دټانگوځايې چنگ چي رکشونيولى
[08.Dec.2012 - 11:42]تاسو ته ياد دي کنه کله چې به په تيرو وختونو کې خلک د کلي څخه ښار ته تلل يابه دښار څخه کلو ته تلل نو دپوخ تارکولي سړک په څنگ کې به يوه نرۍ کندې کپرې لاره تيره شوې وه چې ددغه لارې په سر به ټانگي وال ماما خپله ټانگه ودرولې وه اؤ د سورلو په انتظار کې به پخپله چرته د ونې سيوري ته ناست ؤ.
دټانگې دغه سورلي کۀ به يوخوا ښه ارزانه اؤ دسهولت ډکه وه نو بلخوا به يې د خوند هم جواب نۀ ؤ ځکه چې ټانگه خو هسې هم په روايتي ډول د نوابانو سورلي گڼل کيږي.
خو اوس کۀ چرته د پخو تارکولي سړکونو څخه بيلې شوې هغه کچه لارې په پخو تورو سړکونو بدلې شوي دي نو هلته د ټانگي وال ماما ټانگه هم په نظر نۀ راځي البته د ټانگې هغه زوړ سټاپ ضرور شته خو په دغه سټاپ اوس د ټانگو پځايې دموټرسائيکل څخه جوړې رکشې چې چنگ چي ورته وايي ليدل کيږي
دغه رکشه په اصل کې موټر سائيکل وي ، خو په موټر سائيکل درکشې په څير لويه باډي وتړل شي چې ټائرونه يې هم ددوؤ پځايې په دريوؤ بدل شي او پکې دډرائيور په گډون په يو وخت داوؤ کسانو څخه نيولې تر دلسو کسانو کښينولو گنجائش وي.
دپيښور انعام الله وائي 20 کاله يې ټانگه چلولې دچنگ چي دراوتلو سره اوس خلک په ټانگو کې سفر نۀ کوي دبل روزگار وس نۀ لري ځکه نو په بې روزگارۍ مجبوره شوى دى
چنگ چي رکشې اوس دپاکستان دټولو سيمو پشان په خيبرپښتونخوا کې هم دومره رواج شوي چې دښارونو ترڅنگ دکلو بانډو په وړو ، وړو لارو هم ليدل کيږي.
دچنگ چي رکشو رامينځته کيدو له امله که يو خوا په لکونو خلکو ته په خيبرپښتونخوا کې ارزان منافع بخش روزگار په لاس ورغلى دى نو بلخوا سورلۍ هم په چنگ چي رکشو کې تگ دخپل وخت او پيسو بچت گڼي.
دچنگ چي رکشوډرائيوران عموماً ديو سټاپ څخه بل سټاپ پورې ديوې سورلۍ څخه دپينځوؤ څخه نيولې تر لسو روپو کرايه اخلي.
په کلو بانډو کې که دچنگ چي رکشو رواج کيدو دټانگې په روايتي سورلۍ منفي اغيزې کړي دي، نو په لويو ښارونو کې په چليدونکو رکشو او ډکسيانو هم دچنگچي داثراتو څخه ډرائيوران خوشحاله نۀ ليدل کيږي.
چنگ چي رکشو راوتو سره زمونږ کاروبار ځکه خراب شوى چې وړاندې به کومې سورلۍ په بيړې سره يو ځايې ته ځان رسول غوښتو اؤ دټيکسي وس به يې نۀ کيدو نو رکشې ته به وختلو، خو اوس هاغه سورلۍ درکشې پځايې چنگ چي ته ځکه اهميت ورکوي چې د80يا100ؤ روپو پځايې په 10 روپۍ خپل منزل ته ورسي
رکشه چلونکى 45 کلن حضرت
خو هم دپيښور يو بل ټيکسي ډرائيور فضل غني بيا دحضرت ددغه خبرې سره اتفاق نۀ کوي او وائي چې چنگ چي کې به چرته ډير غريب سړى دمجبورۍ په وجه ځي، گنې زياتره خلک اوس هم رکشو او ټيکسيانو ته اهميت ورکوي.
دخالد په نوم 25 کلن ځلمى چي هم دپيښور په يو سرکاري کالج کې سبق وائي او هم په فارغ وخت کې چنگ چي رکشه چلوي، دچنگ چي رکشو په رواتلو خوشحاله دى او وائي چې مخکې به يې دسبق وئيلو له امله دخپل غريب پلار سره دکور په خرچو چلولو کې لاس امداد نۀ شو کولى ، خو اوس يې چنگ چي رکشه په قسطونو اخستې او دکالج څخه له رخصتۍ وروستو چې کله دښار سړکونو ته دغه چنگ چي رکشه وباسي نو په اسانه ترماسخوتنه 600 يا 700 روپۍ مزدوري کوي.
هغه وويل که چري دچنگ چي سټينډ يا اډې دورځې فيس 110 روپۍ ترې ټيکه دار نۀ اخستو نو بيا به يې مزدوري نوره هم خوږه وه.
دپيښور اوسيدونکي 60 کلن محمد بشير چې روزانه روزگار دپاره سحر ماښام چنگ چي کې سفر کوي ډيوه ريډيو ته وويل چنگ چي دغريبو خلکو دپاره ښه سهولت دى خو په خوند کې دټانگې سورلۍ ته نۀ رسي.
د اقتصادي چارو کونسل لخوا د پاکستان بازار ته د دری کالو پورې زړو ګاډو درامد (وارد) کولو فیصلی د موټرو بازار کې یو شمیر اندیښنې پارولی دي.
اقتصادي ماهرین واېي د پارلیمان د اقتصادي امورو کونسل فیصله به د منځنۍ طبقي خلکو ته تاوان ورسوي او ددي ګټې به د هیواد دننه د ګاړو کمپنو ته اورسي.
د پاکستان د پارلیمان اقتصادي امورو کونسل یا اي سي سي د نومبر په 22مه نیټه فیصله کړی وه چې د بهر ملکونو نه به اوس د کال 2007م په ځاېي د کال 2010م ګاډي راغوښتې شي.
په اسلام آباد کې د اقتصادي امورو ماهر او خبریال مبارک زیب خان ډیوه ریډیو ته واېي د دي فیصلي سره به په عامو خلکو مالي بوج زیات شي. د هغه په وینا په پاکستان کې دا سانتیا د عامو خلکو په ځاېي د کمرشل یا تجارتي مقصد لپاره استعمالیږي. ځکه چې د زړو ګاډو په سوداګریزه کچه د درامد کولو اجازه نشته. او په پاکستان کې په تکنیکي کچه د قانون سرغړونه کیږی.
په مردان کې د ګاړو یو کاروباري منیر خان ډیوه ریډیو ته واېي د دی فیصلې سره به د پاکستان موټر انډسټري اوس د تاوان په ځاېي په ګټه خپل ګاډی خرڅوي. منیر خان واېي مقامی صنعت به مضبوط شي او قیمتونه به اوچت شي. ځکه چې د 5و کالو استعمال شوی ګاړي به د ملکي ګاړو نه ارزان وو او د 3و کالو هغه ګران.
پاکستاني مطبوعات د ټیکسونو مرکزي ادارې یا ایف بي آر په حواله واېي تیر کال پاکستان ته 46 زره ګاړي د بهر نه راغوښتی شوي وو او د دغی سره قامي خزانې ته د ټیکسونو په مد کې په اربونو روپۍ ګټه رسیدلې وه. او څخکال د ۳ کالو زړو ګاړو د فیصلي سره به قامي خزاني ته 17 بلینه روپۍ تاوان رسیږي. د ګاړو کاروبار سره تړلي خلک واېي په تیر څه وخت کې په پاکستان کې د جوړو شوو موټرو او نورو ګاډو شمیره په بازار کې زیاته وه. خو د بهر نه ورغلو د بینځو کالو زړو موټرو لارو کمو بیعو له امله د ځاېي ګاډو بازار کمزوری وو