د کاڼی کرښه
نثار احمد صمد
په هندوستان کی د مغولي واکمنۍ د زوال پر مهال د پنجاب والی (نواب ذکریا خان) و چی د ۱۷۲۶ راهیسی د ډیرو کلونو لپاره د لاهور مشر و څو چی په ۱۷۴۵ کی مړ سو . ذکریاخان یو پښتون غیرتی ځوان چی (مومن خان) نومېدی ، د لاهور کوټوال یعنی د پولیسو قوماندان وټاکی . مومن خان ډیر ښایسته ، غیرتی ، تکړه ، وفادار او زړه ور انسان و . هر څو ک ځنی بیرېدل . په دې شپو ورځو کی د لاهور په بټي بازار کی د مشهور (رانا پرتاب) خپلوان هم اوسېدل . دغی کورنۍ د خپل عزت او شهرت له مخی په ټول لاهور کی لوړ مقام درلود . په دې کهول کی یوه ډیره ښکلې پیغله هم وه چی لاج ونتي ( لاجونتی ) نومېده .
لاجونتی د مؤمن خان د حیثیت ، هیبت ، جرأت ، دبدبې او ښکلا په باره کی ډیری خبری اورېدلي وې نو ځکه نادیده پر مینه سوه . هغې خپله یوه مزدوره د خپل دغه مین توب رازداره کړه . لاجونتی به هره ورځ د هغې سره د مؤمن خان په باره کی ډول ډول خبری کولې او ډیر څه به یې ورڅخه اورېدل . هغې خپلی مزدوری ته وویل چی متوجه اوسه ، کله چی مؤمن خان زموږ سیمی ته راسي نو ما خبره کړه تر څو له نږدې یې ووینم او په دیدن یې مړه سم .
یوه ورځ تصادفأ مزدوره دباندی په کوم کار پسې تللې وه چی یو دم یې د حکومتی چارواکو د سپرلۍ جلوس ولید چی دې خوا ته راروان دی . مزدوری د خلکو څخه وپوښتل چی دا څوک دي او څه قصه ده ؟ هغوی ورته وویل چی د مؤمن خان کوټوال سورلۍ را روانه ده او ټول حکومتی مامورین په ادب او احترام ورته ولاړ دي .
نجلۍ دوې پښې خپلی او دوې یې پور کړی او په دومره سرعت سره کور ته ولاړه چی ساه یې بیخی نسوه اخیستلای . هلته یې لاجونتی ته وویل چی هله ، ستا محبوب مؤمن خان را روان دی ! لاجونتی چی له مخکی څخه لا د مؤمن خان په سوچونو کی ډوبه وه او ټوله ورځ به یې د هغه څیره ، ښکلا او غیرت ځانته انځور کاوو ، بېله ځنډه او بېله تدبیره یو دم را وغورځېده . په زړه یې بریښنا ننوتله او د سترګو په رپ کی سړک ته راووتله چی خپل محبوب له نږدې ووینی .
دا مهال مؤمن خان هم راورسېد چی د یو شاهزاده غوندی روښانه څیره او ویاړمنه سلیقه یې وه . لاجونتی خپل ځان کنټرول نکړای سو او بې اختیاره ورغله او د مؤمن خان د آس کیزه یې په لاسونو کی ونیوله او سترګی یې د هغه په سترګو کی ښخی کړې . مؤمن خان هم ودرېد او فکر یې وکړ چی کومه عارضه ده او غواړی چی خپل مشکل بیان کړی .
مؤمن خان په سړه سینه او پښتني جذبه سره ورڅخه وپوښتل چی اې نجلۍ ! څه خبره ده ؟ څه غواړې ؟ څه مشکل لرې ؟ لاجونتی چی د ده د مینی په اور کی تپېدله ، پرله پسې ریږدېده او د دې لپاره چی وخت ضایع نسی یا نور مراجعین رامخته نسی ، خپل اصلی آرمان یې داسی ورته ووایه : زه هیڅ شی نه غواړم بلکی تا غواړم او پر تا مینه یم !
مؤمن خان چی د ښکلې پیغلی دا ځواب واورېد ، نو جټکه یې وخوړه او هیڅ یې هم و نه ویل او پټه خوله پاته سو . د هغې وران او زهیر حالت ته ګوری او زړه یې په ټوپو سو ، داسی نه چی اوس حاضرین کوم ناوړه ګومان پر وکړی . څو شیبې همداسی چپ و او د خیالونو په ټال کی زنګېدی او هغې ته یې په ځیر ځیر کتل . بیا یې شاو خوا حاضرینو ته وکتل ، هغوی ټولو مخونه واړول . مؤمن خان پوه سو چی د پاڼ او پړانګ تر منځ ګیر راغی ، نو یې هغې ته داسی وویل : اې نجلۍ ، ته څه شي غواړې ؟ اصلی عرض دی راته ووایه .
لاجونتی پوهه سوه چی بېله مقدمې یې اصلی راز او اصلی آرمان ورته ووایه . شاوخوا یې وکتل . پر سر یې پوړنی هم نه و ، څیره یې هم عادی نه وه . شا وخوا حاضرینو هم ټولو ورته کتل او تر ټولو ناوړه لا دا چی د دې د خپلی کورنۍ معززین هم حاضر وو . بس یو دم یې په دماغ کی راوګرځېدل چی اوس خو می دا غلطي وکړه او کار تر کار تیر سو ، کورنی عزت مو زیانمن او د هر چا د خبرو سوم . نو ځای پر ځای دې نتیجې ته ورسېده چی خپل ارمان باید پرې نږدم او مقصد ته ورسیږم او باید د خپل معشوق سره سپینی خبری وکړم .
نو داسی یې ورته وویل : زه پر تا مینه یم او غواړم چی واده درسره وکړم ! مؤمن خان په خندا سره ورته وویل چی آیا ته زما سره واده کول غواړې ؟ لاجونتی خپلی سترګی نېغ د خپل محبوب په سترګو کی ښخی کړي وې او د هغه د څیرې طواف یې کاوه . هیڅ یې مخ نه ځنی اړاوه او نرۍ نرۍ عاجزانه اوښکی یې په سترګو کی حلقه سوې . د خپل محبوب د غبرګون په انتظار یې لاسونه او ټول بدن ریږدېدﺉ .
شاوخوا ټولو حاضرینو لاجونتي ته کتل ، چا په حسرت او چا په حقارت . لاجونتی په دې فکر او تمه وه چی اوس به نو د دې معشوق د خپل عشق اظهار وکړی او خپله لیلا به پر آس سپره کړی او کلا ته به یې ورسره بوزی . هغې سر کرار کرار ښوراوه او مؤمن خان یې پوه کاوه چی د خپل پښتنی غیرت څخه کار واخلي او خپله محبوبه په مراد ورسوی .
مؤمن خان په موسکا سره ورڅخه وپوښتل چی ته ولی زما سره واده کوې او بیا نو څه غواړې ؟ هغې بیله سوچه ژر ځواب ورکړی چی ستا سره د همیشه لپاره ګډ ژوند غواړم او همدا ستا غوندی ښایسته او غیرتی زوی غواړم .
مؤمن خان وخندل او داسی یې ورته وویل : اصلی خبره خو دا ده چی زه مسلمان یم او ته هندواڼۍ یې ، نو ځکه زموږ واده نسی کېدای . او که بیا هم واده وسی د دې څه ضمانت سته چی زموږ ژوند به خوږ او تر پایه ګډ وی او دا څوک تضمین کولای سی چی موږ به زوی ولرو که لور ، او که هغه زوی هم وی نو آیا کټ مټ به زما غوندی وی یعنی هغسی چی ته یې غواړې ؟ مؤمن خان وروسته چپ سو او لاجونتی ته یې د موسکا په حال کی کتل . څو شیبې دواړه همداسی پټه خوله وو او هر یو په خپله خپله دنیا کی ډوب وو ؛ یو د وظیفوي کارونو او مسؤلیت په حصه کی او بل هم د خپل محبوب سره د ژوندون جوړولو په آرمان کی .
مؤمن خان په داسی حال کی چی سترګی یې برابر د لاجونتي څیرې ته نیولی وې ، له آسه راکښته سو . کرار کرار د هغې خوا ته ورنږدې سو او داسی یې ورته وویل : ښه ، ته صرف د دې لپاره زما سره واده کول غواړې چی زما غوندی زوی ولرې ؟ د دې پوښتنی په اورېدو سره د لاجونتی خزان وهلی باغ یو دم وغوړېد ، شګوفه یې وکړه ، تازه او ښیرازه سو ؛ زړه یې په ټوپو او ټول وجود یې په امیدو سو . بس په عاجزانه او معصومانه انداز سره یې ورته وویل چی اول تا غواړم ، بیا ستا غوندی زوی !
مؤمن خان نور هم نږدې ورغی او لاجونتی د خوښۍ او ولولو څخه په جامو کی نه ځاییده او ټول بدن یې له نشاط او هوسه ریږد واخیست ؛ دا ځکه چی خپل محبوب یې دومره ځانته نږدې ولید چی ځان یې د هغه په غیږ کی محسوس کړ داسی چی د ناز لاسونه پر تیروی ! مؤمن خان په دغه وخت کی خپل سر کښته ځړولی ، څیره یې له پښتنی حیا څخه ډکه ، سترګی یې مځکی ته نیولي وې او دواړه لاسونه یې جوړه ورته پورته کړل ؛ په داسی حال کی چی ستونی یې وچ وچ کېدی د نمسکار په توګه یې داسی ورته وویل : ګوره پیغلی ، ته نوره زما سکنۍ خور یې او زه ستا ورور سوم !
دا ږغ تالنده وه چی ټکه یې د هغې پر بدن راولوېده . هغې چی د پاکی مینی او محبت کوم کورګی جوړ کړی و ټول په یوه درب ونړېد او لوټی لوټی سو . لاجونتی ژوندۍ وه خو نوره مړه غوندی وه . فکر ، سوچ او ټوله دنیا یې لکه افعی مار په غاړه کی راتاو سو او هغه یې خفه کړه . ستونی یې وچ او ږغ یې بند سو ، سترګی یې تیاره سوې ، زړه یې ولوېد ، لاسونه یې بې حرکته او پښې یې بې سېکه سوې . کرار کرار د مځکی خوا ته لوېده او اوږدې زلفی یې پر سپینو اوږو را ولوېدې څو چی دا هم پر مځکه ولوېده او ټول وجود یې په سړو خولو کی لوند خیشت سو . نوره په حال کی نه وه او تش کالبود غوندی سوه .
مؤمن خان چی دا له غمه ډکه صحنه ولیده ، سخت پښیمان او پریشان سو او ځان یې ملامت وباله او د ځان سره یې وویل چی د دې نجلۍ خون به زما په غاړه وی او لکه چی غټه ګناه می وکړه . بس سترګی یې له اوښکو ډکی سوې او بې اختیاره یې خپل پټو رواخیست او د لاجونتی پر اوږو یې واچاوه او دواړه لاسونه یې هماغسی د نمسکار په توګه په داسی حال کی جوړه ورته نیولي وو چی په زړه زخمی ورته ولاړ دی او وجدانأ ځان سخت ملامتوی . خو مؤمن خان یوه پښتنی ګایه وکړه ، داسی خبره چی بیا نه راګرځی ؛ نه د پښتون ولۍ له مخی ، نه د انسان ولۍ له مخی او نه هم د اسلام ولۍ له مخی . ځکه ، هغې ته یې خور وویله ، د الله او بندګانو په مخ کی ، او نوره یې خور سوه . هو ، دا د کاڼی کرښه ده !
دا مهال ټول حاضرین پټه خوله سول او د مچ بوڼ هم نه اورېدل کېدی . مؤمن خان چی سر راپورته کړ او شا وخوا یې وکتل ټول حاضرین داسی وو لکه ارواحونه چی یې وتلي او مړه وی . مؤمن خان په نا امیدۍ او مأیوسۍ خپلو نږدې کسانو ته وکتل او هغوی پوه سول او راغلل . دوو درو کسانو مؤمن خان تر لاسو ونیوﺉ او یوې خوا ته یې روان کړ او دوو درو نورو لاجونتي راولاړه کړه ، اوبه یې ورکړې او هر یوه د ګرانی خور خطاب ورته کاوه .
لاجونتی یو څه سمه سوه . نور یې هیڅ شاوخوا و نه کتل او د یوې زخمي هوسۍ غوندی کرار کرار د خپل کور خوا ته روانه سوه . نوره دا هغه لاجونتی نه وه په کوم امید او هوس چی له کوره راوتلې وه . هغه مهال تازه خو اوس پژمرده وه . هغه مهال ټکنۍ او ګلالۍ خو اوس ابۍ او لیونۍ وه . هغه مهال پیغله خو اوس بوډۍ وه . هغه مهال هوسونه خو اوس غمونه وو . هو ، دا هر څه په صرف نیم ساعت کی لاندی باندی سول ، ګډوډ سول ، تالا والا سول ، لوټ او چور سول . د هغې دنیا ورانه ، زړه یې مات او ژوند یې برباد سو.....
مؤمن خان هغې ته د احترام او درنښت په توګه خو په مړو سترګو کتل . موسکا یې نوره پای ته ورسېده او زړه یې له داسی غمه ډک سو چی بیا هیڅکله را و نه وت . هغه د ملامتۍ او پښیمانۍ د اوښکو څخه په ډکو سترګو لاجونتی ته کتل څو چی هغه یې له نظره غایبه سوه . خو لاجونتی نور قطعأ تر شا نه کتل او په دې هم ښه پوهېده چی مؤمن خان ځای پر ځای ولاړ دی او هغې ته ګوری . هو ، لاجونتی خپل بری او مؤمن خان خپل شکست یو بل ته ثابت کړ خیر دی چی دﺉ یو غیرتی پښتون او هغه یوه عادی هندواڼۍ وه !
کله چی لاجونتی له نظره غایبه سوه ، نو مؤمن خان سوړ اسوېلی وکیښ او سر یې د نفی په توګه ښوراوه . په داسی حال کی بیرته پر خپل آس سپور سو چی د پخوا پر خلاف خپلو ملګرو رکاب ورته نیولی او د ختلو کومک یې ورسره وکړ . د حکومتی غټانو دغه سپرلي بېله دې چی خپل مأموریت بشپړ کړی بیرته پر شا ولاړل او مؤمن خان هم برابر خپلی کلا ته ننوت .
هر کله چی به د هندوانو او مسلمانانو مذهبی مراسم وو لکه هولي ، دیوالي ، لوی او کوچنی اختر ، نو مؤمن خان به د لباسونو ، ګیڼو ، او نورو ډول ډول تحفو څخه ډک خلاتونه ( خلعتونه ) لاجونتی ته ور لیږل او یا به یې شخصأ پخپله په داسی حال کی وروړل چی د خپلی کلا څخه د هغې تر کوره به لوڅی پښې ور روان و او په خاص احترام او سرځوړۍ سره به یې هغه ورته تقدیمول . هر کله چی به د خور او ورور خاصه ورځ راورسېده نو مؤمن خان به په ډیر ادب د لاجوتنی تر لاس ډیر ګران بیه راکی وتړﺉ او د هغې خورا ډیر احترام او عزت به یې وکړ .
هر ځل چی به مؤمن خان په دغسی مذهبی مراسمو کی د هغې حضور ته راغی ، نو وبه یې لیده چی لاجونتی تر مخکني وخت ډیره زړه سوې ده . کله کله به یې ورته وویل چی ته یو څوک خوښ کړه زه به داسی واده درته وکړم چی ټول هندوستان به یې ساری نه وی لیدلی . هغې به صرف یوه خبره ورته وکړه او هغه دا چی « زه نه د واده یم او نه واده زما لپاره دی ! »
مؤمن خان لا هماغسی ځوان و ، خو لاجونتی تر وخت دمخه زړه او بوډۍ سوه . هغې د ژوند تر پایه واده ونکړ او د مؤمن خان څوغمونه یې په ځان کی هضم کړل : لومړی د هغه لیونۍ مینه او محبت ، بیا د هغه لیونۍ جدایی او بیلتون او وروسته د هغه سوغاتونه او دیدنونه .
د لوی اختر په یوه ورځ مؤمن خان د لاجوتنی حضور ته د ورتګ اراده وکړه . یو ډیر نږدې دوست یې ورته راغی او کرار یې ورته وویل چی صاحبه ، د لاجونتی کور ته مه ورځه . مؤمن خان چیغه وکړه او ویې پوښتل چی آیا هغه مړه سوې ده ؟ ورته وویل سوه چی هوکې ، یوه میاشت مخکی مړه سوې ده او مسلسل یې ستا پوښتنه کوله . مؤمن خان په کریږو او بې تابیو سره فریادونه وکړل چی یا الله ! ومی بخښه ؛ یا الله ! د هغې په ګناه می مه نیسه ؛ یا الله ! زه ګنهکار یم ؛ یا لویه خدایه ! نه دا ویلای سم چی هغه وبخښه او نه دا ویلای سم چی ما مه بخښه . نو اې د کایناتو عظیم خدایه ! ما ډیره عظیمه ګناه کړې ده ، یو خو دا چی هغه به زما سره تر واده وروسته مسلمانه کېده او بل دا چی د هغې سپیڅلې مینه او محبت می له مځکی وواهه او هغه همداسی نامراده او نامسلمانه پاته سوه . نو یا لویه خدایه ! ته غفور او غفار یې ، ته شافی او کافی یې ، ته قادر او مقتدر یې ، ته رحیم او کریم یې . ما دهغې پاکه مینه د غرور په توره ټوټه ټوټه کړه ، زه د هغې قاتل یم ، زه د هغې مجرم یم او زه د هغې د خاموشانه مړینی او قربانۍ سبب یم . نو یا الله ! خپل دغه ګنهکار بنده وبخښه . توبه می قبوله کړه او د لاجونتی د پاکی مینی د تباهۍ سزا مه راکوه یا الله ، یا الله !
تر دې وروسته به مؤمن خان ټوله ورځ عبادت ، تلاوت او ریاضت کاوه څو چی د کار څخه یې تر وخت دمخه تقاعد واخیست او بیرته خپل ټاتوبی یعنی غزنی ته راستون سو ، خو تر پایه یې واده ونکړ او زړه یې له غمونو ډک پاته سو .
هو ، په رښتیا چی هندوستان د پیښو او قصو وطن دی ، د مینو او افسانو وطن دی ، د بیلتون او پیوستون وطن دی ، د ولولو او ارمانو وطن دی او باالاخره د وفاداریو او شوګیریو وطن دی . والسلام ، ن . صمد
مأخذ : د لیکوال اثر د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ؛ ناچاپه Source: KhyberOrg