د معلوماتي ټيكنالوجى په پښتو باندى اغيزى
ژوند مخ په وړاندي روان دي ارتقاء په لارښودنه نه دريږي نړۍ ورځ دبلي پرمختيا كوي ددي څخه ځموږ په ژوند كښې ډول ډول بدلون رامخ ته كيږي كه موږ غواړو كه نه غواړو ددي ټولي اغيزي په موږ كيږي يواځي داچى د هغه بدلونونه ځموږ په هرورځنې كښې بلكې ځموږ په ژبو او دو دونو باندي هم ژور اغيزه كوي چى په دي څوكلونو كښې چى معلوماتى ټيكنالوجى (I.T) د پرمختيا څخه ځموږ په ژوند كښې ليدل كيږي هغه قومونه ملتونه او ولسونه چى ددي بدلونونو سره سم تګ نه كوي په دهغه پرمختيا چارو كښې برخه نه اچوي نه داسي قومونه دمنځ څخه وركيږي ددوي ژپي دودونه او رواجو نه هم وخت دمنځ څخه وړي پخواچى په دهغه عمل په پيړيو كښې كيدياوپه لسيځو كښې كيږي.
پښتانه افغانان چى ددي وخت اونړۍ يوه برخه ده دوي به هم ځان په هغه نړى والو بدلونو نوځان خبره وي او نړى واله سيالي به كوي كښې ددوي وار هم تير دي ددي سره سره چى پښتانه افغانان د ډيرو وختو څخه د جګړو او جنګو قربانيان ګرځول شوي دي او دډيرو اوس هم داسوچ دي چى د جګړي او وسلي په زور موږ هرڅه ترلاسه كولي شوپه اوسنې مهال كښې دا ځان تيراسته ده او د نړۍ څخه د وروسته پاته كيدو په چپه بل څه نه دي خويو نيكمرغي داده چى د پښتون افغان يوه وړوكي برخه په دهغه جګړو كښې بياهم دا هڅي او كوښښ كړي دي چى وخپلى ژبى دوددستورته دومره څه وكړي چى كه د نورو څخه كه سيالۍ نه شې كومي خو دومره څه وكړي چى هغه نوم نښان ياپته وي پاته شوپه لوئى شمير پښتانه هغه خو دكلوكلو څخه په جګړو كښې بوخت دي يا هغه څوك دي چى ډالريې ځان ته ورتيركړي دي هغه وائي چى پښتو يې بيا څه ده د پښتو وده او پرمختيا بياڅه ته وائى او خپله ژبه او دودساتنه بيا څه ته ويل كيږي زه پيسى او ډالري ګټم خپل هركار د ډالرو په زور باسم ښه خور ژوند تيروم اوبس كه څه هم دا ځموږ د وګړو يوه لويه برخه جوړه وي و داسي چاته څه نوم وركول كيدي شې دوي به هم داسي پريږدو.
خو ددي د څنګه يوه بله ډله هم شته چى زه هم په كښې كيږم دوي ياخو څو كتابونه ليكلى دي يا شاعران دي يالږ ډير د پښتو چوپړهي ځانونو ته ټولني دپښتو په نامه جوړه كړي دي ځينو خو د پښتو اكيډميو په لويو لويو ماڼېو كښې د كلو كلو څخه ناست دي يا د دولت او حكومت د خوا د ژبو دپرمختيا په نامه په پوهنتونو كښې پښتو څانګي خلاص كړي دي غټې غټې تنخواګاني اخلي خوڅومره كار دوې په دي اوږدو كلو كښې كړي دي هم د هغه كار به د دوي هرڅه ورښكاره كوي ځماپه اندپه دي بادي دڅه ليك ضرورت او اړتيانه شته ياپته شول دځما وارو چى باخو ورځپاڼې په پښتو ژبه راباسي مجلي چاپ كوي يابل يو نيم كاردپښتو دپاره كوي كه څه هم ددهغه چادهغه چوپيړ موږ نه شور دولي خو دبده مرغه هم دهغه كهول دا انګيرلۍ ده چى ترما زياته د پښتو دپاره بل څوك زيات كاركوى..؟ خو د هغه كهول چى ځموت ددي سيمي ليكوالان شاعران او مديران په كښې راځي د نرګسيت يا د ځان خوښي په ناروغي كښې راګير دي او دځان ځاني مرض وهلي دي چى د ځان د ستاينى په چپه بل څه ته غوږ نه ږدي خو ترټولو لويه بدمرغي داده چى په هغه زاړه ډګر راوان وي او څه بدلون يې نه دي راوستي بهرحال داهم دومره ستايل كيدي شوي.
رښتيا خبره داده چى څو كلو څخه معلوماتى ټيكنالوجى منځ ته راغلى ده چى په ډير چټكي سره هر ورځ نوي نوي شيان او اصلاحات رامخ ته كوي چى د پښتو په ګډون نورو ژبو هم د ورپيښه ده چى دوى به د كمپوئيټر د ژبى څخه وخپلي ژبي ته داهر څه رااړوي مطلب دا چى اصلاحات به راولي يا به د خپلي ژبى نومونه ورته جوړه وې كه داسي ونه كړي نو يوه خوته په پل ژبى توري په پښتو كښې ګاروي چى دا د هر وګړي دوس كارنه دي ولي كه يو پښتون چى دهغه انګريز ژبه نه وي زده هغه نه شې كولي چي معلوماتي ټيكنالوجى څخه ګټه واخلي خو ددي دڅنګه ددي يو ويرونكي اړخ دادي چى دهغه ټيكنالوجى په زراو زراو چى ژر په وملين ته ورسيږي چى كله ويوي ژبى ته وردننه شې نوبه دژبى څه حال جوړيږي داسي همكه موږ غواړي چى خپله ژبه پښتو د نړۍ د سيالو ژبو په ليكه كښې ودروونو به د هغه اصلاحات و پښتوته ارومرو را اړ وو اوخت د نړۍ لس لويو ژبو هغه اصلاحات وخپلو ژبو ته ژباړلي دي چى په هغه كښې پارسي هم شته خوپښتونه شته پښتو ځكه چى په هغه نړۍ واله قطار كښې نه شته چى دهغه اصلاحات و پښتوته نه دي اړول شوي پارسي ځكه د نړۍ ددهغه لسو ژبو په ليكه كښې ځائې نيولۍ دي چى د ايران دولت وخپلى ژبى پارسي ته په ډيره لويه كچه كاركوي چى يو دهغه ضروري اواړين كار هم دي دايران دي لاس ته راوړنۍ څخه په افغانستان كښې دري پارسي ددهغه اصلاحاتو څخه ګټه پورته كوي چى ددي څخه به پښتو د سيالۍ څخه پاته شې چى ددي د څنګه په ډير پښتانه دي كار د ګټو څخه پاته شى.
د بده مرغه لكه وړاندي چى وويل شو د لر اوبر اوسيدونكى په پښتو مېنوودي بوئى كارته تراوسه بشپړه پاملرنه نه دكړي په موږ كښې ډيرچى معلوماتى ټيكنالوجى سره تړلۍ هم دي ودي خواته پاملرنه نه د كړي په كاردي چى دهغه ټولني چى وړاندي ذكروشو دخپل رواتي چارواكو او كار د څنګه وپښتو ته د كمپويئټر د تورو و پښو ته دژباړ لي وكاته زياته پاملرنه وړكړي او پخپلو ټولنو او ادارو كښې د معلوماتى ټيكنالوجى ته يوه بيله څانګه جوړه كړي او هغه څوك چى په كمپوټر كښې ماهران دي هغه هم په دياړه دخپلى ژبي د پرمختيا د پاره كار وكړي د پېښور كابل كوټى كندهار ترمنځ اړيكى ونيول شې چى دوي په دي لوئى كار كښې يو دبل سره مرسته وكړي.
هغه افغانان چى دهيواد څخه دباندى په نورو هيواد په زياته بياپه لويديځ كښې دا وخت ژوندي كوي ددوي د پښتو دپاره د وخت څخه راروان كارو څخه هيڅوك مخ نه شې ګرځولي چى ددي د څنګه ددوي لخوا چى د پښتو كمپويئټري پروګرام كښې څومره ستړي په ځانونو وړي دي هغه چى څومره ستاينه وشې بيا به هم لږوي خو موږ هيله لرو چى دوي به دپخواواروو خپل دهغه چوپړته دوام وركړي خو دلته د لر او بر كښې چى موږ بى شميره پته يو لومړى دنده هم دي پوهانو لوستلو پښتو افغانانو جوړيږي په زياته بيا د هغه دولتى ادارو او غير دولتى ادارو چى ددوي لاس رسي تر ډيره دي او هغه پښتو ټولني ياغورځنګونه چى شمير يې وزراو ته رسيږي دوي خپله زياته پاملرنه ودي خواته واړوي په زياته بيا پښتو اكيډمي پوهنتونونه چى دوي په لكاو لكاو مرستى او فنډونه دحكومت څخه ترلاسه كوي هم ددي دپاره چى پښتو وده وكړي په كار دي چى داصلاحاتو د جوړيدو و خواته خپله ټوله پام لرنه وكړي ددي دپاره د نورو پوهانو سره تړون پيدا كړي او د خپلى برخي كاروكړي ولى په اوس وخت كښې تردى زيته اړتيا ته شته.