مارنيونکی(پاډو) خپل مار وواهه!
ليک : عزت الله ذکي
كه څه هم په جګړو كې د ماشومانو كارونه څه نوې خبره نه ده، خو اوس دما شومانو د ګومارنې او په جګړو كې ترې د استفادې مېكانېزم فرق كړى. افغانستان او پاكستان په سيمه كې دوه داسې هېوادونه دي، چې په جګړو كې د ماشومانو د كارونې بېلګې په كې ډېري تر سترګو كېږي. د بشري حقونو تر څنګ، د ماشومانو د ملاتړ نړيوالو ادارو هر ځل، په دواړ هېوادونو كې د ماشومان پر حالت خپله اندېښنه په ډاګه كړې. څو ورځې مخ كې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او كلتور وزير ميا افتخار حسين له خبري رسنيو سره په خبرو كې وويل ((تروريستان د نشه يي توكو په واسطه ماشومان پيدا كوي او بيا په پاكستان كې ځانمرګي بريدونه په كوي)) ښاغلي حسين وويل، چې د پاكستان په پېښور او لكي مروت سيمه كې يې پنځه ځان وژونكې ماشومان نيولي دي، چې د نشه يي توكو په واسطه ځانمرګي بريد ته چمتو شوي وه. نوموړي وويل، تروريستان د دې كار لپاره لومړى ماشومان اختطافوي او بيا يې د نشه يي توكو په واسطه بريد ته برابروي. په پاكستان كې هم، په دې وروستيو كې ځان وژونكې بريدونه زيات شوي. په پاكستان كې د بشير بلور وژنه، د دغه راز بريدونو ترټولو ستره بېلګه ګڼل كېږي. د بشير بلور تر وژنې مخ كې په شمالي وزيرستان وانه كې هم، څو پر له پسې ځان وژونكې بريدونه وشول. د وزيرو قوم په شورا كې ځانمرګى بريد وشو، چې په كې ګڼ شمېر جرګه والو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاكستان پر سياسي مشرانو په دې وروستيو كې ځان وژونكې بريدونه زيات شوي. د مولانا فضل الرحمن څخه نيولې، تر شېرپاو، اسپنديار ولي او مولانا سميع الحق پوري، اوس د دغو حملو روانه كړۍ رسېدلې. د بشير بلور وژنې، هم د پښتون قام او خپل فعال سياسي ګوند، د ملګرو شمزۍ تر ډېره بريده كږه كړل. دا بريدونه اوس تر مهارولو تېر شوې او په پاكستان كې يې قبيلوي، سمتي قومي ژبني او سياسي بڼه خپله كړې. د محسودو او وزيرو قوم تر منځ وروستى روان كشمكش، هم د همدغو نا معلومو ځان وژونكو بريدونو څخه سرچينه اخلي. سياسي شنونكې وايي، چي دا بريدونو اوس زياتره د همدې بريدونو پر مخكنيو طراحانو ډېر شوي، ځكه په پاكستان كې په داسې سياسي او قبيلوي مشرانو هم، په دې وروستيو كې ځانمرګې بريدونه شوي، چې د پردې تر شاه اصلا نېغ په نېغه، د دغه راز بريدونو په ترسره كولو كې لاس لري او د بريد ګرو روزنتونونه لري. اوس داسې برېښې چې لوبه بل ډول روانه ده او هغه دا چې هر څوك كولاى شي، چې د ځان د نامشروع غوښتونو د تطبيق په خاطر، پر مقابل قوم، ډله، ګوند، حكومت او سمت باندي په سيمه كې ځانمرګى بريد وكړي، ځكه چې د بريدګرو پيدا كولو او ګومارلو مېكانېزم اوس ډېر ساده شوى، نو په همدې اساس يو وړه ډله او حركت هم په اوسنيو شرايطو كې د ځان د دفاع لپاره ځانمرګي روزه لاى شي (د نشه يي توكو كارول او د ماشومانو ګومارل) د تروريزم د فورمول يوه برخه ده، كه څه هم په پاكستان كې يوولس كاله وروسته ولسي وګړي، د دې واقعيت په اړه فكر كوي.خو دايو منل شوى حقيقت دى، چې زموږ د كور لمبې به حتماً د ګاونډي د كور دېوالونه هم وسوځي. مخ كې د همدې بريدونو طراحانو، دا بريدونه د يو بې وزله او فقير ملت لپاره طراحي كول، مګر نن خبره بل ډول شوه (مارګير خپل مار وواهه) اوس به دا مار د دې كور نور غړي هم ووهي، تر څو چې ختم نه كړل شي، خو متاسفانه اوس به د دې مار نيول او ختمول هم ساده كار نه وي، ځكه تر ختمولو مخ كې به مار هم خپل كار وكړي. په هر صورت، لر او بر پښتون د باچا خان خبره ده (يابه يو كېږي، يابه وركېږي) ټوله سيمه اور دى او په منځ كې يې موږ سوځو. ابزار د اور موږ يو. د دې جګړې څخه د خلاصون راز په ملي وحدت، ورورولۍ، اتفاق،مينه، اخلاص او ملي اتحاد كې نغښتى دى. پر موږ تپل شوې جګړه پردئ جګړه ده، تروريزم يوه بېګانه پديده ده، ځانمرګي د بل چاه اله ده، خو په منځ كې يې لر او بر پښتون كړېږي.
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه