شهیدامان الله سیلاب...
شهیدامان الله سیلاب( ساپي ) د لوړتفکراوسپیڅلي احساس شاعر او لیکوال
ارواښاد امان الله (ساپی) چې زموږ د هیواد با استعداده، پیاوړې، ساده او سپیڅلې اونامتوشاعرو د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو دروند او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې دی . دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او دشعر او شاعري بیرغ یې اوچت ساتلې و.
سیلاب صیب دشعر او شاعري سره یوه ځانګړې مینه او علاقه درلوده او د ده د ژوند دایمي مصروفیت و. دی یو ستر اولسي شاعر و. د ده شعري کلام یوه خوږه ژبه لري، د ده خبرې د زړه خبرې دي . د ده په کلام کې دوستي، عشق اومحبت، مینه او خلوص، وفا او صمیمیت، رښتیا او صداقت، ایمان اوعقیده، جذابیت او ښایست، دروندوالې او وقار پروت دی . د ده په شعرونو کې سوزاودرد پروت دی، دی د یو ژور اغیز او دروند تاثیر خاوند شاعردی .
ما د سیلاب صاحب یو شمیر شعرونه چې زموږ د هیواد د اوسني سیاسي کړکیچنو حالاتو سره مطابقت لري د انځور په شکل ترتیب کړې دي ستاسودرنو دوستانو پام ورته را اړوم .
په ډیره ادبي مینه او درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود
د آزادۍ پیغام
بشر ته چې نسیم راوړو پیغام د آزادۍ
اوچت شول ملتونه په هر ګام د آزادۍ
نړۍ او نړۍ وال که آزادۍ نه قربانېږي
افغان سر په تلي وړي تل په نام د آزادۍ
***
د آزادۍ دولت
افغان تل مست په مینه محبت د آزادۍ
له هر څه ورته غوره دی دولت د آزادۍ
د ژوند په لوړو ځوړو چې بری مومي ځي وړاندې
همدا یې ګڼه نښه، برکت د آزادۍ
د آزادۍ بیرغ
اوچت دې وي توغونه په جهان د آزادۍ
بشر دې پاتې نه شي په آرمان د آزادۍ
تر څو چې دا دنیا وي نو اوچت دې له هر چا وي
بیرغ په دې نړۍ کې د افغان د آزادۍ
***
دآزادۍ پتنګان
دنیا ورته سر ښکته په تعظیم کړي تر قیامته
کوم قوم چې سرو مال کاندي قربان د آزادۍ
په سرو مال ډیل نه دي د آزاد ژوندون په مینه
له څیرمې پتنګان دي افغانان د آزادۍ
د آزادۍ قهرمان
منلی نړۍ والو پیژندلی لروبرو دی
افغان ملت ختیځ کې قهرمان د آزادۍ
ملت چې له خوښۍ نن په جامو کې نه ځایږي
کړو لوړ جموریت شوکت روښان د آزادۍ
شاعر : شهید امان الله سیلاب (ساپی)
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود