پښتنه سندرغاړې غزاله جاويدووژل شوه
[18.Jun.2012 - 21:51]
دپښتو ژبې نوميالۍ ،تکړه، خوږغږی او ښکلې سندرغاړې غزاله جاويد او دهغې پلارد روان ۲۰۱۲ع کال د جون د میاشتی په۱۸مه نیټه ددوشنبی په ورځ دماښام پرمحال دپیښور په ډبگرۍ کې د پښتو ژبی کولتور د دښمنانو له خوا ووژل شول .
غزاله جاويد په ۱۹۹۰ ع کال کی د پښتونخوا دسوات په سيمه کی زیږیدلی وه. د پښتو موسیقۍ او هنر سره ئی د ورکوټی والی راهیسی مینه او علاقه لرله اوپه۲۰۰۴کال کی ئی دپښتو موسيقۍ په ډګر کی په سندرو ویلو پیل وکړچی په لږ ه موده کې ئې دخپلی هنری زیرکتیا له امله د پښتنوپه زړونو کې ځايې پیدا کړى ؤ.
غزاله جاويددلوی پښتونخوا په لر او بر بیلابیلو تلویزیونونو ، محفلونو او کولتوري ماښامیوکی ګڼ شمیر سندری ویلې چی د پښتو موسیقئ لمن ئی ډکه کړی ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له اړخه ورته د۲۰۱۲ روان ع کال د اکست په میاشت کې د جرمنی بلنه هم ورکړ شوی وه چی دجرمنی سربیره ورته په اروپائی هیوادنو کی هم د کلتوری ماښامیو د جوړلو لړ په نظر کی نیول شوی ؤ.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon Social Democratic Party (PSDP) دغزاله جاويد په مړينه دژور خفګان څرگندونه کوی د دی مړینه دپښتني کلتورلپاره يوه ستره ضائعه بولی. روح دی ښاد وی.
***
PESHAWAR: Anti Pakhtungunmen shot dead famous Pushto singer Ghazala Javed along with her father in Peshawar.
According to initial reports she came under a fatal attack in Dubgari area of Peshawar.
Ghazala Javed was popular Pashto singer of Great Pukhtunkhwa.
She had a fan following throughout the world.
بېرته شاته