(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

د لښکرونو ملک ته وایه!

[19.Apr.2015 - 23:33]

جنګ دې ……

په حجره جنګ دې …

په ګودر جنګ دې …

په پیښور جنګ دې ….

په ننګرهار جنګ دې …

په کندهار جنګ دې ….

مودې اوشوې ـ……

ځوانان مورچلونو ته لیږو او جنازې يي راوړو

زمانې اوشوې ….

د مرګ په خله کې ساه اخلو

د نارنج ګل په خاوره

او د سپرلو وطن کې

وینې وینې څهرې ګورو

اعلان د جنګ دې

کله د عقیدې په نوم

کله د فلسفې په نوم

کله د خاورې په نوم

مونږ ته يي عقیدې ورانې کړې ..

مونږ نه يي د ژوند رنګونه اوتروړل

مونږ يي خاورې ایرې کړو

نه مونږ جنګ پریدو او نه جنګ مونږ پریږدي

د غر د سمې سره جنګ دې

د پټکي د ؛ټايي؛ سره جنګ دې

پوهان د روایت سره په جنګ دي

ناپوهه د جدت سره په جنګ دي

جنګ په کور دننه هم دې

بهر هم دې

د هندوکش لمنه

د سپینو واورو او نخترونو لمن

د عظمتونو لمن

هر کال د توپو په ګولو سورۍ سورۍ کیږي

هره شیبه قتلیږي

هره اوښکه يي سیلابونه شي

او وطنونه یوسي

خوبونه یوسي

منم چې دښمن ظالم دې

منم چې سرمایه انسانیت نه مني

منم چې زه د اسیا په دروازه پروت یم

منم چې بې وزله یم .. بې وسه یم

خو ….

آیا زما شعور هم مړ دې

چې زه اوس هم تیاره او رڼا نه پیژنم ؟

آیا زما ژبه هم ګونګۍ شوې ده

چې زه پرې د امن سندره اووایم ؟

آیا زه دې ته چمتو یم

چې هر ایمل خان له په لاس کې قلم ورکړم ؟

او هره ملالۍ د جنګ پر ځاي

د عداوت پر ځاي

د زوړ شوي روایت پر ځاي

د علم او پوهې په کالو ښایسته کړم ؟

د لښکرونو ملک ته وایه

په مړو موړ شوې کنه نور غواړې سرونه

 


بېرته شاته