Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
داجمل خټک بابا په ياد کې
[10.Feb.2015 - 22:16]ملگرو د ستر قامي شاعر اجمل خټک صيب په ياد کښې دا یو زوڑ نظم درتہ ڈالئی کوم ۔۔۔ شمس مومند
اجمل خو يو سړے نه و شمله د پښتنو وه
هم چغه د غېرت وه، هم نغمه د پښتنو ه
وطن کښې يې ژوندون د ملنګانو غوندې تېر کړو
د کرښې نه بهر سمه شکوه د پښتنو وه
ادب که صحافت که سياست واړه ئې زده وو
اجمل بابا خپل ځان کښې مدرسه د پښتنو وه
غازي و د ګفتار او د کردار او د قلم
نور هېڅ که نه و بس خو يو آسره د پښتنو وه
خوشحال نه تر د سياله او اجمله پورې راغله
ادب سره د تورې سلسله د پښتنو وه
عالم د دين دنيا و ښه سپين روبے و پښتون و
ممبر و هم محراب و هم حجره د پښتنو وه
نادانه پښتنو ترېنه فاېده اوچته نه کړه
اجمل بابا د علم خزانه د پښتنو وه
اے شمسه مړه هغه چې نه ئې نوم نه ئې نشان وي
اجمل د پېغلې سر کښې لار کږه د پښتنو وه
٢٤ مارچ ٢٠١٠