د ډاکتر محمد اعظم په مړینه قامي ادبې دیرې غمرازي
[17.Nov.2012 - 23:13]ســاه بــه رانـه واخـلـې مــرګ بــه څــه وکـړي
تــــل بـــه یـــم ژونـــدی د قــــلــــم یــــار یــمـه
قامي ادبې دیره جرمنې د پښتون قلم خاوند ډاکتر محمد اعظم اعظم په مرګ ودردېده .
بـیـا سـیـنــه کـې سـتـا یـادونـه پـه څـپـو دي
بـــیــا د ســتــرګــو ســیــلابــونـه پـه خــتـو دي
د وفــا ځــمــکــې خــړوب نـه شــوي اعــظــمـه
ډیــــرې ویـــنــې مـــو ورکـــړي د زړګــــــو دي
د ارواښاد ډاکتر محمد اعظم اعظم مرګ د ټولو پښتنو او په تیره بیا د ادبې کړیو لپاره لویه ضایه ده .
د ارواښادډاکترمحمد اعظم اعظم صیب فکر او خیال به تل تر تله د پښتنو په زړنو کې ژوند کوي .
قامې ادبې دیره جرمنې په دې دروند غم کې د ارواښاد د کورنۍ ،خپلوانو، ملګرواو د قلم د خاوندانو سره ځان شریک بولې .
جنت فردوس دي په نصیب شي. روح دې ښاد وي.
په درناوی
د قامې ادبې دیرې کوربانه
نسیم ستوری ــ وسیم لایق