(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مينه ، ارمان ، زړګي
مينه نه وه سور تنور وه پكي اور شوم
ليوني شوم د خندا د كلي كور شوم
ستا لیدل خو تیره غشی وه زخمي شوم
منزل ورك شو په ژړا شوم په هر لور شوم
ستا ليدو خو ماته عمر دوزخي كړه
د بد نوم په طومتونو باندي تور شوم
اوسوم اور شومه ايره شوم راته ګوره
ته جدا شوي زه اخته اوس په پيغور شوم
بس نعيم دي په الله(ج) سپارم دلبره
ستا په غم كي ليوني شوم اوس په ګور شوم
________________
ارمان
زه به سل ځله تري زار شم
كه يي سل ځلي پكار شم
زما تن ده زما خاوره
تري قربان زه په څو وار شم
كه په بده څوك ورګوري
ورته سترګو كي به خار شم
ستا به نوم زما په خوله وی
له ګړنګه كه ګذار شم
دا وړوكي ښار مي زړه دي
صدقه شم له ننګرهار شم
چه بهار شولو خزان ستا
زه به هم خپله بهار شم
چه دی نوم زما په خوله شي
نو بيا څو ځله تكرار شم
ستا په غيږ كي د هر بوټي
چه تر وينو مددګار شم
چه په لاس يي جوړولي
زه دي بيا هغه نجار شم
د نعيم ارمان په زړه دي
ستا په خاوره چه هوښيار شم
________________
زړګ
كله خنديږي زړګي
كله ژړيږي زړګي
د چا له غمه ربه
كله ودريږي زړګي
څومره وفا ده زړه كي
كله هيريږي زړګي
ته دي كبرونه كوه
كله بديږي زړګي
دا ستا له ميني ياره
كله صبريږي زړګي
زما په مينه به ستا
كله یادیږي زړګي
چه رقيبان ژوندي وي
كله رغيږي زړګي
د چا په مينه كي نن
كله رسيږي زړګي
نعيمه بس كړه مينه
كله خپليږي زړګي
Naeem Akhlas
بېرته شاته |