Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
بې له تانه دجنت په لوري نه ځم
[30.Jun.2015 - 19:20]بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم
دا څـــــه نــــــوې خـــــبـر نـــه ده نـازنـیـنې هـا پــخـپـلـــــه پـــخـوانۍ مـــواعـده ځم
چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یم هـــــمـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم
د رقـیـب لــــه تـهـمــتونــــو مې بــاک نـشــــته زه پـــخـپـله کــره لار، غــره غــره ځم
څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوري دا د عشق او عاشـــقانـو پــه نعــره ځم
بل مې هــیـڅـوک رهـــنما او رهـــبـر نشــــتـه بس د میـنې پــه فــــرمان او رائحـه ځم
ماچې ځـــان د خـپـل وطن لـــه پــاره وقــف کړ پښیمان نه یمـــــه، هـمدا مې ګــزینه ځم
زمــا ځــواک کــمــزوری مـــه بـولــــه رقـیـبـه تـنـــها نـــه ځـم د ملګــرو مـجموعه ځم
نورمحمد غفوری