په هالند کې دمشاعرې په اړه څو ټکې
شا او خوا يوه مياشت مخکې مو دا اعلانونه او زیري واوريدل چې د هالند په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د نارنج ګل مشاعره جوړيږي. خدای شته ډیر ورته خوشحاله شو ځکه ډيره موده کيږي چې د سپین غره له لمنو را مساپر شوی يو او دنارنج ګل له مشاعرو بې برخې پاتې يو.
په اعلان کې دا هم ليکل شوي وو چې خپل شعرونه بايد مخکې تر مخکې وروليږو ، ځینو ملګرو لا دا هم ويل چې شعرونه نو ولې مخکې غواړي ؟ خو ما ورته وويل چې خير دی څه پروا کوي شعرونه به ورته وليږو شعرونه مو ښه وختي ور ورليږل . او تر مشاعرې وړاندې مو د مشاعرې د ورځې لپاره له دندو او مکتبونو رخصت واخيستو . ورځې شپې مو حسابولې تر څو چې د مشاعرې ورځ ورسيده ټول ملګرۍ سره په ګډه د مشاعرې تالار ته ورغلو، مشاعره د مشرقي ټولنې له خوا جوړه شوې وه چې د ټولنې مشري ښاغلي عثماني صیب او ښاغلي لمر صیب کوله . د مشاعرې د پیل په شيبو کې څو تنو درنو مشرانو دخپلو شعرونو ترڅنګ دنارنج ګل په اړه هم خبرې وکړي ، ددوئ خبرې خو پرځای وي ځکه چې د هرې غونډې يا مشاعرې په پيل کې بايد د موضع په اړه څه ناڅه خبرې وشي.
خو دا دخبرو لړي ډیره اوږده او بې مانا شوه . ډول ډول خلکو ته بلنه ورکول کیده داسې خلک هم بلل کيدل چې شعريې نه درلود صرف خبرې يې کولې او خبرې يې هم د موضع په اړه نه بلکه د خپلو شخصي ماملو په اړه وي . ځینو که شعر هم درلودو نو مخکې له شعره يې د کوچنيتوب له وخته بیا تر اوسه دخپل ژوند کيسه کوله او بيا به يې خپل پنځوس يا اتيا بيته شعر په شين زور په مونږ اورولو . بد خوند خو يې هغه وخت راکړو چې يو پاړسي ژبي ليکوال ته يې بلنه ورکړه چې خپل زړه سپک کړي. پاړسي ژبي ليکوال هم دنر غوندې خپل چاپ شوي کتاب له بډې راويستلو او د يو داستان په لوستلو يې پیل وکړو ، د دې ښاغلي دې کور ودان وي نا ځواني يې ونه کړه ټول نيم ساعته داستان يې په مونږ واورولو . بس میرمین ( سهيلا حسرت نظيمي وردګ اصغري) هم يا د مشرقي تولنې د مشرتابه هيت په خوښه او يا هم په خپله خوښه خپل ټول د راډيو تلویزیون پخواني همکاران دختابې میز ته وربلل ، دا مهمه نه وه چې هغه شاعر دی که نه ځينو خو يې د لږو خبرو وروسته دخپل تجارت لپاره اعلان او بازار يابي هم کوله . او مونږ خواران ورته ناست وو . بنډار همداسې روان وو چې خپلواک وطنيار ته بلنه ورکړل شوه تر څو د سټيژ چارې پرمخ بوځي.
خپلواک د راتګ سره سم په يو څو مستو او شوخو بیتونو ونازولو او د تیرو څو ساعتونو ستړيا يې راڅخه هيره کړه . ایله مو احساس وکړو چې مشاعرې ته راغلي يو دا برخه ښه ځکه وه چې ځوانان شاعران سټيژ ته بلل کيدل ، زه خدای مکړه د مشرانو سپکاوی نه کوم خو ځوانان اکثره غزل ليکي او غزل ټول لس يا اته بيته وي خو د يو داستان خوند يې په همدې څو بيتونو کې ځای کړی وی . نو هر ځوان به څلور پينځه دقيقي وخت نيولو . نو که دا ځوانان شاعران د هغه قصه خوانو شاعرانو سره پر تله کړو نو د مشاعري ټولو حاضرو ځوانانو د يو قصه خوان شاعر په اندازه وخت نه ضايع کولو . خو افسوس چې قصه خوانانو ته تر غزل بولو شاعرانو ډیر وخت ورکول کیده . په دا منځ کې خو يو وار کليوال شاعر ( مجاهد ماما ) هم سټيژ ته ورودنګل او تر نيم ساعته پورې يې خپل ټول جهادي شعرونه او ښکاره کنځلې په خلکو واورولې . مونږ په تمه وو چې اوس به زمونږ نوبت هم راځې چې په دې وخت کې بيا خپلواک ( سهيلا حسرت نظيمي وردګ اصغري) ته سټيژ پريښودو او هغې بیا هم د تیر په څير هغه د پاړسيوانانو خبره خویش خوري پیل کړه . مشاعره د نارنج ګل وه مونږ د نارنج ګل د سيمې شاعران يې پر ځای پريښې وو او د ایران او بیدل د سيمې شاعران يې يو يو سپيژ ته ور بلل او يوه يوه اوږده پاړسي بیدلي قصيده يې ويله . مونږ د بیدل سره څه ستونزه نه لرو خو ګيله دا وه چې د بیدل ايراني مشربه ملنګانو ته يې دنارنج ګل د بادله ملنګانو شاعرانو پر ځای نوبت ورکولو . په دې نارنج ګل مشاعره کې دومره پاړسي ژبو شاعرانو ته نوبت ورکړل شو او دومره زیات پاړسي شعرونه مو واوريدل چې ان زمونږ د ژبې پلار پوهاند زيارصیب هم په اخیره کې وويل چې پاړسي شعر تر پښتو شعر قوي دی او پښتو ډيره کمزورې ژبه ده.
کله چې بيدلي هم خلاصه شوه نو ميرمن ( سهيلا حسرت نظيمي وردګ اصغري) دخپلو شخصي غير حاضرو دوستانو د شعرونو لوستل پيل کړل . مونږ يو بلا حاضر شاعران د نوبت په تمه د شپې تر دولسو بجوناست وو خو د واسطه دارانو شعرونه په غير حاضري کې هم لوستل کيده . خلاصه دخبرې چې دځينو شاعرانو خو زړه مات شو او غلي د تالار نه ووتل او مونږ لا ناست وو چې اعلان وشو چې پس له دې به يو شعر او يوې سندرې ته نوبت ورکوو . دسندرو په منځ کې هم مونږ ته نوبت رانه کړل شو . ان تر دې چې د پروګرام د وروستي اټڼ اعلان هم وشو خو زمونږ نوبت لا نه وو رسيدلي . بيا نو چې اتن خلاص شو او تر نيمايی ډير ګډونوال کورونو ته تللي وو نو په وروستيو لسو دقيقو کې يې مونږ ته په ډير درنښت بلنه راکړه چې تشو چوکيو ته خپل شعرونه ووايو . بيا نو مونږ کې هم يو بڅرکې حيا وه له شعر ويلو مو ډډه وکړه ځکه په دې وخت کې شعر ويلو داسې مانا لرله لکه خيرات چې خلاص شي او پسخورده وريجي پاتې شي نو بيا هغه چاته مخې ته ږدي . زمونږ ګيله د عثماني صیب او لمر صیب څخه دا نه ده چې ولې يې مونږ ته نوبت رانه کړو ، زمونږ ګيله دا ده چې ولې يې داسې عام اعلان کولو چې ټول شاعران دې راشي او ولې يې دنارنج ګل نوم پرې ايښودو ولې یې د بیدل نوم پرې نه ايښودو . دوئ بايد يوازې بيدل پرستان ، د راډيو تلويزيون پخواني مامورين او شخصي ملګري خبر کړي واي دا نور يې نو ولې سپکول . مونږ يې ولې له کاره ویستلو ؟ دا خو اروپا ده دلته ژوند په منډه دی ، دلته هيڅ څوک هم وزګار نه وي هر سړي شل کاره لري او که څوک د چاغونډې ته ځي مانا دا چې هغوئ ته عزت ورکوي چې ورځي نو د غوندې کوربنو ته هم په کار ده چې خپل میلمانو ته په درنه سترګه وګوري ، مونږ خو لا په هالند کې يو د شمشاد تلويزن استازی شیرزاده ساجد خو لا د بيليجم نه راغلي وو او خپل ډيری نور کارونه يې پر ځای پريښي وو تر څو د نارنج ګله په دوديزه مشاعره کې برخه واخلي . دهغه ميلمه پالنه هم په همدې شکل وشوه چې زمونږ په شان يې تر ټولو وروسته کړي وو . په پای کې دا وايم چې دغې مشاعرې ډير په ډيرو خلکو کې دا روحيه پیدا کړه چې نور به دهر چا غونډو ته نه ځي تر څو چې يې شخصي انډیوالان نه وي ځکه عزت نفس په هر چا ګران دی .
عزت الله وزیروال