(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون مېشتو سیمو ۴۰۸ سکولونه بند دي

[14.Feb.2013 - 13:09]

راپور :نیازموساخېل

پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې سکولونو ته د ماشومانو د داخیلېدو  تعلیمي کمپېن پېل کړ، چې د راتلونکې مارچ میاشتې تر لسمې نېټې پورې به جاري وي.
د دوی وايي، کلي په کلي او کور په کور ځي او له خلکو به غوښتنه کوي چې خپل ماشومان سکولونو کې داخیل کړي. دا کمپېن په داسې حال کې شروع کېږي چې د ځینو غېر سرکاري موسسو د سروې له مخې په بلوچستان کې سکولونو ته ماشومانو د تلو شمېره د پاکستان د نورو ټولو صوبو په پرتله ډېره تيټه ده
د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو مرکزي مشر کبیر افغان د تېرې دوشنبې په ورځ په کوټه کې د خبري کنفرانس پر مهال دتعلیمي کمپېن شروع کولو اعلان وکړ.
٫٫د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۰مې بیا د راروانې مارچ میاشتې تر ۱۰ مې نېټې به کمپېن جاري وي.موږ به د بلوچستان ۱۲ پښتون مېشتو ضلعو کې کمپېن چلوو او د دغ لپاره به موږ کلي پر کلي،کور پر کور،کوڅه پر کوڅه او جومات پر جومات ځو او له خلکو به خواست کوو چې خپل ماشومان په سکولونو کې داخیل کړي. دا یوشتمه پېړۍ د زدکړې او ساینس ده او دلته که موږ پر مختګ او له نړۍ سره سیالې غواړو،نو بیا به تعلیم او پوهې ته مخه کوو٬٬
کبیرافغان زیاته کړه،بلوچستان کې د تعلیم وضع بیخې خرابه ده
٫٫دا وخت چې له ما سره کوم معلومات (ډېټا) دي،د هغه له مخې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې شاوخوا ۴۰۸ سکولونه مکمل تړلي یاني بند دي او وجه یې نه د معلومه چې څله بند دي، خو په ریکارډ کې دغه سکولونه فعاله دي. په دا قیسمه سکولونو کې سلګونه اُستاذان له خپلو دندو غېر حاضر دي او ماشومانو ته درس ورکولو ته نه ورځي،که څه هم دوی ته سرکاري تنخا ورکول کېږي خو زدکړې نه ورکوي. دغه شان،داسې یو شمېر سکولونه هم شته کوم چې د شتمنو او زورور خلکو بېټکان (مېلمستون) جوړ شوي دي او هلته باقاعده د دوی مېلمانه استوګنه کوي٬٬
د بلوچستان مرکزي ښار کوټې د سکولونو په اړه کبیر افغان ووېل
٫٫د بلوچستان لیرې پرتې سیمې خو ګرسره پرېږده. موساخېل او ژوب خو پرېږده.د کوټې د سکولونو حال که درکړم،نو حیریان به شۍ. په کوټه کې ټول ۴۷۵ سکولونه دي. په دې کې ۵۴ سکولونه ودانۍ نه لري او ۳۷۶ سکولونو کې د صفا اوبو د څښلو هیڅ انتظامات نشته او ماشومانو ته د تشناب (لېټرین) انتظام خو له سره لیرې خبره ده٬٬
دا چې عام خلک او زدکوونکي د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن روان تعلیمي پروګرام څنګه بولي؟ یو زدکوونکی جمیل احمد وايي:
٫٫دوي خو دا خبره کوي چې هر بچی دې په سکول کې وي او هر اُستاد دې په کلاس کې...زما په فکر د دې تر شا هیڅ قیسمه سیاسي مقاصد نشته،بلکې دا پېغام د هر غریب د زړه غږ دی او هر څوک هم دغه غوښتنه لري.ټیک شو که سیاسي مقاصد وي هم،نو دا لاره د قام د خېر او پر مختګ ده. نور ګوندونه دې هم دا قیسمه سیاسي مقاصد شروع کړي، خلک به هغوی ته هم هر کلی ووایي.ولې چې د تعلیم او زدکړې لپاره کار کول هر څوک ستایي٬٬
یاده دي وي،پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن په تیرو کلونو ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲مو کالونوکې هم دا قیسمه تعلیمي کمپېنونه چلولي ول او په وېنا یې تر ۲۰ فیصده نوي ماشومان سکولونو ته داخیل شوي وو.
دا کمپېن په داسې حال کې شروع کېږي چې د ځینو غېر سرکاري موسسو د سروېګانو له مخې، بلوچستان د پاکستان

هغه صوبه ده، چې شاوخوا ۳۴ فیصده ماشومان یې ښوونځیو ته نه ځي

بلخوا د خدای نور نا صرپه راپور کې راغلي چې په داسې حال کې چې په اوسنۍ نړۍ کې ښځې په هر میدان کې له سړیو سره اوږه په اوږه ولاړې دي، او په هر ميدان کې د دوی تر څنګ لیدل کېږي.
د دې سیمو اکثره میرمنې وايي؛ د بلوچستان په ګڼو سیمو کې لا هم د پخوا په څير د ښځو درملنه هغسې نه کېږي، لکه څنګه چې د سړیو کېږي؛. د دوی په خبره لاهم ډېری کورنۍ د سړیو په پرتله د ښځو درملنې ته چنداني فکر نه کوي. او نه يي هم تر خپله وسه د درملنې په موخه له کوره بهر راباسي.
د ماجدې په نامه يوې میرمني مشال راډيو ته وویل: ((ما په اوس وخت کې هم داسې ډېری کورنۍ ليدلې دي، چې کله يي په کور کې يوه ښځه بیماره شي، نو پر ځاي ددې چې ډاکټر ته ښکاره کړای شي، بې له کتنې ورته له بازاره درمل راوړل کېږي. او تر هغه وخته روغتون د درملنې په موخه نه وړل کېږي، چې ناروغۍ يي بیخي زیاته شوې نه وي.))
د ماجدې په خبره له ځينو کورنیو پرته چې د سړیو و په څير خپلې میرمنې د درملنې له پاره له کوره باسي، او روغتون ته يې وړي، د دوی په سیمه کې اکثره نوري کورنۍ بیا داسې نه دي.
هلته يوې بلې میرمني چې نه يي غوښتل نوم يي خپور شي، له مشال سره په خبرو کې وویل:
((
دایوحقیقت دی، چې زموږ ښځې نن هم هغسې نه دي، لکه څنګه چې په نوره نړۍ کې دي. او هغسې صحي اسانتیاوې نه لري، لکه د نورې نړۍ مېرمنې چې يي لري. خو دا هم يو حقیقت دی، چې لاهم په دې سیمو کې دا يو پيغور ګڼل کېږي، چې يو څوک دې خپله میرمن ډاکتر ته ښکاره کړي، چې ښه درملنه يي وشي.))
دې میرمنې په خپلو خبرو کې زیاته کړه. لا هم د دوی په سیمو کې ښځو ته درملنه په تعویذونو ورکړل کېږي. او دا يو اسانه کار دی، چې په هر کلي کې د کلي په مولا باندې د ناروغیو د درملنې له پاره تعویذونه لیکل کېږي.
له دې سره د کوټې په سول روغتون کې ډاکټر لیاقت تابان له مشال سره په خپلو خبرو کې دا ومنله، چې د ښځو د ناروغیو په لومړيو ورځو کې د دوی درملنه نه کېږي.
البته چې کله دا میرمني بیا بیخي زیاته ناروغې شي، بیا يي په بستره کې یا سټریچر کې روغتون ته رواړي. د تابان په وینا د تعلیم نه شتون او سهولیاتو کموالی ددې لامل دی، چې لا هم ددې سیمو میرمنو ته د درملنې له پاره زمینه برابره نه ده.
د ایس او جي پي په نامه يوې ادارې د ۲۰۰۹ میلادي کال په خپل کالني رپوټ کې ویلي، په پاکستان کې هر کال يواځې د ماشوم زيږېدنې د ناروغۍ له امله په يوه ساعت کې درې ميرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي. .

- موساخېل
بېرته شاته