شارجه: د ګوندلومړی مرستیال پښتنوسره لیدنه وکړه
[21.Mar.2012 - 17:11]
21.03.2012
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال دعربی هیوادونودسفر په لړکیکی دده په ویاړ جوړو شویو غونډو کی ګډون وکړ.
ښاغلی ګردیوال د ۲۰۱۲ع کال د مارچ د میاشتی په ۲مه نیټه دشارجهپه ملی پارک کی ، د ۲۰۱۲ع کال د مارچ د میاشتی په ۹مه نیټه د ښاغلی سوچه ګل او ښاغلی بیدول خان په دیره کی او دغه راز د ۲۰۱۲ع کال د مارچ د میاشتی په ۱۱مه نیټه د ښاغلی تاج الدین ګردیوال په دیره کی په عربی هیوادونو کی میشتو لرو او برو پښتنو/افغانانو، ملی سوداګرو اود پښتنو ځوان کول سره لیدنه کتنه وکړه.
د غونډو او ماښامیو ګډونوالو ښاغلی محمد شیرین ګردیوال ته تود هرکلی وکړ او له ده څخه ئی هیله وکړه چی پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پهموخو او پروګرام او دغه راز د هیواد په سیاسي حالاتو رڼا واچوی .
ښاغلی محمد شیرین ګردیوال په دغه غونډو کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په کار، هلو ځلو، مبارزه،بنسټیزه، موخو،هدفونو او د پښتون قامی وحدت د احساس د راژوندی کولو او بیدارولو رڼا واچوله، او ددوئ یو لړ پوښتنو ته ئی ځوابونه وویل . د غونډو ګډونوالو د نظرد څرګندولو په لړ کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ګوندي کارونو د لاګړندیتوب په هکله دهر اړخیز ملاتړ ژمني وکړی.
دغونډو په پائی کی دګوند لومړی مرستیال ښاغلی ګردیوال د ښاغلی حاجی یادګل ،ښاغلی عبدالظاهرخان ، ښاغلی حاجی وارث خان، ښاغلی جاوید خان ، ښاغلی عبدالرشید مومند ، ښاغلی خیرالله ګردیوال ، ښاغلی ریاض خان ګردیوال او ښاغلی فیض محمد څخه مننه وکړه