(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قلم

ماته هرڅه رڼا ژباړلي وو، زه د رڼاګانود کلي هستوګن وم، له لومړنيوڅخه وم چې رڼا اومشالونه مې راوړي وو، زه د تيارو په ژبه نه پوهيدم، کله کله که به مې د تيارې کوم تصوير په خيال واند راپريوت وبه بوږنيدم بيا به ترډيره ځاى ته نه راتللم. نه پوهيږم چې څه راوشول اولکه د بور بوړکۍ غوندې مې د تيارو د توپان چت په سر را پريوت. ورو، ورو د تيارو په ذهن کې ورننوتم، ړومبى يو ژباړن ته اړين وم خو هغه هم په ګوتو رانغى، يووستوى د ټکني ماښام په درشل کې يوې اوږدې شپې ته   ور غاړې  وتم. په رڼاکې خلک ډيرشيان په سترګو ويني، فکر پرې پرېکړه کوي او د ژوند پر واټ لاره باسي خو په تياروکې خبره بل ډول ده دلته يوازې غوږونه دي چې د افسانوي ديوانوپه بڼه د يويشتمې پيړۍ د سړي خوړوونکو د پلونو ښکالواوري اود ذهن تر بريده يې را رسوي او يوازې زړه دى چې پردغه ترهجن واټ دلار ويستلو پريکړه کوي.زما په سترګوکې دومره واک کله وچې په تياروکې ووينم،د ستوروهملارى شم اود شپې تيروتنې وژباړم خوله نيکه مرغه چې پردې ساړه واټ کله غوږونو، کله مې زړه پاللم او کله کله به يو نيم ستوري هم ګوښى نه پريښودم. غوږونو، دهغوي دخوځ د ښکالوازانګې زما د ذهن تر بريده را رسولې چې د سپيدو د ښکلا لوټ ته په څاوکې ناست وو. زړه هغه هسې ژباړلې چې په ښکيل شوو واټونو يې زماهوډ او يون لا پياوړى کاوه. په همدې اوږده شپه کې مې د افسانوي ديوانوتصويرونه د ذهن پر پراخه دښته کې بې واره را ټوکيدل اولکه پردي ځواکونه اولښکرې په بې پروايي سره په مارش،مارش تيريدلې او د هرې ريژې سره به يې زما تاندې اونيمزالې هيلې د مارش د سرو ګامونولاندې مروړلې اوله ځانه سره به يې اخيستې، کله به مې د يوه، ديو انځورترسترګوشو چې زموږ د کلي د شپنوستوني به يې زبيښل اوکله به مې د ذهن په سارا کې هغه روو سر را وواهه چې زموږ نيمزالې به يې لوټ کړې وى او اوس یې ځانونه د هغوي د پت او عزت ساتندويان بلل.خوکله کله به مې يواشنا اوازهم ترغوږه شوچې: !

 زما سرغړانده

او سرګردانه
 وړمه ورځ مې ستا د تاريخ يوه پاڼه ولوسته چې په کې ليکلي وو((د ١١ پيړۍ امپراطور، د دې پاڼې په يوه ژۍ کې په سره کرښه ليکل شوي ووچې يوازې د جنوبي اسيا د خلکو سوکالي، خپلواکي او ورورولي غواړي، پردې ليکلاردې پوره لاره ووهله خو زه پوه نه شوم چې دا راسا لاريوون ولې ټکنى شو او د دې لوې وچې جرګه مشري او سرولي دې ولې له لاسه ووته، یوه ورځ دې خلکوته د خپلواکۍ، یووالي، مينې او ګډ ژوند لوست ورکه، بيا دې تر اروپا پورې د خپلې عقيدې ولې وغزولې او د خپل تهذيب يولوی ښوونځی دې هست کړ، خو ډير ژر له خپل پلارني ټاټوبي محروم او بيا د ژوند تر پايه پرديس پاته شوې خپل کورته په پټوسترګوراغلې، نن دې خوا اوشاځوځان ولاړ دي او له فلسفې دې چا کومه څیړنه هم ونه کړه.هو پرون خوستا یوه ويلي وو چې ((زه خوشال به د کفن سره را پاڅم- که مې وليد چې افغان د چاغلام دی))پوهيږم چې دا وصيت دې هم پرځای کړی دی ځکه پرون مې ستا د تير مهال يوه کوچنۍ ګوښه ولوسته، په کې ليکلي وو هلته چې د ښکيلاګرو د ظلمتونو په دايره کې لمرنه لويده نو بيا ستا پرمټه د ظلمونو تيارې د سويلي اسيا له لمنې ټولې شوى، همداسې وشول او د لومړي ځل له پاره د ډيرې سترې امپراطورۍ اميل د لمرونو په سيمه کې وشليد، ډيرو فکرکاوه چې ته به سرغندوى، بولندوى او سرلارى پاتې شې، خوهسې ونه شول، ستا د زړه ټوټه نيمه شوه او ته بيا لکه ملنګ د خپل کلي په دروازوکې بهرپاتې شوې، خو دلته يې هم هوسا پرينښودي پرديس شوې اوخپل کورته په پټو سترګو را وګرځيدې لکه چې ستاسو دود همداسې وي چې د کارسړي موله کوره شړۍ، مور خپل بچيان یوپه يو پيژني، پوهيږم چې په خټه کې دې ارامي نشته، بيا لکه د ثورتالنده او تنا له هسکوغرونو راښويه شوې اود نارواوو څخه د ژغور په هیله دې له چارسدې نه ترکيسه خانې پورې ښارونه په خپلو وينو ومينځل، خو څه په لاس درنغلل، ښه دې وکړل چې د عدم تشدد پرواټ دې يوه ډيره اوږده لاره ونيوه، هو دا ښه وه خوته يوداسې ارام سمندر يې چې زړه کې دې توپانونه خوځيږی او ارامي کله منې لکه څپې اوړې را اوړې کله د تاريخ پريوکمراوکله يې پربل کمرلويږې.پرون ماسپښين دې يوبل زبرځواک هم له پښووغورځاو، د تاريخ پر وچولي دې د خپلواکۍ يوه بله ډيوه هم ولګوله.خوددې وياړنې لوټ ته دې بل چامټې رانغښتلې دي او داسې بريښي چې دا وياړ او پرتم دې هم له لاسه وباسي.دا ټولې درسره منم تاڅوک د تورې پرمټه نه شي مری کولی،ستامټه، هوډ او ميړانه له تورې لوړه ده خو دا وارې زه ډيرترهيدلی او وارخطايم ځکه نوره له تاسره څوک د تورې لوبه نه کوي، هغوي ته ستا توره او شوبلې مالومې دي، ستا د شوبلواو پرتمونوکيسی يې په خپلو تاريخونوکې ساتلې دي،هغه ستا په شان نه دی چې شاته نه ګوري،هغوي ته دا لاره مالومه ده، خوزه يوه کاواکه انديښنه لرم او هغه دا چې دا وارې ته خپلو بړيڅو ورته د پښواو لاسو تړلی يې، خو خيردا هم دومره د چورت خبره نه ده ځکه تاڅو څوځلې دا ثابته کړې ده چې ستامړی هم پروت وي نوانشاالله څوک به پرې د بريد ګواښ ونه کړي خوزه د داسې يوې پلمې څخه ډارلرم، چې هغه په سترګو وينم، په غوږونويې اورم او په بدن يې احساسوم،ټه لګيايې لاهماغه غړکۍ شاربې چې کوچ ترې نه ووځي، داځل نو که ته همداسې ويده پاته شوې نو بيا به ترابده مری اوغلام پاتې کيږي او هغه ډار چې زه يې په سر اخيستی يم اوته پرې غلاميږي، هغه، هغه د قلم وسله ده چې له تاسره يې رقم ډيرکم اوپه ګانده کې يې ته له چلولوڅخه محروم يې.
هو، يوه وروستۍ خبره مې واوره، ستا د کلي جوماتونه، مدرسې او ښوونځي نيږدې نيمه پيړۍ کيږي چې ستا د بړيڅو په لاسونو ړنګيږي. هوکی، که همداسې بې توپيره پاتې شوی نو زه دې وينم چې ته غلام يې، مري يې او له دې غړوندي به سر بهر نه کړې)).له هغې دمه تردې دمه مې هماغه اشنا اواز په غوږونوکې انګازې کوي، زړه مې غواړي چې يو لوړغرته پورته شم غرونو، ناوونو، شوبلو، ځنګلونو، سيندونو، شپنو، ميندو، مشرانو، کشرانو ان له ځمکې تراسمانه نارې کړم چې ((هغه ډار چې زه يې په سر اخيستی يم اوته پرې غلاميږي، هغه، هغه د قلم وسله ده چې له تاسره يې رقم ډيرکم اوپه ګانده کې يې ته له چلولوڅخه محروم يې.

په درنښت

سیدمنتظرشاه

- بېرته شاته