په جرمنی کې داسفند یار ولی خان په و یاړ غونډه جوړه شوه
[16.May.2006 - 17:30] د پښتنو سوسیال د موکرات ګوند PSDP دپښتنو د منلی مشر ، زړور پښتون سېاستوال اودعوامی نشنل ګوند ANPمرکزې صدر ښاغلی اسفندیار ولی خان په ویاړ دجرمنی د لیورکوزن په ښار کی په 12.05.2006 نیټه یوه درنه غونډه چی په اروپا کی دلری اوبری پښتونخوا د بیلابیلو سیمو پښتانه/افغانان پکې راټول شوی وو جوړه کړه. غونډه د ماښام په 7 بجو د پښتنو سوسیال ډ موکرات ګوند PSDP دوهم مرستیال محمد شیرین ګردیوال پرانیستله. د PSDP جنرال سکرتر هدایت بنګش له خوا مشر میلمه او راغلو میلمنو ته هرکلی وویل شو. د غونډی په پیل کی ګډون کوونکی د پښتنو د دوو سترو مشرانو ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری او ارواښاد خان بابا خان عبدالولی خان د مړینی له امله ودریدل او دیوی دقیقی لپاره يی سکوت وکړ. ورپسی د PSDP د خپرونو چارو مشر عزیز سرشار په خپله مقاله کی وویل: ننۍ غونډه چې د پښتنود ټولنیزولسولیز ګوند PSDP له خوا جوړه شویده چې د پښتنو منلی مشر ښاغلی اسفند یار ولی خان او لر او بر پښتانه پکې راټول دی دهیواد د هغه ستر سړیتوب (شخصیت) برکت دی چې د داسی ګڼ شمېر غونډو،جرګو، کنفرانسونو او سیمینارونو بنسټ ایښودونکی و، چې لر او بر پښتانه ئې تل په یو ټغر راټول کړی و. خپل قوم او اولس ته ئې بې ساری هراړخیزه، تل پاتی اونه هیریدونکی خدمتونو کړیدی. هغه د هیواد ملی منلی اوستر ولسی سړیتوب (شخصیت) د پښتون قامی وحدت خدمتګار، ادیب ، شاعر، څیړونکی، لیکوال، ژورنالست، ساپوه، د باچا خان د نظریو پیرو،د پښتونخوا د تاریخ ځلیدونکی ستوری، زړور مبارز، د کونړ دوهم سید جمال الدین افغان، د پښتنو دټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party-PSDP بنسټ ایښودونکی او مرکزی مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دی. دا هغه حساس قام پرست پښتون وچی کله ئی د شعور په درشل قدم ایښی دی نو د پښتون قام د یووالی ارمان له ئی اوږه ورکړی اود ژوند تر اخری سلګۍ پوری ددغه ارمان په تکمیل پسی سروهلی او بروهلی ګرځیده. د ژوند ټوله برخه ئی پښتو، پښتونولۍ ،پښتون قامی وحدت ، وطن او د اولس خدمت ته وقف کړی وه. تل ئی د پښتنو د یووالی بیرغ اوچت ساتلی وو. دپښتون قامی وحدت،ملی حاکمیت، استقلال او حقوقو کلک مدافع و. اروا ښاد ستوری نه یوازی د افغانستان په دننه کی بلکی د سیمی په سیاسی مبارزېنو کی لوړ مقام لرلو، او د ډیر محبوبیت لرونکی قومی او ولسې مشر وو. چې د پښتنود تاریخ یو ژوندی باب دی چې پښتانه به پری تر عمره ویاړی. محمد اجان یا ر