(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتون او پښتونخوا
که هر څو وخورم ټکري ؛
زه ولاړ پر خپل ډګر خپله صحرا ۰۰
دا مي حق دي چې لمسې او کړ وسې ؛
د میرویس خان او احمد شا ۰
د هیڅ چا نه نه ډاریږم ؛
څکه ناست پر خپله خاوره د نیکه او د بابا ۰
نوري نه اورم قصې دبیګانه وو ؛
دا شعار مې دی پر ژبه ؛ چې پښتون او پښتونخوا؛
د دښمن صلاح به واړه په لاس راوړم ؛
په عادت د خپل نیکه او د بابا ۰
چې زیږیدل مي لمانځل سوي دي په ډزو ؛
مخ په وړاندي د لښکرو بي پروا ۰
پریبه نږدمه دښمن پر خپله بیټه ؛
چي فاتح داصفهان؛ پانیپټ او بخارا ۰
چې نن وینم پښتانه ځوانان ترټلې ؛
زه کامران د ډیره قهره په ژړا ۰
Khaal Kamran
بېرته شاته |