(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایا پښتانه په کلتوري اوتاریخي...

ایا پښتانه په کلتوري او تاریخي ډول ترهګر دي؟

د ډیورنډد کر ښې دواړو خواو ته پښتانه ژوند کوي، دا خلک خپل دود دستور او ټولنیز تاریخ لري او د سیمې په سیاسي او کلتوري مزل کې يې یو پیاوړې کردار لوبولې دی.
تاریخ پوهان وايي، دا ټوله سیمه د ګندهارا تهذیب کور پاتې شوی دی او هم له دې ځایه د بودا (Buddha) د امن او مینې پیغام د نړۍ نورو برخو ته رسېدلې دی.
خو له تېرو څو لسیزو دا سیمه د تشدد په لمن کې ده او دلته د مذهب په بنیاد بېلابېلو ټولیو د ټوپک په زور په ولس د خپلې خوښې د عقیدو منلو لار خپله کړې ده.
په دغه تناظر کې ډېر خلک دا پوښتنه کوي چې پښتانه ولې تشدد ته مایله دي؟
په جرمني کې میشت لیکوال او څیړونکی ايډوکیټ  علي خان محسود (مسید او مسود هم بلل کېږي) وايي، د پښتنو کلتور د امن، له یو بل سره د مرستې په اصولو ولاړ دی خو په سیمه کې د اقتصادي بدحالۍ او سیاسي واک د نه شتون له کبله ځینې خلک د ترهګرو تنظیمونو له خوا بې لارې شوي دي .
دی وايي، د پښتنو کلتور اصلاً پر سولې ولاړ دی.
ښاغلی محسود وايي، له بهره خلک راوستل شول او د پښتنو روحاني اسلام یې په سیاسي اسلام ور بدل کړ او بیا د خلکو حلالول پیل شول.
په سیمه کې د پښتنو د یوې پرامنه ټولنې مثال د سوات د ریاست په شکل کې زموږ مخې ته دی.
په کال ۱۹۱۷ کې د سوات پښتنو د یوې جرګې له لارې د یو ریاست بنیاد کښېښود چې د خلکو په دود دستور او مذهبي روایتونو ولاړ وو او په ډېره لږه موده کې يې د سیمې ولس ته د ځان او مال له حفاظت سره، سره د هغوی د پرمختیا لړۍ هم مخ پر وړاندې بوتلله.
په سوات کې د امن او قرارۍ پرځای کولو بنیادي اصول څه وو؟
په دې اړه د سوات د والي لمسی او د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی عدنان اورنګزیب وايي چې درې خبرې وې:
٬٬لومړی پاچا صاحب ویل چې زه به ستاسې د ژوند و مال ذمه وار یم. دویم، د انصاف او قانون ورکول د ریاست ذمه واري ده او درېیم دې سیمې ته به ترقي ورکول کېږي. نو چې دا درې بنیادي ذمه وارۍ حکومت پوره کړي، او مشر دیانتداره وي نو همدا وجه ده چې د سوات مثال په نړۍ کې ورکول کېږي.٬٬

د پښتنو کلتوري او سیاسي پوهان وايي، پښتانه د خپل رسم و رواج، عادتونو او فکر په حواله پر امنه خلک دي او که چېرې علمي او اقتصادي پرمختیا ته يې پام وشي نو په سیمه کې د ترهګرۍ د روانې لړۍ په مخ نیوي کې یو پیاوړې کردار لوبولای شي .

بلخوا د مشال راډیو ګل ایاز وائي چې په دې وروستيو کې د پاکستان د پوځ له خوا په جنوبي وزيرستان کې د ګاډو د زغلولو يوه مقابله شوې وه چې د پوځ په وینا، په دې سيمه کې امن پرځای شوی.
همدا راز، په سوات کې هم وخت په وخت د پوځ له خوا مېلې جوړېږي چې نړۍ ته دا وښيي چې په سوات کې تر کاميابو پوځي عملياتو وروسته امن پر ځای شوی.
کارپوهان وايي، که څه هم پوځ او حکومت په دغو سيمو کې د امن راوستو خبرې کوي، خو حقايق له دې ډېر بیل دي.
د دوی په وينا، له جنوبي وزيرستانه بې کوره شوی خلک لا تر اوسه په کيمپونو کې ژوند کوي، او په سوات کې هم خلک خپل خان محفوظ نه ګنې.
تېر کال په سوات کې وسله والو طالبانو ۱۵ کالنه ملاله يوسفزۍ ويشتلې وه. هغې د نجونو تعلیم له پاره مبارزه کوله.
د قبايلي چارو کارپوه عبدالسلام وزير وايي، په جنوبي وزيرستان کې د ګاډو زغل او يا په نورو ځايونو کې مېلې جوړول يوه ښه خبره ده خو پوښتنه دا ده چې د عامو خلکو له پاره په دې کې څه دي؟
٬٬د داسې مقابلو پرځای په دغو سيمو کې څومره تعليمي اداری تباه شوې، هغه دې بيا جوړې کړل شي. له سهېلي وزيرستانه خلک بې کوره شوي او په څلورو کيمپونو کې ژوند کوي نو حکومت د هغوی له پاره څه کړي دي؟ په کار دا ده چې لومړی دغه بې کوره شوي خلک په خپل کورونو کې اباد کړل شي. د پوځ په نګرانۍ کې څو کسان په داسې مقابلو کې برخه هم واخلي نو زه په دې فکر يم چې دا يو حوصله افزا خبره ده خو د عامو خلکو له پاره په دې کې څه هم نشته.٬٬
عبدالسلام وزير زياتوي، له دې سيمې په زرګونو خلکو کډې کړې دي، نو بايد لومړی د دغو کډوالو د پرځای کولو له پاره ګامونه پورته شي.
د دي تر څنګ په قبايلي سيمو کې له بشری حقونو سرغړونې هم کېږي. د جنوبي وزیرستان کډوال مرستو تر لاسه کولو له پاره ځان راجسټروي

​​د بشری حقونو د څار نړيوالې ادارې د پاکستان په اړه د ۲۰۱۲ کال په يو رپورټ کې ويلي چې پوځ او حکومت د وګړو د ژوند په خوندي ساتلو کې ناکامه شوی.
د بشری حقونو کارکوونکی کامران عارف په قبايلي سيمو کې د بشری حقونو د حالت په اړه وايي:
((
د بشری حقونو يوه مسله دا ده چې له قبايلي سيمو خبر په سمه توګه نه راځي، نو ډېر خلک بې خبره دي چې په دغو سيمو کې څه روان دي؟ په خلکو څه تېرېږي؟ د حکومت د عملياتو خبر راځي خو د عامو وګړو د حالت په اړه سم رپورټونه نه راځي. په دې سيمو کې ډېری مسلې دي، چې موږ ته ځېنې ښکاري او ځېنې نه ښکاري. اوس داسې يو حال روان دی چې دا مسلې دومره لویې شوي چې ډېرو خلکو ته د دی حل هم نه ښکاري.))
خو پوځ او حکومتی چارواکي وايي، په دې سيمو کې امن راغلی نو ځکه تفريحې غونډي جوړوي.
د خيبر پښتنونخوا صوبايي وزير واجد علي خان وايي، په سوات کې مکمل امن پرځای شوی او په دې سيمه کې، په هر قسمه لوبو کې مقامی خلک په ګڼ شمېر کې برخه اخلي. واجد علي خان دغه خبره رد کړه چې ګني په مېلو کې له بهره خلک راوستل کېږي:
((
دلته د مېلو پروګرامونو کېږي، په دې کې ګڼ شمېر مقامی خلک ګډون کوي او د خپلو جذباتو څرګندونه کوي. خلک به هر څه وايي، خو موږ په دې مېلو کې مقامي او له بهره خلک راغواړو او په دې کې خپل شرکت يقيني کوي.))
کارپوهان په دې اند دي چې تر څو په جنګ ځپلو سيمو کې د امن راوستو په موخه جوړو شویو مېلو، غونډو او يا په مقابلو کې د مقامي خلکو ګډون نه وي، تر هغو ټول ګامونه بې ګټي دي.

- بېرته شاته