پښتو سوچه كول
ليك: عبدالجبار كاكړ
د څه ومنه څخه نه يواځى د پښتو د سوچه كولو خبري او په دي باندي ليكني كيږي بلكي ايران جاپان چين اونو ملكو داسي هڅي پيل كړي دي چى دخپلو ژبو څخه د پريد يو ژبو توري اوټكي وباسي داكيدي شى كه يا؟ در جواب خو دهم دهغه ولسونو او حكومتو سره ورسره دي خو دوي دا كار ځكه كولي شې چى ددوي دهغه ژبې دحكومتي څارنېي لاندي دي دوي د خپلو ژبو دپرمختيا دپاره ډير څه كوي ودي ته بيلى بيلى ادارې چوړي كړي چى په ډير لوئي شمير ژبپوهان اسكالران او نور كاركونكي كار په كشې كوي او دا هرڅه دحكومت ترڅارني او دحكومت په لګښت كيږي كه هر حكومت يا د هرګوند حكومت راشې دهغه كارمخ په وړاندي روان وي ددي دڅنكه د هغه ژبي دحكومتو دفتري ژبى دي دښوونځي او د زده كړو ژبى دي د اقتصاد سره اړه لرونكى ژبى دي او بياچى دوى وغواړي ددولت اوحكومت په حكم هرهغه كار په ياو كښې كولې شي چى هغه ددوي د ژبو په ګټه وي هيڅوك نه شې كولې چى دخپلي خواڅخه د ژبى په ليك دور ټكو يا تورو كښې څوك بدلون راولي ددي د څنګه ددوي رسنې هم دهغه ژبو باندي دي چى هغه په كور ښوونځي دفتر بازار كيفي ياپه بازار اوكلي كښې ويل كيږى هيڅوك بل زور ځواك د دوي په ژبو كښې لاس وهنه وكړي نه قانون ودوي ته دي اجازه وركوي نه اخلاقيات او بشري تولني.
خو تركومه چى ځموږ دمورني ژبى پښتو خبره ده ودي ژبى ته دوړاندي آسانتياو څخه يوه اسانتياپه برخه نه ده يو خو پښتون خوار د تاريخ په اوږدو كښې د زور ځواكو لخوا ودي ته نه دي پريښوول شوي چى دي خپل تاټوبى سوكاله كړي خپل دولس د اقتصاد په ډګركښې د نورو ملكو وارو مخ په وړاندي روان كړي د څوپيړيو څخه دلوبه پښتون افغان په ضد راروانه ده چى تراوسه دوام لري تراوسه پښتانه دانه د سنجولي چى ولي هرغير پښتون افغان دده دښمن دي چى ويوه لوري ته نه ايله كوي چى وده وكړي بلكي دڅه وخته څخه خو داسي هڅي او دسيسي رواتي دي چى نه يواځي پښتون افغان دمځكي د سره څخه پوه پناه كړي بلكي دده ژبه دده دود دستود منځ څخه وباسي يا داسي سره ورګډډ كړي چى خپله پيژندګلوي هم ونه كړل شې چي ددي ژوندي بلكه ځموږ ژبه سره راګډه وډه كول دي خير داخو دومره اوږد بحث او چيړنه ده چى ډير څه په ويل كيدي شې.
دا وخت چى پښتودكومو ستونځو او مشكلاتو سره مخامخ ده موږ ټول په خبراو پوه يو يوخو د پښتانه ترټولو لويه بدمرغي داده چي دي په څلورو برخو سره ويشل شوي دي ځكه نه شې كولي چى ځان ته داسي پريكړي وكړي چى هغه ته قانوني جامه وروا غوندي لږو ډيرد پښتنو په افغانستان كښې څه واك شته چى دوي څه كړي بايي كولي شي خوهغه دكاغذو پوري پاته دي لكه دافغانستان په اساسي قانون كښې داراغلي دي چى دوي خوندي ژبى لكه پښتو او ددي به د هيواد رسيمي او دفتر ژبى وي په هر چاره كښې به سره برابري وي خو په عمل كښې څه روان دي په هغه موږ ټوله ولديو په دي باندي څه ويل به وخت تيرول وي ددي سره سره چى په افغانستان كښې پښتانه په سلوكښې ترشپته هم زيات دي خوبيا هم دوي د لږكيو سره ځان نه دي برابر كړي..؟ خو دا پړه د پښتو سره د ډيره وخته راروانه ده چى اوس يې ډير زو راخستي دي پاته شو د پښتانه ټاټوبى نورې دري برخي ددوي حالت د افغانستان د پښتو سره درمان سلوك څخه هم په هغه خوادې دلته نه هغه ژبى لكه پښتو پنجابى بلوڅى په بنو ښووښځيو كښې ويل كيږي (لوست- ليك) بلكې په دفتر كښې دي ژبو نافذ كول خو داسي دي لكه څوك چى په دوه لاسه وسپوږمى ته خيزى ځكه چى دلته خو ولسو نه دخپلو ژبو دودونو او رواجو څخه بيګانه كيږي اوپه دي باندي د لسيځو لسيځو څخه كارروان دي خو يواځى سيندي ژبى خپل غاوران وموندل او دوي ټولى آسانتياوى وخپلى ژبى ته راوړي چى نن د ښوونځي او دفتر ژبه منل شوي ده خو د پښتو او بلوڅي يا نورو ژبو سهر لويه پړه روانه ده په بلوچستان ايالت كښې چى درې لوئي ژبي لكه پښتو بلوڅى او بروهي دي دا دوي درې مياشتي كيږي بلوڅ او پښتون وطنپاله ګوندوپه حكومتي كچه دا اعلان كړي دي چى دوي په دنول كال د پيل څخه دهغه درې ژبي د زده كړو ژبي ګرځوي خو تراوسه د پښتونخواملى عوامى ګوند او د بلوڅو د نيشنل ګوند ايالتى حكوت نيمګري دي ولى چى مسلم ليګ(ن) ايالتى مشران ځان دوري دوري كوي كه ددي ملت پاله ګوندو حكومت جوړ او دوام ييې وګړي نوبه دهغه ژبى دودي په لور رواني شي د شمالي پښتونخوا د اې اين پى تير حكومت په ايالت كښې په ښوونځيو كښې د پښتو په ګډون نورو ژپو ته وارو وكړي دا كارتسره كړي خو د ډيرو هلوځلو وروسته دوي په ځينو سيمو كښې بريالى شول چى مورنى ژبى د لومړيو زده كړو ذريعه وګرځوي خو اوس نوي حكمرانان راغلي دي دوي به د مورنيو ژبو سرڅه كوي..؟
دا اوږدي خبري ددي دپاره وليكل شوي چى په دي پوه شو چى ولي پښتو وروسته پاته شوي او څه كيدي شې چى پښتو د نورو نړۍ والو ژبو وارو مخ په وړاندي ولاړ شي د تاريخ په اوږدو كښې په حكومتى كچه هڅي شوي دي چى پښتو وده ونه كړي او وروسته پاته شې ځكه چى داسي هڅي حكومتونو كړي دي چى هغه ورورنه هم په پښتو وتړل شې چيرى چى په دي ژبه خپروني يا كتابونه چاپيدل ونه شې خو بيرته ځموږ مبارزو ليكوالو شاعرانو د ورځپاږو او دمجلو مديرانو خپل همت او مبارزي ته دوام وخت په وخت وركړي چى خپله پښتو يې ژوندي وساتله ددي سره سره چى ډير پښتانه د خپلي ژبى سره بيګانه شوي دي ځكه چى نن هم ورځپاڼي مجلى اوكتابونه چاپ كيږي خوهغه د نورو ژبو په پرتله ډير لږپلورل كيږى خودخپلو هغه چاسره چى دپښتو سره مينه لري پښتانه ودي ته را واړوي چى دوي د خپلى ژبى پښتو كتابونه او نوري خپروني په روپو رانيسي.
د پښتو د منځ څخه د وړولو دپاره ډيري هڅي وشوي اوس هم كيږي چى وړاندي څه نه څه په ګوته شوي چى كله ولس د خپلى ژبي څخه بيګانه شې او د نورو ژبو يلغار ياپه دوى تپل كيږي په ښونځيو كښې نه لوستل كيږى نو څرګنده خبره ده چى و ژبو په ګډون د پښتو به د نورو ژبو د تورو سيلاو نه ورګډيږى بلكې ورګډه ول كيږى لكه نن چى دهغه ناروغي وپښتو ته لګيدلي ده چى ددي څخه څوك ډه ډه نه شي كولي چى هم د هغه خبره ده چى نن د پښتو ژبي د سوچه كولو غوښتى رابرسيره شوي دي خو دهغه ناوړو لاس وهنو كيدي شوي چى پښتو نور ګده وډه كړي وي چى د خدائي (ج) پيژوينه ده چى د نړۍ ته آئي ټى (I.T) انټرنيټ راغلي چى چى ددي څخه هغه لاسونه غوڅ شول چاچى د هغه چا مخ نيولي وو چاچى د پښتو دودي او پرمختيا دپاره څه كول غوښتل په ډير لوئي شمير د آئي ټي څخه آسانتياوي موږ ته راپه برخه شوي په پښتني سيمه كښې چى راډيو ټيلى ويژنو نوكومي خپروني كولي او ددهغه ادارو چارواكو داهڅه كوله چى دپښتو رښتني تورو باسي او د نورو ژبو توري په خوله وائي ځكه چى په دهغه څو لسيڅو كښې پښتو خپل توري دلاسه وركړو او د نورو ژبو دومره اغيزي ورباندي وشوي چي په ځيني پښتني سيمو كښى چى پښتانه خپله مورني ژبه وائي نو ډير پښتانه دا اټكل كوي چى دا پښتو نه بلكې يوه بله ژبه وائي.
يوه خواته انټرنيټ آسانتياوي رامخ ته شوي او د هري سيمي پښتو ددي آسانتيا څخه لويه ګټه ترلاسه كړه او په ډير لوئى شمير ليكوالو خپلي ليكنې شاعري ولر بر پښتو او نړى والو ته وړاندي كړي چى څرګنده خبره ده چى د پښتنو د هري سيمې ليكوالو شاعرانو انټرنيټ په مخ نه يواځي راڅر ګند شول نه يواځي يو دبل ليكني او شاعري يې ولوستلي بلكې د سيالي د څنګه يې دااټكل هم وكړي چى څومره د نورو ژبو توري وپښتوته وردننه كړل شوي دي چى ښكاره خبرهده چى كوم ليك ليكوال په خپل ليك كښې د پښتو ټكي ګاروي دهغه وليك ته به ارزښت هم وركول كيږي او ددي دڅنګه هغه څوك چى ليك يې د نورو ژبو تراغيزو لاندي وي نودا غوښتنه به كوي چى د نورو ژبو دټكو په ځائي دي د پښتو سوچه توري ګاركړي خوكه په پښتو كښې داسي تورې نه وي نوبيا د بل ژبي توري هرڅوك ګاره وي شې دا ډول د نورو ژبو ليكوال هم د اړتيا په وخت داسي كوي خو داسي نه كوي چى د سره څخه يو توري دوه توري د پښتو د ګاركړي پاته ټول توري د بلي ژبى ورواچوي او دايو تور او عمل وګرځوي چى څرګنده خبره ده چى دا وپښتانه ته دمنلو وړنه شې كيدي ددي دمخه چى د پښتو د پرمخ تګ لاري تړلي وي او ددسيي د لاري دا كار روان وو خو اوس داسي څه نه شې كيدي ځكه چى آئى-ټى هر څه په بله خو اواړولي او ددي دڅنګه هغه باندني راديو ګانو چى په پښتو ژبه خپروني كوي هغه دومره مخ په وړاندي پروګرامونه وركوي چى وپښتو ته دا حجت نه ورپښيږي چى دوي هغه راډيوګاني واوري چى هغه دلسيځو لسيځو څخه درښتني پروګرام په ځائي د خپلى خوښي خبروني كولي يايې كوي بيله ددي چى ددي څخه څوني زيان رسيدلي ولي چى كوږ بار ترمزله نه رسيږي نه اوبه په ډانګ بيلږي نه رښتيا درواغ كيدلي ددي سره سره چى درواغومزل لنډوي
پاته شوه چى پښتو څنګه سوچه شې ودي ته د يو بيل ليك اړتيا شته چى د لوئي څښتن په مرسته به وتاسي وړاندي شې.