اوس دې يادونه افساني ښکاري
ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم
ليک:فيروز اپريدي
ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم نه يوازې د پښتونخوا او افغانستان په پښتنو کې يو مقبول شاعر و اديب وو بلکه هغه په اردو دان طبقه کې ئې هم خپل پوخ شناخت لرلو.د دوئي د سحر انګيز شاعري او ډرامې له کبله د هيواد نه بهر ميشت پښتنو هم د اواښاد سره بے کچه مينه لرله .او تر څو چې د پښتو ژبې قدرادانان وي د ارواښاد نوم به په ډير احترام سره ياديږي.د پښتو ادب ته د ارواښاد اعظم صيب په په تقليد کې د نورو اعلي تعليم يافته پښتو شاعرانو پام راګرځيدل هم د دوئي له برکته ګڼلي کيږې.
هر کله چې مونږ د ملک نه بهر د مشاعرو تابيا وکړه نو زما نه مخکښې د ټولنې مشرانو د دوبئ،ابوظهبي او شارجه د شاعرانو په شموليت د انټر ګلف مشاعره کړې وه.مونږ هم ورسره شريک وو.ستر محقق اديب و شاعر رحيم شاه رحيم صېب هم صديقي صيب په خپله خرڅه راغوښتې وو په هغه پسې وحيد ګل وحيد او شيرزمين ماهر ارواګانې ئې ښادې د ټولنې د ملګرو په خواهش او بلنه راغلي وو خو دروند پروګرام د ارواښاد پريشان خټک صيب وو پريشان خټک صيب مرحوم ته هم په دوحه قطر کې د يو بل تنظم لاندې جوړ په يو پروګرام کې د پاک پښتو ادبې ټولنې له اړخه ملګرو بلنه ورکړه او ارواښاد پريشان خټک په ډيره مينه زمونږه دعوت قبول کړو.د مرحوم خټک صيب د دې سترې او کاميابې دستورې وروستو د ټولنې په ملګرو کې يو نوې جوش او تاوده ولوله راوپاريده، او دا پريکړه وشوه چې هر کال به انشاالله مونږ د خوږ وطن خواږه درانه شاعران دغه دستورو او مشاعرو ته راغواړو.
کله چې 1992 زه د ټولني ستر سيکتر شوم او دغه مشري زما په غاړه شوه نو د ملګرو په صلاح په يوه غونډه کې د ډاکټر محمد اعظم اعظم او ښاغلي رحمت شاه سائيل نومونه په ګن اکثريت سره خوښ کړې شول ورسره د ټل د درنو ملګرو په خوښه د سليم بنګش صيب نوم هم د دې باقاعده اولينئ رسمي مشاعرې د پاره وټاکلے شو.
د نورو ملګرو په ذاتي خوښه او خرڅ څه نور شاعران هم د پاکستان نه په دغه مشاعره کې راوبلل شول.
په دغه مشاعرې کې په اول ځل مونږ ډاکټر محمد اعظم صيب وليدلو.
چۀ څومره د اعظم صيب شهرت په هر لوري خور وور وو اعظم صيب بلکل د خپل شهرت او عهدې برعکس بيخې بے نيازه، بے غرضه ،ملنساره او خاکساره طبيعت لرلو.
او د يو مينه ناک دروند پښتون انسان په څير د عام ملګرو او شاعرانو سره يو شان ناست پاست او د هغوئي په مينځ کېګپونه ويشتل.
ما محسوسه کړه چې اعظم صيب د يو پيدائيشي شاعر په شان خوئي بوئي لري او د دې خبرې نه بلکل بے پرواه دے چې کوم شعر يا نظم په مشاعره کې وئيل پکار دي او په کوم زيات داد اخيستلې کيږي خو بس کاپئ به ئې راوخيسته او لکه د فال ګر په مينځ به ئې خلاصه کړه ورسره به اوئيل ځه چې کوم يو پکې راوخيژي هم هغه به اوائيم.
د اعظم صيب دا انداز هم ډير معصومانه وو
هر انداز ئې دلفيب دے خو زړګيه
دا معصوم معصوم کتل ئې د کتو دي.
زه د اعظم صيب د کور ،وطن او د کلي محلت د ژوند نه خو نه يم خبر چې د دوئي اجتماعي ګزران څنګه وو ،خو ما د هغه د خوئي بوئي نه دا محسوسه کړې وه چې د دوئي دومره لوئي نوم،شهرت او عهدې نوکرئ او انعاماتو و اعزازاتو کې د دۀ خپل منډا ترړه ،اثر و رسوخ شامل نه وو بلکه هغه ما ته يو خوش قسمته او د خداد صلاحيت والا انسان ښکاريدو.او هر څه ئې پۀ خپل بخت او صلاحيت موندلي وو.
عقل مۀ غواړه بخت وغواړه رحمانه
عقل مند د بختورو غـــــلامان وي.
په قطر کې پوره يوه هفته هغه د سفير پاکستان د(فليګ)جهنډې والا په مرسيډيز ګاډي کې ګرځيدو.د اعظم صيب خوش بختي وه چې
د هغه وخت د پاکستان د سفارتخانے قائيم مقام سفيرښاغلي عمر خان علي شيرزي صيب د اعظم صيب شاګرد وختو.
هغه اول په خپل کور کې د اعظم صيب په درانوي کې يوه لويه ډوډئ وکړه ، چې په قطر کې مشيت د ټول پاکستان کموينټي خاص او عام وګړي ئې پکې راوغوښتل او په ډير فخر سره ئې اعظم صيب ته په خپل تقرير کې اول استاذ اوئيل او بيا ئې د هغه په جمله اوصافو خبرې وکړي.ورپسې رواياتي قبائيلي وريته (ډوډئ )او ورپسې د ډول سرنا په په خوږ تاريخي اتڼي ساز کې يو ستر اجتماعي اتڼ واچولې شو چې سفير صيب پخپله پکې داسې تاو راتاو شو چې په غورځيدو ئې ويريردلو او په څو کسه مو راونيو او خپل چوکئ کې مو کښينولو.
بيا ئې اعظم صېب ته خپل خاص د جنډې والا مرسيډيږ سره د ډرئيور مختص کړو او هم په هغه ګاډي کې اعظم صيب د سفارتخانے په اډيټوريم کې جوړ شوي لوئي پروګرام ته ورسولې شو.د سفارتخانے په دروازه کې هم د ډول سرنا سازينده د ډيرو مسافرو پښتنو سره والا ولاړ وو او د پښتنو اتڼ ئې ګرم کړې وو.د اعظم صيب استقبال لکه د وخت باچا په شان وشو.په دغه مشاعره کې اعظم صيب
د قطر او خليج په مسافرو يو زړه راښکونکې نظم هم واورولو چې سامينو ډير خوښ کړو.
اعظم صيب به د ډير ې مينې او عقيدت نه د قطر پښتنو مسافرو د ځان سره کله يو ځائے کله بل ځائے ته روان کړي وو او هغه به هم ډير په خوشحالئ د دغه ملګرو سره داسې روان وو لکه چې اعظم صيب د دوئي د ديرې ملګرې وي او په کلونو کلونو د دوئي سره ميشت وي.
په دغه دوره کې د اعظم صيب يو بل شاګرد هم چې نن سبا په قومي اسمبلئ کې ممبر دے او په قطر کې د قطر ټيلويزيون اليکټريکل انجنئير وو ښاغلې عثمان خان ترکي صيب په شيزان هوټل کې يوه لويه ډوډئ وکړه .دغه وخت مونږ سره ښاغلې منير اورکزئي صيب ممبر قومي اسمبلي هم د ټولنې وائيس چئيرمين وو.
يوه ورځ مونږ د الخور ګارډن ته د ټولنې د ټولو ملګرو سره په سيل تللي وو .هلته دا ذکر وشو چې رحمت شاه سائيل سره ډير زياتې وشو او مونږ ته پکار دي چې د دې خبرې پوښتنه وکري شي اول خو اعظم صيب څه نه وئيل خو چې دا خبره لږه ستغه شوه نو اول خو اعظم صيب مونږ ته د صبر او اسقامت نصيحت وکړو او چې جذباتي ملګري نه غلي کيدل نو لکه د يو 18 کلن ځوان په شان راپاسيدو چې زمونږ د دغه پروګرام نه چا په سازش پاتې کړو.اعظم صيب خو اول زمونږ په دې بحث کې هډو شامل نه شو خو چې کله ملګري ښۀ سنجيده شو نو اعظم صيب اوئيل چې پيرګدئي ئې يره د دې نه اوس څه جوړيږي.خو چې ملګري نور هم ګرميدو ته نزدې شول نو اعظم صيب اوئيل ،چي راځي بيا چې ورشو ورپسې چې نه قلاريږئ، چې پته ئې ولګي.
د اعظم صيب په دې معصوم حرکت ملګري داسې چپ شول او د دۀ د پښتون فطرت نه ډير زيات متاثره شول او بيا مونږ د اعظم صيب په مخکې داسې قسم بحث نه کولو فيصله وکړه.
چې کله د واپسئ تګ ته يوه ورځ پاتې شوه نو اعظم صيب ته خيال وشو چې ما خو کور ته فون هم نه دې کړي نو مونږ ورته د ټيليفون انتظام وکړو هغه وخت ګرځنده موبائيل عام نه وو.
اعظم صيب چې خپلو بچو سره په ټيليفون خبرې وکړې نو ما ته اوئيل چې ياره زما خو څه سامان پکار دے خو شرط به دا وي چې ما خپلې پيسې راوړي دي نو دا به زه پخپلو پيسو اخلم.
مونږ ورته حسب روايت هر ملګري خپلې ډالئ واخيستې خو د اعظم صيب د کور نه چې کوم سامان غوښتلې شوي وو نو هغه ئې پۀ تک شنه زور په خپلو پيسو واخيستو .د دې خبرې ذکر ما ځکه وکړو چې دې سره يو دلچسپه واقعه تړلي ده او هغه دا چې اعظم صيب ته په کور کې د مورا ګولډ بلينکيټ دوه درې دانو وينا شوې وه خو په سور رنګ کې د رواړلو ورته وئيلي شوي وو مونږ په هغه رنګ پسې ډير دوکانونه وکتل خو په مورا ګولډ کې سور رنګ نه جوړيدلو نو ما اعظم صيب ته درخواست وکړو چې کمبل سره مو کار دے رنګونه پکې څه کړې؟هم دغه پينک يا دا ګرې کلر به واخلو.
هغه اوئيل چې زما هم دغه خيال دے خو هغوئي د سور رنګ نه وئيلي دي او چي کوم ځائے مې نه ګريګي نو ولے ئې په زور وګروم.؟
والله که ئې يو سم.
ما ورته اوئيل چې اعظم صيب تا سره خو عذر شته کنه چې په دې برانډ کې سور رنګ نه وي.هغه اوئيل چې سور رنګ نه وي نو بيا بل رنګ زه نه وړم.
ما ورته اوئيل چې خير دے دا پوښتنه خو وکړه کيدې شي هغوئي درته اوائي چې بل رنګ راوړه.اعظم صيب دا سې شين سور شو او ما ته ئې اوئيل يار ته ما له کار ولے ګورې.خو خير چې ټيليفون ئې وکړو نو هم زما خبره صحيح وخته اعظم صېب ته مو د کمبلو بار جوړ کړو .قسم ئې وخوړو چې په خپلو پيسو به ئې اخلم نو وړم به ئې ګنې والله که ئې يوسم.
خير چې تر څو پورې نه وو تللې نو ماته به غصه غصه کيدو چې دا ستا د لاسه دا بار راته جوړ شو ګني زما خو سمه بهانه جوړه وه
کله چي اعظم صيب رخصتيدو نو د پاکستانئ سفارتخانې ډير وګړي بشمول علي شيرزي صيب او د قطر درنو پښتنو په ډيره مينه د ائيرپورټ نه رخصت کړو.
چې زه کله پاکستان ته راغلم نو اعظم صيب سره ملاقات ته لاړم دغه وخت اعظم صيب د پښتو ډيپارټمنټ چئيرمين وو .ما سره ئې په ډيره مينه ليدل وشول او د بيا په ليدو مې ځان ترې خلاص کړو
څو کاله پس چې زه بيا پاکستان ته لاړم،نو سم راته ياد نه دي چې بيا ما د اعظم صيب سره وليدل کنه خو يوه ورځ په ارکائيو هال کې د پښتو د عالمي ورځي په مناسبت جوړ شوي يو پروګرام کې مې وليدو.
زه ئې په اول نظر ونه پيژندم يو خو ما ګيره لرې کړې وه بل زه د تن نه هم لږ غټ شوې ووم ما ورته ګيله غوندې وکړه وئيل چې دغه ګيله زما ستا نه ده تا ته پته ده چې زما په کور کې کشران نارينه بچي نشته ټول واړه ماشومان دي او د دوئي ذمه وارو سره نور هم د نوکرئ او مړي ژوندې ته تګ راتګ ټول کارونه په ما دي. زه کال و سر په دې کې داسې انختي يم چې خواږه خواږه ياران پکې ډير وخت پس هم نه وينم.
په هغه ورځ زما خوش بختي دا وه چې زما ليدل د اياز داوزي صيب او قمر راهي غوندې لويو ليو ادبي شخصياتو سره وشول او د هغوئي د خصوصې مهربانه نظر لاندې راغلم خپل درانه درانه کتابونه ئې راپيرزو کړل او د افتخار حيسن ګيلاني ګورنر صيب سره مې هم ملاقات وشو.سليم راز صيب د شاعرانو د پاره په خپل تقرير کې د يو دفتر غوښتنه هم وکړه خو ګورنر صيب ورته اوئيل چې اوس زما د اختياره هر څه تللي دي.
2005 کې ما په پيښور کې کور واخيست دا کور بيخې داسې مضافتي غوندې ځائے کې وو خو الله دې دغه دروند مشر ته هغه دنيا ګل ګلزار کړي څو څو کرته زما کور ته راغلو زه به ئې د ځان سره کړم او کله ټي وي سټيشن کې د خپل ورور په دفتر کې کله په خيبر بينک کې يو خپل ملګري سره او کله سردرياب ته د مهيانو خوړولو په بهانه بوتلم او ټوله ورځ به مو سره تيره کړه.
يو ځل ما سره بطور خاص د اجمل بابا ديدن له هم لاړو.
اجمل بابا هغه ورځو کې دومره ضغيف نه وو هغه مونږ ځان سره ايسوړو د خوشحال بابا مزار ته بوتلو بيا ئې د اټک سيند د پل لاندې مو ډوډئ وخوړه او د اعظم صيب په صدارت کې هم د سيند په غاړه يوه مشاعره هم وکړه چې عکسونه ئې زما سره اوس هم خوندي دي.
چې کله اعظم صيب داکادمي ادبيات د خيبر پښتونخوا د څانګې مشر وټاکلې شو او د هغه مصروفيات زيات شول نو چې کله به زه راغلم نو د اعظم سيب سره به مې په پروګرامونو کې ملاقاتونه کيدل او په ټيلفون به مو د يو بل خبر اخيستو.
په 2009 کې د قطر سفير ښاغلي محمد اصغر صيب خواهش څرګند کړو چې زما استاذ اعظم صيب دا ځل پروګرام ته راولئ .ما اعظم صېب خبر کړو خو اعظم صيب راته اوئيل چې پاسپورټ مې ورک شوې دے او که معياد په اوختې دے خو چې ته پاکستان ته راشې نو بس زما پاسپورټ به تيار وي.
زه پاکستان ته راغلم خو د اعظم صيب پاسپورټ تيار نه وو.او نه بيا ورته چرته اوزګار شو.سفير صب دوه درې ځله پوښتنه وکړه خو دا بے نيازه ملنګ فطرته انسان پاسپوړت جوړيدو ته اوزګار نه شو
په 2011 کې اصغر افريدي ريټائيرډ شو او اعظم صيب راته اوئيل چې افريدي صيب هم ګيله کړې وه خو دا ستا د لاسه زه پاتې شوم.
ما وئيل ولے اعظم صيب؟ما څه ګناه کړې ده؟
اعظم صيب اوئيل چې د 1992 په شان که ته ما پسې يو ځل بيا لګيدلې وې نو کيدې شي ما پاسپوسټ جوړ کړې وې.
خير بيا ئې پخپله اوئيل چې يار زه والله چې اوس بيخي نه اوزګايريږم يو خوا بچي هم لوئي شول سکول ته وړل غواړي .دا نورې اضافي زمه وارئ هم راباندې دي مړې ژوندې ،کلي بانډې ته هم ځم راځم نو بس داسې مصروف يم چې تپوس مه کوه.
په 2011 کې ورسره يو ځل بيا د دمورنئ ژبو د عالمي ورځ په مناسبت جوړو شوو دوه غونډو کې ورسره شريک شوم يوه د اکادمي ادبيات په خپل دفتر کې او بله د پريس کلب په بلډينګ کې هم په يوه ورځ دا دواړه دستورې وشوې.
دا ځل په 2012 کې چې زه وطن ته راغلم نو څو ورځې پس په 8 نومبر مې د امريکې نه راغلې يوې اديبې ميرمن نرګس سيماب په اصرار ورته فون وکړو چې اعظم صيب مونږ درسره ليدل غواړو.
هغه زما په ټيلفون ډير خوشحاله شو.وئيل دا ځل دې دومره وخت تير کړو.بيا ئې اوئيل چې چرته به سره اوينو؟
ما وئيل چې مونږ خو اوس د يونيورسټئ کيمپس نه راوتلو په ګاډي کې روان يو نو تاسوبه چرته ئې؟
هغه وئيل چې يو ځل ښار ته تللې ووم او بيا نشم تللې ځکه چې ستړې يم خو اوس ماشومونو پسې يونيورسټئ ته ځم ،تاسو ځائي وښائي نو زه به درشم.
ما چې د هغه د ستومانئ واوريدل نو ما وئيل چې خير دې اعظم صيب بل وخت به سره اوينو تاسو ستړي هم ئې او ماشومانو به هم درسره ځي نو بيا بله ورځ به شي
هغه اوئيل ځه سمه دۀ خو يو خو په څوارلسم پروګرام دے هغلته به سره اوينو بل دا چې د پروګرام نه مخکې ليدل هم ضروري دي.
ما ورته اوئيل چې سمه ده ډاکټر صيب زه به پخپله درته فون وکړم.
د پروګرام نه مخکې ورته جوړ نه شوم د پروګرام د پاره ملګري محمد علي په خپله ټيليفون وکړو او دوه ځل مسيج هم راغلو خو زما قسمت ورسره په ژوند د ليدلو نه وو.پروګرام ته د خانه فرهنګ بلډينګ ته زه احتجاجا نه تلم ،ځکه چې هګوئي د مشرانو هم تلاشي اخلي .دوه ورځي پس په فيس بک يو شور جوړ شو چې اعظم اعظم د دې فاني دنيا نه کډه يوړه.
په سحر مې د رځرو په اديره کې په تابوت کې وليدو .ټوله ملامتيا مې په ځان اوائيله.
په دې خبره ډير زور راغلو چې هغه ما سره ليدل غوښتل ،خو ما نه غفلت وشو.
او د زمانے د د ې لوئي نابغه شاعر د ديدن نه محروم پاتې شوم
يوه ورځ به د غـــــــــږ وشي علي خانه
چې فلانکي هم لکه ګرد و غبار تير شو
23 نومبر 2012پيښاور