(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوراکي توکيو خواږه انځورونه او...

د خوراکي توکيو خواږه انځورونه او ترخه رازونه

ډاکټر لمر

ټولو ته څرګنده ده، چې د نړۍ نفوس ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او نن سبا په نړۍ کې څه د پاسه اووه ميليارده خلک ژوند کوي. د نړۍ د نفوس لوړې کچې په انسانانو کې د لوږې ګواښونه، ناروغي، جګړې او نورې بدمرغي هم رامنځ ته کړې دي، چې اوسمهال يې په ميلياردونو خلک قرباني دي او ټوله نړۍ يې د خوراکي توکيو د کمښت له ګواښنې سره مخامخ کړې ده.

 نن سبا پوهان په دې توانېدلي دي، چې د جين-انجينيري په مرسته په غله جاتو، ميوه جاتو او يو شمېر سبزيجاتو کې داسې جنيتيک بدلونونه رامنځ ته کړي، چې د دغه خوراکي توکيو د حاصل کچه لوړه کړي، خو انسان د طبيعت په دغه برخه کې د لاسوهنو په ترڅ کې د کومو نورو بدلونونو، ګواښونو او رنځورونو د رامنځ ته کېدلو سبب کېدلی شي، ننني پوهان ليا پوره نه پوهېږي، ځکه د جين-اينجينيري صنعت يوه نوې پدېده ده او د پوهنې دغه برخه بشريت ته ګټوره ښکاري، مګر ګواښوونکې هم کېدلی شي تمامه شي، مګرپه افغانستان کې د طبیعي ښورې ترڅنګ د يوريا يا نيتريک اسيد لرونکي کيمياوي توکې هم په کرنه کې کاروي، چې خپل ناغېړ اغيز د انسانانو په روغتيايي حالت پرېږدي، خو افغان دولت د خوراکي توکو د بدمرغيو دغه اړخ ته پام نه کوی، دخلکو خبره يو ټولنيز غوبل دی، چې پر مظلوم ولس يې راڅرخوي!

تاسو ته به معلومه وي، چې نن په پرمختللو ملکونو کې د حيواناتو په روزلو او جسمی وده کې هم پوهنيز او جينيتيکي توګې کارول کېږي، چې چرګې يې په هګۍ ورکونکې چرګانې او ځناور يې په غوښينو سنډه ګانو، شودې ورکونکي غواګانو او سوربو چرګانو وېشلي دي، د نورو ځناورو له نومونو به تېر شم، خو له دغه ستر صنعتي پروسيجر سره ځينې پټې ګواښنې او بربنډه ننګونې هم نغښتې دي، چې هغه د ځناورو د ژر لويېدلو لپاره د هارمونونو تزريقول، په خوراکه توکيو کې ګڼشمېر کيمياوي مواد ورګډول او زياتزه حيوناتو ته د انتيبيوتيک ورکول دي، چې خپل ناغېړه اغېز په بشري ټولنه کې پرېښودلی شي، چې دګڼشمېر هارموني ناانډولتيا او انتاني ناروغيو ګواښونه ورسره شته دی.

په لويديز ملکونو او که ښه ووايم په پرمختللو ملکونو کې ځيني قوانين جوړ شوي او خلپل خلک له دغو ناخوالو ژغوري، ځکه نو دمرغمري پر مهال چرګان ټول له منځه وړل کېږي او د واکسين کارول منعه دي. د نورو حيوناتو د ناروغېدو په ترڅ کې هم ټول له منځه وړل کېږي، مګر په وروسته پاتيو ملکونو لکه افغانستان غوندې په توبرکولوز لړلي څاوري هم پلورل کېږي او هم خوړل کېږي، چې هرومرو د ناروغي د سرايت ګواښ ورسره شته دی. افغانان به بيا ما ګرموي، چې ګواکي زموږ خلک بې وزلي دي، نو د دغه ناوړې پديدې مخنيوی نه شي کولی او ته مو پر پرهارونو مالګه دوړوې!

بايد ياده کړم، چې د دغه ليکنې سکالو ځينو داسې پېښو ته ځانګړې شوې، چې د صنعتي پرمختګ او ګواښونو تر څنګ د يو شمېر داسې توکيو بربنډ تجارت او پټو ننګونو ته نغوته کوي، چې د څو داسې موادو په سپړلو کې به تاسو ته داسې معلومات وړاندې شي، چې د حللاره يې د ټولو لپاره ستونزمنه ده، ځکه ځينې شيان د نورو په لاس موږ ته تيارېږي، خو په اړه يې پوهېدل اړين دي.

په خوراکي توکيو کې داسې مواد کارول کېږي، چې له جلاتينه جوړ شوی دي. جلاتين د ځناورو د بدن د ارتباطي (نښلونکو) نسجونو د يو پروتين چې کولوجېن (cologne) نومي تر لاسه کېږي، مګر د دغه مواد پټه ننګونه يا بشري ګواښنه په دې کې نغښتې ده، چې دغه ماده (جلاتين) په څه ډول او له څه شي تر لاسه کېږي.

نن سبا په نړيواله کچه په کال کې تر ۳۰۰ ميليونه ټنه جلاتين په صنعتي توګه تولېدېږي، چې ۸۰ سلنه يې په امريکا او اروپا کې توليدېږي او پاتې ۲۰ فيصده يې په آسيايي ملکونو کې جوړېږي، چې زياتره يې غير اسلامي ملکونه دي، مګر اسلامي ملکونه د خوراکي توکيو په جوړولو کې هرومرو جلاتنين کاروي، چې جلاتين د اروپايي ملکونو لپاره يوه ځانګړې (E441/E442) شمېره هم لري، خو غرنی مسلمان به پرې خبر هم نه وي.

جلاتين په شيرينيو (مارميلاد)، پټاسو، پودين، جيلي او کانسرو شويو مرباوو کې کارول کېږي، مګر د افغان کش شيرينيو په اړه معلومات نه لرم. پرته له خوږو پټاسو جلاتين د سينګارتونو په توکيو (مېکوپ، لبسيرين، رېمل ...) کې هم په پرېمانه پيمانه کارول کېږي. د جلاتين اړينه دنده په خوراکي توکيو کې د پودين، جيلي او يا نورو شرينيبابو ګاټه کول دي، يعنې سرېښناک يا نښلونکی خاصيت لري. جلاتين همدا ډول د بير (آب جو) او واين (شراب) په جوړولو کې هم خپل صنعتي ارزښت لري، ځکه د واين د روڼوالي لپاره هم له جلاتينه کار اخيستل کېږي.

ولې ما دغه ماده د دغه ليکنې اړينه موضوع وګڼله، نو را به شم دې ته چې جلاتين له څه شي جوړېږي او په څه ډول يې صنعت کار کوي. جلاتين په صنعتي ملکونو کې د خنځير له پوستکي او هډوکو (۷۰٪)، د غويو او غواګانو له څرمنې او هډوکو (۲۴٪) او پاتې برخه له نورو وژل شويو ځناورو تر لاسه کېږي، ځکه ما ته هم د جلاتين په اړه دغه معلومات اړين وبرېښېدل، چې ستاسو سره يې شريک کړم.

د خنځير غوښه، غوړ او داسې نور انساج په اسلام، یهوديت او يو شمېر نورو دينونو کې حرام دي، مګر ستونزه د مسلمانانو ده، ځکه مسلمان تجاران چې افغانستان او داسې نورو ملکونو ته د جلاتين پوډر واردوي، آيا دوی په دې پوهېږي، چې څه شی اخلي او پر چا يې پلوري! او يا دا چې لکه په ټولو کارونو کې وايي «ضرورت بود روا بود!»، مګر دغه دريځ يو تجار له ټولنيز، روغتيايي، ديني او مذهبي مسؤليته نه خلاصوي، ځکه نو په دغه ليکنه کې دغه پېښې ته يوه اړينه نغوته کېږي، چې ناپوهي پوړنی له دغه پېښې لرې شي!

ما په ډېرو ځايونو کې یهودان ليدلي، چې د خنځير له خوړو يې ډډه کړې او په هغه تبۍ چې د خنځير غوښه پخه شوي وي او بيا نوره پرې پخه شوې وي، نو دوی ډډه ترې کوي او نه يې خوري! مګر ډېر مسلمانان په مکدونالد، چيپبرګر او داسې نورو سنېکبارونو او هوټلونو کې صنعتي يا فابريکوي همبرګر، هاټ ډاګ او ساسچ خوري، چې په منځ کې به يې څه وي، نو يو الله پرې خبر دی، مګر مسلمان ته چې دغه خبره وکړې، نو وايي، که دوکاندار حلال پرې ليکلي وي، نور نو زما مسؤليت نه دی، عجيبه فکرونه او عجيبه هم ذهنيتونه!

د خنځير غوښه پرته له مسلمانانو او يو شمېر هندوانو او سېکانو، يهودان هم نه خوري، خو ويجيتريان (vegetarian)، چې نباتي توکي يا سبزيجات يې خوراک دی او د حيواناتو يوازې شودې، پنېر، مستې او يا هګۍ خوري، نو د جلاتين له ګواښ سره لږ مخامخ کېږي، مګر وېګانيستان (veganist) بيا بله ډله ده، چې د ځناورو هېڅ ډول توليدي شی نه خوري، دوی حتی شودې، پنېر او مستې هم نه خوري. د دوی خوراک يوازې سبزيجات او ميوه جات دي، ځکه نو دغه خلک د جيلاتين له خوړولو هم ډډه کوي، ځکه د جلاتين بديل چې له سمندري بوټيو او يا هم ميوه جاتو تر لاسه کېږي، د خوراکي توکي په توګه کاروي.

په خوراکي توکيو کې د جلاتين بديل هم شته، مګر چې ويې نه پېژنې نو وا به يې اخلې په څه! ځکه دغه بديل تر جلاتينه هم ګران دی او هم يې توليد ستونزمن دی. دغه مواد د پيکتين (Pectin) او اَګار-اَګار (Agar-Agar) په نامه يادېږي. پکتين چې د (E440) شمېره لري د مالټو، سنټرو، زردآلو او نورو ميوه جاتو له پوټوکي او نښلېدلو پردو تر لاسه کېږي، خو دغه ميوې بيا د ګرمو سيمو مېوې دي، چېرې چې بيا هم صنعت نه شته، ځکه لويديز ټولنو ته ګران تمامېږي، چې پکتين توليد کړي، مګر مسلمانان خو غواړي خوندور پودين، خواږه مارمېلاد او نڅېدونکی جيلي وخوري.

دويم بديل اَګار-اَګار دی، چې د (E406) شمېره لري او د سمندرونو له سروبوټيو بېلېږي او زياتره په شريلانکا کې په صنعتي توګه توليدېږي. د دغه مادې توليد ډېر کم دی، ځکه ټولو ته نه رسېږي او شريلانکا هم د نړيوال روغتيايي صنعت لپاره دغه دروند صنعت رامنځ ته کړی، ځکه په موډرنه ميکروبيولوژي کې له دغه مادې د ميکروبونو د کلچر لپاره ګټه اخيستل کېږي. 

پرته له دې د عربي ژاولې نوم هم لکه نښلونکې ماده يا سرېښ يادېږي، چې د (E414) شمېره لري او زياتره لکه د پاڼو سرېښ او يا هم د فلم جوړلو په تخنيک کې کارول کېږي. دغه ماده د عربي عکاسي په نامه ونې (Acacia Arabica) له شيرې څخه تر لاسه کېږي، چې دغه ماده ليا ۵۰۰۰ کاله مخکې په مصر کې عربو لکه سرېښ کاروله، خو په خوړو کې نه کارول کېږي.

د جلاتين ډنډوره يوازې په خوراکي موادو کې نه ختمېږي. له جلاتينه د درملو په جوړولو کې هم په پرېمانه توګه کار اخيستل کېږي. د تابليتونو او کپسولونو پوښ هم له جلاتينه جوړېږي، ځکه چې درمل له مرۍ او معدې ښوی تېر شي، چې د معدې د تېزاب (حصارې) د اغېز په ترڅ کې درمل له منځه لاړ نه شي او يا يې اغېز کم نه شي؛ او بيا په کولمو کې درمل په آساني وشړېږي، چې بيا درمل خپل اغېز په کولمو کې پرېږدي او يا هم د کولمو له لارې وينې ته وزبېښل شي، ځکه نو د درمل د ژغورنې لپاره دغه دجلاتين پوښ ورکول کېږي.

په دغه ليکنه کې د خوراکي صنعت ځينو داسې اړخونو ته نغوته وشوه، چې په اړه يې پوهېدل اړين برېښيدل. د دغو توکيو او يا صنعتي خوراکي موادو کارول زموږ روغتيا ته په نېغه کوم ضرر نه رسوي، مګر موږ د دې مسؤليت لرو، چې د خوراکي توکيو په اړوند خپله ټولنه خوداکتفا کړو، نو بيا له پوهنيزې لړۍ سره سم خپل پاک او حلال خوراکي مواد توليدولی شو، چې له يادشويو ګوښونو خپله ټولنه او خلک وژغورو.

پايله

په ګڼشمېر اديانو کې د خنځير د غوښې، غوړيو او نورو توکيو خوړل حرام ګڼل شوي دي او يا خپل پيروان يې له خوړلو منعه کړي دي. موږ مسلمانانو ته هم خنځیر يو حرام ځناور ياد شوی دی. په ننني صنعت کې داسې توکي او يا مواد له بېلابېلو ځناورو تر لاسه کېږي، چې ډېر خلک يې په اړه معلومات نه لري. تاسو ته سپارښت کېږي، چې کله خوراکي توکي اخلی نو د جوړښتپاڼې (ingredients) په برخه کې يې معلومات ولولی او له هغو موادو څخه ډډه وکړی، چې جلاتين پکې ګډ شوي وي (E441/E442). له بل پلوه دغه معلومات مسلمان تجارانو ته نغوته کوي، چې د خوراکي توکيو په واردولو کې دغه اندېښنې ته ځير شي او اسلامي عالمان بايد په دې برخه کې رغنده فتوا صادره کړي، چې د اسلامي نړۍ اُمت څه وکړي!

په درنښت

- بېرته شاته