(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هر شئ چي وهې لنډيږي...

هر شئ چي وهې لنډيږي، خوخبره چي وهې اوږديږي

زرين غيرتمل د جهاد او مقامت پر مهال د شوراى نظار غړى و. په ونه دنګ، سرې سترګې، خريلې ږيره، غټ برېتونه، ببر سر، په ټوله ولسوالۍ كې د قهر او غضب نمونه وه. په ظلم، وحشت او بربريت كې يې له زرداد سره ډغري وهلې. د سيمي زياتره خلكو به د وېري هغه يو زړه ور او د جهاد قهرمان باله. د موري زوى د هغه په مقابل كې خوله نه شواى چوله كولاى. د ډاكټر نجيب الله د افراطي نظام تر سقوط وروسته، د افغانستان خلك په ځينو سيمو كې د جهاد د مقدس شعار تر سيوري لاندي، د هغه وخت د ځينو ډلګيو د ډېرو داسي زړه بوږنوونكو صحنو شاهدان دي، چې قلم يې د ليكلو او دماغ يې د هضمولو توان نه لري. د افغانستان د بې دفاع ولس د تېرو درېيو لسيزو د ستونزو كړاونو، لوړو ژورو، دردونو مادي او معنوي ستړياوو پراخو بشري ضد زورونو انځور، د دې ملت له هر فرد سره موجود دى. چې خبره ډېره اوږده نه شې، د مجاهدينو په نامه د ظلم او بربريت زرين غيرتمل ته ورته سټي، طالبانو د څو ورځو په ترڅكې كنډ او كپر كړې. زرين غيرتمل هم نه پوهېږم چې په هغه وخت كې د جمعيت اسلامي او شوراى نظار د نورو قوماندانانو په څېر طالبانو ته تسليم شو او كه په تېښته بريالى شو، خو لنډه داچې ولسوالي يې له شره په امان شوه. د طالبانو نظام راغى او د اروزګان ولايت د چهارچينو ولسوالي هم، د هيواد د ګڼ شمېر نورو ولايتونو او ولسواليو په څېر، د طالبانو د امارت برخه شوه. د طالبانو د واكمنۍ درېيم كال و، د ښوونځۍ د كتابونو ترڅنګ مې د خپلو نهو تنو نورو ملګرو سره يو ځاى د ماځيګر له خوا د ولسوالۍ پر معتصب او قاضي ملا عبدالودوداخند ديني زدكړي كولې، چې د كورنۍ د مشرانو له خوا ورته مكلف شوى وم. ښه مې په ياد دي، د نحوي په كتابونو كې مې نحومير وايه. د فقي شريفي په كتابونو كښې مې لومړۍ (اوله هدايه) او ترڅنګ مې قرائت هم كوئ. موږ به قاضي صاحب ته د درس لپاره هر ماځيګر پر څلورو بجو او دېرشو د قيقو محكمې ته ورتلو، د درس په جريان كې به مو ډيري زياتي قضيې ليدې، ځكه محكمه وه، هغه هم د طالبانو محكمه، هره لحظه خلك راوستل كېدل، زياتره وخت به د درس په جريان كې ملا صاحب زموږ ومخته د ځينو مجرمينو سره خبرې كولې او زياتره فيصلې به يې په علني توګه كولې. ځيني پېښي او قضيې به زموږ لپاره هم كله ناكله جالبي وې، غوږ به مو ورته نيوئ او بيابه نو موږ په خپلو كې هم يونيم تبصرې ورباندي كولې. زياتره وخت خو به داسي هم راغى چې قاضي صاحب ملا ودود زموږ استاد او د محكمې قاضي به موږ ته خپله وويل چې راسى يوه عبرت ناكه قضيه راغلې ده، ددې خلګو خبرو ته چي موږ راوستلي غوږ ونيسى او عبرت ترې واخلئ. موږ به هم په خپل شوق او د استاد په غوښتنه، د زياتره قضيو حل او فصل ته غوږ نيوئ. د طالبانو زياتره محكمې او پرېكړې علني وې، زموږ سره يو زده كوونكي عبدالله د جنسي تېري د يوې قضيې د څېړنو، ارزونو، د محكمې د وروستۍ پرېكړې او جريان ليدلو او اورېدلو په موخه څو ورځي بېخي د سهار له خوا ښوونځي ته نه راغى. عبدالله زموږ سره د سهار لخوا په ښوونځي كې وو او د ماځيګر له خوا به يې بيا په محكمه كې زموږ سره يوځاى ديني زدكړې كولې، چې موضوع ډېره اوږده نه شي، يوه ورځ مازيګر په درس بوخت يو، څلور تنه طالبان په نحومير سره شريكان يو (يوځای لولو) قاضي صاحب ملاودود اخند زموږ سره په درس بوخت و، په محكمه كې نور قاضيان، طالبان او د محكمې كاركوونكې هم پورته او كښته كېدل، پنځه بجې وې، د چهارشنبې ورځ وه، تصادف يو طالب راغى او قاضي صاحب ته يې وويل: قاضي صاحب ((دلته محكمې ته د قوماندانۍ څخه طالبانو يو نفر راوستلئ او صيب ستاسو پوښتنه كوي، ما منتظر كړي، ماورته وويل قاضي صاحب طالبانو ته درس وايي)) قاضي صاحب دې طالب ته چې په يوه پښه ګوډ و، وويل ((راوې غواړه! دې اطاق ته يې راوله)) ګوډ طالب هم حركت وكړ، قاضي صاحب پر موږ مخ راواړوه او لګيا شو، ((محكمه نو ټوله ورځ د قضيو او جنجالونو ځاى دى، ښه دى تاسي  به يې هم نن ووينئ، چې بيا يې څوك راوستلي)) قاضي صاحب لا لګياوو خپلې خبرې يې پاى ته نه وې رسولي، چې د دروازې تر ټكولو مخكې څلور نفره اطاق ته را داخل شول او سلام يې ادا كړ، موږ هم په يوه اتفاق وعليكم مو سلام ورته ووايه،تردې ستړې مسۍ وروسته، خلك كښېناستل يو تن چې د قوارې څخه ملا برېښېدئ، بلافاصله يې په خبرو پيل وكړ او قاضي ته يې وويل ((قاضي صاحب موږ ځو پر موږ ناوخته دئ، د امارت مصروفيتونه خورا زيات دي. زه د امنيه قوماندانۍ څخه قوماندان صاحب را استولى يم او دا بندي چې شايد ته يې ونه پېژنې، دا يې په لاس راكړ، چې قاضي صاحب ته يې تسليم كړه او دايې د جرم اسناد دي، دا يو ډېر لوى ګمراه دى، دا توپكى دى، دې ډېر ظلمونه كړي، داخلك په ښار كې د زريني ښامار په نامه پېژني، په سلګونو قتلونه يې كړي، د طالبانو سره جنګېدلى، په اخلاقي فساد ككړ دى، د بېګناه خلګو ويني يې زبېښلي.........)) قاضي صاحب ورته وويل ((ملانعماني صاحب ته مې سلامونه وايه، ورته ووايه چې بې غمه اوسه، هر ظالم به انشاالله د اسلامي احكامو او فقهي ارشاداتو په رڼاكې محاكمه شي، تاسي ته اجازه ده او دى پرېږدئ،چي زه تحقيق ترې وكړم)) د قاضي صاحب تردې خبرو وروسته درې تنه راغلي طالبان رخصت شول او يو نفر چې د مجرم په نامه يې له ځان سره راوستلى و او حقيقتاً د قوارې څخه هم خطرناك سړى ښكارېدئ، يې پرېښود. قاضي صاحب چې اصلي د لغمان ولايت اوسېدونكى و، په خوله ډېر تېز او د قضاوت په برخه كې يو حقيقي عالم وو د طالبانو د واكمنۍ د پيل څخه د اروزګان ولايت د چهارچينو ولسوالۍ قاضي و، څو شېبې يې د نوموړي د ګرفتارۍ او د قوماندانۍ له خوا را لېږل شوي پاڼي ژر ژر ولوستلې او تورن كس ته يې لوړ وكتل او ترې وې پوښتل ((نوم دې څه شي دئ؟)) تورن ځواب وركړ () نوم مې زرين غيرتمل دئ قاضي صاحب ترې وپوښتل څه جرم دي كړى دى؟ تورن ځواب وركړ ((قاضي صاحب زه د مجاهدينو په شپو كې دلته په دې ولسوالۍ كې قوماندان وم، چې طالبان راغله فراري سوم، اوس څو ورځي مخ كې طالبانو ونيولم، وايي خلك دي وژلي دي، ظلم دي كړى دى او ته د شوراى نظار قوماندان يې)) قاضي صاحب چې د بل ولايت سړى و، بيا يې هم زرين غيرتمل سم ونه پېژندئ. قاضي صاحب او غيرتمل په خبرو بوخت وو، چي زما د ملګرو ترمنځ، اشارې او پس پسی شروع شو. ښي څنګ ته مې عبدالله ناست و، ترې و مې پوښتل څه پېښه ده؟ عبدالله راته وويل دا كس ته نه پېژنې؟ ما وويل، يا د قوارې څخه خو د همدې ځای معلوميږي او ډېر خطرناكه سړى برېښي، عبدالله په ځواب كې راته وويل، دا هغه زرين غيرتمل دئ چې يو وخت دلته قوماندان و او كه تا اورېدلي وي، خلكو به يې كيسې كولې چې انسانان به يې ژوندي ښخول او د چهارچينو د شامشهد سيمي ښامار بلل كېدئ. وروسته مې قوماندان زرين غيرتمل وپېژندئ او عبدالله ته مې وويل چې ښه، ښه تره مې د دې سړي زياتي كيسې راته كړي، اوس مې نو مكمل وپېژندئ، ځكه تره مې په وړكتوب كې لا د زريني ښامار يا (زرين غيرتمل) د ظلم او پر ځايي اوسېدونكو د وحشت او حكومت كيسې راته كړي وې، ژر مې له ځان سره وويل دا خو په رشتيا لوى ظالم نيول شوى او مولوي صاحب خويې نه پېژني، هغه خو د لغمان ولايت اوسېدونكى دى، دا سړى بايد سخت مجازات شي، داخو ډېري دوسيې لري، دايې څنګه نيولى، د دې نيول به څومره سخت تمام شوي وي، دا بايد نور خوشي نه شي شېبه په دې او دا ډول خيالونو کي ډوب شوم، خو ډېر ژر مې بيرته د قاضي صاحب او غيرتمل خبرو او مناقشې ته په داسي حال كې پام شو، چې نور ټول چوپ ناست وه، زرين غيرتمل چې ږيره يې هم خريلې وه او د قاضي صاحب پر مزاج نه وه برابره، قاضي صاحب ته مخامخ ناست وو غټ برېتونه، پر هر لاس يې د شمسي نظام ټولي سيارې، د جراحت الات او خپل نوم درې، درې ځلې په شنو ټاپو ليكلى و، او د هري خبري سره به يې د تكرار مطلق په ډول، د زياته ښه، زياته بس تكيه كلام كاوه. د قاضي صاحب غوصه راوپارول، قاضي صاحب تر نورو پوښتنو ګروېږنو مخ كې په مقدماتي خبرو كې ورته وويل: ((دا ږيره دي ولي خريلې ده؟)) زرين په ځواب كې ورته وويل، ((زياته ښه، زياته بس قاضي صاحب دامې په ايران كې وخريل)) قاضي صاحب چې ډېر حاضر ځوابه سړى و، ورته وويل ((په ايران كې اسلام نه وو، هلته دي مسلماني پرې ايښې وه، د خداى په قهر او غضب ككړسې په دې قواره چې تا جوړه كړې، په لاسونو پښو او مخ باندي دي دا دومره شنې ټاپې د څه لپاره وهلي دي؟)) زرين غيرتمل په ځواب كې ورته وويل، ((صيب داد جهاد په   وخت كې چې به موږ د روسانو سره جهاد كاوه، نو په شپوشپو به مو سخت مزلونه كول، چې بيا به نو كله ناكله د ځينو مجاهدينو پښو او لاسونو درد كاوه او داشنې ټاپې به يې پرې وهلې، نو مولوي صاحب ماهم دا كار د پښو او لاسونو د دردونو د ارامولو لپاره كړى، بل كوم مفهوم نسته پكې)) قاضي صاحب ورته وويل ((افرين شه او په تاشه، دا لړمان، سپوږمۍ، توري، د جراحي سامان الات او زمريان تا اوس د دردنو د علاج لپاره سينګار كړي؟)) د زرين غيرتمل هغه پخوانۍ شپې او ورځي نه وې، طالبانو يې تېره او داړونكې غاښونه ور سوان كړي وه، د قاضي صاحب د پوښتنو په ځواب كې يې د خولې كشكان سست شول، قاضي صاحب هم متواتري پوښتني ترې كولې، خو زرين غيرتمل تر ډېره بريده هڅه كول چې د خپل ګناه پوشيدګي وكړي، مګر نه كېدل، ځكه د نوموړي پر قواره، احساساتي خبرو او وارخطا حالت باندي هر د فكر خا وند پوهېدئ. د دې لپاره چې د موضوع حجم راكم كړم، يوازي غواړم د موضوع محراقي ابعادو ته نغوته وكړم جالبه داوه چې قاضي صاحب دلمانځه ترې و پوښتل، زرين غيرتمل ځواب وركړ، ((مولوي صاحب ته هم عجبه خبرې كوي، قربان يې سم زياته بس زياته ښه لمونځ خو د هر مؤمن مسلمان زده دئ)) قاضي صاحب ورته وويل ((كه دي لمونځ زده وو نو بيا هم افرين، خو كه دي لمونځ هم نه وو زده، بيا نو نور ما او تا د جهاد خبرې نه كوو او يوازي به پر اصلي موضوع راسره ږغېږې)) زرين غيرتمل د قاضي صاحب خبره ونيول او بې نوبته يې وويل، ((مولوي صاحب ته ولي داسي خبرې كوې، زما ټول فاميل په شهادت رسېدلى، ما له روسانو سره د اسلام په نامه جګړه كړې، نيم ژوند مې د اسلام د نامه لپاره په غرونو كې تېر كړى، زه اوس هم كه اړتياوي د اسلام په نامه ځان قربانوم، که دا اوسنی جنګ (دشمالي ټلوالي او طالبانو) جهاد وي مولوي صاحب او زه په دې پوه سم، دا اوس ستاسو سره درېږم او بيا جهاد ته ادامه وركوم)) قاضي صاحب ورته وويل خداى (ج) دي توفيق دركړي، غيرتمل په لوړ اواز وويل ((امين زياته ښه زياته بس مولوي صاحب)) مولوي صاحب ورته وويل دوسيه خو دې هسي هم ډېره درنه ده، ښايي څو محكمې وغواړي، خو موږ خپل كار لومړى د لمانځه څخه پيلوو، ځكه لمونځ مهم دى او په هره محكمه كې شايد د لمانځه په اړه درڅخه وپوښتل شي، نو مخ كې تردې چې زه د لمانځه په اړه سوالونه درڅخه وكړم، كه ته د خپل تعليم په اړه راته ووايي، نو بيا زه ستا د سويې مطابق پوښتني كولاى سم؟ غيرتمل په ځواب كې ورته وويل، ((مولوي صاحب كتابونه مې نه دي ويلي، زياته ښه زياته بس نور نو پوښتنه كولاى سې چې څنګه ژوند مې كړى دى، ما په دې ولايت او ولسوالۍ كې ډېر خلګ پېژني، زياته ښه زياته بس. زه داسي زرين نه يم)) زرين غيرتمل كوښښ كاوه چې بحث په حجت واړوي او په دې ډول د لمانځه موضوع وركه كړي، خو قاضي صاحب نور د ده خبرې ونيولې او ده ته يې وويل ((صاحبه زموږ په قانون کي د بحث څخه خروج ممنوع دى. د لمانځه د فرايضو، سنتو، واجباتو او مستحباتو پوښتنه هم نه در څخه كوم، فقط به يوځل لمونځ راته تېر كړې)) زرين غيرتمل ورته وويل څه شي درته ووايم؟ قاضي صاحب ورته وويل (الحمدالله) شريفه راته ووايه. زر ين غيرتمل ورته وويل ((صحيح ده، مولوي صاحب هره ورځ يې پنځه وخته په لمانځه كې وايو، زياته ښه زياته بس )) تر بسم الله مخ كې يې پرې راودانګل (الحمدالله) شريفه يې په داسي ډول چې انسان يې په ليكلو او لوستلو ګناه ګارېږي ولوستل قاضي صيب چي د لوستلو په جريان کي هر څه په وکړل په غيرتمل يې تر هري كلمې وروسته، د زياته ښه او زياته بس تكيه كلام متوقف نه کړ، زرين سره د دې چې (الحمدالله) شريفه يې هم نه وه زده، تر هرې كلمې وروسته به يې د قاضي صيب د تاکيد سره، سره زياته ښه او زياته بس هم په ګډ کړل. قاضي ترې پوښتل ته په لمانځه كې هم دا زياته ښه او زياته بس وايي؟ ويل يې هو! مولوي صاحب زياته ښه زياته بس، عادت مو دى، دې خبرې قاضي صاحب سخت په غوصه كړ، غېرتمل يې دوې درې چپلاخي وواهه او يوه كوچني ته چې عمر به يې زما په خيال، د نهو او لسو كلونو ترمنځ وو ورږغ كړل، موږ حيران شو، كله چې هلك راغى مولوي صاحب ورته وويل ((ده ته به لمونځ ور زده كړې، چې لمونځ زده كړي، بيا به وروسته ماته ووايي چې باقي دوسيې ته يې دوام وركړو)) او په  قهرجنه لهجه يې غيرتمل ته وويل ((لمونځ به زده كوې، پرځان دي د غيرتمل تخلص هم ايښى دى، ولي دي تردې پر ځان د بې غيرته تخلص نه ايښودئ؟ ټول وخت ستا په څېر بې غيرته كسانو پر ځان د غيرتمل او غيرتمن تخلصونه ايښي وي او په ضمن كې يې خپل لمونځ نه وي زده))  له دې خبرې سره قاضي صاحب د ماځيګر د لمانځه د ادايني په موخه د اودس لپاره داطاق څخه بهر ووتئ، موږ همصنفيان هم د تګ لپاره اماده شوو. په اطاق كې زرين غيرتمل او ماشوم پاته شول، كله چې د كوټې راوتلو، زرين غيرتمل هلك ته وكتل او ور ته ويې ويل ((قاضي صاحب هم عجبه خبرې كوي، زمالا خو د ادې او بابا د خولې لمونځ دى، دى اوس په ما نوى لمونځ زده كوي، شروع يې كړه، زياته ښه زياته بس، د الحمدالله څخه راته شروع سه، مولوي صاحب وويل الحمدالله شريفه دي نه ده زده، زياته ښه زياته بس حال داچې په ښه او بد پوه شوى يم، لمونځ مې زده كړى الحمدالله به مې په داغه رقم ويل)) د زرين غيرتمل له دې خبرې سره كوچني هلك په ډېر ښكلي اواز او قرائت سره زرين غيرتمل ته په الحمدالله لوستلو پيل وكړ او موږ راروان شو. چې خبره مې فهم او لنډه شي، موږ نو نور د زرين غيرتمل د قضيې په ارتباط سر ونه ګرځاوه. وايي په طبيعت كښې چې هرشى وهې لنډېږي، خو خبره چې وهې اوږدېږي. د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته، چې د دېموكراسۍ تر چتر لاندي د نړيوالي ټولني په ملاتړ د حامدكرزي حكومت راغى، هرڅه تغير شول. د طالبانو سره بنديان د زرين غيرتمل په څېرکسان  نه يوازي خوشي شول، بلكې ولسوالان، قوماندانان، واليان ... او پر لوړو دولتي پوستونو هم وګومارل سول. تېره ورځ چې له پوهنتون څخه تر نورو ورځو نسبتاً ستړى راووتم، نو د كندهار نه مې يو ملګري زنګ راته وواهه، چې زرين غيرتمل خو اوس د يوې ادارې مشر او فېسبوكي خبريال دى، لومړى مې زړه ته نه لوېدل، ماويل ټوكي به راسره كوي، خو ملګري مې مجبوره  كړم او د زرين غيرتمل د فېسبوك پاڼي ادرس يې راكړ، زه چې هم دفتر ته ورسېدم، نو تلوسه مې ډېره شوه، د ملګري راستول شوي ادرس تر دوه درې ځلې كوښښ وروسته د فېسبوك پاڼه پرانسته.  رشتيا هم كه څه هم متاسفانه دا زرين غيرتمل، هغه زرين غيرتمل نه و، خو (عفي عنه) د هغه كټ مټ بديل وو د ټاټوبي اوونيزي منتقد و، د خپل ذهنيت او عينيت په مټ يې د فېسبوك پر پاڼه حقوقي قضاوتونه كړي وه، ځينو نورو فېسبوكې او شخصي ملګرو يې هم د ليكني ننګه كړې وه. د ناپوهى پر معيارونو او د مسلكيت او نا مسلكيت پر ارونو چرلېدلى وو، خبره يې دومره د تعصب په سوټي په خېټه كې وهلې وه، چې نبض يې ولاړ او حالت يې سايکوپ ته رسېدلئ وو. د ليكني تر لوستلو وروسته مې لومړى له ځان سره وويل چې سړى خو د پخواني قوماندان او لنډغر زرين غيرتمل سره د روپۍ توپير نه لري، فقط لکه ليكني ته چې يې د انګورو وينه وهلې وي. ناپړيتي يې ليكلي وې. د دماغ پرځاى يې د لګن خاصرې څخه كار اخيستئ وو. لومړى مې زړه نه غوښتل چې زه هم د ده په څېر د تعصب د مشواڼۍ رنګ كار كړم، خو د ملګرو دې وينا چې ويل يې د انا د مرګ كيسه ترې جوړه نه شي، زه هم متحريك او وتخنولم، او د ټاټوبي دفاع مې د يوه داسي ارت انتقاد په مقابل كې د ځان حق وګاڼه، ځکه چې ښاغلي نيوكه، د نيوكې په موخه كړې وه، بې بنسټه نقد و، چې نقاد يې نه يوازي له اره  مسلكي او حقوقي پولي ماتي كړي وې، بلكې د ليكني څخه يې داسي برېښېدل چې د ژورنالېزم په ډګر كې تازه بلوغ ته رسېدلى. لنډه داچې د ټاټوبي اوونيزي پر پرسټېج يې ډېر منفي او بې خريطې فيرونه كړي وه. د خېټي انزوا او پاړسوب يې د مار د پوست په څېر پر ټاټوبي د تاوېدو په شكل ايستلى و. ليكونكې ليكلي وه چې د بې كارۍ او سرګرمۍ په خاطر يې ټاټوبى لوستى، چې ذوق يې نه شو مات او بيا وروسته نو، په دې شرحه او الفاظو منتقد شو. لومړى د بې كاره سړي دماغ د شيطان ځاله وي او دوهم نوموړى مضمون مكمل ښاغلي د خپل (استراحةً البدن عميقةً......) په حال كې ليكلى وو، چې په دې اساس نو ګيله هم ترې نه ده، په كار او بيا ځيني خلك عادت شوي وي، د ځان د شهرت او عادت په خاطر، په شعوري او غير شعوري ډول دا ډول متذب ذب حركات تر سره كوي. په هر صورت، د هر چا خپل كار دى، عرب وايي، (العدت لايترک باالموت الا باالضرب شديداً) هر ډول فكرونه، خويونه او حركتونه شته، د هر سړي د ځان اصلاح خپل خير دى، خو غواړم د موضوع د رانغاړلو او اختتام په موخه، څو ټكو ته د ليكونكې عواطف راوګرځوم. ټاټوبى يوه اسلامي، ملي، سياسي او كلتوري بې پري اوونيزه ده، چې له نن څخه پنځه كاله وړاندي يې په کار پيل وکړ. مخ كې ټاټوبي د ژورنالېزم په برخه كې د ريښتني خبر رسوني، فرهنګې او کلتوري ودي، شته ستونزو د انعكاس او خپل ولس ته د دې سپېڅلي مسلك له لارې، د خدمت په موخه فعاليت پيل كړ، چې د خداى (ج) په مرسته د تېرو پنځو كلونو په اوږدوكې هره اوونۍ بلاتوقف، پر خپل ټاكلي وخت له چاپه راوځي او اوس پر كندهار سربېره په پلازمېني كابل، جلال اباد، غزني، زابل، هلمند او اروزګان كې هم لوستونكې او مينوال لري. ټاټوبى حقايق نشروي، تر موثقوالي پرته، دا اوونيزه د بې ځايه پنډو او مبهمو عنوانونو په نشرولو نه غواړي ځان د ولس په خېټه كې اېل كړي. زموږ كركټر د ژبې كره والى، بسيطوالی د پيغام رسولو د مېكانېزم لنډوالى، او د ژبي د عمق پر ځاى، سادوالى او روڼوالى دى، نو پر همدې اساس له ټولو نقد كوونكو هيله كوم چې ړوند او وچ كلك نقد، يوازي نقد د نقد لپاره مفهوم لري، نه نقد د اصلاح لپاره. نقد ظرفيت غواړي، هغه څوك بايد نقد ونه كړي چې فقط خپل سويه او نقد، الدبېرون (لويه سياره)  ورته ښكاري. زه نن خوښ په دې يم چې د منتقد (عفي عنه) څخه د دومره انتقاد تمه هم د خرما د وني څخه د مالټې تمه وه. كم سن داسي حساسو نقطو ته فكر او پاملرنه يو ځلې، بيا هم ---- افرين شه او په تاشه.

------------

ليکوال : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

 

- بېرته شاته