Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دبصیر بیدار
[01.Oct.2015 - 17:32]د وخت قدر
د ژوند په هر يو کار کې چې څوک وروسته پاتي کيږي
دا وخت به ترې تيريږي
د وخت قدر په کار دې وخت روان دې نه ودريږي
دا وخت به تري تيريږي
دا وخت لکه اوبه دي په شا بيرته نه جار وځی
چې څوک وخت سره نه ځی نو هغه پکي پريوځی
لاسونه به بيا مروړي وخت تری ځي نه ايساريږي
دا وخت به تري تيريږی
ځوانانو دا مو وخت دې ځان دسيالو سره سيال کړۍ
دعلم په ګاڼه او په جوهر يئ ځان سمبال کړۍ
دا وخت دعلم او پوهي دې په دي هر څوک پوهيږي
دا وخت به تري تيريږي
هغه خلک کامياب وي چې د وخت قدر کوی
په خوشي عبس کار باندی خپل وخت نه تيروی
دژوند هرې شيبي نه مزه اخلي خوشحاليږي
دا وخت به تري تيريږي
زما يو څو خبرې وی د وخت په اهميت
هر څوک په دي پوهيږي چې وخت نه لری قيمت
بيدار وائي حتماً به بيا د وخت پسي ځوريږي
دا وخت به تري تيريږي
مسافر
جانان کډې تړلي ددي کلي روانيږي
که څو منت زاری ورته کوم نه پاتي کيږي
پرون يئ راته ووی چې اوس ښه ديدن مي وکه
سبا به درته تير دغه وختونه درياديږي
انسان يو مسافر دې کله دلته کله هلته
يادونه يئ په لوبو دي د يو بل نه جدا کيږي
ما نه ګڼله دا چې جدا به مو نصيب شي
ستا ټولي خاطري خوږي خبري راياديږي
بس ته دي وي خوشاله چې هرځای اوسی جانانه
همدا زما ارزو ده خوشالی مي ستا خوښيږي
ورځه په مخ دي ښه شه زه بيدار درته دعا کړم
هميش اوسي خوشاله که زما په دعا کيږي
مينه او نفرت
سړی چې شي سړی په څو سړو کې حسابيږي
هغه سړی به څه کړي چې سړو ځني پټيږي
پښتون هغه پښتون وي چې دقام او وطن غم خوري
پښتون په پښتو دروند شي ميړنو کې حسابيږي
نفرت چې يئ په زړه کې وي د ميني بي خبره
بي ميني ژوندون څه وي بس په په مړو كى حسابيږي
سپرلي د ژوندانه به يئ خزان شي بي له ميني
چې څوک نفرت راخپل کړي او په مينه نه پوهيږي
بيدار د مپني دوود ته په درنه سترګه کتلي
نفرت نه يئ نفرت دې مينه ډېره يئ خوښيږي
جنګونه مه کوی
خدايګو په کې ډېر زيات دې تاوان جنګونه مه کوی
ژوند له ژونده مه اخلۍ دانسان جنګونه مه کوی
جنګ خو تباهی ده ، بربادی ده هم نيستي د ژوند
ژوند دخدای تحفه ده داسمان جنګونه مه کوی
وسو په کې کلي، هم ښارونه په لمبو داور
قتل شو بي شميره انسانان جنګونه مه کوی
وګورۍ په خپل ګريوان کې سوچ وکړۍ چې څه کوی
ژاړي په سلګو کې ماشومان جنګونه مه کوی
دغه ښکلی کور ، ګلشن وطن مو چې تباه کړلو
ټول د چا په لمسه د شيطان جنګونه مه کوی
خوند دزنده ګۍ چې به وو ژوند به وو مستي به وه
اوس راغې پري سم سپيره خزان جنګونه مه کوی
ژوند راکړې خدای دې مګر ته زما قاتل د ژوند
مه وژنۍ خپل ځان او نور جهان جنګونه مه کوی
ورک شه جنګه ورک شه نور زموږ دکلي چم نه ځه
واورۍ د بصير بيدار بيان جنګونه مه کوی
غزل
ما چې اوس دميني محبت لمنه ونيوه
ځکه مي ديار دکور مالت لمنه ونيوه
زه يئ د راتلو په انتظار کې لاری څارمه
ستړی انتظار مي دعادت لمنه ونيوه
مينه ليونۍ ده محبت دليونو روزګار
ما دي ليونتوب کې د قسمت لمنه ونيوه
زه د پښتني ميني انځور دننګ په وياړ کوم
نو ځکه مي د پت , پښتو غيرت لمنه ونيوه
مات به شي ځنځير دجداوالی اخر يو به شو
ويښ شومه بيدار ما د وحدت لمنه ونيوه
دځان قا تل
ګرځمه بي لاري زه په ورکه لار روان يمه
ورک يمه له ځانه په لټون کې دخپل ځان يمه
ځان له ځانه غواړم چې زه څه يمه او څه به شم
اوښکه يم دسترګو بس روانه په ګريوان يمه
وژاړم که وخاندم دخپل قسمت په حال مي زه
مرمه بيا هم ژوند کړم بدقسمته يم افغان يمه
هري خواته اور دې شني لوخړي د بارودو دي
وسومه لمبه شوم زه دجنګ هغه ميدان يمه
تير شول ډېر کلونه چې به سوله آمن ووينم
زه په ګران هيواد کې تل دآمن په ارمان يمه
خاندي او که ژاړي زه يئ ژوند په بيه اخلم
زه به جنتي شم خير قاتل که دخپل ځان يمه
دوه بيته
يار مي وو خو يار مي په خوا نه راځي
ليري رانه تللی دې بيا نه راځي
ډيره موده وشوه چې جدا يو موږ
اوس يئ هم سلام په هوا نه راځي
اختره
اختره که راځي په خوشحالۍ راشه راځه
پيغام دسولې راوړه په خوښۍ راشه راځه
يو داسي پيغام راوړه چې خوشاله زموږ زړونه شي
دمېني محبت جوړه دنيا زموږ رنګينه شي
د ژوند لپاره ژوند وکړو او ټوله مېنه مېنه شي
خوږ ساز د محبت شه په مستۍ راشه راځه
پیغام د سولې راوړه په خوښۍ راشه راځه
موږ ډېري سختي تنګي په جنګونو کې ليدلي
زمونږه ماشومان ټول په ويرونوکې لوی شوي
لاسونه مو دعا ته په اسمان پورته نيولي
د آمن غږوه راته شپيلۍ راشه راځه
پيغام دسولې راوړه په خوښۍ راشه راځه
اختره تا ته ډېر زيات خوشحاليږي ماشومان
زلمي پيغلي خوشاله هم خوشاله وي مشران
موږ هم په انتظار يو چې پوره مو کړي ارمان
ليدلي مو ده مياشت پاس په بلۍ راشه راځه
پيغام د سولي راوړه په خوښۍ راشه راځه
چې سوله ځان سره راوړي نو پوره به مي ارمان شي
د جنګ له اوره خلاص چې دا وطن او ټول جهان شي
اختر دي مبارک هر مسلمان ته په ښه شان شي
نيولي ده بيدار درته ځولۍ راشه راځه
پيغام دسولي راوړه په خوښۍ راشه راځه
وطن
اې زما خوږه وطنه
ته مي ځاله د زيږون يئ
ته مي تن ته مي وجود يئ...
ته ټاټوبې دپښتون يئ
ته مي مينه ته مي ساه يئ
وسيله مي دژوندون يئ
اې زما ګرانه هيواده
په تا څه وشو څه کيږي
هر يو کلی دي اور اخلي
هريو ښار دي لمبه کيږي
کاڼي بوټي ځنګلونه
دي دجنګ اور کې سوځيږي
دشمن هيڅ اسره و نه کړه
زړه اوس هم نه يخيږي
خپل منځي جګړو تباه کړي
اوس لا نور درته ګواښيږي
تور او سپين سره يو شوي
بيا څه چل دې څه به کيږي
اې زما ګرانه وطنه
ستا بچي ستا دښمنان دي
داغيارو په ډالرو
وږي شوي دي ليوان دي
ستا په غوښو نه مړيږي
تا به پلوری تجاران دي
ای زما ګرانه هيواده
موږ دا سوال کوو له ربه
غليمان دي ټول برباد شه
ستا دا شاړي للمي ځمکي
وچ ډاګونه دي آباد شه
هر وګړې ستا په زړه کې
تل خوشال اوسه او ښاد شه
چې مي زړه بيدار ژوندې شي
دشمنان دي نامراد شه
بصير بيدار ستوری
دا نظم ما څو کاله مخکې خپل زوی سمون ته ليکلی دې چې اوس ۱۲ کلن دې خو خبري نه شي کولی او داتيزم Autism دناروغۍ ښکار دې اولاد ډېر خوږ وي نو ما هم خپل درد په دغه نظم کې رانغښتی دې چې له تاسوسره يئ شريکوم هيله ده چې په دعا کې ياد وساتۍ
سمون ته دعا
نن مي زړه بيا را ډک شو
چې تاته وګورمه
په چغو وژاړمه
زما خايسته سمونه
زړګې زما خوږيږي
ذهن مي ټول ګډوډ شي
خو زه بې وسه يم
ستا علاج نه شم کوې
هر يو اندام دي جوړ دي
ژبه دي نه خوزيږي
ذهن دي کار نه کوي
لوبي دي نه خوښيږي
دخپل تکليف وېلو
درکې توان نه شته
زه هم پرې نه پوهپږم
چې ستا په کوم ځای درد دې
کله مي زړه را ډک شي
چې دهمزولو سره
لوبي ته ولي نه کړی
په کور کې منډي وهي
ځان دي کړ ستړې ستومان
نه يئ له لوږي خبر
نه يئ له تندي خبر
خوچې تکليف راشي په تا
په ژړا چغو سر شي
ستا دژړا انګازي
ستا مور او پلار زوروي
خو وس يئ نه رسيږي
هر څه په زړه تيروي
ستا ماشوموالې زما
لکه دانن ياديږي
تا به خندلی راته
تا به نڅا کوله
په مينه مينه به ته
رالويدلی راته
ما هم ارمان لرلو
چې ته به کله ګرځي
خبري کله کوي
ښوونځی ته کله به ځي
دا به دخدای رضا وه
ارمان پوره مي نه شو
ژوند ناقرار شو زما
زما خايسته سمونه
اوس دالله دربار کې
دغه يو سوال کومه
چې رب دي جوړ که راته
په خپل حکمت او کرم
زموږ په وس کې نه دي
ستا جوړيدل سمونه
خو دالله په در کې
کمې د هيڅ شي نه شته
که په تا ورحميږي
ژبه دي وچليږي
يو څو وړي خبري
په خپله ژبه وکړي
شکرګذار به دخدای
په څو څو واره شمه
زما خايسته سمونه
الله دي روغ که راته
د ژوند قيصه
ڑوندمي دې ټوله قيصه , کومه قيصه وليکم
دغم ځپلې ژوندون , کومه لحظه وليکم
څوک به دمېني قيصي ، يار ته په خوند خوند کوی
زه قيصه چاته وکړم ، د چا نامه وليکم
زه د وطن غمونو هر وخت ځپلی يمه
کومه صحنه ياده کړم , کومه شيبه وليکم
چې قلم واخلم لاس کې دلۍ غمونه راشي
وايم چې دا وليکم ، که نه هغه وليکم
بصير بيدار چې شومه دخواږه خوبه ځيني
اوس به دميني داستان ، په نيمه شپه وليکم
راز
داسي مي زړه کې پروت يئ
لکه يو پټ راز چې
د چا په شونډو راشي
بيرته يئ کړی دننه
تيګه پري غټه کېږدي
چې راز يئ نه شي رسوا
خو ناقراره احساس
شي دجذبو سره مل
ګوګل کې شور جوړ کړي
راز ترې نه بيا څرګند شي
راشي دشونډو سرته
اظهار دمېني وکړي
دمحبت په ژبه
جهان تري ټول خبر شي
زما دمېني په حال
هغه تري نه خبريږي
هغه پري نه پوهيږي
چې په ماڅه تيريږي
مخ رانه واړوي ژر
وايئ چې تا رسوا کړم
تا سره مېنه نه کوم
بيا مي داوښکو سيلاب
تر ګريوانه ورسي
وايم چې کاشکي دا راز
ما په ګوګل دننه
ترعمره وې ساتلی
نه به په شونډو راتلای
نه به عالم خبريدی
نه به داستا په ګوزار
بيدار په زړه لګيدی
نه به د يار په انکار
زما زړګی ژړيدی
په زړه مي راوريږي تير وختونه پخواني
ستا ډير زيات مي ساتلی تصويرونه پخواني
چې کله را په ياد شي ستا تصوير لاس کې راواخلم
لټوم په کې جانانه ډير يادونه پخواني
نه جنګ وو نه جګړه وه نه کينه نه عداوت وو
اوس پاتي دي يارانو صرف خوبونه پخواني
حجری به وي ديرې به وي مشران کشران به ناست وو
منګی به وو ،سيتار وو، او ربابونه پخواني
هر چا به کوه فخر په رواج ، دوود او دستور
اوس لاړه مونږه پريښوده دوودونه پخواني
ولس به وو د کلي په کار بوخت په ( لو ، غوبل ) کې
اوس ما ونه ليده چرته ( اشرونه) پخواني
قيصه در نه اوږديږي پخواني يادونه پريږده
بيداره اوس کوه تش تعريفونه پخواني
نيمګړې تصوير
چې کله شم يواځي
ستا تصور کې لاړ شم
قلم راواخلم لاس کې
داستا تصوير جوړوم
په کاغذ تورې کرښي
کږي وږي وباسم
خو څه تری نه جوړيږي
زړه مي راتنګ شي ورته
ډير کاغذونه وشکوم
ليری يئ کړمه ګوزار
ديوال ته ډډه ووم
وکړمه ډير انتظار
قلم مي بيا راواخلم
چې يو غزل وليکم
خو بيا هم نه جوړيږی
دغزل توري زما
په دي کې شپه سبا شي
ستا دتصوير په پلمه
چې ملا بانګ ووهی
زه بيا قلم راواخلم
وايم چې دا ځلي به
تصوير حتمی جوړه ووم
ستا مخ کتاب کړم ځانته
پاڼي يئ اړه ومه
ستا د خايست رنګونه
په کې زير زير ګورم
زما قلم عاجز شي
ستا دښکلا معيار ته
شروع دکوم ځای وګړم
دښکلو سترګو ځني
يا دي د ښکلی صورت
دتورو زلفو ځني
دمستي مستي ځوانۍ
چې په هر څه پوره ده
خو" په کې نه وينمه
يئ سر تر پايه ښکلی
زه ليونې خو نه ووم
کړم محبت ليونې
چې شوم مجنون دميني
ستا دالفت ليونې
چې شوګيری کومه
په تصٔور کې دا ستا
قلم کې رنګ تمام شي
خوستا تصوير جوړ نه شي
بيا دزړه وينو په رنګ
په تصوير بيا شروع کړم
د بدن وينه مي هم
ختمه شي ستا په تصوير
وروسته د ډير کوشش نه
تصوير نيمګړی جوړ شي
دغه نيمګړی تصوير
زړه پوری کلک ونيسم
داستا په خيال کې ډوب شم
فکر مي ليري يوسی
چې خبريدمه په ځان
ورځ هم وه نيمه تيره
ناڅاپه چا غږ وکړو
ويل بيداره پريږده
دغه نيمګړی تصوير
هغه چې ته يادوي
اوس ددي کلي نه ځي
کډی يئ بيا بار کړي
خدای خبر چرته لاړه
ای وخته ډير بي وخته دي اخته په وير دځان کړم
قيصه دژوند شروع کړم که شروع دغم داستان کړم
ماشوم وومه ,هلک شومه ,ځلمی شومه ,سړی شوم
د ژوند په مزه پوه, نه شوم چې ګټه, که تاوان کړم
د بر ,دې که د لر ,خو پښتون دې ,خوار و زار
دجنګ په اور کې سوځي پريشانه هر افغان کړم
په لمسه داغيارو مو کړو خپل وطن بر باد
موږ هيڅ اسره و نه کړه کوم عمل درته بيان کړم
يو جنګ دپاسه جنګ دې او بل جنګ په کې توديږي
فقط جنګ ته پيدا دې غم د ټول افغانستان کړم
حکومت زموږ دوه سرې دې په څه به آمن راشي
راځۍ چور دې تالان دې تاسو هم به وزيران کړم
والي که نه شوي ګوره ولسوال به خامخا شي
که داسي هم ونه شوه بيا به تا لوی قومندان کړم
ملت دي په کې خوار وي دا حکومت زموږ ميراث دې
کانديد به بيا جرګي دولسي شورا ته ځان کړم
چې ښي پيسي مې وګټلی او جوړي مي پلازي کړی
بيا خلک دي توبي کړي زه به ځان خپل په کې خان کړم
جانان
بيا مي په زړه راوريدلې جانان
زما دګل په شانه ښکلی جانان
سترګي مي څار د هغي لاري کوي
په کومه لاره چې نن تللی جانات
خدای خبر ولې مرور غوندي شو
بيا راته چا دې لمسولی جانان
خير دې هر ناز به يئ په سترګو وړمه
په ما دې ډير زيات نازولی جانان
د ګل ځواني دسپرلي حسن لري
ښکلی په ښکلو کې ښاغلی جانان
د محبت په تول پوره وختو
بيدار په مينه کې تللی جانان