(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

هم هغه کوڅه ده

هم هغه کلې هم هغه کوڅه ده
زړه مي پکښي نه لګي چې څه قيصه ده

زما خو هسی هم ده ډيره خوښه
ښائسته ښائسته وړه وړه ده

نن دا سپوګمئی هم رانه مخ پټوی
خدائ خبر دا رانه په څه خفه ده

زه دا خپل شلېدلي ګرېوان ژاړمه
ته دې ته ګوره د خندا نه شنه ده

ما خو له ازله بس هم مینه تا سره کړې
ستا حسسن پخوانې دې که زما مینه زړه ده

دا خو یو کړئ وه چه تا تیره کړه
لا خو د دردونو سلسله پرته ده

سترګې دې شرمېږي راکتې نه شي
بیا دې جوړې کړې څه نشه مشه ده

زه ورته په شعر کې د زړه حال ووایم
دا راته زر وائی شاعری دې خه ده

رنګینه ستا شعرونه د پیښور ګلونه
هره مصرعه دي د کابل منړه ده

نور ووسيدئ نهء شم پهء دي خلقو ليونو کښي
ځم چرته ووسيږم به پهء لري تورو غرو کښي

نور کارونه هم د پښتنو کوه زړګيه
ټوله پښتو نهء ده پهء څادر او پهء څپلو کښي

د توبي نه پس چه بيا پهء ګناه سر شم
نو پښتو مي جوړي نشته پهء توبو کښي

دا چه تا تري کډه کړي ده زړګيه
زړهء مي نهء لګی د کلی پهء کوڅو کښي

ووس دي زلفي مخ نه لري کړه سحر کړه
چي ټول عمر مي تير نهء شی پهء تيرو کښي

ستا ميني پهء رشتيا جوړ ليونئ کړم
چه مي شماری ليونی هم ليونو کښي

پهء خړه پړه پښتنه ليلا ميئن يم
رنګينه ليکم پري شعرونه پهء ساده پښتو کښي

داسې درته نهء وايمه نه کنه
لږ خو مې خبرې ته غوږ ږده کنه

ځان له راته ووايا چې څهء وائ
د دنيا مخکښې مې ياره مهء رټه کنه

لاړو چې جانان دلته تهء څهء کوې
څهء شی ته ايسار ئ خو پاڅه کنه

هغه غلطی مې راته نيغه نيغه مهء کوه
شل ځله خو وشوه بس پريږده کنه

زهء خو ستا خبرې هميشه وړمه
تهء مې هم خبره کله وړه کنه

ستوروسپوږمئ هيره کړه چې وېلیدې
هسې دې اسمان کښې ځليده کنه

عشق سړئ پهء شاړو سر کوی منم
خو کله کله کور ته خو راځه کنه

رنګين خو نور درنه څهء نهء غواړې
لږ ورته مسکئ شه نو بيا ځه کنه

Hamhagha Kotza da ,By: Altaf Momand


بېرته شاته