د جنګی بندیانو اعدام
د سولی په وړاندی د دشمنی دريځ
ډوکتور محمد عثمان تره کی
د کابل د اداری جګړه ماران ، د وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو په درشل کی د دی په بدل چه د حسن نیت په توګه د طالبانو یو شمیر زندانیان خوشی کړی ، برخلاف د دوی د اعدام پریکړه وکړه.
غټ سوال دا دی چه د کابل اداره ولی په دغسی حال او احوال کی چه د سولی پروسه له سره پیل شوی ، د اعدامونو لړی تر لاس لاندی نیولی ؟
دلته د جنګی اسیرانو نه د سیاسی لاسوند ( افزار ) په ډول کار اخیستل موضوع مطرح ده . پدی معنی چه :
ــ مقاومت دیته حاضر نشو چه د کابل د اداری سره په نیغه خبری وکړی. شمالی ټلوالی د حکومت د سروال په حیث د مقاومت نه د غچ اخیستنی په یوه نا ځوانمردانه دریز په بنسټ باندی د مخالفینو په اعدام لاس پوری کړ.
د ژنو دریم کانوانسیون د جنګی اسیر اعدامول او د هغی نه غچ اخیستنه ( ۱۰۰ ماده ) جنګی جنایت شمیری.
ــ په هغه مذاکراتو باندی چه د سولی په اړه په قطر کی جریان لری، سیاسی فشار راوستل د مخالفینو د اعدام بل لامل ګنلی شو . بهرنیان غواړی د دی لاری مخالفینو ته پیغام ورولیږی چه که په خبرو کی انعطاف نښودل شی ، بهرنی ستراتژیستان د جګړی د دوام په مقصد مذاکراتو ته د پای تکی کیږدی . د کابل د اداری جګړه ماران هم په ناقراری ، دغی شیبی ته انتظار باسی.
مهمه خبره دا ده چه د جنګی اسیر نه د سیاسی موخو د پاره ګته پورته کول د جګړی د قوانینو نه سرغړونه ده .
په هر حال ! د وسله والو مخالفینو د اعدام په اړه نړیوال نظامی ائتلاف ( ن، ن، ا ) او د کابل اداره ګد دریز لری : ( ن، ن، ا ) اوسنی سیاسی اعدامونه د یوه اعلامیی د لاری، ندی غندلی .
موږ د کابل حکومت د جګړه مارانو نه د عدالت او حقونو د موازینو د درناوی تمه نلرو . دوی د مخالفینو د اعدام د لاری بلی لوری ته د انتحاری برید او جګړی انګیزه ورپه برخه کوی تر څو چه د جګړی اور وساتل شی . خو د ( ن، ن، ا ) نه دا غوښتنه لرو چه په عمل کی افغانانو ته وښئی چه دوی واقعآ سولی او عدالت اصولو ته باور لری او دیموکراسی او قانون واکمنی ته ژمن دی . که نه د مقاومت د جګړی حقانیت پخپله ثابتیږی .
دلته د دی د پاره چه ( ن، ن، ا ) د دغه اند نه وباسو چه په افغانستان کی په ځنګله د ننه د شکار په مقصد ندی راغلی ، نړیوال قوانینو ته پناه وړو . هغه نړیوال قوانین چه یی ( ن، ن، ا ) یو اړخ جوړوی :
د ژنو کانوانسیون ( ۱۹۴۹ کال ، د اګست ۱۲ ) لمړی پروتوکول (۱۹۷۷ ) جنگی اسیران د بشری حقونو Droit humanitaire په درلودلو مستحق ګنی.
د ژنو کانوانسیون (۱۹۴۹) دوهم پروتوکول غیر نړیوال هغی جګړی ته ځانګړی شوی چه یو اړخ یی ملیشیا جوړوی . پروتوکول هڅه کوی چه د جګړی په وخت کی ( سره له دی چه د جګړی د قوانینو نه سرغړونه شوی وی ) غیر دولتی جنګیالی د حقونو تر پوشش لاندی راوړی.
اوسمهال ګن شمیر ديپلوماتان او سیاستپوهان اعتراف کوی چه افغانستان د اشغال په حالت کی قرار لری . فرانسویان د « ریال پولتیک » په بنیاد باندی خپل لار د موتلفینو نه جلآ کړل . د نړیوال قوانینو له مخی د اشغال په حالت کی د اشغال شوی هیواد دولتی اتوریته بهرنی ځواک ته انتقالیږی . ( ن، ن، ا ) ( موضوع سره په تړاو د کانوانسیونونو د یو اړخ په توګه ) مسئولیت لری چه جنگی اسیران د حقونو ترپوشش اود قوانینو تراجرایی ضمانتونه لاندی راوړی . باید پدی برخه کی نړیوال سره صلیب ته زیاتره ونده ورپه برخه شی .
په افغانستان کی دری لسیزه کیږی چه د جګړی اور او ورسره جنګی جنایت د ورځنی عادی پیښی په توګه مطرح ده . د دغهجنایتونوپړه یوازی دافغانانو په غاړه نده. د جګړی د قوانینو په تیروتنه کی ،بهرنیان پخپل وار ( اًن د افغانانو په پرتله زیاتره ) مسئولیت لری.
د جګړی په پای کی، جنګیجنایاتو ته پام د افغانستان د زرګونو پروبلمونو نه یو پروبلم دی . د دغه پروبلم د حل په اړهباید د بهرنیانو ، ملګرو ملتونو ، سره صلیب او د بشری حقونو د دفاع د تولنو سره تفاهم وشی .
اوس د اشغال په وړاندی په جګړه ایزو شرایطو کی د بهرنیانو تر تحکم او بیرغ ، د سیاسی انګیزی په بنست باندی د زرګونو جنایت کارانو د دلی نه څو کسان چه ځان د آزادی پتنګان بولی ( د همدغه صفت په بنست باندی ، بهرنیان دوی سره په خبرو اترو لګیا ده ) ، نیول او اعدامول ، د افغانستان د دشمنانو د نگرانی ، وارخطایی او سیاسی ماتی نښه ګنلی شو.
د کابل د جګړه مار حکومت له خوآ د اشغال په چاپیریال کی (قضایی ضمانتونو نشتوالی سره سره ) د جنګی اسیرانو د اعدام پریکړه صادرول پدغسی حالت کی چه بهرنیان تر ابده پوری په افغانستان کی نه پاتی کیږی ، د افغانانو پخپل منځی سوله ایز ژوند په پروسه باندی ناوړه اغیزه شیندلی شی . د غچ اخیستنی روحیه پیاوړی او تولنیز ثبات د خوب او خیال په بنه مطرح کیږی .