د PSDPد فرانکفورت څانګي غمرازی اوغندنه
[22.Dec.2012 - 18:18]د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPد فرانکفورت څانګي د ۲۰۱۲ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۲۲ مه نیټه دفرانکفورت په ښار کی بیړنۍ غونډه وکړه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې دګډونوالو له خوا د پښتونخواسینئر سوبائی وزیر او د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي کمیتۍ غړي ارواښاد بشیر احمد بلور باندی ناروا، نا ځوانه او غیراسلامی ځانمرګی برید په کلکه سره وغندل شو او د شهیدانو روح ته دعا وشوه.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د بهرنیو اړیکو سیکرټري اود فرانکفورت څانګي مشر ښاغلی محمد اقبال لالا وویل چې د پښتنو دښمنان به د پښتنود مشرانو په وژلو سره هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي، مونږ د شهید بشیر احمد بلور صیب جرئت او خدمت او قربانیو ته دعقیدت ګلونه وړاندی کوو، شهید بشیر احمد بلور او ورسره نورو شهیدانو ته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوو له حاجي غلام احمد بلور او او عوامی نشنل ګوند سره پدې نه هیریدونکې غم کې ځان شریک ګڼو.
روح دی ښاد وی
لالا اقبال
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د بهرنیو اړیکو سیکرټري اود فرانکفورت څانګي مشر