امریکایان د څه نه خبر دي؟
مطیع اللّه عابد
وایی چی یو ځل یوی امریکاي خبري ادارې خپل یو هیت د شکاگو ښار ته ولیږ و چی هلته دا معلومه کړي چی ایا ریښتیا زیاتره امریکایان د نړۍ او حتی د خپلی امریکا د تاریخ او جغرافیه نه خبر نه دي ؟. خو دغه ټیم درې ورځی پس تش لاس دفتر ته راغی او پوښتنه ورنه وشوه چی راپور مو راوړو که نه ؟ . نو هغوی ورته په معذرت سره وویل چی راپور مو څنگه راوړی وای ، مونږ خو درې ورځو کی شکاگو ښار هم پیدا نه کړی شو چی چرته دی !!
دا خو هسی یوه ټوقه وه. خو دا یو حقیقت دی چی د امریکایانو د ژوند یو مهمه خبره دا هم ده چی دوي دومره په خپل ژوند کی غرق دي چی دوی حتی دا خبریدل هم نه غواړي چی په څنگ کی پروت گاونډی ې څوک دی او د کوم ځای دی ؟. نو دا خو ورته ډیره غټه خبر ده چی ځان دی نه خبر کړي چی سوات کوم ځایی دی او سروبي چرته دی ؟.
دلته وخت په وخت سروی گانې کیږي او ځینی خارجی خبري ادارې د امریکایانو نه د نړۍ د مهمو مشرانو او خاصو پیښو په باب پوښتنه کوي. نو د لارې په سر روان خلک ورته عجیبه عجیبه ځوابونه ورکوي. نور خو لا نور ډیر امریکایان دی نه هم خبر نه دی چی زمونږ د ملک پایتخت کوم ښار دی. د فوځ مشرمو څوک دی او د قاضی القضآ نوم مو څه دی؟.
بلخوا زموږ په وطن کی چی هر څوک دومره سواد ولری او په لیک لوست پوه شی چی اخبار ولوستی شي . نو هغه بیا نه یوازی دا چی د خپل کلي د روانو چارو نه خبر وي ، بلکی د نړۍ په مهمو پیښو هم ژور نظر ساتي بلکی ټوله شپه پری تبصرې هم کوي. څوک که راډیو لري هغه یی موجونه تاوهي او کولمبیا نه واخله صومالیه پورې د خبرونو نه ځان خبروي. څوک چی تلویزون لري نو ریموټ کنټرول ې په لاس کی نیولی وي او د کابل نه واخله بمبي پوری خواره چینلونه داسی گوري ، لکه سبا چې په پارلیمان کی وینا لري. زمونږ په حمامونو، سقاو او سلمانیو کی اخبار باندې خلک جنگونه کوي او بیا په سیاسی بحث کی دومره حده پورې ورسیږی ، چی سبا ته دوکاندار مجبوره شی او ولیکی چی دلته سیاسی او غیراخلاقي خبرې منعه دي!!! .
دا خو زمونږ د وطن حال دی چی هر یو ځانته سیاستمدار هم دی، مبصر هم دی،مخبرهم او مورخ هم او بل خوا د امریکایانو دا حال دی چی هر څوک پیدا دی خپل خپل کار لره کنه.
دلته د مکتبونو نصاب څه داسی جوړ شویدی،چی په دی کی شاگرد ته فقط هغه څه ښودل کیږي، چی سبا ته پری کار پیدا کړی، هنر او کمال ذده کړي او که څوک مخکی څه کول غواړي نو بیا لیسه کالج او پوهنتون کی د خپلې طبعی درسونه واي. نو که څوک ډاکټر دی نو هغه یوازی په مرضونو پوهیږی، په سیاست او تاریخ سر نه خوږوي.که څوک انجینیر دی نو هغه د حکومت او طبعیت سره سرو کار نه لری.
زمونږ په وطن کی خو د ډاکټر په کلینک کی پوره ولسي جرگه دایره کړې وي ، د مرض نه علاوه په پکې په هره موضوع خبرې کیږی ، عموما چی د امریکا کوم روغتون یا کلینک ته ورشې. نو انتظار کونکي هلته لگیدلي تلویزون ته گوري. چی اواز ې بند وي او کوم خبر چی ښودل کیږي نو د ویناوال خبرې د تلویزون د پردی په یو طرف لیکلې ښودل کیږی، ترڅو په شور ې څوک په عذاب نه شي. دا خبرونه هم یوازی د امریکا د کورنیو پیښو په باب وی،دوی ته څوک د عراق غزې او افغانستان کیسې په شفاخانه کې نه کوي .
د امریکایانو یو شوق د مطالعی دی. خو دا مطالعه هم د لوستونکی د ذوق او شوق پوری ده . چی زیاتره ې کیسی او جاسوسی او عشقی داستانونه وی.
د امریکایانو د بی خبرۍ وجه دا نه ده چی دلته اخبارونه کم دي یا د راډیو او تلویزون پروگرامونه نشته. بلکی خبره دا ده چی یو یو اخبار ی دومره دی چی د یوی ورځې اخبار په پیسو ې د ټول کال وحدت او هیواد چاپ کیدای شي. خو خبره دا ده چی هرڅوک د اخبار نه د خپلی خوښی پاڼه راوباسي او نور اخبار غورځوي. داسی نه چی لکه زمونږ د خلکو د اخبار د مهم خبر نه واخله د تجارتي اعلانونو او د ودونو د اعلانونو پوری ټول لولي.
دلته یو عام فکر دا دی چې څومره چې خبریږې . هغه هومره به کړیږې، څومره چی بی خبره ې هومره به دې ژوندپه ارام وي. موږ خو ټوله ورځ مړي گورو او د شپې ې شمارو او خوب هم نه راځي ،چی اخر به څه کیږې.
د امریکا زیاتره خلک چی د دنیا د کیسو نه بی خبره دي. نو د وجوهاتو په جمله کی یو خبر دا ده چی امریکا پخپله د نوری دنیا نه یو خوا ته پرته د. یوازی کاناډا او میکسیکو ې مشهور گاونډیان دي. چی هغوی هم لکه د امریکایانو د نوری دنیا د کیسو سره ډیر سرو کار نه لري.
بله وجه ې د امریکا د خلکو د ژوند ورځې شپې دي. هرڅوک د شپی او ورځی په گردش کی داسی سر گردانه دی. چې لږ تر لږه اته ساعته کار کوي. بیا چی کورته راشی نوپه تلویزون یو د ټوقو ټقالو ډک پروگرام یا جاسوسي فلم ووینی ، پیاله په سر واړوي ،ډوډۍ وخوري او پړ مخه اوده شی. رخصت په ورځ خپل سپي سره قدم وهلو ته وو ځي یا د لوبو کومه مسابقه وگوري یا کوم بل غیر سیاسی پروگرام. په امریکا کی چی کوم خبري چینلونه هم دي هغه هم داخل دپاره بیل او خارج دپاره بیل پروگرامونه لری او کتونکی هم د خپل ذوق سره سم ورته ناست وي. . دلته د هر عمر او ذوق د خلکو دپاره فلمونه او پروگرامونه وي. هر فلم د هر چا دپاره نه وی او هر څوک د هر یو فلم هم نه وي. جار شمه د پښتو د فلم نه چې په کلیمه شورو شی او په خودکشه دهماکه تمام شي.
امریکایان په دی عقیده دي چی اول ځان دې او بیا خپل جهان یعنی امریکا . نو واي چی ځان دی نو جهان دی. نو دخپل ځان دپاره اول د کار بیا د کور بیا کورودانې نو بیا چی هرڅه سم شي نو جهان یا امریکا هم پخپله سمیږی.
امریکا چی په انتخاباتو کی د راې ورکولو په ورځ راې ورکړي اونو بیا پسی نه گرځي چی هغه کاندید او امیداوار ې چرته دی ؟. دلته خلک لیډر پسې نه بلکی لیډر خلکو پسې گرځي. نو ځکه څوک ډیر سر نه خوږوي. هر څوک د خپل خپل کار نه خبر دی.
هغه د یو عالم خبره .
خپله عقیده پریږده مه. د بل په عقیده ورځه مه.
دلته هم د چا کار چی د خبرونو سره وي . هغه ځان خبر ساتي او د چا کار چی د خبر جوړلو سره وی . هغه په خپل کار لگیا وي. داسی نه ده لکه زمونږ د خلکو چی شپه ورځ مو دا سودا وی چی د امریکا راتلونکې جمهورریس به څوک وي او د چین سره به ې لانجه څنگه شی . حالانکی د امریکا د جمهورریس گاونډي ته به هم معلومه نه وي .چی زما همسایه د کوم ملک جمهورریس دی او دا چین یی لاپه څه شی دی. ځکه چی هغه خپل کار کوی . دی خپل او دا څوک نه غواړي چی غم نه داري نو بز بخر