(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ANP ټولټاکنې او ځنځیري قتلونه

د راتلونکې مۍ میاشتې په ۱۱ مه، د پارلماني ټولټاکنو لپاره په ټول پاکستان کې کمپاین روان دی. په ټولټاکنو کې په عمده توګه د پاکستان سیاسي او ګوندیزه فضا، په دوه برخو ویشلای شو. یوخوا سوله پال، دیموکرات او روڼپال ځواکونه او بلخوا محافظه کار،جګړه پال، د پاکستان پوځي او استخباراتي بنسټونه او توندلارې مذهبې ډلې!
د سولې، پرمختګ او ښه ګاونډیتوب پلویان یوخوا او د جګړې، کرکې، شاتګ او د سیمه یز تاوتریخوالي پلوي ځواکونه بلخوا، یود بل په وړاندې د سیالۍ ډګر کې درېدلي دي.
په ټولیزه توګه، دې کمپاین کې د پښتونخوا سیمه او د پاکستان په ټولو سیاسي ډلو او ګوندونو کې عوامي نشنل پارټي، د هغې مشران او کادرونه د مذهبي توندلارو ، پوځیانو او استخباراتو تر ځانګړې فوکس لاندې دي او په ټینګه څارل کیږي!
پوښتنه دا ده که د روڼتیا،عدم تشدد او سیکولریزم په لامل طالبان او نور ترهګر، عوامي نشنل پارټې د هغوی مشران، کادرونه او غړي د پښتنو د ګڼو ولسونو سره یوځای په نښه کوي، پاکستان او په تېره بیا پښتونخوا کې نور داسې ګوندونه، که څه هم د عدم تشدد تګلار او دریځ نه لري، خو په یوه یا بله بڼه د دیموکرات او سیکولر اندیښنو پلویان دی، بیا ولې نه په نښه کیږي؟
دلته د طالبانو او ترهګرو موخه څه ده، په ټول پاکستان کې د سیکولر او دیموکراتو ځواکونو ځپل او که یوازې پښتونخوا کې هغه هم د نشنل پارټي، د پاچاخان د عدم تشدد د لارویانو له پښو غورځول او له منځه وړل ؟
ایا پښتونخوا کې مذهبي توندلارې، د پښتنو مشرانو او خپله د پښتنو د ټولوژنې دوزخي تګلار په یوازې ځان پلې کوي او که دهغو شاته د پنجابي استخباراتو، ای ایس ای خونړۍ جالګه او پوځیان په ټول واک اوځواک ولاړ دی؟
د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان او دا ډول نور ویاندان چې د پښتنو پر مشرانو د داسې بریدونو او نورو مرګونو او قتلونو پړه مني او بیا هم په پاکستان کې سرې سترګې ګرځي ایا د پنجابي قوي استخباراتو چې د پاکستاني ولس ډېره بودیجه په یوازې ځان خوري، له پامه پټ پاتې کېدای شي؟
که دلته هم لکه د ډیورڼد تپلې کرښې پر بره غاړه د پښتنو برخلیک، له یو مخې لاندې کول اوځپل نه وي، نو بیا د پاکستان په نورو صوبو کې ولې د مشرانو داسې ټولوژنه یا نه پيښیږي او یا کمه لیدل کیږي؟
که پښتونخوا کې د پښتنو د مشرانو ځنځیري وژنو، د پښتنو د ټولوژنې او ددې سیمې عمومي بربادۍ او ورانۍ ته یوازې د پارلماني ټولټاکنو په درشل کې لنډه کتنه وشي د یادو او ډېرو نورو پوښتنو ځواب او د پښتنو د دوښمن د راتلونکو نورو چلوټو یو ریښتوني انځور ترګوتو کېدای شي.
د اپریل په ۱۴ مه، د بي بي سي په وینا « د پښتونخوا په سوات دره کې د عوامي نېشتل ګوند یو ځایي مشر مکرم خان په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو. تر دې وژنې څو ساعته وروسته، په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند یو بل مشر معصوم شاه باچا او درې نور کسان په یوه بله چاودنه کې ژوبل شول.
ددغې ډلې ویاند میا افتخار حسین وویل، چې باچا د ایالتي اسمبلۍ څوکۍ لپاره له چارسدې ځان کاندید کړی دی. باچا یوې غونډې ته روان و، چې پر کاروان یې چاودنه وشوه.
افتخار حسین وايي، چې طالبانو د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو د بریدونو اعلان کړی دی. څو ورځې مخکې، پېښور کې د دې ګوند یو بل مشر ارباب ایوب خان هم په یوه برید کې ژوبل شوی و.»
خو ددې ځنځیري وژنو په تازه بمي برید کې چې د اپریل په۱۶ مه، د پېښور په یکه توت کې د عوامي نشنل ګوند پر لوړو پوړو غړو چې یوې ټاکنیزې غونډې ته روان وو، ترسره شو په هغه کې ۱۷ تنه چې ددې ګوند غړي وو، شهیدان او د ګوند د یوه وتلي مشر غلام احمد بلور او هارون بلور په ګډون له ۲۰ زیات کسان ټپیان شول.
دې خونړي برید نه یوازې کوزه پښتونخوا بلکې د کوزو افغانانو ( پښتنو ) په خواخوږۍ او غمرازۍ ټول افغانان د غم پر ټغر کښینولي او له دې کبله د افغانستان ولسمشر حامد کرزي سملاسه ، د عوامي نشنل پارټي مشر اسفندیار ولي خان او د پېښې ټپي قرباني غلام احمد خان بلور ته د غمرازۍ تلیفون وکړ.
« ولسمشر کرزي دغه برید یو ترهګریز عمل بللی، ویلي یې دي چې دا برید پر داسې یوه سیاسي ګوند ترسره کېږي چې په سیمه کې د خان عبدالغفارخان( باچا خان) په مشرۍ د عدم تشدد بنسټ ایښودونکی دی.
خبر پاڼه د ولسمشر کرزي له قوله زیاتوي د دا ډول بریدونو ترسره کول د هغو کسانو کار دی چې غواړي د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته پراته پښتانه له سیاسي او اجتماعي ډګره ګوښه کړي. ښاغلي کرزي ویلي، دا په څرګنده د یو قوم پر پرمختګ، تعلیم او سوله غوښتونکو مشرانو برید دی. ولسمشر کرزي ویلي د طالبانو دغه غیر انساني او غیر اسلامي اعمال چې د پردیو اهدافو لپاره ترسره کېږي، د پښتنو له پرمختګ او با عزته ژوند سره دښمني ده، بي بي سي »
که د لروبرو افغانانو ګډ دوښمن، د ډیورنډ کرښې پر دواړو غاړوهرڅونه د فشار او بربریت کړۍ راتنګه کړي، هومره د ټولو افغانانو د لا پیوستون او یووالي لامل کرځي. اوس د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغاني ولسونو برخلیک له پخوا زیات نږدي کیږي، یوه تګلار خپلوي، یو او ګډ دریځ ته رسیږي او د واحد غلیم په وړاندې شریک سنګر او یو مورچل کې جنګیږي.
مذهبي توندلاري، ترهګري، ځانمرګي بریدونه او واسکټونه چې د پنجاب په روزنغالو او بنګلو کې تهیه او چمتو کیږي، د کرښې دواړه غاړه یو ملت په نښه کوي.
که ظالم مې ژبه غوڅه کړه، تېره شوه
ژبه څومره چې تېره شوه، هومره ښه شوه
اوس که نر وي خپل غوږونه دې هم پرې کړی
چې زما نغمه سړه نه شوه ، توده شوه
ارواښاد اجمل خټک
که د پښتنو په وړاندې د مکار دوښمن د چلوټې یو بل اړخ هم راوسپړو، نو ښه به داوي چې له کوزې پښتونخوا څخه د بي بي سي یو بل راپورهم راواخلو، دې راپور کې لولو« پښتونخوا کې د ای اېن پي حکومت له ختمېدو سره سملاسي د مذهبي ګوندونو لخوا په تعليمي کورس باندې نيوکې شروع شوې.
د جماعت اسلامي د استادانو تنظيم ''وحدت اساتذه'' په داسې وخت د پښتونخوا "ټېکسټ بک" بورډ پېښور په کارکردګۍ اعتراضات کړی چې د ای اېن پي حکومت ختم شو، نو د پښتو ادب، کولتور، تاريخ او تحريکونو په ضد قوتونو ته مېدان خالي شو. هغوى په دغه کورس نيوکې کوي او د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ کې د پښتو ژبې شاعران، قامي تحريکونه، اتلان او هر څه ورته د مذهب خلاف ښکاري.
راځئ لومړی در ته په دغه کورس کې شامل يو څو نومونه او تحريکونه معرفي کړم. د دې څخه به په ډېرې اسانۍ معلومیدلای شي چې د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ متنازعه ولې دى او د دې نيوکو شا ته څه دي!؟
په دغه نصاب کې د باچاخان د انجمن اصلاح الافاغنه په تسلسل کې چې د پښتنو کوم مخکښان او اتلان د نوي نسل له نظره ورک دي، په خپله جغرافيه کې د خپل تاريخ په ځای پردي نومونه او پردي تحريکونه ګورو.
اوس په دغه نصاب کې چې پښتانه زده کوونکي په مکتبونو کې فقير ايپي، فضل محمد محفي، عبدالاکبر خان اکبر، فضل رحيم ساقي، عبدالمالک فدا، مرزا تاج محمد خاموش، سيده بشرىٰ بېګم، الف جان خټکه او نور د پښتو شاعران، اديبان ليکوالان او د پښتو د قامي تحريکونو سره ياد خلک او نومونه وګوري نو په دغه تحريکونو او نومونو کې اخر داسې څه، متنازعه دي چې هغه د مذهب په ضد دي!!؟؟
د پښتو قومي نصاب ۲۰۰۹ په جوړښت او سمون کې ډاکټر سلمٰى شاهين، ډاکټر همايون هما، ډاکټر يارمحمد مغموم، پروفېسر داور خان داود د پښتو مضمون ماهر ډاکټر زبير حسرت کړاو او زيار شامل دی.
دا نومونه خو د پښتو ادبياتو سرمايه ده، او د پښتو د را روان نسل لپاره يې د تاريخ يوه ډېره لويه ورکه حصه راجوړه کړې ده، بايد چې د دوى دغه زيار ته څوک د سياست يا د مذهب په عېنکو کې و نه ګوري.... تر څو چې مذهب او رياست بېل نه شي، ژبه د سياست په ځای د قام سره و نه تړل شي، تعليمي پاليسۍ د ګوندونو د شخصياتو د رنګونو څخه جلا نه شي، موږ به په هر دور کې په ذهني ډول وېشلي يو. »
البته دې ته ورته ډېرې نورې پوښتنې هم مخې ته پرتې دي چې باید راوسپړل او وړاندې شي.
نن له هیچا پټه نه ده، په ټولو داسې پېښو کې له مذهبي توندلارو سربېره، د پنجابي پوځیانو او استخباراتو د ګنا پيټي هم دروند دی. همدوی دي چې د توندلارو سره د ډیورنډکرښې پر دواړو غاړو د ټولو تروریستي وژنو او ورانیو پړه پرغاړه لري. بیا هم دوی دی چې د خپلو کرغیړنو موخو لپاره د ورځې په نرخ کله د مجاهد، کله د طالب او سبا به په بل نوم خپل بړیڅي جوړوي او هغه به لوبوي!
پای

سرلوڅ مرادزی

- بېرته شاته