د ارواښاد زرملوال په مړینه دPSDPد غمرازۍ پیغام
[20.Jan.2013 - 23:47]په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبی منلی، ليکوال ، او ژورنالست ښاغلی غلام محمد زرمل وال نن دیوه نۍ (یکشنبي /اتوار ) په ورځ د ۲۰۱۳ ع کال د جنورۍ د میاشتي په ۲۰ مه نیټه له خپل ټاټوبي ډیر لیري په لندن کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله لدی پاتي نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړي.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد غلام محمد زرملوال په انګلستان کې د احمد شاه ابدالی سیاسی او کولتوری جرګې بنسټ کییښود، د پښتو اوپښتولۍ سره دبې کچې میني له امله ئي د له ډیر پخوا نه دپښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د مشرانو سره نزدي اړیکي لرلي.
ارواښاد غلام محمد زرملوال د پښتو ژبي د بډایني لپاره قلم پورته کړی ؤ، ګڼي پوهنیزي اوڅیړنیزي ارزښتناکي لیکني ئي کړي. چي دده یاد به تل تازه ساتي.
د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند ارواښاد غلام محمد زرملوال مړینه يو ستر تاوان ګڼي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دغه غم کې ځان شریک ګڼي . روح دی ښاد وي
په درناوي
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
ارواښاد زرملوال د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دمشرانو جرګې دغړو سره