فرانکفورت: د فاتحې خبرتیا
[14.Jan.2013 - 16:05]الحاج غلام رسول وزیري د شورا پخوانې وکیل ورور، ساقیه وزیري مسعود لور، فرحناز وزیري مسعود لمسی، بي بي حاجي عذرا وزیري د ورور میرمن، سراج مسعودزوم، احمد یاسین وزیري وراره، ګل څانګه اختر، هوسی وزیري، زرڅانګه وزیري، وږمه وزیري وریرې، ډاکتر یارمحمدمسعودد لور زوم ، ډاکتر شیرباز مرغه وال د خدای بښلې د لیوره زوی او ناجیه رشید وزیري د خدای بښلې دلیوره لور.
د مرحومې بي بې حاجي (تخت نامه وزیري) د مرحوم الحاج ولسوال امان الله خان وزیري میرمن او د ډګرجنرال زرخان وزیري لور د مړینې له کبله چې په کابل کې خاورو ته سپارل شوې ده، ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چې د ښځینه او نارینه فاتحه د شنبې په ورځ د جنوري په (۱۹) نیټه د ماسپیښین له (دوو بجو) نه تر (څلور بجو) پورې د فرانکفورت ښار په افغان کلتوري جمات کې اخیستل کیږي .
د فاتحې اخیستلو پته او د معلوماتو تیلیفونونه :
Edisonstr.10
60388 Frankfurt/ Main - Bergen-Enkheim
Tel: 015788102443
Tel: 015213547957
انالله و انا الیه راجعون
په ډیر درنښت : الحاج غلام رسول وزیري، سراج مسعود اوډاکتریارمحمدمسعود
د خواشینۍ او خواخوږې پیغام
په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ، د ښاغلي الحاج غلام رسول وزیري خور او د ساقیه وزیري مسعود مهربانه مور چې ماته او زموږ کورنۍ ته یې د مور حیثیت درلود، په کابل کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .
انالله و انا الیه راجعون
زه نه یوازې په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې محترم الحاج غلام رسول وزیري، ساقیه وزیري مسعود، او د دوی درنې کورنۍ، زامنو، دوستانو او خپلوانو ته دجمیل صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای له سپیڅلي دربار څخه مرحومې ته د فردوس جنت غواړم .
په ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود