نه وتی نه شم
*****
پټ له هر چا نه تصويرونه د جانان ږدمه زۀ
پرې به مې نه ږدي کۀ خبر شول چې بُتان ږدمه زۀ
لاليه! بس دی دغه ټوقه نوره خوند نه کوي
څه څۀ نامې به ستا دپاره پۀ خپل ځان ږدمه زۀ
دولت بد نه دی کۀ سړی پۀ بدو وانه ړوي
داسې دنيا به څۀ کؤمه چې ايمان ږدمه زۀ
هر يو سړی چې دی تخليق زما د يکي يو خدائی
چاړه بۀ ولې به مرۍ د بل انسان ږدمه زۀ
د لېونۍ تشه خندا مې هم له ځانه ورک کړي
لکه پوټي زړۀ کښې منګله! چې جهان ږدمه زۀ
*****
زه تصويرونه جوړوم خيال دخوبانو کوم
زه ګنګار يمه سرڅڼه دبتانو کوم
ديارانې زخم مې ښکاري لاډک شوی نه دی
په تنهائۍ کښې تذکره چې ديارانو کوم
دنظم خوند نه انکاري نه يم په يو صورت کښې
خو زۀ غزل کښې ننداره د شاعرانو کوم
چې دلوګي او دګرد ورايو ځاي په کلي راشي
دګل په پاڼو جنازې دبلبلانو کوم
ستاد ښائست ويړ سلطنت کښې مې خالونه خوښ دي
زه بادشاهۍ کښې هم تپوس دملنګانو کوم
په پسرلي کښې چې منګله څانګې څانګې پريوزي
زه يو مارغه شم اوازونه دطوطيانو کوم
*****
تۀ زما زړۀ خورې زما غم نه خورې
دا څنګه يار ئې؟ د چا غم نه خورې
تا به حېوان نه بېلؤم څنګه؟
دنياکښې تۀ د دنيا غم نه خورې
تۀ بړبوکۍ سرۀ اشنا نه شوې
ئې کور کښې پروت د بيديا غم نه خورې
بغېر ددۀ نه هېڅ خالص نشته
تۀ پۀ دې وخت کښې هم لا غم نه خورې
د ستا دروغ دې خدائی دروغ نه کړي
رښتيا خو دا دي رښتيا غم نه خورې
د شپې پۀ تا باندې به تل شپه وي
منګله! تۀ د سبا غم نه خورې
*****
توده سيلۍ که په دې کلي الوتلې ده بيا
ما دهغې نامه په هر ديوال ليکلې ده بيا
لکه دغل محفل کښې ځان زۀ پټوم خلکونه
لکه دغل غوندې چې زړه ته راښوئيدلې ده بيا
رڼې چينې کښې چې دچا د وينو رنګ خورشو
دچناره لاندې دنيا رازغليدلې ده بيا
رمه دهيلو ورسره ده لکه شپون لټوي
سپينه کوچۍ تورې کيږدۍ نه رواتلې ده بيا
خوشبو دګل نه مخکښې وي چې پسرلی رادومي
منګله ور بيرته کوه اېشمه راغلې ده بيا
*****
لکه د ګل د خوشبويئ تل پرېشان ګرځم
زړۀ مې راټول نه کړو که څنګ کښې د جانان ګرځم
يو ځل خو نه دی کرکې څو څو ځل وژلی يمه
دا زور د مينې دی ژوندی چې پۀ جهان ګرځم
ضدي کۀ ډېر دی خو له ځان ئې بېلولی نه شم
زۀ د قامونو پۀ قطار کښې به "افغان" ګرځم
دا بې ايمانه وخت د خلکو ايمانونه اخلي
دې بې ايمانه وخت کښې ټينګ پۀ خپل ايمان ګرځم
منګله! عمر رانه لاړ خو مينه تلې نه ده
دا د ځوانۍ مېوه چې خورم همېشه ځوان ګرځم
*****
زړۀ ټکؤم خو غږ له دغې دروازې نه خيژي
زه غلی نه شم کيښناستی چې سپڼ دخولې نه خيژي
تلې پرېوونې چې راوختې بيا پريو تلې
زه جوړ دلمر په انتظار يم لمر دشپې نه خيژي
هوا ترخه ده طوطيان نشته تور کارغان الوزي
کلی خالي دی بام ته څوک په ننداري نه خيژي
هغه لالی لکه ځان مرګی چې له تا ځاريدو
هغه دې څه کړو چې خړ ګرد دې له کوڅې نه خيژي
خبره دانه ده چې ظلم کړي ظالم دی سړی
خبره دا ده چې دچا خولې نه توبې نه خيژي
څوک پرې ښودو ئې نه مجلس ته په تاؤده نغري
چې وخت لمبه شو اوس ئې خولې نه کلمې نه خيژي
منګله پرې ږده يار که نه راځي رقيب راؤله
ړنګې حجرې نه د ژوندون مستې نغمې نه خيژي
*****
دا چې انار غوندې تک سور ګرځي دکلي مشر
دا چې دچا وينه بيا څښلې ده ښاغلي مشر
دمرګ نه پس لکه سودا ئې دپاک روح هم کوي
داچې ودريږدي نن دهر شهيد په څلي مشر
چې دوخت جبر داولس ګونه کړه تکه زيړه
په خپلو وينو ورته سره کړله سپيځلي مشر
شاته ئې ورا وي دويرونو ژړاګانو پټه
مخ ته چې وګورې په ځير دخنديدلي مشر
منګله بيا هم کوو مينه کرکه نه پيژنو
که دنفرت په مړدکي يو تل وشتلي مشر
*****
چې دنيا ووينم د خود نه راوتل غواړمه
نن خو ئې څښم نن له خپل ځانه ورکيدل غواړمه
ډير ئې ښکاره کړم لا مې نور ښکاره کوي خلکو ته
زلفې خورې کا درڼا نه تښتيدل غواړمه
دعشق بيديا کښې که ازغي دي که تودې شګې دي
په دغه دشته زه پښې ابلې زغليدل غواړمه
چې دشهيد د وينو هر څاڅکي نه جوړ کړي سپرلی
دې خپلې خاورې ته يو داسې ستر اتل غواړمه
محل پرې ږده که ليکې ماپسې خپل زړه وليکه
زه مسافر يم دې کيږدۍ کښې وسيدل غواړمه
چې څوک ئې نه پکاره وي زما پښتو خوښه ده
منګله زه په دې ړنګ څلي ځليدل غواړمه
*****
ماچې نه کړو کبرجن صنم ملګری
زړه مې کاڼی کړلو کړو مې غم ملګری
چې وجود لري سايه ورسره ګرځي
وي د هر سړي سره وهم ملګری
تنهائي مې جوړ فطرت کښې ده اخښلې
دا چې زه د يو سړي نه شوم ملګری
لکه ورکه زاڼې ورکو پسې ژاړي
داسې زه هم په هائی هوئی څارم ملګری
ستا راتلو باندې خفه نه يم حيران يم
خوشحالۍ سره وي جوخت ماتم ملګری
دټوپک ياران دلوږي مري منګله
زه شتمن يم دی زما قلم ملګری
*****
تور لونګ نه دي وږمې دپسرلي دي
په خورو زلفو کښې شپې دپسرلي دي
دمرګي قاصد دې مرګ پسې ګرځيږي
ماليکلي قصيدې دپسرلي دي
د سحر اېشمه پلوسو باندې لګي
ګل به راوړي ګنګوسې دپسرلي دي
ما دوينو سياهۍ باندې ليکلي
دا ساده ټکي غنچې دپسرلي دي
په ګلاب پرتې بڼې دي دبلبلو
نه ئې وينم جنازې دپسرلي دي
دلته ستوري دسپوږمۍ نه ښکلي ښکاري
دلته رنګ دی سلسلې دپسرلي دي
تور ازغي به ئې اسير کړي ګنګوسه ده
د منګل په خوله مصرعې دپسرلي دي
*****
څښتن دفن شو سخنور شو لالی
ټکي ئې زده کړل جادوګر شو لالی
په جهان خور لکه دلمر شو لالی
چې دخپل ذات نه رابهر شو لالی
نن بيا بې لارې بې ګودر شو لالی
په نه خبره مرور شو لالی
دښار کوترې نخښلوي لومه کښې
غر ئې چې پرې ښو بازيګر شولالی
ما ديو کس دخولې نه ونه ويستو
جوړ چې په کلي کښې خبر شو لالی
په دې نړۍ کښې به خپل رنګ ځلوي
په قدر پوئی که د هنر شو لالی
منګله! ورځ ئې شپې نه زيات وېروي
مينه چې پرېښوه سوداګر شو لالی
*****
چې کلی ډک شي له رنګونو پسرلی دی پکار
په دې پيکه پيکه ماحول کښې يو لالی دی پکار
چې نغاری کړي راته يو په خوله کښې ژبه راکړي
داسې سړی به چرته وي داسې سړی دی پکار
خلک د دنيا مينې دحد نه زيات هوښيار کړي دي
خلک چې له خوده وباسي يو ليونی دی پکار
دا چې دلوړ قامت ميرمنې په نامه ياديږي
په دغه چم کښې يو لنډی مازديګری دی پکار
زما په نيت دې څوک منګله بد ګمان نه کوي
زه چې په ښکليو پسې ګرځم زما خدای دی پکار
*****
سترګي مې توريږي انديښنو پۀ مخه واخيستم
تاړنګې کمڅۍکړې که زۀ شپو پۀ مخه واخيستم
زېړ مازيګری شو خو يو ښکلی راونه وتو
کليه! ستا دې بندو دروازو پۀ مخه واخيستم
هسې نه چې بيا پۀ دغه چم ږلۍ راټيټه شي
مه راځه سپرليه! زۀ توبو پۀ مخه واخيستم
چاته د پردي سړي پردۍ څېره پۀ ګوته کړم
څوک چې زما خپل وو زۀ هغو پۀ مخه واخيستم
خوا کښې مې منګله يو سړی نشته چې لاس راکړي
کُرمه به مې وړي خړو اوبو پۀ مخه واخيستم
*****
ددې ګنا مې کفاره وويسته
ماچې کوم ښکلي نه توبه وويسته
چا؟دچا زړه نه انديښنه ووسته
هر سړي خپله خزانه ووسته
ژوند ماته نه مني په يو صورت کښې
مرګ که هر کور نه جنازه وويسته
لکه چې وخت وۀ ودريدلی په ځائ
بيګا مې څه په ګرانه شپه وويسته
دزړه تنبه مې چې چا ووهله
زما دخلې نه ئې ټپه وويسته
منګله ښار کښې لکه پوخ پريوتې
چې دې له خياله پښتانه وويسته
*****
اور پورې په ګل دی دسپرلو قيصه بدله ده
اوس دچنارونو دچينو قيصه بدله ده
غل خلک رانيسي دلته غل ته خلک منت کوي
ستا دې مړاو سترګو غلچکوقيصه بدله ده
ګل چې شو موسکی لېونی بېرته ئې راستون کړلو
خلک سپرلي ته ګوري دتوبو قيصه بدله ده
شمار ئې دوئيلومکړه شمار ئې شمار نه وتی دی
ليک ته چې راځي بيا دپښتوقيصه بدله ده
اوس د ستا پۀ خوله بآندې د کلي باور نه راځي
تۀ کۀ ئې مخلص ستا د جرګو قيصه بدله ده
عېش کوه منګله! نه دې دود نه دې دستور پاتې
تۀ شولې د ښار د تورو غرو قيصه بدله ده