نوي اصول د ټرانسپورټي نظم لامل
[14.Jan.2013 - 16:02]نوي اصول د ټرانسپورټي نظم لامل شوي
راپور: عزت الله ذکي
د کندهار د ټرانسپورټ رياست رئيس وايي، په دغه ولايت کې يې په ټرانسپورټي سکټور کې يو لړ اصول وضع کړي، چې له امله يې اصلاحات راغلي، ټرانسپورټي نظم رامنځ ته شوى او د ترافيکي پېښو او تخلفاتو ګراف راکښته شوى دى. نجيب الله احمدي، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې په يوه ځانګړې مرکه کې څرګندونې کولې، وويل چې په کندهار کې يې د ټرانسپورټي نظم د رامنځ ته کولو په موخه ځينې نوي اصول وضع کړي، چې پر اساس يې پر مسافروړونکو موټرو او اتحاديو يو ډول محدوديتونه وضع کوي. احمدي وايي: ((موږ د کندهار د ټرانسپورټي اتحاديو په تفاهم او توافق يو لړ اصول وضع کړل، چې تر دې وروسته به د کندهار - کابل موټران تر څلورو بجو مخکې حرکت نه کوي او بله دا چې موټران به يو ځاى حرکت کوي.)) د ښاغلي احمدي په وينا، دا اصول د دې لامل شوي، چې د لويو لارو په اوږدو کې – البته د کندهار په مربوطاتو کې- ټرانسپورټي او ټرافيکي نظم راشي او د پېښو مخه تر ډېره بريده ونيول شي. ده څرګنده كړه چې د تېر شاوخوا يوه کال په اوږدو کې د کندهار په مربوطاتو کې پر لويو لارو کومه د پام وړ ستونزه نه ده رامنځ ته شوې، چې دا د همدغو اصولو له برکته ده. همدا راز د هغه په وينا، په لومړي ځل د کندهار د ټرانسپورټ رياست د مسافروړونکو اتحاديو د څلور سوه تنو موټرچلوونکو هويت تثبيت کړى او هغه کسان له موټر چلولو منع کړل شوي، چې د موټر چلولو رسمي اجازه ليک يې نه درلود. هغه زياته کړه: ((د نوو اصولو له مخې، هر د مسافر وړونکي موټر چلوونکى بايد د موټر چلولو اجازه ليک او درې څلور کاله کاري تجربه ولري. دغه راز په اصولو کې دا هم راځي، چې هره ټرانسپورټي اتحاديه بايد يو تخنيکي ګروپ ولري، تر څو موټران تر حرکت کولو مخکې له تخنيکي پلوه چيک کړي. د دا ډول ګروپ رامنځ ته کېدل به د هغو موټرو د حرکت مخنيوى کوي، چې تخنيکي ستونزې لري او اصول دا نه ايجابوي چې حرکت وکړي.)) د کندهار د ټرانسپورټ رئيس وايي، هره مسافر وړونکې اتحاديه لسګونه يا سلګونه موټران لري، چې له همدې امله په هره اتحاديه کې د تخنيکي ټيم شتون لازمي بلل کېږي. دى وايي: ((نور به هيڅ مسافر وړونکى موټر مخکې تر دې چې چيک شي، حرکت نه کوي، ځکه يوازې موټرچلوونکي ته نه معلومېږي، چې موټر يې له تخنيکي پلوه د تګ وړتيا لري او که نه.)) د ټرانسپورټي اتحاديو لپاره د سهولتونو رامنځ ته کول، هغوى د ټرانسپورټي نظم مراعاتولو ته هڅول او د عامه ټرانسپورټي خدماتو عرضه کول د ټرانسپورټ رياست په دندو کې راځي. ښاغلى احمدي وايي، د دغه اصل له مخې يې د کندهار د ټرانسپورټي اتحاديو تصفيه پيل کړې ده: ((موږ په کندهار کې ٤٧ هغه ټرانسپورټي اتحاديې، چې يا يې له لويه سره د فعاليت قانوني جوازونه نه درلودل او يا يې جوازونه تر وخت تېر شوي وو، له فعاليت څخه منع کړي، ځکه دا ډول اتحاديې د پېښو پر مهال له قانون څخه فرار کوي.)) د ده په