دولت خالي کوپړۍ
دولت خالي کوپړۍ خو (ميک اپ) کړی سټايل غواړي
په افغانستان كې د نورو سياسي حركتونو ترڅنګ، پېچلې توده تبليغاتي جګړه هم روانه ده. پاكستان، ايران، القاعده ، وسله وال طالبان او ځيني بهرني هېوادونه، ټول په افغانستان كې د خپلو شخصي موخو لپاره رسنۍ لري او د همدې لارې د عامه اذهانو د مغشوشولو وژونكې او زهرجن تبليغات كوي. په افغانستان كې تر وسلوالي جګړې اوس تبليغاتي جګړه څو قدمه وړاندې ده. ايران او پاكستان هېوادونه په افغانستان كې د تبليغاتي جګړې اساسي او اصلي سټي تشكيلوي، ګڼي ږغيزي، تصويري، چاپي او برېښنايي رسنۍ په افغانستان كې د پرديو هېوادونو او يا هم ځينو لاس وهونكو كړيو او ډلو ټپلو ګټي تمثيلوي. وسله وال طالبان، حزب اسلامي او ان القاعده هم خپل رسنيز فعاليتونه په افغانستان كې په ښه پراخ مټ ترسره كوي. په تېرو يوولسو كلونو كې يوازي څومياشتي وړاندې، د حكومت دې ته پام شو، چې د تورخم بارډر له لارې هر سهار په سلګونو چاپي رسنۍ افغانستان ته راځي او دلته نو بيا په شعوري او غېر شعوري ډول په يو عجيبه تكتيك توزيع كېږي، د چا كور ته د نانوايي لخوا په ډوډۍ كې ځي، او د چا كور ته بيا د كيك، غوښو، كباب، سبزيجاتو، ښيښه پاكولو... او داسي نورو پلمو ځي او څوك يې بيا د جالبو خبرونو لپاره رانيسي، او بيايې نو سياسي برخه هم لولي او تر اغېزلاندي يې راځي، په هر ډول چې وي سهار د پاكستان اخبار په مستقيم او يا غېر مستقيم ډول، د هغه ولايتونو د وګړو تر كورونو، هټيو او هستوګن ځايونو رسېږي چې د ايران او پاكستان سره ګډه پوله لري او يا هم نا امنه دي. د افغانستان دا دوه ګاونډي هېوادونه، نه يوازي بهرنى خبري توليد دلته رالېږي، بلكې كورنى توليد او رسنيز فعاليت هم لري. د زياتو بې ادرسه رسنيو شتون او ګونګ فعاليت، ولسي وګړي پر رسنيو بې باوره كړي. څو ورځي وړاندې رسنيو خبر وركړ، چې په سوېلي ولايت هلمند كې وسله وال طالبان پر خلګو خپل د جګړې تبليغاتي سيډيګانې وېشي، البته دا كومه نوې خبره نه ده، د وسله والو طالبانو تبليغاتي سېډياني اوس د افغانستان په زياتره ولايتونو كې د يو زيات شمېر ولسي وګړو پوري رسېدلي، زياتره وګړي په خپل موبايل كې د طالبانو ترانې او يا هم د جګړې ويډوګانې لري. په تېرو يوولسو كلونوكې وسله والو طالبانو په تبليغاتي ډګر كې دافغانستان دولت ته ماتي وركړې. تېره اوونۍ د كندهار ولايت د امنيت شورا په اوونيزه غونډه كې چې د والي توريالي ويسا په مشرۍ جوړه شوې وه، هم د مخالفينو سره د ښې مبارزې په موخه د تبليغاتي جګړې پر اړتيا خبرې وشوې. كندهار والي وويل، وسله والو مخالفينو په ټول برخو كې ماتي خوړلې، خو يوازي د تبليغاتي جګړې له لاري د خلكو د وېرولو او خپل شتون ښودلو په لټه كې دي. نوموړي دا هم ووويل، چې د مخالفينو په وړاندې بايد تبليغاتي جګړه پياوړې شي. په افغانستان كې اوس تر بل هر وخت، تبليغاتي او مطبوعاتي جګړه روانه ده، وسله وال طالبان او القاعده هم پراخ رسنيز فعاليت لري، دوى خبرې ويبسايټونه، مجلې، اخبارونه، تبليغاتي تصويري ويډيوګانې، فلمونه ، شفاهي او تحريري بېلابېل نشرات لري. په همدې ترتيب، دا خلي ګوندي سياستمداران هم خپل سليقوي رسنۍ لري. ګاونډي هېوادونه هم ځان ته رسنۍ لري او تبليغات كوي. دېته په كتو د حکومتي رسنيو فعاليت پر نشت حساب دى. د دولت رسنۍ به څوك له درانه خوبه ويښوي؟ وسله وال طالبان څلورويشت ساعته په انټرنيټي ويبپاڼو كې ورځنۍ پېښي منعكسوي، سياسي او تحليلي مطالب خپروي، خو حكومتي رسنۍ بيا څلورويشت ساعته وروسته، د يوې پېښي ايله يا پخلى كوي او يايې هم ردوي او بس. په سميه ييزو دولتي ټلوېزيونونو كې له خبرونو پرته بل څه نسته، ځكه اصلاً دا وړتيا نسته چې پر يوه موضوع د ملي ټلوېزيون له څپو د ورځي دوې درې سياسي تبصرې پر روانو حالاتو او موجوده شرايطو خپرې شي. تبصرې كلې غواړي، خو دلته بيا زياتره وګړي د معاملو په اساس راغلي نو ځكه دوړتيا تمه هم ترې نه شي كېداى. هره ورځ ناخوالي وينو، خو پر ناخوالو د حقايقو ليكلو جوګه نه يو، هسي دولتي څوكۍ مو اشغال كړي دي. دولت دي په تبليغاتي ډګړ كې ځان له طالبانو سره نه مقايسه كوي، هغوى په دې برخه كې تر دولت زيات فعاليت لري، د هغوى يو وياند، خو ټولو رسنيو ته په يو وخت رسيدګي كوي، زموږ په زرګونو دولتي وياندويان چې په زرګوزنو ډالره معاش اخلي او هره اداره مو وياند او ليكوال لري، خو په اوونيو ښاغلي نه پيدا كېږي، خپل مسووليت نه پېژني او ان د ژورنالېزم نړيوال نورمونه ترې ماتېږي، دوى دا د خپل ځان مسووليت نه ګڼي چې د بهرنيو زهرجنو تبليغاتو په وړاندې ودرېږي او تر ادارې يو متر دباندي (بهر) هم پر ملي منافعو ولاړي خبري وكړي. زياتره دولتي وياندويان، خپل وخت په (ميک آپ) او ځان جوړولو تېروي. ښه سټايل، خالي كوپړۍ، خلك د دولت په كار دي، په هر ولايت كې ورته ستونزه ده، دوالي پيدا كول تر رئيس جمهور ګران كار دى او د خبريال او مرستيال پيداكول يې تر وزير، بيا وروسته نو دا خبره مطرح كېږي چې د جګړې تبليغاتي اړخ بايد پياوړى شي. هغه كسان چې ځان په دې برخه كې فعال بولي، لومړى دي هغوى حاضر شي او دا قرباني دي وركړي، وزير خو څه كوې يو والي او ښاروال څوك نه سي پيدا كولاى چې د ملي منافعو دفاع وكړي او د يو خبريال سره د ستونزو پر هوارۍ خبرې وكړي فقط، هرڅه تر كنفرانسونو او غونډو پوري محدود دي. دا اوس سره د دې چې هر ولايت ځان ته پوره مطبوعاتي بوديجه لري، كاركوونكې لري او د ټولو اسانتياوو درلودونكې دي، خو پيدا كول او مطبوعاتوته حاضرول يې د مرغۍ پى ( شيدې) دي هر يو يې انځرګل دى، نه يې والي پيدا كېږي، نه يې ښاغلى مرستيال او نه يې جناب وياند، په داسي شرايطو كې نو بيا په تبليغاتي ډګر كې بريا نا شونې ده.
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه