Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لږ راتم شه لارویه
08.01.2014
زما دزیاتو دوستانو په غوښتنه درته نن په دې واورین سهارکې دعربی ادب دجاهلیت دپیر دیوتن غوره او نامتوشاعر امرئ القیس دمشهوري قصیدي ژباړه ډالۍ کووم .
دا نظم دعربي شاعر امرئ القيس دعربي قصيدې ژباړه ده.نوموړی دنبي عليه السلام لۀ بعثت څخه وړاندې تيرشوی دی ، دده دشعر په ښۀ والي اوفصاحت دعربي ادب پوهان اوشاعران سره يوه خولۀ دي ، او دعربي ادب ځينې تاريخپوهان خوپه دې اند دي چې دامرئالقيس داقصيده په کعبه شريفه ځړول شوې وه.
عبدالحلیم همت
لږ راتـــــــــــم شـــــــــــه لارويه
غم دياركې اوښكې توى كړو
داچې نښې يې ورانــې نۀ دي
ها ديــاركې اوښكې توى كړو
د((لوا)) دســـــــــــر دپاســـــــــــه
په شــــــګلـــــــــــــــنه ډيره كۍ
د((دخول ))، ((حومل)) ترمنځه
په دې پــــــــــــلـــــــنه ډيره كۍ
داچې نښـــــــــې يې لاپـــــــاتې
داچې اوس هم په خپل حال دي
ساتنـــــدوى د دوی بـــــــادونه
دجــــــــــنوب او دشــــــمال دي
داچې يو خــوايې ((توضح ))دى
داچې بل خوايې ((مقرات ))دى
داچې پچـــــــــو نه يې ډك اوس
ټول ميــــــدان او عرصــات دى
داچې ډك يې هريــــــــــــــولورى
دهوســــــــــــــــــــــو لۀ تورو پچو
ته به وايې پچې نۀ دي
دي دانې دتـــــــــــــــــــورو مرچو
هاسهـــــــــــــــار مې نۀ هيريږي
آ چې بار پـــــكې اوښــــان شول
ها چې پاتې شــــــــــــوم يواځې
اچې دوى رانه روان شــــــــــــول
دكيـــــــــــــــــــــكرو لور ته لاړم
غـــــــــلي غـــــــــــــلي مې ژړلې
لكــــــــه مات څوك مړه غوني
اوښــــــــــكې زما هسې بېدلې
ټول ياران مې راتـــــــــــه راغلل
راچاپيـــــــرل شول خوا وشانه
وى يې مــــــــــــــۀ ژاړه ملګريه
ځـــان دې مــړكه ، لۀ خفګانه
خوهۍ شتـــه رسم دارس كې
زمابل يومســــــــــــــــيحاڅوك
خپلې اوښــــــــــــــكې تويومه
تردې نشـــــــــته بل شفا څوك
نۀ چې داغـــــــــــــــم و يواځې
نورهــــــم ډيرو ډير غمـــــــونه
ام الربـــــــاب ام الحــــــويرث
چې )ماسـل (كې يې كورونه
دهغوبېــــــــــــلتون بېــل غم و
رڼې ورځې مې تيــــــارې وې
هغـــــــــو هــــــــــــــم وم ژړولې
هغــــه وخت مې سترګې سرې وې
چې به پاڅــــېدې خـــــوارۀ به
څه خـــــــواږۀ خـــواږۀ بويونه
ته وا بــــــاد دنسيـــــــم راغى
دلونګــــــــــوپه باغــــــــــــــونه
خـــــــونه داســـــې نوهم نۀ ده
چې ټول عمـــــر مې خفګان و
داسې ورځې هـــم وې ډيرې
چې مې مل ښكــــلی جانان و
نۀ چې ټـــــول عمـــــــــــر ژړيږم
داخـــــــو جز و په يو كــــل كې
هغه ورځ عـــــــجـــــبه ورځ وه
هاچې وم ((داره جــُـلجـــــُل ))كې
هـــــــاچې ماكـــــــــړله حلاله
خپــــــــله اوښــــــه جينكوته
هــــاچې وږې وې په لار كې
هــــــــاګلرخــــــــــه جينكوته
اوســـــــامـــــــــان زمــــــاداوښې
يې تقســـــــــــيم كۀ په اوښانو
هرچاخــــــپــــــله برخـــــــــه يوړه
هرچانيــــــــــــم كۀ په اوښـــــانو
هـــــاغــــــــــــه هم عجب منظر و
چې داوښ غوښې پخې شوې
ټــــــــولو وخــــــــــــــــوړې تربسه
ټــــولې جونې پرې مړې شوې
پســـــــته بل عجـــــــيب منظر و
پر بوټيو ويشــــــــــــتۀ پيل شو
ځـــــــــــونډي دارو سپينو وازګو
پر پـــوټــــــــــيو ويشتۀ پيل شو
هـــغه ورځ چې ورداخـــل شو م
كجـــــــاوې دعُنيـــــــــــــــــــزې ته
هــــغـــــــــه ورځ چې ورنږدې وم
ډيرنــــــــږدې وعُنيــــــــــــــــزې ته
هـــــــغه ورځ چې په غوســــه وه
هــــــغه ورځ چې يې ښيرې كړې
ويل يې مـــــړشې ،زماښپې به
بيـــــالۀ پلي مزل ســــــرې كړې
ويل يې زمااوښ دې ټپي كړو
هـــله ژركــــــــــــــــوه تلوار كړه
هله اوښ نه مې كــــــــــــــوزيږه
هله ژرشه خداى دې خواركړه
دايې ويل په داسې حــال چې
كجــــــــــاوه وه ، كـــــــږه شوې
كجـــــــــــــاوه ديــــــــــوۀ تن وه
داپه دوه وه كــــــــــــــــــږه شوې
ماوېل پريــــــــږده داوښ واګې
ځي دې هرخــــوا ته چې درومي
ماشـــــــــــــــړه مـــــۀ دې مېوونه
داكــــميږي نۀ په شـــــــــــــــــومي
مړې ســـــــــــــتاپه شانې ډيرې
بلا انجــــــــــــــونې راپسې دي
جــــــــونې څه چې امـــيدوارې
پس لنــــــــــــګونې راپسې دي
ســــــــتاپه شانې ډيرو انجونو
ته دشــــــــــــــــــــپې يمه ورغلې
اميـــــــــــــــــدوارو پس لنګونو
ته نږدې يمـــــــــــــــــــــه ورغلى
دوى به خـــــــــــــــپله ماته ګرانې
يو شيــــــــــــــبه كې شوې مايلې
په مستۍ به راســـــــه سرشوې
لۀ بچـــــــــــــــــونه وې غافـــــلې
په يوڅنګ به شوې وروړاندې
چې ماشــــــــــــــوم به پــــه ژړاشو
نورې وې به زماغيــــــــــــــــــږكې
ټول نظــــــــر به يې په مــــــــــاشو
دغــــــــــــــونډۍ په ســر يوځلې
تقــــــــاضــــــــــــايې نۀ منـــــــــله
يومظبــــــــــوط قســـــم يې وكړ
استثــــــــــنا يې نۀ منـــــــــــــــله
ماويل پريــــــــــږده فاطمـې نور
دانخــــــــــرې مۀ كړه پـــخـلاشه
اوكه غـــــــــواړې چې جــــلاشې
نوبيابېــــــــــــــــله په رضـــــا شه
ته غـــــــــره يې چې ستـــــامينه
به مامـــــــــــــړكړي بې اجـــــــله
ياچــــې زړۀ ته مې څـــــــه وايې
نــــــــــومني به يې هركـــــــــــــله
كـــــــه زمــــــــــــاياري دې بدې
يادې بدې كـــــــوم عادت شي
نوبيـــــــــــــــازړۀ كه رانه صبــــر
زمازړۀ به هم راحــــــــــــت شي
په ژړا دې هـــــــــــــــم پوهيږم
داچې كـــــله ليمې سرې كړې
داته غــــــــــواړې په دې غشو
زمــــــــــــــازړۀ زرې زرې كړې
زۀ ورغـــــــــــــلې هاخېـــموته
چې چـــــــــــانۀ شو وركتــــــلی
هاغـــــــــــــه سترو جينكوته
ښـــــــــــــه ډاډه يمـــــــه ورغلى
ښۀ ډاډه يې خــواته ناست وم
ذره نۀ يـــــــــــــــــــم ويرېـــــدلی
زۀ لۀ هاپېــــــــــــــــــــرو اوښتی
زۀ لۀ هاپېـــــــــــــــــــــرو راغلى
چې ټــول وريت وو لۀ غوسې نه
خوكاش څه يې شواى كولاى
چې مې وږي مرګ ته ناست وو
خــوكاش زۀ يې شواى وژلاى
هوورتلـــــــــم چې په اسمان به
ثريـــــــــــــا په ځــــــــــــــليدو شو
لكـــــــه هار دمســـــتې پيغلې
به هرخـــــــــــــــــواپه ځليدو شو
زۀ ورتلـــــــمه داسې وخت كې
لـُئالي يې نۀ و په غــــــــــــــاړه
بس دخـــــوب جامې په تن كې
نوركـــــــالي يې نۀ وو په غاړه
نوركـــــــــــالي به يې ويستلي
دخيمې ترپــــــــــردې شــــــاته
خـــــوب يې نۀ وو بې لۀ مانه
انتظــــــــــار به ناسته مــــــاته
چې يې وليــــــــدم نو ويل يې
تابانې كــــــــــــــــړې زماختمې
تانه لار دخــــــــــــلاصي نشته
تالانې كـــــــــــــړې زماختمې
بس په خداى مې دې سوګند وي
ته بې لارې به ســــــــــــــــــم نۀ شې
ته عجــــــــــــــــــبه ليـــــــــــــــونې يې
په هيڅ لارې به ســــــــــــــم نۀ شې
چې بــــــه اووتـــــــــــــــــــو پېرو نه
دې به خپـــــــــــــــــل سـالوراښكلو
دښپــــــــــوښاپې به شوې ورانې
دســــــــــــــالو په راښــــــــــــــكدلو
چې به تېــــــــــــــــــــرشو قبيلې نه
او ميـــــــــــدان تـــــــه به نږدې شو
چې چاپېـــــــــر ه ترې غونډۍ وى
نورومـــــــــــــــــــان ته به نږدې شو
لۀ كمڅـــــــــــــو به مې راكش كړه
شـــــــــــــوه مايله به زمالـــــور ته
نرۍ مـــــــــــــــلا پيړې پنـــډۍ به
ښه راټيــــــــــــــټه شوه لۀ پـــورته
نرۍ مـــــــــــــلا اوچســــپه ګېډه
تكـــــــــــــــــه سپيــــــــنه ځليدله
سيــــــــــــــــنې سپينې اومهينې
دهــــــــــنـــــــدارې په څيـــــر ګله
دوَجـــــــــرې سيمې هوسۍ ده
يوه ستــــــرګه باندې څاركړي
په يو مـــــــــخ و ماتــــــــه ګوري
او بل مخ رانه كـــــــــينــار كړي
دهوســـــــــــــۍ په څيريې غاړه
خــوبدرنــــــــــــــــــګه لويه نۀ ده
هـــــــــــوګــاڼــــــه يې هم په غاړه
خالي غــــــــــــاړې سويه نۀ ده
تكې تـــــــــــــورې تــــورې زلفې
يې په مـــــلاښايسته پرتې دي
دكجــــــــــــوري دګــــــنـــــګوري
په څـيــر ګڼې دي ، پستې دي
او اوږدې اوږدې كمــــــڅۍ يې
ان ترښـــــــــــــپو پـــورې رسيږي
تــــــــــــردې چې پاس دڅـــــڼــــــــو
پســـــــتو زلفـــــــــــوكې وركيږي
تـــــــه به وا دظـــــب چينجي دي
نرمې ګــــــــــــوتې سره ســــــــرونه
سپينې ســــــــــمې لـــكــه وي چې
داسحـــــــــــل سپين مسواكــونه
دادمشــــــــــــكو ډك پالنــګ كې
ترغــــــــــرمې پـــــــورې ويده وي
ملانوڅـــــــــــله تړي كــــــــــــــارته
چې بې شمېـــــــــــريې خدمـــه وي
تــــــــــه بـــه وا دراهبــــــــــــــــــــــانو
يولارښــــــــــــــــــوده منــــــــــاره ده
په سپــــــــــين مخ يي رڼـــــــــاكړې
دشــــــــپې هره تيـــــــــــــــــــــــــاره ده
نو پــــــــــــه دې رنګه ښــــكلانه
زاهدان هــــــــــــــــــم نۀ صبريږي
بيالاداچې دبـــــــــــــــــوډيــــــانو
او وړومنــــــــــــځ كې دريـــــــږي
خو ټــــول خلـك چې پاخه شي
لۀ دې كـــــــاره راوزګــــــارشي
خو زمــــــــــازړۀ ستـــــالۀ مينې
خداى خبرچې تـــوبه ګـــــارشي
ســــــــــتادمينې په بــــــاره كې
ډيركــــــسان دي ماشـــــــــړلي
ماپه ســــــــــخته ځـــواب كړي
ناصحــــــــــــان دي ماشــــړلي
ستاپه مينــــــــــــــــه كې راغلي
په ماډيرې داســـــــې شپې وې
تــــــــورې تــــــــــورې ډارونكې
ته بۀ وا دسيــــــــــــــندڅپې وې
دوى راوړي ډيـــــــــــرغمــــــــــــونه
دوى غوښــــــته ماامتحان كړي
دوى غوښته چې مابې زړۀ كړي
دوى غوښـــــــته ماپښيمان كړي
ماپه دغــــــــــه وخت كــــــې ووې
دې اوږدو او درنــــــــــــــــوشپوته
په مــــــــــــلانيغــې ســــــينه وتې
شاراويســـــــــــــتې تيـــــــارورته
چى شپې ژركـــــــوه روښان كړه
دسبــــــــاروښـــــــــــــــــــانه لورى
خوســـــــــباترتاښـــــــــــــــه نۀ دى
لۀ سبــــــا هم يـــــــــــم زړۀ تورى
هغه شــــــــــــپې عجبـه شپې وې
دســــــــــــــــبا درك يې نۀ و
تـــــكــــــه تـــــــــــوره تيـــــــــاره وه
درڼــــــــــــــا درك يې نۀ و
جج
تابه وې په لــــــــــويــــــــــو تيګو
پـــــــــــورې ســــتوري دي تړلي
دكتـــــــــــان په څورســـــــــــــــــيو
چې نۀ ښــــــــــــوري دي تړلي
ماډيرځـــــــــــــــلې ستادپــــــــاره
داوبو ګـــــــــــــــــــــــــوډي راوړي
لۀ ډير لـــــــــــرې خولــــې نيولي
په اوږوګـــــــــــــــــــــوډي راوړي
زۀ ډيـــــــــــرځلې ســـــــــــتادپاره
ډيــــــــــــــــرو ژرندونه تېرشوى
وې دخــــــــــــــــره ګيډې ته ورته
داسې كنــــــــــــــــدونه تيرشوى
چې نارې پكــــــــــــــې وهـــــلې
وږو وږوشــــــــــــرمخـــــــــــــــانو
ته به وى مات جوارګـــــــــــردى
چې وي پلار دڅــــــــــــوبچيانو
ده چې چيــــــــــــغه كړه ماوويل
ته مې وروريې زۀ دې وروريم
ته غـــــــريب زۀ هم غـــــــريب يم
ته بې كــــــوره ، زۀ بې كـــوريم
موږ چې څـــــه هم لاس ته راوړو
يوســــات لاس كې بياپناه وي
څــــوك چې دغه كانې كانــدي
تل په بــــــــــــرخــــــــه يې ژړاوي
هاغـــــــه اس باندې به سوروم
چې ښۀ چــــــاغ كم يې ويښته و
دومــــــــــره وخته چې مرغان بۀ
لاپه ځـــــــــالــــــــــــوكې ويده وو
هغــــه اس عجـــــــــــــبه اس وو
تيـــزچارګـــــــــــــام به ځغلېدلو
مخــــــكې وروسته تۀ په منډه
په تيـــــــــزۍ راګــــــــــــرځيدلو
هغـــــــــــــه اس عحبـــــــه اس و
ډيرچـــــټك ډيـــر يې هيبت وو
څومـــــــــره لوى څومره چټك و
هرعــــــــــــــادت يې دصفت وو
ته به واچې لـــــــــويه تيـــــــګه
كـــوم سيلاب ده مخكې كړې
په ټــــــــــــوپونو ښكـته درومي
دغرۀ اب ده مخكې كړى
څــــــــــــــه نرۍ مزې يې ملاوه
چې خپل زين ترې خويېدلو
نورســـــــپاره پرې نۀ شوتللى
ومهيــــــــــــــــــن ترې خويېدلو
وه دسيــــــــــــــــندمهينه تيګه
چې بــــــــــاران ترينه خوييږي
چې پرې ښپه ټينګيدی نۀ شي
ټــــــــول شيان ترينه خوييږي
خــــو _ نه دومــــــره خوارهم نۀ دى
چې په لاره نۀ شــــــــــــــــــــــي تللى
مزى دى خو چټـــــــــــــــــك درومي
بل يې نۀ شـــــــــــــــــي لانديستلى
چې تيزۍ كې به خـــــــــــــــوله شو
ترپهـــــــــــــــــــاربه يې شروع كړ و
لـكه دېګ په جـــــــــوشيدو شي
يوشغــــــــــــــار به يې شروع كړ و
چې به نــــــــــــــورو تيز اســــو نو
لۀ ښـــــــــپوپورتــــــه كړه ګردونه
چې به ســـــــــــــتړي وو ستومانه
چې رالنـــــــــــــــــــډ به يې ګامونه
دې به بيـــــا په داسې وخت كې
دباران لۀ څـــــــــاڅــــــــــكو تيزو
دتيـــــــــــــــزۍ مثــــال يې نشته
لۀ چارګـــــــــــــام يې پورته خيزو
دومــــــــــــــره تيزچې سپكی سپوريې
لۀ ملاايســـــــــــــــته غـــــــــــــــــــورځولو
كه مـــــــــــــــاهر سپور به لږ ټينګ شو
لۀ جـــــــــــــامويې خلاصــــــــــــــــــــــــولو
تابه وى چې دكـــــــــــــــــوچنيـــــــــــانو
كاغــــــــــــــــــــذي پــــــــرپــــــــره كى دى
تيزتـــــــــــــــــــاويږي اوشغــــــــــــــــيږي
پرمـــــــــخ ځــــي پــــــــــــــرپـــره كى دى
داســـــــې تيزلكــــــــــــــــه ماشــوم چې
لاس تيز مخـــــــــــكې وروسته وړينه
چې يې تاو پــــــــــــــــرپــــــــــره كى شي
چې پــــــــــــــــوره يې دزړۀ ميـــــــــــــنه
دهــــــــــــــوسۍ په شــــــــــان يې تشي
دفيلــــــــــــمرغ په شان يې پښــې دي
دليــــــــــــــــــــــــوه په شان يې مـــنــــډه
دګيدړعــــــــــــــــــــادات پــــكـــې دي
نه په ويــــــــــــره ګيـــــــــــــــــــدړ نۀ دى
دګيــــــدړ وهي ټـــــــــــــــوپــــــــــــــــونه
دى چـــــــــــارګـــــــــام مخ ته روان وي
شـــــــــــــــــاته پاتى نـــــــــــــــور اسونه
بــــــــــــــلا اس دى بـــــــــــــلاشى دى
بـــــــــــــلاهرڅــــــــــه نۀ چــــــالاك دى
خـــــــــــــوبى شــــــــــــرمه ګوره نه دى
ښۀ باشـــــــــرمه حياناك دى
خپل عـــــــورت يې هميش پټ وي
په لــــــكـــــۍ اوږده مــــــــهيـــــــــــنه
سيــــــــــنه پراخــــــــــــــه لوى اندامې
جلبــــــــــــــوي دســــــــــــــــــــــړي مينه
ته وامـــــــــــــــــلايې پلـــــــنه تيـــــــګه
چې خوشــــــــــــــبوپرې ميــــــده كيږي
ياټكی پــــــــــــرې مړغـــــــــــــــــــــوني
يانكـــــــــــــريزې پرې ټكـــــــــــــــــيږي
په سيــــــــــــنه يې داسې ښكــــــاري
دمخــــــــــــــــكښو غـــــــــواوو وينې
ته وارنګ دی دنكــــــــــــــــــــــــــريزو
په ږمنځـــــــــې ږيرې سپيـــــــــــــــنې
په دې حال كې راښكــــــــــاره شوې
ســـــــارانۍ مســـــــــــتې غـــــواګانې
تــــــــه بـــــــــه وا د(( دوار)) بت وې
باكـــــــــــــــرې منجـــــــــــــــــــــــورانې
نــــــــــــــــــوې پېـــــــــغلې نوې نوزې
لۀ دوار كـــــــــــــــــــــــــــــړي طوافونه
يې اغــــــــــــــــوستي ســـراپـــــــا دي
لوى پراخـــــــــــــــــــــه څـــــادرونـــــــه
چې يې پام شــــــــــــــو زموږ لور ته
نوپه ځـــــــــــــــغاسته شــــــــاته لاړې
تــــــــــورې سپينې تيت پـــرك شوى
پنــــــــاه ګـــــــاه تــــــه شـــــــــاته لاړې
ته وا اميـــــــــل دخـــــــــرمـــــــورو و
چـــــــــــاشــــــــــــريف ماشوم په غاړه
چـــــــې لۀ مينې پــــــــــــــــــرې ټپيږي
مــــــامـــــــــاګــــــان اوتــــــرونه دواړه
چې آس وليـــــــــــــــدې دادومــــــــره
تــــــــــرهيدلې ښــــــــــكلې غـــــواوې
په يـــــــــــــوترپ ترې مخـــــكې لاړو
ته واپښې يې په هـــــــــــــــــــــــوا وې
په يـــــــــــــو رپ كې يې راګـــــيركړې
دغـــــــــــــــواګــــــــانو مخـــــــــــكښانې
دومــــــــــــــره ژر چې منـــــــــــــــظم وې
لاهـــــــــــــــــــــــا روســـــــــــــته راروانې
يوه غـــــــــــــــــــــــوا اويو غــــوايي يې
كـــــــــــــــړه په بيــــــــــــــړه كې رالاندې
دومـــــــــــــــره ژر چې خــــــــــــــــوله نۀ و
وچ لـــــــــ¬¬¬ــــرګې و لانـــــــــدې بانــــــدې
بيــاپــــــه دوه ډلــــــــــو تقسيم شو
ټـــــــــــولــــــو غوښــــــــــه پخــــوله
چاكټـــــــــــــوۍ وه بانـــــــدې كړې
چاسيخـــــــــــــــــــانوكې منــــــــډله
چې لۀ دې كــــــــــاره راخــلاص شو
نومـــــــــــــاښـــــــــــــام و راروان شو
داس نـــــــــــــــــوره ښـــــــــــكلا هيره
خوچـــــــــــــــارګــــــــــام و راروان شو
بېرته شاته